مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دآفــغــانـســتا ن دخلق د موکرا تیک نهضت جوړښت - 4

معلم عبدالقیوم


۱۳۴۳هـ  ش کا ل
د جدي یولسمه
د دریمی برخی په دوام
څلرمه برخه
د افغانستان دخلق د دمکراتیک نهضت په لمړۍ کنګره کی بل  د رسمی زده کړو نه لرونکی برخوال شخص  ښاغلی عبدالکریم" ميثاق "ؤ:نوموړی خصوصی زده کړي لرلی. دښه  قلم خاو ند،لیکوال، شاعراو سيا ست وال  وو. هر هغه شخص به په خپله بد معلوم سي چي نوموړی بیسوا د معرفي کی .هو محترم عبدالکریم میثاق د نورو غریبو افغانانو په شان په اقتصا دی  لحاظ  بی حده غریب،چي دا خپله زموږ په ټولنه کي د مردا نه ګې لوی صفت دی .په طبقاتی لحاظ دافغانستان د مطلق اکثریت لاهم نه بلکي تر۸۵٪ فیصده و زیاتوغریبو انسانا نو  د جملې څخه یو مبا رز انسان وه ،تر همدا  اوسه چي ماته معلومات سته  (۱۹)- اثره چاپ سوي لری.چي نومونه يې دا دي
 ۱– "هفت کیسه  د فتردا ستا ن"
۲ -  "لبخند ما درد فتردا ستا ن"
۳ -  "میلودې  درېاچه، د فتردا ستا ن"
۴ -  "راه  د فتردا ستا ن"
۵ -  "راه  سبز د فتردا ستا ن"
۶ -  " پر وا زفرشته،قصه برای کود کا ن"
۷ – " من وزنجیر هایش"د فتردا ستا ن،
۸ – " نرګس ابې "د فتردا ستان"
۹ – "میثاق وګلګوهی ،پا سخ به یک ا نتقا د "
۱۰ -  "جنګل ا ند یشه "د فتر شعر،
۱۱ -  "چمنزا ر تصویر"د فتر شعر،
۱۲ -  "باغستا ن واژه "د فترشعر،
۱۳-  "نجوای بنفشه يی "د فتردا ستا ن،
۱۴-  "شاخه های نور" د فتر شعر،
۱۵-  "شمعهابر موجها" د فتردا ستا ن،
۱۶- " ا فسا نه هاي خیال "د فتردا ستا ن ،
۱۷- " ګپهاي ا ز سیا ست وسا زندګی در افغانستان " کتاب.
۱۸-"باغچه" دفترشعر.
۱۹-"باغ "دفترشعر .
دا يې  هغه  شخص چي متعصبین او د ښمنان یی  په تحصیل نه لرلو متهم کوي.
۳ -  با رق شفيعي:نوموړی د ملک په سطحه ښه شاعر،اد ب  او سيا ستوال وو.محمد حسن با رق شفعي هم  دیوشمير کتا بونو مؤلف دی .خوزما  سره  يې د لیکلو اثارو  نومونه نسته. ماکوښښ وکړی چي نومونه يې پیدا کړم.په دی هکله مي نوراحمد نور ته تلیفون وکړی.چي که د خپل خُسربا رق شفعي د  اثارو په باب څه معلومات راکړي.
هغه مینه ونه ښوول  او راته ويې ويل زه ور سره  جوړ نه یم،ځکه دی او س د نهضت اینده غړئ دی .معلوما ت يې را نه کړل.
ملاعیسي کار یګر،اکرم کار یګراو غلام محی الد ین نوموړو درو واړو خصوصی  داسي زده کړي لرلی چي تر زیاتو پو هنتونوالو يې د لیک او لوست طریقه  او چته وه.
  او د خپلو همزولو کار یګرو نما ینده ګی يې ښه کولای سوای. خبره   په دې کي نه د ه چي څوک  لوړې زده کړي  لري   او څوک يې نه لري، خبره  پر عمل ،کار او مبا رزه د ه. که چیری دلمړی کنګری دټولو برخوالو دکار ،ژوند ،فعالیتو ،لیکنو ، شاعری ،او ترجمه سوو اثارو څخه یا دونه کوم  د دی لیکنی تر حوصلی زیاتیږی ځکه هر یوه  د دوی څخه  پوره زحمت ایستلۍ دی یو څه نه یوڅه یی  راتلونکو ځوانو نسلونو  ته پرایښی دی. نو دنمونی په شکل به دغه کافی وی.

د خلق  د دموکراتیک ګوند د ننه خپل منځی مشکلا ت

ګرا نو لوستونکو: هر څه چی تیرسی که هغه  ښه وی یا بد ،که خدمت وی یاخیانت  که پاکی وی یا ناپاکی  ټول په یو نوم دتاریخ  یادیږی ، کله چی یو شی تاریخ ته وسپارل سی بیانو که ښوی یا بد په دواړو حالاتوکی هغه  دملت مال  (تاریخ )ګرځی. په خاصه دهغو اشخاصو اعمال چی دیوه مملکت د اداری په سره کی راسی،  د داسی اشخاصو پر اعمالو باندی بحث کول دټول ملت حق دی ځکه چی دیوه امیر اوپاچا ښه کړنی د ملت د سرلوړی اوبدی کړنی دملت دخواری سبب ګرځی.
 دا خبره  په یقین  سره  لیکم چي دافغانستان د خلق  د دموکراتیک حزب (خلق اوپرچم) په مجموعي توګه د سالمواشخاصوڅخه  یو جوړ ګوندؤ. دمرام څخه یی واضح ښکاریدل چی  و هیواد او ولس ته یی  د خدمت آرزو لرل .تر ۹۵٪ زیات اعضأ يې د وطن په سطحه  تحصیل لرونکي ،پاک نفس ،صادق  او وطن  پرست  شخصیتونه وه.
هیڅ یو شخص یی هم دهیواد دپر مختګ مخالف نه ؤ،هیڅ یو یی دعلم ،پوهی او زده کړوسره مخالفته  نه کاوه،مکتبونه یی نه  دی سوځلی بلکی جوړول یی، دنرو اوښځو دواړو دپاره یی  زده کړی غوښتی ،پلونه او سړکونه یی نه ورانول، دسود،سلم او زیات ولور آخیستلو مخالف وو.
 نسبت نورو ټولو افغانی ګوندونو ته ، دا قومي، ژبني ، سمتي تمایلات پکښی نه لیدل کیدل اویا دونه کم وه چی  دباندی نه محسوس کیدل. داچی افغانی ټولنه یوه شاته پاته ټولنه وه نو سیاسیون یی هم له دغی ټولنی را وتلی وه.
 په ورسته وروسته کی معلومه سول چی د افغانستان دخلق په دمکراتیک ګوند کی یوه یا دوو ماهرو منفی رول بازی کونکو د ځان غوښتونی  په مرض آخته خلګو ځای نیولۍ ؤ چی د ګوند تر رهبری پوری یی ځانونه ورسول. دهغو دوو ځان غوښتونکو د منځه څخه یی یوه  یی  دوخت دشوروی سره اړیکی هم لرلی او شورویانو ته یی  کار کاوه.  د دوی کړنو حزب کمزوی او خاریجی لاسوهنو ته یی بهانه  پلاس ورکړل.
ددغسي لنډ فکرواشخاصو نفوذ په حزب کی  دهغوی  خپل سرو او خصمانه کړونوپه نتجه کي نه داچی حزب  او دولت  ته زیان ورسیدی بلکی  دټولودافغانانو سره   جفأ ،دروس تجاوز او د بی ځایه  وژنو په مسلوکی.
 دهغوځان غښتونکوا شخاصو چی په داسی منفی فعالیتونوکی ښکیل وه  تعداد  یی په د واړو( خلق او  پرچم )کي ترشلو۲۰ تنو زیات نه وه. خو نقصان اوضرر یی بی حده زیات وو.د دې  شلونفرو ځان غوښتنکو  فرکسیون بازو په سرکی ښاغلۍ  ببرک کارمل او ښاغلی حفیظ الله امین قرار لاره . د حفیظ الله امین تر وژل کیدو وروسته ښاغلی داکتر نجیب الله دغه تشه ډکه کړل.د حزب د ننه  د ټولو بدو پیښو مسؤلین همدغه درې فرکیسون بازانو هیڅ یوه یی دبل دناروا کړنو څخه پند وانه خیستۍ .
 اوس که دښاغلی ببرک کارمل او ښاغلی حفیظ الله  امین علاقمندان هرڅونه تلاښ وکی، دهرچا دخولی نقلی قول اوخبری راوړی اوهرڅونه د دوی دبرأت آسناد وښی  او خپل دبام واوری دبل پر بام و غورځوی په دی باید وپوهیږی چی ښاغلی حفظ الله امین دحزب دمشر او مؤسیس نورمحمد تره کی په وژنه ملامت اومسؤل او ببرک کارمل دشوروی دتجاوزر مسؤلیت پرغاړه لری او دا دواړه  هغه لوی اونه بخښونکی جرمونه دی چی دوی کړیدی.
د خلق د موکرا تیک نهضت په ۱۳۴۳ هجري کال د جدي د میاشتي  پر یوولسمه، په افغانستان (کابل) کی خپله افغانانو جو ړ کړي. نه یی دکار په کمیټو کی او نه یی  د کنګری په غونډه کی دپره دی هیواد څخه  بل څوک ؤ بیله خپله دوی څخه.موږ تر دا او سه پوري  په خپل هیواد کی  د بل کوم حزب، سازمان  جوړ ونه  پدی شکل  اوغسی ترکیب دژبو ولایاتو او هربل څه  پکښی مراعت سوی وی ونه لیدل.
طبی خبره ده هر حزب او حرکت  خپل منځی اختلافات او مشکلات هم لری. دغه  خپل منځی  اختلافات د دی سبب سول چی  د مشروطیت غوښتونکی جنبش په مینځ کی حکومتی جاسوسانونفوذ وکړی چی ټول يې تباه کړل، ویښ ځلميان مو هم په دغه مرض آخته سول ژر پر څولارو سره  ولاړل. د ښاغلي عبدالرحمن محمودي صاحب  د حزبه چي دمائویستا نو په تور سرکار او سيا سي مخالفينو ونوماوه ، د ګوتوتر شمار زیات حزبونه ډلګي   چي د ۲۸ خويې ما ته نومونه معلوم دي   ځیني جوړسول.
  اخوان المسلیمين  یا نهضت اسلامی افغانستان چی د C.I.A)) د نماینده   مولانا فضل الرحمن پر لاس د کابل  په پغمان ولسوالی کی جوړسوو.ژرپرپنځلسو ډلو او ګروپو وويشل سو. د شعیه حزبو شمیره خوترسلوهم جګه د ه، افغان ملت  هره یوه درهبري غړي خپل حزب ګروپ جوړکړي  .
په دی ډول دا دی تاسي ګوری چي د خلق  د دموکراتیک ګوند له بدنی څخه  نژدې لس  حزبونه او په لسها ؤګروپونه جوړسویدی او د مبارزي په جریان کي اووه۷ ګرپونه  تر قدرت مخکي ځیني جلاسوي دي علاوه  پر  پر چم .
 لکه: محمدطاهر بد خشې "سازمان انقلابي زحمتکشان افغانستان "سازمان"خلق کار ګر" سازمان"ګروه کار ""سا زما ن زحمتکشان  افغانستان " "سا زما ن فدائیا ن" "جميعت  انقلابي زحمتکشان   افغانستان  " "کار یګرا ن جوا ن  افغانستان  ".    د لته په  افغانستان  کی هرڅه لا تر او سه  هم نوی  او  پر دی ، پر دې ښکاری.
موږ  دهیواد نه بلکي د هری هغی ټولنې  چي ولس يې د علم،پوهي او زده کړو څخه برخه مند نه وي  داسي مشکلا ت به ضرورتیره وي.وګورئ ښه پام وکړئ،نژدې څوارلس سوه کاله کیږي داسلام او افغانستان  ته يې هم را تلل ډ ېر ژر سرته ورسيد ل،ایا تر  اوسه   پوري موږ څونه په عملي ژوند کي ا سلام ته تسلیم سوي یو.
عرف ،عادات، رواجونه، کلچرونه دودونه، حتی خرافات چي تر زیاتي اندازې داسلامي قانون  سره  سم هم نه دی  خوتر  اوس په برم کي خپل کار  کوي.
نو  په داسي  ټولنه کي سیاست او سياست بازي  که څوک و غواړی یا ونه غواړی  د دغو ناخوالو څخه متأثر کیږی. ځکه چی سیاستوال خو  وسیاست او حزب ته  د دغه ټولنی څخه  نفر راباسی  چی  آسانه کار  ندی. اقتصا دي  شاته  پاتوالي ، نه زده کړو ژوند او سیاست مشکل کړیدی.د زده کړو څخه مي مراد یوازي  د خط لوستل نه دي ،په  خط پوهيدل، د ژوند  او ټولنې په ګټه کار  ځينی اخیستل دی .
په یوه  خبره ځان ،ټولنه  او جهان پیژندل.دیوه سيا سي ،تشکیلاتی خوځښت پوا سطه د ټولنې د جوړېدو اوپرمختګ خبري پرمختلای سي چی دایولوی،سخت   او دروند کار دی . هر څوک يې ژر په آسا نه  نسي جوړولای ،نسی زده  کولاې او  نسی سرته رسولای.
د حزب جوړیدو،سمبالیدو اوهدف ته د رسیدو سره دهرچا مینه وی.خودا دروند باردی،وړل او ترمنزله  رسول يې غښتلۍ همت غواړي.هرچا دی درانه بار ته یوځل اوږه  ورکړېده، دا دروند بار چا یوګام،چا څوګامه ،ځینو نیمه لا روړئ یاکش کړی دی . خوپه   وروسته کي یاځيني لویدلې،یاښويد لې   او يا يې خپله غورځولې دی .
هلته يې  پر لولاره  پر ایښي دی .ځينی لا اوس هم زحمت باسي چي منزل ته يې ورسوي.که ژروي یا پس حتمي تر منزله رسي، پدي چي د زما نې جبر، د ژوند ،علم د  پرمختګ،د ولس اوزمان غوښتنه د ه.  کله چي د خلق  د دموکراتیک حزب د هدف  مرام لیکنی چا ري تکميل سوې، د نشراتي   اورګان د(خلق) جریدی نشراو توزیع  پر وسه  پر مخ ولاړه.
 شاهي کورنۍ دخپلوغوړه مالو دربارې نويسنده ګا نولکه سيد قا سم رښتیا، محمدعثما ن صدیقی  پر لاس د خلق د دموکراتیک جریا ن ضد  او  تحریک کونکي   او تحریف کونکي لیکني شروع کړې.
 ګورۍ  وايې درواغجن هم کوڼ وي هم ړوند لکه چي مي  د عبدا لحميد مبا رز،صد یق فرهنګ ، سيد قا سم رښتیا،برها ن کوشککي ،و.ا. ها رون ، ددوی  ټولو لیکني ولوستې  ټولی د تعصب    او د ښمني ډکي ، د واقيعتو خلا ف وي نو وپوهيد م د وی  پر غلطه دي .
 مثلاً : ټول لیکي چي په کال ۱۳۴۴هجري کي د عقرب  د د رېمي ورځي په مظاهرو کي دل اغا  پر چمي شهید سو. لوی خلګ باید داسي   خبره  چي د واقیعت لري او تهمت وي ونه لیکي.   اول خو په ۱۳۴۴ هجري کال کي د  پرچم  نوم  هیڅ نه وو.
ځکه پرچم  خو دیوه اخبار نوم ؤ چی په ۱۳۴۴ هجری کال یی دا اخبار نه وو راو تی  دافغانستان دخلق دمکراتیګ ګوند لا واحد و. د خلق په د موکرا تیک جریان کي ا نشعاب ۱۳۴۶هجری کال  منځته راغلی  تر انشعا ب لږوروسته دپرچم په نوم  اخبار نشر سوو. داخو رښتیا ندي  چي لویا ن يې وايې که لویان درواغ و وایی کوچنیان به یی مجبوروی دپلرو پر درواغ جن لار ولاړسی. بل دل آغا یو خیاط ود پنجشيرو د محمد نعیم شایا ن د زوی رفیق د خلق  د دموکراتیک جریان غړي  هم نه وه.بل  دحزبونو په جلاوالی  او ا نشعابونو  کي مړي نه تقسميږي.
  بل ځای په نه ادب  سره  لیکي چي د ۱۳۴۴کال د عقرب د مظاهرو طراحان د خلق  د دموکراتیک حزب رهبري وه.دعقرب د د رېمي مظاهري طراح داکتریوسف   او  پیا ده ګريې د حقوقو د پوهنځۍرئیس حميدالله آدینه و. هلته د مشرانو په جرګه کي دربا ري نماینده ګانو داعتراض   او ازونه جګ سول پلان حکومتي ؤ.
 څود خلق جریده يې  بندي کړل،مګرد خلق د جریدی کومي شپږ شما رې چي نشر سوي وې  هغو شپږ شمارو دونه کار  کړی ووچي د حزب په ږغ او آوازيې  د هیوا د   دوست او د ښمن  د واړه  په لرزه راو ستي وه.  مګرد ښمنان  او مخا لفین  څه  لیکي :  بصراحمد د ولت ابا دي  د خپل کتا ب "شنا س نامه احزاب وجریا نا ت سیا سي  افغانستان " په۲۲۹ صفحه کي :
"چي د خلق  د دموکراتیک جریان نشراتي اخبار تر شپږشماري نشریدو وروسته د پارلما ن  او خلګو احساسات را وپارول څوپه ۱۳۴۵هجري کال د جوزاپر  ۲ نوموړي نشریه يې متوقف کړل .مګر په خفأ کي هغه جریده  خلقیا نو نشر کول ".
   او س نوکه د دولت ابا دي او یا حقشنا س څخه وپوښتل سي چي تاسي علاوه   پر  هغه شپږ شماري چي نشر سوي دي ، یوه بله اضافي یا او ومه شماره يې  دی  ولس ته وښیا ست  کمه ده. او که څوک ووايې چي دا رښتیا نه ده ،نوبیا به درواغ ویونکو او لیکونکو ته څوک څه ووايې،بیله دی چی.....پر درواغ جنو.
 که څه چي داخبا رنشر خوبد کارنه و،اما دا کارندی سوی .
د هغه شپږ شمارو کاراو تاثیر دونه زیات وه چي دافغانستان تاریخ يې بل  مثال  نه لري یوازنی اخبارو چي د ولاېاتو ترمرکزو تیرسو،ولسوالیو او حتی کلیو ته يې هم ځان ورساو ه. په  افغانستان  کي هیڅ یوه بل اخبا راو یاورځپاڼي ولسوالیو ته ځا ن  نه دی  رسولی.
 حزب تر خپلي لمړې نا سي یا کنګری یو کال وروسته د حزب د پاره کړنلاره  او تګ لاره هم تصويب کړل.د وطن په ډ ېرو متعلمينو، ښوونکو، محصلینو، استا دا نو، کسبګرو، کار یګرو، مامورینو، بزګرو او ولس کي يې ریښې  وځغلولې.
 نوريي د وچيد و خطره نه وه. ما د خلګو   اورید لې وه چي ویل به "د رواغجا ن  حا فظه نه لري" مګر داسي نه ده درواغجن حا فظه لري ،خوشرم بیابل شئ  دی   چي څوک يې لري   او څوک نه ،بیا د ولت ابا دی  د خپل تعصب  پر خو  ا ور لغړي   په ۲۲۸صفحه کي  داسي لیکې :
ترجمه:" یود د مو کرا تیک جمیعیت مرام ؤ چي په لمړې شماره کي  دا پریل  پر یوولسمه په کا ل ۱۹۶۶م یا ۱۳۴۵هجري کي  د خلق په جریده ء کي نشر سوو.  او بل پټه اساس نامه ؤ چي په کابل کي د آمریکا لوی سفارت په ۱۹۷۸م یا ۱۳۵۷هجری کي په لاس  راو ړل،‍او  په ضمیمه  دیوه تلګرا ف يې د جولأ ی د میاشتي  پر د ریمه د یاد  کړل سوي کال د دباند نیو اړیکو وزارت ته را مخابره کړل." .
   او س نو د وستان ودې خبري ته فکر وکړې ، د ولت ابا دي  څه لیکي ؟ هغه  چي رښتیا ندي  ،هغه چي بغض   او کینه يې ورته  وايې ،هغه چي ورته  ګوما رل سوی  د ی. حزب دي  ښکاره وي،مرام دي نشر سوې وې،رهبرې دی يې معلومه وي،منشي دي  يې معلوم وي،مظاهرې دي  کوي،میټنګونه  دي  کوي،جلب   او  جذ ب دي  کوي.
مګر تش په نوم تاریخ  دان د ولت ابا دي  صاحب په وینا ا سا سنامه دي  يې دافغانستان د خلګو، دولت  او جها ني شبکو څخه د ولس کا له پټه سا تل سوې وي.
د ولت ابا دی  نوم با سي لیکي چي د خلق  د دموکراتیک جمعیت مرام  د حزب د نشري په لمړې ګڼه کي ۱۹۶۶م یعني ۱۳۴۵هجري کي نشر سو.اما ا ساسنا  مه يې پټ  وو چي په ۱۹۷۸م یا ۱۳۵۷هجري  کا ل کي دامریکا سفا رت ته په لاس  ورغله .تا سي پوهيږي چي د ۱۳۴۵څخه تر ۱۳۵۷ کا لو  ترمینځ   څوکا له تفاو ت سته = ۱۲ کا له.
 سوا ل دا دی  چي د ولت ابا دي  دا نه ده واضح کړې  چي  د خلق د موکرا تیک جمیعت په دا ټول عمر  یعني ۱۳۴۳ د جوړښت  څخه تر ۱۳۵۷  کا له چي  قد رت يې نیوې  ترکم وخته پوري ا سا سنامه نه لرل؟.    او که يې لرل نوبیا پټه يې ولي سا تل ؟ ایا دا د ونه اشخاص ،ګروپونه  چي ځیني جلا سول ،هغه هم په خبر نه وه ؟ .
لکه :دبد خشي ،ا ستوار، اُفق ، پر چم   او څه نور . دوی هم اساسنامه نه وه لید لې .د محمد ظاهرشاه    او داودشاه حکومتونه  او ټو لوسیا سي حزبونه ،ګروپونه  او ا ستخبا راتي شبکي ټولې  غا فلې وي ، دغه د خلق  د دموکراتیک  جمیعیت ا سا سنامه يې نه وه لید لې ؟.
چي دامریکا سفارت  دغه  کمال وکړې د خلق  د دموکراتیک ګوندا سا نامه يې پیداکړل ؟ اوکه رښتیا داسي وي نو داهم دخلق ددموکراتیک ګوند پر دسپلین او دجاسوسانو پر نشتون دلالت کوي.   بل داچي  د کم رژیم د د اودخان   او که خپله د نورمحمد تره کي  وزارت خا رجه ته يې د تلګرام پوا سط وا ستول.   او تاسي    د ولت ابا دي  ته دغه  معلومات چا در کړل؟ .
بل ا سا سنامه د حزب د غړو ،ولس   او نور منورينو د جلب   او عضویت د پا ره وي نه د پټ سا تلو د پا ره.ډیر  ځله خوتا سي   اوستا سي په شا ن د عقد وډک سیا سي مخا لیفین لیکي چي حفیظ الله امین    او یا یوشمیر نور محمد تره کي هم د آمریکأ جا سوسان بولې ،بیا نو څنګه د حزب ا سا سنامه  ودغو شبکوته په لاس  نه ور تلل ؟.د رواغ د څه د پاره  وایا یا ست یا لیکۍ ولس مخ  پر ویښید ودي ،هرڅه ته فکر کوي .
دا فغانستان د خلق د موکرا تیک حزب سره پر داخلی تنګ نظری،ځا ن غوښتونو چي د شا ته  پا ته ټولنوخاصه د ه، لا نه ؤ بریا لی سوي. د حزبی جلسوپه منځ کي  پر ته را زدا ری ،جراو بحثونه د جلسو د باندي  نورحزبیانو ته لڅيد ل.کوم چي دا سا سنامي د موادو، حزبی اُصولو،  مخالف  کارو.دی کار  ته فر کسیو ن بازي وايې.

فر کسیو ن

اول باېد فر کسیو ن وپیژنو:داکلمه د لا تینی ژبی څخه ده.پارټ،قسمت   او وړی برخی په مفهوم کارول کیږي.کله چي دی کلمي  په مارکيستی   او لنینستی ا د بیا توکي ځای پیداکړی،او يا پکار ولویدل.نو پر هغه برخه خلګو يې اطلاق کاوه  ،چي ترا ساسي قسمت به لږ وه.
خوکرار کرار دې خبري زور اخستی  وروسته يې په سياسي احزابو کي  داسي شکل ونيوی:هرهغه عمل کونکو،خبري او تصميم نیونکو ته چي د حزبونو د اسا سنامو خلاف د حزبی غونډو څخه  دباندی د خپلو شخصی ،سمتي اوګروپي ملګرو  سره  دحزبي جلسو رازونه ویل. د داسي اعمالو سرته رسونکو ته د فرکسیون باز نوم ورکړل سو.
د حزب داساسنامې او چوکاټ بندیو خلاف جلا ناستي، جلا غونډې، جلا رهبری،جلا حق العضویت ورکول او جمعه کول دا ټول د حزب ،حزبیانو،حزبي اصولو،اهدافو اورهبرې سره  د خیانت په نوم پیژندل  سوي دي .
د حزب دننه په غونډو کي هرڅونه  جروبحث ،مخالفت  او اظهاردعقیدې روا دی ،  او بیله   مخا لفت  ژوند  او نړۍ نسته.که   مخالفت  ورک سي  پر مختګ خوڅه چي ژوند درېږی. مخا لف  نظرلرل د هغه اظهار پر خپل وخت او ځاي فرکسیون نه دی .
دا یوه قانوني اوطبیعي  خبره  د ه چي دنظرونو اختلاف  به وي. خود خپل نظر د اظهار یا دحزبي غونډوهغه جریان  چي موافق اومخاف نظرونه  دتصمیم اوپریکړي مخکي په غونډوکي پورته اوکښته  کیږي  دهغو خبرو را ایستل دباندي ،د اشخاصواو مقابل لوري غند نه  او سپکاوی دی،جمعي یا داکثریت فیصلو ته نه اطاعت دی.  وروسته یا دباندي  تر غونډو د نور سره پرفیصله او تصمیم  نیول سوو خبرو منفي بحث کول  هم د حزب داصولو  مخا لف  کار دی .
داسي کړني په کاروکي خنډ،پیداکوی،د نورو ذهنونه خرابول، تررسمي غونډو وروسته د خپلو شخصي ملګرو سره  بې ځایه تبصرې   او پسپسک فرکسیون با زی د ه چي په خفګان  یوشمير د ځان غوښتنی په مرض آخته خلګو  داکارونه کول .چی نتیجه یی دځان او ګوند خرابی سول.
په ډېرافسوس یوشميرد فرکسیو ن په معنا او مفهوم ښه پوهيږی خوبیاهم خپل ځا ن  پر حق،  مخالف  نظروال  د فرکسیون بازو په تور متهموی. په دی داکار کوي چي دوی  خپله په دغه  عمل ککړ وه.
 دخپل نظره  څخه دفاع تر هغه وخته د یوه سازمانی  شخص دپاره حق دی چی  جمعی فیصله او تصمیم نه وی نیول سوی. د جمعی یا اکثریت تر فیصلی وروسته  د جلسی ټول غړی دهغی  فیصلی په منلو او تطبیق کی یوشان مسؤلیت لری.  مخالفت ، چیري مخالفت ،څه وخت   مخا لفت   داخبري د هرحزب په ا سا سنامه کي ځای  سوي دي .تر پر یکړي ورسته،ترتصميم نیولو   وروسته، د کار او عمل وخت وي نه د   مخا لفت .
د کلمي  پر بنیاد فرکسیون کومه بده معنی نه لري.یعني لږ،خبره د پریکړي، اصولو، فیصلواو تصميمو خلاف ورزې هرڅه ګډوډوي. تنها دافغانستان د خلق  د دموکراتیک ګونداصول نه بلکي د هربل ګوند عمومي  پرنسیپ دا دی  چي ،که یوشخص یا یوکتله داشخاص علاوه  پر هغه حزب چي ځا ن يې غړي بولي،ا سا سنامه يې منلې د ه،  ورسره  تعهد، قسم يې کړیدی.
په  خلاف د خپل تعهد  په بل ګروپ یاحزب کي غړیتوب،یا د حزب ا سرار و پاشی.دا نو عقده من ،ځان خوښونکي، د حکومت  او یا خا رجي کومي پټي شبکي جا سوس   او خأین اشخاص کوی  .لکه دافغانستان د خلق په د موکرا تیک ګوند کښي د ببرک کار مل  اوحفيظ ا لله امین ،وروسته داکتر نجیب ا لله هم د هغوې  پر  قد مونو قد م کښیښود .
د د غوګروپونو د واضح   او ښکار ه جفا ؤ څخه دا نتیجه اخیستل کیداې سي چي د د غوګرپوهغه ا  شخاصو چي په مشرتابه يې قرار لاره هیڅ وخت ، د هیڅ جنبش  سره  وفا دار نسي پا ته کیداي   او په د سیسو جوړولو عاد ت سوي  دي.
دڅلرمی برخی پای
نوربیا


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery