مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

رسنۍ او داعشي تبلیغات !‎

 


 


عبدالغفار کامیاب‎
میاشت نه پوره کیږي چې افغاني رسنۍ په زوریدلي افغانستان کې د داعشي افکار له حامي او ملاتړو څخه تشویقي رپوټونه خپروي، او خلکو ته یې د سرګردانۍ او ویر ماحول جوړ کړی دۍ . د ځینو افغاني رسنیو لکه ( طلوع نیوز ) ( یک تلویزیون) (خورشید ) او څو جاسوسو ورځپاڼو ورځني خبري سرلیکونه داعش رنګ او خوند لري، څرګنده ده چې داعش ته تبلیغ کول خارجي او د یهودو پروژه ده او تر ټولو آسانه طریقه یې همدا رسنۍ دي ،
 حال داچې زه خپله یو خبریال یم او په دې مسلک کې د لوبیدلي او درد لیدلي افغان ځوان په توګه پرخپل مسلکي کاري اخلاقو او قانوني معیارنو ولاړې هڅې غوره او د دې ولس په خیر بولم ، خو له درد اوغم سره مل خبره داده چې بهرني استخبارات دافغانستان په څلورمه قوه (رسنۍ) کې دومره نفوذ لري چې حتی د دوي نشراتي تګلارې له بهره د خپلو هیوادونو په ګټه جوړ او پر دوی یې عملي کوي.
په سیمه او عربي هیوادنو کې د داعش د ډلې او د هغوی ورانکاره ظالمانه فعالیتونه هغه تاوده او پروژه یې خبرونه دي چې په ملیاردو ډالره ورباندې پانګونه شوې چې یهودي کړیو او د هغوي ملاتړي او تر واک لاندې رسنۍ یې پر خپراوي او نړیواله کولو کلک هوډ لري.
اسلامي ضد پروپاګندا همدې ته واي ، داسلام بدنامه کول او د مسلمان اخلاق او شایسته توب د یهودي کړیو په پروژو کې دا ځل داعش په نامه تبارز مومي، او د خپراوۍ مراکزیې هم رسنۍ دي چې په ملیاردو ډالر او یرو ورباندې پانګونه کیږي ، ترڅو اسلام او مسلمان ته زیان ورسوي ، له بلې خوا د تفرقې او نفاق په خورولو سره د اسلامي حوزې تر منځ موجود اتحاد نابود کړي،
 د همدې اسلامي ضد خپرونو او سیاسي شومو پروژو په لړ کې د انسان وژنې ماشینونه د یهودو له خوا په اسلامي هیوادونو کې نصب او له چارو څخه یې نشراتي چارې د ضعیف ایمان لرونکي وګړو په واک کې ورکول کیږي لکه د ( طلوع ) (یک) ( خورشید ) او څو نورو رسنیو مشران ، که مو پام کړي وي د اسلامي اخلاقو د لمنځه وړلو په موخه یادې رسنۍ په داسې خپرونو او مفکورو پانګونې کړي او پرې آخته دي چې د اسلام له نظره مردود او منع دي چې په دې اړه ځانګړی بحث په پام کې لرم.
اوس خبره داده چې په ځينو ولایاتو کې د اسلامي تحریک ( طالبانو ) پر وړاندې د داعش له هغو تازه او خونړیو هڅو پردې ، د همدغه رسنیو له لوري پورته کیږي ،چې د افغانستان پر راتلونکي د باور کچه د صفر تر کرښې رسیږي، پوښتنه داده چې امنیتي او کشفي اداري ولې غلي دي؟ دوی له عام خلکو څخه هم کم رنګه او حتی د نشت په اډانه کې فعالیت کوي اوڅنګه دې ته اجازه ورکوي چې اسلامي ضد اخلاق د هغې ډلې له خوا چې د اسلام د رټلو لپاره لاس په کارده او اجیرې رسنۍ یې پرملاتړ تاوده او تازه رپوټونه خپاره کړي، پوښتنه به داسې وشي چې ګواکي د داعش په نامه هر هغه ملاتړې ډله چې فعاله شوې ده ممکن چې وي، خو درسنیو تاوده او په غیر مستقیم ډول داعش ته د ذهنیت برابرولو او په خلکوکې د ویر او ډار ګډولو مخه ولې نه بندیږي؟
 د حکومت او امنیتي ادارو پر دې دوه مخي پالیسۍ ګڼ پوښتنې مطرح کیږي ، حکومت مسولیت لري چې د اساسي قانون د (۳۴) مادي پر اساس ملي ګواښونه او ملي ګټوته د زیان اړونکیو هڅو پرمخ نیوی اقدام وکړي، داخلي امنیت ته ګواښونه تل بهرني اړخ نه لري، د رسنیو روان فعالیت کورني امنیت ته د سرطان لاعلاجه دانه ده.
او که چیرې د حاکم تبلیغاتي جګړې د ستګاه چې په رسنیو کې ور ټينګ شوي دي ونه درول شي افغانستان به داځل په داسې ناورین کې ډوب شي چې د خلاصون لاره یې چاته نه وي معلومه، داسې رسنۍ هم شته دافغاني ګټو پر ملاتړ او اسلامي ارزښتونو ته په درناوي کې خپل عالي موقف ساتلی، خو له بهرنیو مالي سرچینو خړوبې رسنۍ په داسې حرکت او فعالیت سره د استخباراتي او یهودي اجنډاګانو په عملي کولو بوخت دي چې حکومت او قانون داسې نه ورته مالومیږي لکه خس ،
 افغانستان اسلامي هیواد دي او تل په نړۍ کې د مسلمانو ولسونو په کتار کې مخکښ هیواد او کلک او راسخ اسلامي هوډ لرونکی هیواد په توګه پاتې شوی دۍ، افغانان چې څه ویني خپلو کې تویې کړې د بهرنیانو شوم او یهودي هڅې وې او دم ګړۍ هم دغه حالت د همدې کړیو پرمالي او سیاسي ملاتړ ولاړ اړخ لري او شاو خوا د نیمې پیړۍ هڅې په مختلفو نومونو له دې ولس څخه د قرباني اخیستو موقف تازه ساتلی،
 پخواني غمونه مو نه دي هیر شوي چې دادۍ د داعش په نوم بله جنګي ډله چې ټوله برنامه یې کفار ورکوي او د اسلام د بد نامه کولو لپاره موظفه شوې او دادۍ د نړۍ پر مسلمانانو او په تېره پر مسلمان افغان ولس تپل کیږي، الله (ج) په قرآنکریم کې د اسلام د مبارک دین پر عظمت او لوړ والي ټینګارکوي، او فرمايي : فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾
 نو له دې مبارک آیت څخه جوته ده چې الله تبارک تعلی د خپلو بنده ګانو لپاره اسلام غوره او پایداره دین منلی چې په کې ظلم او وحشت نشته ، نو اوس داجنګي او وحشي ډلې له کومه او د کومو منابعو او شرعي نصوصو څخه په ملاتړ په نړۍ کې دوحشت او ظلم ټغره هواروي ؟ او خپل موقف پر اسلام تړي حال داچې اسلام داسي نه دي ویلي او ورته کړني او وژني جنایت او خیانت بولي.
شک نشته چې مشکل په اسلام کې نه بلکې تر یوه حده د مسلمانانو په اعمالو کې پروت دی او یو درز(چاک) دۍ چې کفار یې ځان ته د خپلو اسلامي ضد کړنوعملي اړخ لپاره یوه غوره لار بولي او ترآخري حد ورنه ګټه پورته کوي کوم چې تریخ او عملي خوند یې څکل کیږي او د مسلمان په نامه داسې وحشي او له اسلامه بې خبرې ډلې پر مسلمه امت واکمن کړي چې یوازې مرګ او وحشت کې نامتو دي ، حال داچې پلان او کاري د سیسه یې یهوديان ورکوي ، له بلې خوا دبیان آزادۍ تر نامه لاندې د رسنیو فعالیت ته مو هم ګوته ونیوله چې دوی د خارجي برنامو او یهودي کړنلارو ملاتړي ادارې دي او خپلو شیطاني خپرونو امتیاز له یهودي او کفري سرچینو ترلاسه کوي او له دې لارې اسلامي او مذهبي عقاید نابودوي ،
 او د دیموکراسۍ په نامه ، خپلواکۍ په سیره کې د اسلام دښمنانو ته لاره هواري چې، پر دې خاوره کې، دوام داره هڅه او خپل جنګي ماشینونه د اسلامي امت پر وینو چلان وساتي ، دلته حکومت او حاکم نظام هم پړ بلل کیږي ځکه دوی د الله پروړاندې مسؤل دي د اسلام نازولی ستر لارښود او د الله (ج) رسول نبي کريم( صلی الله علیه وسلم ) فرمائي (كلكم راع وكلكم مسئول عن رعيته، فالإمام راع وهو مسئول عن رعيته، والرجل راع في أهله وهو مسئول عن رعيته) (رواه البخاري، ومسلم)
هر یو له تاسې څخه شپون او ساتونکی دی ،او له هر ساتونکي څخه به د هغه د رعیت په اړه پوښتنه کېږي، چې په دې مبارک حدیث کې د مسلمانانو پر ټینګ اوعظیمه اراده کې د اسلامي اخوت او د اسلامي ارزښتونو او دین په رڼاکې د ټولو ځانګړتیاوو په ساتنه کې ګډ مسؤلیت موجود دی ، او الله ته به مونږ اوتاسې ټول ځواب ویونکي یو .
نو په پای کې د اسلام په نامه د راولاړشویو جنګي ډلو هر ډول فعالیت ، د هغوی د خپرونو او تبلیغاتي چارو روان بهیر او دافغاني رسنیو هڅې د افغانستان د خلکو او د اسلام د مقدس دین پر خلاف روانه کفري او یهودي دسیسه ده او مسلمان ولسونه په دې برخه کې مسؤل او مکلف دي چې له خپل دین او عزت څخه دفاع وکړي او شیطاني کړیو د هڅو پروړاندې بغاوت او مبارزه وکړي، ورته مسؤلیت دولت او په ملي شوراکې د خلکو پر استازو هم اړه پیداکوي چې مرتبه او عظمت یې لوړ بڼه لري.


لیکوال: عبدالغفار کامیاب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery