مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولس اوس هغه خلک پیژندلې چې سپین ته تور او تور ته سپین وایې!

الفت امین


 د ټاکنو نه مخکې خلکو په یو کس باندي تور لګوو چې دغه شخص دا دي او داسي دي آند تردي چې ځینو ورپسي ددي وینا کوله چې ګویا نوماند ولسمشر بی دینه دي او کله چې بریا ته ورسیدو نو ددي لپاره چې ځان ورسره یو ځاي کړي نو خپل زور او سیاسي اړیکو نه یې  ګټه پورته کړه او ولس ته یې ددي څرګند ډول باندي ښودنه وکړه چې د ځواک او چوکې لپاره دوي تر کومي پلوي پوري رسیدلې شي خیر دا خو ددوي کار یواځي نه و، وایې چې د یو لاس نه ټک نه پورته کیږي، پدي لړ دوي سره ډیرو کسانو ملتیا وکړه او دغه ملتیا کولو زمینه هم په خپله نده برابره شوي ددي ملتیا کولو لار پخوا نه د بهرنیانو لخوا طرحه شوی او نن په عمل کې پیاده شوه ما لپاره چې ډیر په زړه پوري خبره ده هغه داده چې زموږ په ولسي جرګې کې ناست کسانو ددي پرځاي چې ددي ناوړو کارونو مخ نیوي کړي وي دوي هم د کوپون کارت اخیستو لپاره یو د یو نوماند سره او بل د بل نوماند سره یو ځاي شول او څه چې یې د وڅې کېدل هغه یې سرته ورسول لکه تاسو چې شاهد یاست خیمو کې یې شپې او ورځې تیري کړي د هیواد بیا روغونې لپاره یې خپل مقابل ټیم ته خپل کلک دریز وښایو نو همدا لامل و چې مقابل ټیم دي ته اړ شو چې د دریم ځواک لاس ټینګ کړي او د هغې پریکړي ته خپل سر خم کړي دا چې ولې یو ګټلې نوماند خپل ماته مني او خپل سیال کس ته ددي واک ورکوي چې هغه ددي لاس او پښي وتړي ددي شاته هم لویه فلسفه پرته ده خو ددي فلسفي نه یواځي او یواځي جان کیري سور بریتي او د نړۍ دویم مفکر خبر دي رابشم دي برخي ته چې کله قدرت نیم په نیم ویې نو بیا ولې خلک یو کس باندي زیات حساب کوي او بل کس د مسولیت نه مبرا ګڼي چې دغه خپله په څرګند ډول بانډي ددي وینا څرګندونه کوي چې څوک سپین ته تور او تور ته سپین وایې نن ولسي جرګي ډیر وګړي یواځي او یواځي یو کس باندي پړه اچوي او هغه د ټولو کړنو مسول ګڼي ولې دغه دویم کس خداي بخلې چې هر ځاي کې د ولسمشر پشان خپله وینا کوي او کله چې مسولیت خبره وشي نو بیا لالا ته ګوته ونیسي چې هغه نه تپوس وکړي تر نن پوري ما داسي کسان په ولسي جرګه کې ونه لیدل چې په ډاګه ووایې ای خلکو دغه دویم کس چې واک ته راغلې باید موږ پدي باندي ټینګار ددي وکړو چې باید دا د ولسمشر وینا ته سر ګیږدي خو برعکس دلته ولسي جرګي غړي داسي په ولسمشر ددي ټینګار کوي چې ته د اجباري ولسمشر وینا ته لبیک ووایه دومره خو به زموږ مفکر هم پوهیږي چې که قدرت نیم په نیم هم دي خو ولسمشر ټاپه پردي باندي وهل شوي او اوس باید داسي لاري وکتل شي چې حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب وویلې شې او کنه نو بیا به خلک د نړۍ مفکر باندي باور ونه لري یو خبره زه باید ووایم هغه دا چې ولسمشر غني ته خنډ او موانع جوړولو پلان مخکې د ټاکنو نه چمتو و او ددي عملې کوونکې خلک کوم بهرنیان نه بلکې همدا زموږ د هیواد خلک و چې ځیني یې په ولسي جرګه کې نو ځیني نور یې په دولتي نورو برخو کې ځان ځای پرځاې کړي و نن چې دغه حالت په ولمسشر باندي راغلې ددي مسول یواځي او یواځي موږ خپله یو،  که نن هم خلک حق ته حق ووایې نو زه یقین لرم چې سبا باندي به ولسمشره ټوله کابینه علان کړي ولا که ټول غړې یې عبدالله هم معرفې کړي خو غني بابا ته به باک ونه لري زه د هیواد ولسمشره دغه لړ کې ملاتړي یم او دومره ورته وایم چې دوي دغه لړ کې په حق دي او باید خپلې دغي مبارزي ته دوام ورکړي ځکه سبا تاریخ دوي باندي لیکنه کوي نه په هغه کس باندي چې بلنه ورته نه وه شوي او اسپ یې د کلې ملک کره وتړو.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery