مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ځری چی له کوره وی،


تیره ورځ د افغانستان سفیر  موسی زی  په پاکستان  کی اعلان وکړ چی د افغانستان د ملی ارددو شپږ کسان د لومړی ډلی په توګه پاکستان ته د پوځی  روزنی  لپاره ورسیدل  . هغه زیاته کړه  دا لړی به وړاندی دوام وکړی، نوموړی  ډله  او همدی ته ورته نوری ډلی چی پاکستان ته د روزلو لپاره لیږل کی تر ۱۸ میاشیو پوری به   په پاکستان کی د پاکستانی  روزونکو لخوا پوځی یا نظامی زده کړی تر لاسه کوی. موږ خو باور وکړی چی ښاغلی ډاکټر صاحب اشرف غنی ته فکر یوړو پدی کار سره چی افغانان د نظامی زده کړو لپاره  پاکستان ته لیږی تر څو  پاکستانی نظامیان روزنه ورکړی. دا د افغانستان د پوځ لپاره یو ډیر بد خبر دی، هیله ده چی اشرف غنی له دغه کاره لاس په سر شی.
افغانان هیڅ وخت نه عواړی چی د همسایه هیودونو له کوم یو سره په جګړه شی خو که احیانآ دا کار صورت نیسی نو د افغانستان جګړه به د پاکستان او یا ایران سره  پیل کیږی دا ځکه چی همدغه دوه هیوادونه دی چی افغانستان  په ځینو اړخونو کی ورسره ستونزی لری. نو کله چی افغان اردو به پاکستان کی روزل کیږی لاندی پیلی به ولری.
۱  --  په لومړۍ سر کی به پاکستانی نظامیانو ته  د افغانستان د اردو پټی او محرمی خواوی  ښکاره شی چی دا په عسکری کی د پوځ ډیره مهمه برخه ده  او خدای پاک  مه کړه که کله  د پاکستان سره د افغانستان جګړه پیښیږی نو پاکستان به د افشا شویو مالوماتو پر اساس د افغانستان د اردو پر  ضعیفو نقتو فشار راوړی او د ځان په ګټه به یی استعمالوی.   
۲—   دوهم  دا چی پاکستانی  معلمان به  زموږ سرتیریو او افسرانو ته چی دوی یی روزی  داسی روحیه ورکړی چی د خپل پوځ روحیه یی لوړه او د افغان پوځ روحیه ټیټه وښی. په جګړه کی تر هر څه مهمه  د یو سرتیری او افسر روحیه ده، کله که سرتیری او یا افسر روحیه له لاسه ورکوی معنی دا چی جګړه یی وبایلله.
۳— پداسی حال کی چی همدا اوس د افغانستان په ملکی نظام کی د پاکستانی  استخبراتو یا آی اس آی پوره ونډه ده او ډیری افغانان یی ګمارلی دی. خو کله که خبره د افغانستان غسکری نظام ته داخلیږی ډیره خطرناکه ده. نو زموږ افسران چی په پاکستان کی اوس د روزنی لپاره ځی لری نده چی آی اس آی به د افغانستان په پوځ کی لاس پوڅی ونه روزی.
هغه یو د پښتو مطل دی چی وایی ځری چی له کوره وی ،هغه خونه به خوره (خواره) وی. نو زموږ وړاندیز ښاغلی ولسمشر اشرف غنی ته دا دی چی همدا اوس  هم سر وخت دی افغان افسران د پاکستان ته د روزنی لپاره نه لیږی او هلته د یی نه تربیه کوی.دا ځکه چی پورتنیو ټکیو ته په کتو دا روزنه به د افغانستان لپاره ښی پیلی ونه لری  موږ یی راتلونکی تیاره وینو .
پدی اړه زموږ پخوانی لیکنه په لاندی اړیکه کی هم لوستلای شی.
http://www.graanafghanistan.com/?p=134788
مننه
داکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۵/ فیبروری/۶
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery