دخپریدو نیټه : 2015-02-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ځان پېژندنه
محمد شفیق ((حقپال ))
هغه مشهوره خبر به مو اوریدلي وي ، چې وایی: ( چا چې خپل ځان وپیژاند خپل رب یې وپېژاند) علما په دې کې واحد نظر نه لري چې آیا دا حدیث دی که مقوله ده او که هسی داسلامي علماوو په نزد کې یو قبول شوی اصل ولې په هرصورت کې که ښه فکر کې وشي یوحقیقت دی او کولای شو له دې مقولې نه ډېر څه زده کړو او په تیره بیا دځان پېژندنې په اړه په خپل ستر مسؤلیت پوه شو.
که انسان ځان وپیژني چې دې دنیا ته دلنډ وخت لپاره راغلی او یوازمایښتي پړاو باید تیر کړي ، که انسان ځان وپېژني چې له خاورې پیداشوی او له فزیکی اړخه یو کمزوری موجود دی ، که انسان ځان وپېژني چې دخلقت لامل یی یواځې او یواځې دالله ج عبادت دی ، که انسان ځان وپېژني چې وړتیاوې او توان یې څومره دی ، کمزوریانې او دقوت نقطې یې کومې دي ، که انسان ځان وپېژاند چې یو ناطق موجود دی چې دالله له لوري خلق شوی او عقل یې ددې ښودنه کوي چې تر نورو ژوو برتر او عالي دی ،... نو بیا کولای شي خپل خالق او دهغه په وړاندې خپل مسؤلیتونه هم ښه وپېژني او په سمه لاره ولاړ شي.
که څوک خپل ځان په ښه صورت سره ونشي پېژندلای نو خپل خالق او خپل مسؤلیتونه هم دهغه په وړاندې نشي پېژندلی دغه راز خپله ټولنه او په وړاندې یې مسؤلیتونه په ښه توګه نه پېژندلای شي او نه یی ادأ کولای شي.
اوداسې هم نه ده چې څوک ووایی دځان پېژندل خو آسانه کار دي ، زه فلانی دفلانی زوی دهغه یا دغه ولایت اوسیدونکی ،دومره کلن ... نه داخو هغه پېژندنه ده چې دنورو لپاره په کارده چې ستا په اړه یی ولري بلکې خپل ځان پېژندل یو بل دروند مسؤلیت دی چې په پوهه ، تجربې ، تعقل او دمسؤلیت په احساس سره کیدای شي په ښه صورت سره ترسره شي.
پوهان وایی چې دځان سم پېژندل ددې لامل ګرځي چې خپلې وړتیاوې ، خپل مسؤلیتونه ، خپلې دندې ، خپل رسالت ، خپل دښه بریالیتوب لاره او ددواړو دنیاوو بریالیتوب په دې توګه ښه وپېژنو او خپل ژوند په هغه ډول تیر کړو څه ډول چې ددې ژوند دهستونکي او پالونکی غوښتنه ده .
دځان پېژندنې مهم اثربه خوښي او آرامښت وي په دې توګه به انسان پوه شي چې چیرته دی او هغه کسان چې په خپل ځان کې دبدبختۍ ، محرومیت او ناهیلی احساس کوي او دژوند لپاره یې خوږې انګېزې له لاسه ورکړي داسې ښکاري چې هغوی خپل ځان پېژندلی نه دی .
هغه چا چې ځان پېژندلی هغه صبر لري هغه دالله ج په صفتونو ایمان لري په هغه توکل لري دپېښو په وړاندې دغم او ماتې احساس نه لري ،ځکه پوهیږي چې یواځې ددې دنیا لپاره نه دی خلق شوی او داسې هم نه ده چې تل به همدلته اوسي .هغه پوهیږی چې باید دخپل ګران دوست لورته به ورځي هغه لوری ته چې دمهربانانو مهربان دی ، بیانوولې په دې حال کې دماتې احساس وکړي
اللّهُ الَّذى خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفاً وَ شَيْبَةً يَخْلُقُ ما يَشاءُ وَ هُوَ الْعَليمَ الْقَديرُ» «1»
ژباړه : الله دی چې تاسو یې له کمزوری او ضعف نه خلق کړی بیا له دې کمزوری وروسته یې توان درکړ بیایې له دې توانمندی وروسته بېرته زړښت او ناتواني درکړه ، هرڅه چې وغوړي پیدا کولی یې شي اوهغه په هرڅه بوه او توانمند دی. .
پوهان وایې که چېری انسان خپل پیداېښت له دنیا وګڼې تېروتنه یې کړې ځکه دده پیدا یښت له دنیا څخه نه دی ، انسان له الله سره وو دنیا ته راغی او بیرته دآخرت او بلې دنیا لورته ورتلونکی دی . نو کله چې انسان خپله لاره او خپل فکر او داچې ولې پیدا شوي په دې پوه نه شي بیا نو خامخا تیروتنه کوي .
که چېرې انسان نظری پيژندنه ومونده او دعظیم الشأن قرآن په لوستلو او داستادانو لوست ته په کېناستلو یې ځان دپوهې یو مرحلې ته ورساوه چې دغه پوهه ده ته په یوې پانګې بدله شوه هغه وخت به ددنیا پېښې ټولې دده لپاره خوږې شي او بیا به ډیرې ترخې شیبې ونه لري . کیدای شي دغه دخوښۍ او هیلو شیبې دیوه عادي انسا ن لپاره هم جوړې شي ته لوستونکی که هرڅوک یې ځانته خپلې شیبې دخوښۍ ، امید او ګټې ګرځولی شې . ځکه ستا هرڅه بیا دالله لپاره کېږی ستا زحمت ، ستا پوهه ، ستا کار ، ستا فکر ، ستا ستونزې او مشکلات ستا ناروغي او انتظار... هرڅه د نتیجې لپاره کېږي او هغه دالله لپاره وي او په دې لار کې بیا له هرې پېښې نه دښې پایلې په انتظار یې ځکه ته دالله لپاره ژوند کوې او بیا پام دې بلې دنیا ته ده او اصلي موخه هلته نغښتې بیانو ستاژوند له هیلو ډک شو ، ستاژوند یو پړاو شو دتلپاتې ژوند لپاره .
او که چیرې انسان معنوي ژوند ونه لري اویواځې دهمدې دنیا او په دنیا کې دخوښۍ لاسته راوړو لپاره ژوند وکړي بیا دغه ژوند بې خونده ، لنډ ، له ستونزو او ناخوالو او کمزوریو ډک دی ، ځکه ددنیا ټول خوند مؤقتي وي او ټولې هیلې یې ختمېدونکي وي ، انسان که څومره ډیرعمر وکړي بیاهم زړیږي او کسالت اود ستونزو دوره یې پیلیږي او په پای کې دغه عمر که څومره اوږد هم وي ختمیږي ....
نو چې انسان داسې دی او ژوندیې لنډ او له کمزوریو او حوادثو ډک دی ، او که چیرې ددنیا لپاره ژوند وکړي دده دوړتیا ، عقل او شرف لپاره خو دا ډیر لنډ او ناڅېزه دی بیا خو دده او دنورو ژوو هېڅ فرق ونه شو . همدغه دی چې دمعنوي ارزښتونو او تلپاتې موخو او نیکمرغیو په فکر کې باید شي او هغه ټول فکرونه چې متأسفانه دشیطان دپلویانو له لوري ورښودل کیږي له سره لرې کړي او خپل خالق او په وړاندې یې دندې وپېژنې او دقرآن او اسلامي ارشاداتو ته په پام اړلو سره اصلي نېکمرغی ترلاسه کړي اوالحمد لله مسلمان ته خو بیا دا آسانه شوې او په اسلامی ټولنه او کورنۍ کې پیدا شوی کس خو بیاپه ښه توګه کولای شي خپله لاره وټاکي دغه راز باعقله او پوه انسان که چیرې له مور او پلاره مسلمان هم نه وي پیدا شوي په لږ تعقل او دپوهې په لاسته راوړو او دخپل مسؤلیت په درک سره کولای شي خپله نیکمرغی او دخپل ځان حقیقي پېژندنه ترلاسه کړي. اوددغې پېژندنې په ماحول کې خپل ژوند تیر کړي او دخپل ژوند هدفونه او تګلارې جوړې او عمل پرې وکړي