دخپریدو نیټه : 2015-01-12 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
افغانستان ته دناببره کډوالو راتگ تصادفی نه بلکې ديو چا پروژه ده
حبيب الله غمخور
له يوې خوداپاکستان څخه يوپه بل پسې ملکی ،نظامي اوسياسي هيتونه راوان دي چې گويازموږ سره دسولی او امنيت په راوستوکښي مرسته کوي .
همدانن دجنوری ۱۱ د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) عمومي رييس رضوان اختر نن ددريم ځل افغانستچان ته پدې دريو مياشتوکي راوان دي اود افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې په خبرو کې موافقه وکړه چې له تروریزم سره د مقابلې لپاره به ګډې هلې ځلې وکړي.
خوبل لورته دادی دهمدې هيوادنه دبهرنيانو هغو چې په پاکستان کې دپوځئ روزنې لاندي وه اودمعينو موخولپاره روزل سوی دادی يوپه بل پسې افغانستان په طبعی بڼه چې گويادوي پرې خبرهم ندی راليږي اوزموږ دولتی چارواکي ددې بهرنی امنيتی پلان دپلي کېدو ننداره کوي .
پدې ورځوکي اورېدل کيږي چې دافغانستان يوشميروالايتونو لکه ،کنړ، پکتيا،هلمند ،زابل اوروزگان ولايتونومربوطاتو ته له پاکستان څخه دبهرنيانوپه سلگونه کورنۍ اوجنگيالی راغلي .
دبېڅلگې په توگه دادی د زابل امنیه قومندان خپل ولایت ته د سلګونو بهرنیانو ورتګ تایید کړی . دجنوری لسمه هغه رسنیوته وویل چې د زابل څو ولسوالیو ته د عربو په ګډون د بیلا بیلو ملکونو یو شمیر کورنۍ ورغلي چې هدف یي نه دی مشخص.هغه داومنل چې پدې ۷۰۰ کورنيوکي چې دناوې ولسوالۍ ته ورغلي نږدې ۷۰ کورنۍیې عرب دي.
د زابل ولایت یو شمیر وکیلانو هم د دغو عربو، چیچنیايی او پاکستاني طالبانو او د هغوی د کورنیو د را کوچیدوخبر تایید کړی دی .
داخبری پداسي حال کښي کيږي چې زما دمعلوماتوله مخې دگزاب په ولسوالی کې دنقاب پوښانوپه نوم ډله شتون لري اوله هيچاسره خبري نه کوي ،همدا ډول په کنړکي پدې هکله خبرورکړه سوی ،له هلمند څخه هم خبر را رسیدلی چې کجکې ولسوالۍ ته نږدې د داعش په څير ورته ډله رامنځ ته شوې چې له افغان طالبانو سره په خونړیو نښتو اوښتې ده.
داچې داڅوک دي امنيتی ځواکونه یې بايد برسی کړي،خوموږ په يوه خبره پوهيږو، افغانستان ته ددې ترهگروچې دکورنيوترپېڅول اويادنقاب پوښانوترنوم لاندي چې گويادطالبانوسره جنگېږې دلته مېشتېږي ، زموږ دهيواد امنيت ته جدی گواښ دي . داراکوچېدل سوی ترهرنقاب اونوم لاندي چې راځي افغانستان ته له ښه نيت اوياداړتياله مخې نه دي راغلي اونه به راشي .داديوې غښتلی استخباراتی شبکې پلان دی .داچې پدې راکوچېدلوبه کومه اوپراتيفی دنده اولوبه سرته رسوی ،که زموږ اړونده چارواکي همدا ډول غافل اونندارچيان وي ډير ژربه څرگنده سي .
زموږ دولتی مشرتابه اوامنيتی اړونده ادارې ددفاع دوزارت په گډون ددې بهرنيانو اوپاکستانيانو د راکوچېدو دپروسې نندارچيان نه بايد اوسي .دولتی مشرتابه بايد ډيرپخوا اړونده اداروته ددې مسلې دڅېړلواومخنيوی په خاطر هدايت ورکړي واي .
داسی فکرکوم چې پدې نوم افغانستان يوځل بيادنړيوالوترهگرو اوسړی وژنکوپه ځاله بدلېږي ،امريکا ،اروپايي ټولنه چين ،روسيه ،هندوستان ،دملگروملتوسازما دامنيت شورا ددې پيل سوی پروسې په اړوند زموږ سره يوشان مسوليت لري اوکه یې مخه ونه نيول سي يوشان به له زيان سره هم مخامخ شي . اميد واريم نړيواله ټولنه دې خطرته جدي پاملرنه وکړي .