مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خوشحال خان خټک او د هغه عصر/ اوله برخه، جهاني

عبدالباري جهاني 
                          


خټک څوک دي؟

خټک د پښتنو د نورو لویو قبایلو په څېر یوه لویه قبیله ده او په زغرده ویلای سو چی له نورو ټولو قبایلو څخه یی لوی امتیاز په دې کی دی چی خوشحال خټک پکښی زېږېدلی دی. د خوشحال خان ژوند پخپله د پښتنو د فرهنګي، پوځي او سیاسی ژوند یو لوی او ځانګړی فصل دی. خټک له ډیری زمانې راهیسی په همدغه اوسنی سیمه کی، چی د یوسفزیو له مځکو څحخه نیولې د سیند د دریاب تر څنډو پوري غځېدلې ده اباد دي. د خټکو د قبیلې د سرچینې په باره کی، د پښتنو د نورو ډیرو پښتني قبایلو په څير، یوازي فوکلوري روایتونه موجود دي. انګریز محقق والټر بیلیو، چی د پښتني قبایلو په باره کی یی ښه زیات تحقیقات کړي دي، او کوښښ کوي چی د تقریبا ټولو پښتني قبایلو سرچینه راجپوت هندوانو ته ورسوي، په دې عقیده دی چی خټک هم د راجپوت قبیلو یو ښاخ دی. بیلیو وایی چی خټک په اصل کی د سلیمان د غرونو په ختیځو لمنو کی د شامل او برمل په علاقو کی اوسیدل. او په هغه سیمه کی ساتک، شاتک او شیتک بلل کیدل. خو کله چی د وزیرو قبیلي دوی له خپلی سیمي څخه مهاجرت کولو ته مجبور کړل نو دوی د شمال پر لور وخوځېدل او په هغه علاقه کی خپلو ګاونډیانو خټک وبلل.  بیلیو اتنوګرافي ص  ۱۰ البته د بیلیو دا خبره ځکه د منلو وړ نه ده چی یو خو شیتک او ساتک په ښ نه لیکل کیږی چی د یوسفزیو او پیښور د سیمي په لهجه کي په خټک تبدیل سي او بل دا چي شیتک پخپله د کرلاڼي یوه لویه قبیله ده چی پر لس هاوو ښاخونو ویشل سوې ده او په لس هاوو لویی او وړې قبیلي ورته منسوبي دي. او له خټکو سره، پرته له دې چی دواړه د کرلاڼي قبیلي ته منسوب دي، نور نیژدیکت نه لري.
د خټکو په باره کي، د پښتنو د نورو قبایلو په څیر، لیکلي معلومات نه لرو، خو د قبایلو په باب تقریبا ټول لیکل سوي متنونه موږ ته وایی چی خټک له خپل لومړني ټاټوبي څخه په زور ایستل سوي او دغی اوسنی سیمي ته په مهاجرت کولو مجبور سوي دي. طبیعی خبره ده چي په خپل وروستي ټاټوبي کی هم نورو شاوخوا پښتني قبایلو پر ارامه نه دي پرې ایښي. دغه علت دی چی د خوشحال خان د کورنی مشران، په عمومي صورت، د نورو قبایلو او د خټکو د لویی قبیلې په دننه کي د خپلو تربرونو سره په جنګونو کي وژل سوي او یا یی ټول عمر په جنګونو کی تیر کړی او پر نورو یی وار د مخه کړی دی.

په ابا او په اجداد خان او سردار یم
کارنامې لرم د جنګ او د جدال
که بری که هزیمت واړه لیدلي
خوی خصلت لرم د قتل د قتال
پلار نیکه مي شهیدان و ګورته تللي
پښت پر پښت مي هنر دادی آل په آل
که د جنګ د پرهارونو درته وایم
چي له درده مي په تن وو لکه نال
یو پرهار به مي لاروغ په وجود نه وو
 بل پرهار به مي په تن شو یا په ډال
چي قضا د سړي نه وي سړی نه مري
که یی درست صورت په غشیو شي غربال
قدر دان زما د کار شاه جهان وو
د اورنګ بادشاه ښکاره دی خود احوال

په پښتو ژبه کی موږ ته بل هیڅ شاعر داسي دیوان او اشعار نه دي پرې ایښي چی د خپلي ټولي زمانې او شاوخوا چاپیریال د پیښو او اجتماعي شرایطو د بشپړ تاریخ حیثیت دي ولري. هغه حتی خپل شخصی ښه او بد دونه سپین ویلي دي چي په بیخي لږو انسانانو کی یی په دونه څرګند ډول د اظهارولو جرأت لیده کیږی.
د خوشحال خان خټک د لمسي افضل خان خټک له کتاب، تاریخ مرصع، څرګندیږی چی ، د ملک اکوړي له زمانې څخه نیولې بیا د اورنګزیب په بندیخانه کی د خوشحال خان تر زنداني کیدلو پوري، د خټکو تقریبا ټول قام، د خپلو سردارانو او خانانو تر رهبری لاندي، د یوسفزیو او اپریدیو په مقابل کی د مغولو په ګټه جنګیدلي دي. د بند څخه د خوشحال خټک د خوشي کیدلو نه وروسته د خټکو په قام کي ډیر لوی اختلافات منځته راغلي دي. څوک د مغولو سره دریدلي، څوک هسي په خپله مخه تللي او بیطرف پاته سوي او چا د مغولو په مقابل کي توري ته لاس اچولی دی. د خوشحال خان لمسی افضل خان، چي خوشحال خان پخپله د خټکو خاني ور تسلیم کړې وه، تر مرګه د مغولو سره وفادار پاته سو او د خوشحال خان خټک زوی بهرام، چی د خپل پلاراو مشر ورور اشرف خان په مقابل کی یی د مغولو نوکري غوره کړې وه، کله کله له مغولو سره جنګیدلی دی. یو ځای خو موږ ګورو چی د اورنګزیب زوی بهادر شاه په کال ۱۷۱۰ کي د بنو څخه حرکت کوي او د سین په تنګي کي د وزیرو، دوړو او د خوست اولسونه حملې ورباندي کوي او لښکر یی دړي وړي کیږی. په ډیر زحمت ځان تر کابله رسوي او په لاره کی بهرام د خیانت په تور بندي کوي، خو بهرام په کابل کی تښتي، د غلجیو او بنګښو پر لار څوترې ته رسیږی او هلته د مغولو په مقابل کی په ښورښونو او حملو کی برخه اخلي. ( ۲ تاریخ مرصع ص ۳۵۷ )
البته په کال ۱۷۰۷ کی د مغولو د وروستي مقتدر پاچا اورنګزیب تر وفات وروسته بیا په کال ۱۸۵۷ کی د انګریزانو په لاس د مغولو د سلطنت تر وروستي سقوط پوري د مغولو په دولت کی دونه زور پاته نه سو چی یا د پښتنو په سیمو کی پوځونه تیر کړي او یا له هغوي څخه منظمه مالیه واخلي. پښتنو قبایلو او اولسونو، ټولو په هر ځای کی، د خپلو سردارانو او خانانو تر بیرغونو لاندي،  په مستقله توګه ژوند کاوه او د خپلو سردارانو په مشري یی په وړو او لویو جنګونو کي برخه اخیستله. په کال ۱۷۱۰ کی پر مغولي پوځونو باندي د اشنغر اولسونو حمله وکړه او یوسفزي یی هم مرستي ته را وبلل. په هغه جنګ کی د مغولو د پوځ له زرو سپرو او پیاده عسکرو څخه ایله څلویښت تنه ژوندي او روغ پاته سول او باقي پاته یی ټول تلف سول. پښتنو ډیري اولجې وکړې. خو کله چی یی له افضل خان څخه د مرستي او ملګرتوب غوښتنه وکړه نو افضل خان ورته وویل چی زما له مغولو سره دښمني نسته. زما په سیمه تاسي غرض مه لری او زه به ستاسي سره غرض نه کوم. ګواکي افضل خان، سره له هغه چی د مغولو سره یی دوستي درلوده، په دغه جنګ کي بیطرفي اختیاره کړه. ( ۳ هغه کتاب ص ص ۳۹۰-۳۹۱ )
افضل خان لا ډیر ځوان وو چی خوشحال خان هغه ته خپله خاني ورتسلیم کړه، او طبیعی خبره ده چی دا د خټکو د قبیلې د نورو مشرانو، د هغه د تربرونو او د اکاګانو لپاره، چی هر یوه، که خاني د ځان حق نه باله نو، لږ ترلږه افضل خان یی هم د مشر په حیث نه سو منلای، د منلو وړخبره نه وه. راورټی وایی چی د خوشحال خان زوی عبدالقادر خان خټک غوښتل چی د خټکو خاني هغه ته ورکړه سي. له هغه سره خپلو نورو وروڼو ملګرتوب وکړ خو ګټه یی ونه کړه. افضل خان د هغه وخت د رواج سره سم بله چاره ونه لیده او عبدالقار خان او د هغه لس وروڼه او د هغوی ځینی زامن یی په زمان ګهړي کی میلمانه کړل او ټول یی ووژل او په یوه قبر کی یی ښخ کړل. په دې توګه یی ځان بیغمه کړ او خاني یی ترلاسه کړه.  ( ۴ راورټي سیلیکشن ص ۲۶۹). البته راورټی موږ ته نه وایی چی دا معلومات یی له کومه کړي دي خو افضل خان لیکلي دي چی آخر کار په هسی حد ورسید چی له صلاح په فساد راغی او مصلحت می تر وهلو، شړلو وژلو په قید کی ولیدی. په کال ۱۷۱۲ کی عبدالقادر خان او شهباز خان د فرزندانو سره او عبدالله او محمد مي واړه قید کړل. مفسدان دوی وو. فساد له دوی نه وو. چی دوی دلې په قید شول فساد هم ختم شو. ( ۵ تاریخ مرصع ص ۴۰۸)   که څه هم چي افضل خان د هغوی پر وژلو باندي اقرار نه کوي خو له وینا څخه یی داسي ښکاري چی د راورټي خبره به سمه وي. ځکه چی افضل خان هغوی ته مفسدان وایی او وایی چی د هغوی له نیول کیدلو سره فساد ختم سو. ځکه چي د ادبیاتو په هیڅ تاریخ کی د عبدالقادر خان خټک د مړیني نیټې ته کومه اشاره نه ده سوې.
د افضل خان خټک د وفات څخه وروسته د هغه د کورنۍ او د خټکو د قبیلې په منځ کی بیا اختلافات پیدا سول. د افضل خان درې، د یادوني وړ، زامن پاته سول. سعدالله خان، محمد علي خان او مشهور شاعر کاظم خان شیدا. داسي ښکاري چی کاظم خان شیدا د کورنیو اختلافاتو له امله خپله سیمه پرې ایښې او هند ته په مهاجرت کولو مجبور سوی وي. ځکه چي په خپلو ډیرو زیاتو شعرونو کی د روه او د خپل پلرني ټاټوبي سرای یادونه او د لیدلو ارمانونه کوي. او ښایی دا ارمان یی تر مرګه پوره سوی نه وي. سعدالله خان په اکوړه کي خاني اعلان کړه او محمد علي خان تیرې ته ولاړ.د احمد شاه دراني په پاچهي کی د سعدالله خان زوی سعادت خان له شاهي پوځونو سر ه هند ته ولاړ او هلته یی ډیره مړانه وښودله. په دغه وخت کی د محمد علي خان زوی لښکرخان پر اکوړه باندي حمله وکړه او سعدالله خان یی وواژه. سعادت خان ډیر ژر خپل کسات واخیست او لښکر خان یی وواژه. تیمور شاه دراني هغه ته د سرفراز خان لقب ورکړ او دا د خټکو وروستنی مشر دی چی پر خپله ټوله قبیله یی حکومت کړی دی. (۶ مغول امپایر ص ۲۳۴)
د خوشحال خان خټک زمانه او چاپیریال:

د خټکو تحریک نه د بېگانه گانو او استبداد په مقابل کی د پښتنو لومړنی، نه وروستنی او نه تر ټولو پراخ تحریک دی. بلکه د پښتنو د مقاومتونو د اوږده تاریخ په ځنځیر کی د یوې مهمی کړۍ حيثيت لری.
هغه وخت چی په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره د خټکو د قبیلې نوم اخیستل کېږی، یو سفزیو او ځینو نورو پښتني قبایلو د مغول پاچا جلا ل الدین اکبر په مقابل کی بیرغ پورته کړی وو. او د خټکو قبیلې ، په تېره بیا د تري څانگه، چی د خوشحال خان پلار او نیکونو هم اړه په درلوده، د مغولو په خدمت کی ودرېده او د اټک د قلا پر پوری غاړه باندی یې د لارو د ساتلو او د حکومتی او تجارتی کاروانونو د حفاظت ذمه ورته ووهله. مغول پاچا په بدل کی د اټک څخه تر نوښاره پوری ټولی ځمکي د تري قبیلې مشر، ملک اکوړي ته په جاگیر ورکړې او راهداري یا د لاري د مالیاتو د ټولولو امتیاز یې هم دغی قبیلې ته ورکړ. دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو ترلاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه. د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه لگیا وه، بلکه د خټکو د قبیلې د تري او بولاق لویی او مهمي څانگی هم په خپلو کی په داخلي جنگونو لگیا وې. په دغو جنگونو کی په لس گونو او کله په سل گونو جنگی مېړونه پرېوتل او پښتنو قبایلو د یوه بل کلي سوځول او چورول.
په هغو شرایطو کی د مغولو د شاهنشاهانو او نورو لویو پاچاهانو او فاتحینو په خدمت کی درېدل ، د هغوی دپاره توري وهل، د هغوی دپاره د اولسونو اېلول او د ښارونو فتح کول د هر سپه سالار او جا گیردار او په مجموع کی د هري قبیلې او قوم بېل افتخار وو، او لویو پاچاهانو او فاتحینو ته د نن په مفهوم د بېگانه په سترگه نه کتل کېدل. که پښتنو خانانو او قومي مشرانو د هندوستان د مغولي پاچاهانو خدمتونه کول او منصوبه یی تر لاسه کول نو د مغولو د پاچاهی څخه مخکی د سوري پاچاهانو او لودي پښتنو پاچاهانو په دربارونو کی هم د نورو قومونو، او حتی راجپوتانو او جاټانو، چي په هندي قومونو کی یی د اشرافو حیثیت درلود، مشرانو خدمتونه کول او لوی لوی منصبونه یې ترلاسه کول. په هند کی د نورو مسلمانو پاچاهانو او واکدارانو په پوځ او اداره کی ، په تېره بیا د مغولو په پوځی خدمت او ملکي چارو کی په سل هاوو زره هندوان په خدمت لگیا وه، په داسی حال کی چی مسلمانو واکدارانو د هغوی خاوره ورڅخه لاندی کړې وه، او ډېرو مسلمانو پاچاهانو او د هغوی جنرالانو د سرونو د وهلو او مالونو د لوټلو ترڅنگ د هغوی لوی لوی معبدونه وران کړي وه. مغول شاهنشاه محی الدین اورنگزېب نه یوازي په لومړي سر کی د نویو معبدونو جوړېدل منع کړل، ور پسې یې د زړو معبدونو ترمیمول بند کړل، بلکه د خپل فرمان په دریمه مرحله کی یې د معبدونو د خرابولو حکم صادر کړ. ( ۷  مغول امپایر ص ۲۳۴-۲۳۵)
خو هم هندو راجاگانو او مبارزینو او هم پښتنو مشرانو او لویانو په خپل وار د مستبدینو په مقابل کی قیامونه کړي دي او کله کله خو یې د سرونو په کاسو کی اوبه ورکړي دي او د دې تر څنگ یې بیا د هغوی سلطنتونو ته داسی زړه ور جنرالان ورکړي دي چی د هغوی د فتوحاتو د تاریخ سره یې نومونه د تل لپاره ژوندي پاته سوي دي.
لنډه داچي د خوشال خان خټک او له هغه څخه مخکي او وروسته کلونو کی ډهلي او آګره د مسلمانانو د قدرت مرکزونه ول چی د پیړیو راهیسی د مسلمانانو په لاس کی ول، او پښتنو هغو ته د بیګانه په سترګه نه بلکه د مسلمانانو په سترګه کتل. د لودي او سوري پښتنو پاچاهانو څخه مخکي د هند د ډیري زیاتي برخي قدرت د ترکانو پاچاهانو په لاس کی وو. او پښتانه د هغوی منصبداران او ساتونکي ول او کله چی د ډهلي او آګرې او تر دکن او بنګال پوري قدرت د پښتنو پاچاهانو لاسته ورغی نو هماغه ترک جنرالان د پښتنو په خدمت کی ودریدل.

 مغول او پښتانه
د پښتنو او مغولو ، په تیره بیا د ډهلي د مغولو پاچاهانو، ترمنځ تضاد او دښمني، لکه څرنګه چي فکر یې کیږي هغسي ذاتي او خوني دښمني نه وه. په اصل کي پښتنو د هر هغه قدرت او سلطنت سره مخالفت کاوه چي د دوی څخه یې مالیې او عسکري خدمتونه غوښتل. دغه راز د خیبر پښتنو، او د خیبر د شاوخوا اوسیدونکو قومونو بنګښو، اورکزیو او توریو د ټولو سوداګرو او دغه راز د پاچاهانو د کاروانونو او خزانو لاري نیولې او په خپلو سیمو کي د تیریدلو باج یې ورڅخه اخیستی.
یو سفزي د ډهلي، آګرې او کابل د پاچاهیو د خزانو او کاروانونو په لاره کي پراته نه وه بلکه د هغوی دښمني د پاچاهانو له خوا د دوی د شنو اورشوګانو او مځکو د لاندي کولو او د هغوی خاص قبیلوي سسټم او د قدرت او مځکو د ویش سسټم ته د تغیر ورکولو له امله وه.
خان جهان لودي ، چی وروسته د شاه جهان په مقابل کی یاغي سو او د خپلو ټولو زامنو او نیژدې ملگرو سره یو ځای د مغولو په مقابل کی په جنگونو کی ووژل سو، د مغول جهانگیر په پوځ کی پنځه زری منصب او د فرزند خان لقب درلود. خان جهان لودي د شاه جهان د پاچهی په لومړیو شپو ورځو کی په پوځ کی اوه زری منصب، چی په هغه وخت کی تر ټولو لوړ مقام وو، ترلاسه کړ. کمال الدین روهیله، چی د خان جهان لودي د ښورښ په ملاتړ له شاه جهان څخه یاغي او د روښانیانو سره یو ځای سو، د شاه جهان په زمانه کي يې په پوځ کی څلور زري منصب او د شېرخان لقب درلود. ( ۸  شاه جهان نامه  لومړی توک ص ص   ۳۱۴-۳۱۵)
نظربهادر خویشکی یو بل پښتون منصبدار وو چي د شهزاده پرویز په پوځ کي د شهزاده خرم په مقابل کي، چي وروسته شاه جهان سو، وجنګیدی. شهزاده خرم سوګند کړی وو چي که زه پاچا سوم هغه به حتما وژڼم. خو وروسته یې وکتل چي له هغه څخه کار اخیستلای سي نو دوه زري منصب یې ورکړ، څلور زري یې کړ او پنځه زري منصب یې ورکړ. دغه راز د جهانګیر په زمانه کي شمس الدین خان او د اورنګ زیب په زمانه کي قطب الدین خان څلور زري منصب درلود. ویل کیږي چي قطب الدین خان ته یې پنځه نیوي زره آسونه وربخښلي ول.  ۹    تاریخ مرصع ص ۲۲۹
اورنګزیب د بهلول په نوم یوه پښتانه جنرال ته اوه زري منصب ورکړی وو. میا خان، چي د بهلول د قبیلي څخه وو، پنځه زري منصب یې درلود. د خضر خان پڼي زوی ته یې پنځه زري منصب ورکړی وو، یوه بل پښتون داوود خان هم پنځه زري منصب درلود. او د اورنګزیب زوی بهادر شاه یې ځکه منصب اوه زري کړ چي له هغه سره یې د هغه د ورور اعظم شاه په وهلو کي مرسته کړې وه.دغه راز یې د بیجاپور صوبه داري هم ورکړه. د پیښور غوریه خیل مومند حسن خان پنځه زري منصب درلود. د هغه ورور عبدالنبي خان مومند څلور زري منصب درلود.  ۱۰   تاریخ مرصع   ص ۲۰۳
د جلال الدین روښاني زوی اود پیر روښان لمسي اله داد د جهانگیر په پوځ کی څلور زري منصب او د رشید خان لقب درلود.  ۱۱ شاه جهان نامه لومړی ټوک ص ص ۳۱۴-۳۱۵  رشید خان د شاه جهان مغول د پاچهی په څلورم کال ١٦٢٥ کی د دکن په هغه جنگ کی برخه درلوده چی شهباز خان روهیله پښتون، چی څلور زري منصب یې درلود، د خپل زوی سره یو ځای ووژل سو. بهادرخان روهیله پښتون، چی پنځه زري منصب یې درلود، په هغه جنگ کی ډېر سخت ټپی سو او په میدان کی ولوېدی. د رشید خان ورور او نیژدې خپلوان په هغه جنگ کی ووژل سول او خپله رشید خان ډېر سخت ټپی سو.۱۲  ماثرالامرا دوهم توک ص ۶۰۰   د هغه زوی الهام الله خان د خپل پلار رشید خان د وفات څخه وروسته د مغول شاهنشاه اورنگزیب په دربار کی درې زري منصب او د رشید خان لقب درلود. دغه راز د جلا الدین روښاني بل زوی هادي داد خان تر مرگه پوری د مغول شاه جهان منصبدار وو  ۱۳  هغه کتاب هغه مخ    د جلال الدین روښاني دریم زوی میاداد تر مرگه پوری د مغولو په دربار کی منصب درلود.۱۴ هغه کتاب ص  ۲۰۶
  ګواکي د خوشحال خان په زمانه کي او د خوشحال څخه مخکي او وروسته کلونو کي پښتانه، د دې پرځای چي د ډهلي او کابل له دربارونو او پوځونو سره وجنګیږي، زیاتره په خپلو منځونو کي په جګړو لګیا ول، او یا که یې د شاهي پوځیانو سره جګړې کولې نو زیاتره یې د هغوی خزانو او کاروانونو ته لاري نیولې، یا یې د خپلو مځکو او امتیازاتو د ساتلو لپاره جګړې کولې او یا یې د یوې قبیلې سره د بلي قبیلې د دښمنی له امله، چي هغه به د حکومت طرفداره او یا دربار ته ایل وه، د ډهلي له سلطنتونو سره نښتي منځته راتلې. اصلي خبره دا ده چي د مغولو له پاچهی څخه مخکي، د پښتنو، سیدانو او ترکانو د سلطنتونو په وخت کي د پښتنو سیمو ته چا چنداني خطر نه وو متوجه کړی. له هرات څخه تر کابل، بدخشان او ماورالنهر پوري پراخي سیمي د هرات د تیموریانو په لاس کي وې. سوات، باجوړ، خیبر، کوهاټ او نورو پښتني سیمو زیاتره خپله بشپړه خپلواکي درلوده او د خپلو لویو او وړو خانانو تر لاس لاندي یې، د خپلو خاصو قبیلوي قوانیو سره سم ژوند کاوه. د مغولو له دولت څخه مخکي چي هر لوی فاتح د پښتنو سیمو ته راغلی دی نو د یوه توپان په څیر تیر سوی دی. خو د ډهلي د مغولو سلطنت له ډهلي او کښته په جنوب کي تر دکن، بیا په شمال کي تر کشمیر، تر کابل، بدخشان او غزني پوري سیمي په دایمي ډول کنترولولې او په دې ټولو سیمو او لویو او وړو سیمو کي یې صوبه داران او حاکمان کښینولي ول. په دې پراخ قلمرو کي د کابل د شاوخوا، د پیښور او سوات د شاوخوا او د خیبر او کوهاټ د سیمي ټول پښتانه راتلل. په دې توګه پښتانه، پر خپلو داخلي دښمنیو او جګړو برسیره د یوه منظم دولت سره، چي له دوی څخه یې مالیې، راهداری او عسکر غوښتل مخامخ سول. دوی مجبور ول چي کله د خپلو قبیلوي دښمنانو د وهلو او کله د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د دې لوی او منظم قوت سره ملګري سي او یا مخامخ ورسره وجنګیږي. په دې منځ کي به زیاتره وختونه سرحد ورک سو. د خټکو یوه برخه به مغولو او بله برخه به یې د مخالفینو سره ودریده. اپریدي، بنګښ او اورکزي به کله کله ټول له مغولو سره ودریدل او کله کله به یې لاري ورته ونیولې او داسي تلفات به یې ور واړول چي د مغولو دولت به یې د حیثیت او قدرت له مخي زخمي کړ. د روښانیانو د کورنۍ، چي د مغولو تر ټولو سرسخت دښمنان ول، دیر مهم کسان تر مرګه له مغولو سره ودریدل او د مغولو د ګټو د خوندي کولو لپاره یې قربانۍ ورکړې.
رشیدخان، میاداد، هادی داد او د نورالدین روښاني زوی میرزاخان انصاری په داسی وخت کی د مغولو د پوځ منصبداران وه چی د شیخ عمر زوی اود پیر روښان لمسي احداد او د جلال الدین روښاني بل زوی او د پیر روښان لمسي کریم داد د مغولو د شاهنشاه د پوځیانو او صوبه دارانو دپاره د پښتونخوا سیمه سره تبۍ کړې وه ، او خان جهان لودي، چی د شاه جهان په مقابل کی یې بیرغ پورته کړی وو، غوښتل چی پېښور ته ځان ورسوي او دهغو پښتنو سره یو ځای سی چی د مغولو په مقابل کی یې وسلې را اخیستي وې.۱۵   شاه جهان نامه دریم ټوک  ص ۳۸۱
دا وخت د پېښور د ښار ، سوات، باجوړ او د خیبر د درې د شاوخوا اوسېدونکو قبایلو خپل اختلافات شاته پرې ایښي وه او بنگښ، توري، د اشنغر محمدزي، گگیاڼي، خلیل، مهمند، یوسفزي او ترکلاني پښتانه ټول په یوه آواز د روښانیانو د مشر، احداد د زوی عبدالقادر او د جلال الدین د زوی کریمداد تر مشرۍ لاندی راټول سوي وه او د مغولو څلور زري جنرال رشیدخان روهیله هم ځان ور رسولی وو او داسی پښتني سیمه پاته نه وه چی مغولو ستونزي نه پکښی درلودلې.۱۶  ماثر جهانګیري ایلیوټ شپږم توک ص ۴۴۰
په زړه پوری خبره داده چی روښاني ادبیات هم د جلال الدین زوی رشید خان او د هغه وروڼو او میرزاخان ته، چی د مغول جهانگیر او شاه جهان په خدمت کی ولاړ وه، د مخالف او غلیم په سترگه نه گوري او په حالنامه کی، چی د روښانیانو مفصل، او تر ډېره ځایه پوری د اعتبار وړ تاریخ دی، رشید خان تر پایه پوری خان عالی شان بولی. او هغه او میرزا خان انصاری، د روښانيانو د نورو مشرانو په څېر، په ډېر درانده نامه یادوی.
د بلی خوا که څه هم چی د پښتنو تقریبا ټول قبایل د مغولو سره مخالف وه او هر وخت به چی موقع ورته برابره سوه په لویو او کوچنیو ښورښونو به یې لاس پوری کاوه ، خو دهغوی په خپلو منځونو کی نظم او یووالی موجود نه وو. د مغولو له دښمنی او لښکرکښی څخه به لا بېغمه سوي نه وه چی د یوه بل په وینو به یې لاسونه سره کړل. مگر په دغه حال کی یې هم د مغولو یو واکمن پر کراره نه دی پرې ایښی. او هغوی په خپل ټول قوت نه سو کولای چی یوازي د پوځ او توپونو په زور د هغوی قوت مات کړی. نو د زور تر څنگ به یې تل د زرو څخه کار اخیستی. په یوه وخت کی خو مغول اورنگزیب مجبور سو چی د خپلو تجارتي کاروانونو ، خزانو او پوځونو د سالمو تېرولو په بدل کی د پښتنو قبایلو له مشرانو سره هر یوه ته په کال کی شپږ لکه روپۍ ومني. مگر مغولو نه په زور او نه په زرو دا سیمه کراره کړه، او وخت په وخت به نوي مشران پیدا کېدل او ناکرارۍ او ستونزي به یې پیدا کولې. ۱۷ شاه جهان نامه لومړی ټوک ص ۳۱۵
په دغه وخت کی چی پښتنو مشرانو د مغولو ډېر قوي واکمنان ، صوبه داران او جنرالان کراری ته نه وه پرې ایښي، په خپلو کی یې نه یوازي دایمی یووالی نه درلود، بلکه د یوه بل پر قواوو او پوځونو به یې داسی زوروري حملې کولې او دونه تلفات به یې یوه بل ته واړول چی د مغولو دولت اوپوځ نه سوای ورته رسولای. د کال ١٦١٦ په شاوخوا کی د مغول جهانگیر د پاچاهۍ په یوولسم کال قدم اپرېدی، چی د مغول دربار یو ملگری او طرفدار قومی مشر وو، او د خیبر د لاري ساتنه یې پر غاړه درلوده، اود خیبر د درې ټوله راهداري په ده اړه درلوده، یاغی سو او د اپرېدیو ټوله سیمه یې ناکراره کړه. ١۸ مغول امپایر  ص ۲۳۱  قدم او د هغه ملگري اسحق اپرېدي د دې ترڅنگ نه یوازي د احداد روښاني متابعت ونه مانه ، بلکه د هغه قدرت ته یې خطر متوجه کړ. جهانگیر د قدم او اسحق د ښورښ د ځبلو دپاره د رشید خان څخه مرسته وغوښتله او هغه میرزا خان انصاري ته ولیکل چی د روښانیانو په مرسته د قدم او اسحق چاره وکړي. میرزا خان انصاري د یوسف اپرېدي، چی د قدم او اسحق سره یې تربور گلوي درلوده، او د روښانیانو په مرسته، قدم او اسحق له منځه یوړل. کله چی د قدم او اسحق د وژل کېدلو خبر جهانگیر مغول ته ورسېدی نو هغه میرزاخان انصاري، د جلال الدین زوی میاداد او د حالنامې د مولف پلار ابوبکر منصبونه زیات کړل او ټولو ته یې یوه یوه توره ورکړه.             ۱۹    توزوک جهانګیري لومړی ټوک ص ۳۲۱

نور بیا...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery