۱۳۴۳هـ ش کال
د جدي یولسمه
د څلرمی برخی په دوام
پنځمه برخه
دخلق په دمکراتیک نهضت کی دلمړی فرکسیون زیږید نه:
کله چی په هیواد کی دسردار محمد هاشم خان دصدارت ظالمانه دوره تیره سول پرځای یی بل ورور شامحمود صدراعظم واکی په لاس کی واخیستی دی ورور اوسلطنتی کورنۍ په ګډه دولس سره په خپلو کړو کی څه نر مښت راوست . څه سیاسی بندیان یی خوشی کړل د آساسی قانون د جوړیدو خبره را منځته سول. دوخت څخه په ګټه اخیستلوسره منوروافغان ځوانانوپه هیواد کی دسیاسی نهضتونودجوړښت اړ تیا احساس و کړه.
دلیری پرتو هیوادونو نماینده ګیواو نژدی همسایه هیوادونه چی د مسلی په ارزښت پوهیدل. دوی باوری وه چی د هیواد په راتلونکی سرنوشت کی ځوانان اساسی قوه ده . ترهغه وروسته هریوه هیواد خپل کوښښونه شروع کړل چی ځوان نسل دخپلو افکارو تر تاثیر لاندی را ولی .
همدا سبب ؤ چی د ښاغلی عبدالرحمن محمودی تر مشری لاندی ګوند سم دجوړیدوسره په نړیدو پیل وکړی.یوشمیر ګمارلی سړی پکښی ننوتل چی په خپلو چپو کړو یی دغه نهضت دماتی سره مخامخ کړی دچین د طرفدارانو په نوم (ما ؤ یستانو) په نوم په ټولنه او روشنفکری ساحه کی و ټکیدل.
د نهضت اسلامی جوانان په نوم د ربانی په مشری فعالیت چی بانی یی فضل الرحمن ؤ پیل سوو، د دغسی نهضتونو دجوړښتتونو ټول تاریخ ښی چی په هرهیواد کی دچپ نهضت سره د مقابلی په نیت یی پردی جوړوی.بیا یی هم هیڅ پر مختګ په ځوان نسل کی تر هغو ونسوای کولای چی عملاً دپاکستان میلمانه سوی نه وه.
دافغان ملت په نوم د پا پا په مشری چی د کم ګوند چی لمړۍ خښته یی کږه کښیښول سول هره میاشت ټوټه ټوټه کیدی څو دهغوی د خاریجی ملاتړو په فشار د "بن" په کرغیړن کنفرانس کی یی ورته برخه ورکړل .سره دهمدغه سیاسی او اقتصادی نعمتونو او ملاتړه دوی بیا هم په یوه سرتاسری چپ مطرح ګوند بدل نسول .دفاشستانو په نوم بلل کیدل،په درست هیواد څه چی په پښتنی ولایتو کی هم یی څوک دځان نه کړل.
شوروری حکومت په افغانستان کی ترنورو هیوادونوپه خاصه د توګه له ایران ،چین اوپاکستان څخه ډیری ښی اړیکی او ګټی لرلی او دافغانستان د شاهی نظام په دننه کی یی نفوذ لاره وضعه دقیقه څارل. شورویانو هم غوښتل په افغانی منورینو کی طرفدارن ولری. شورویانو زیاته تکیه پرسردارمحمد داودخان او ببرکارمل باندی کول.
سردارمحمد داودخان او ببرک کارمل چی په یوازی توګه هرڅونه تلاښونه وکړل ټول تلاښونه یی بی نتیجی وه. که څه هم چی دوی دواړو شورویانوته اطمنان ورکاوه چی هر څه د دوی په کنترول کی پر مخ ځی خو خبره هغسی نه وه.
دالته په کابل دیوه بل نهضت دجوړیدو دپاره کار کیدی.ببرک کارمل د سردارمحمد داوخان او شوروی د ستګاه سره په مشوره سره د دی نوی نهضت د حلقو سره تماسونه ټینګ کړل.
شوروی،داودخان او کارمل ټولو په ګډه تلاښ کاوه چی د رتلونکی جنبش مشرتابه ته ببرک کارمل ورسوی.
مګرد کنګری په لمړۍ ناسته کی د دوی د میل خلاف داسی څه وکړل چی د دوی غوښتنه نه وه او دوی هیڅ کله هم فکر نه کاوه چی د دوی په ژبه " یوه ساده کلیوال ،پښتون،چوپان او بزګر " سړی " ښاغلی نورمحمد تره کی" د دی نهضت مشر انتخاب سی.
دنور محمد تره کی انتخاب واقعاً په افغانستان کی د وظیفه لرونکو شورویانو او دهغو د اجنټانو د پاره یوه دغمه اوخجالته ډکه ورځ سول.
ځکه چی شورویانو ته سردار محمد داود اوببرک کارمل داسی راپورنه ورکول چی په خفأ کی د دغه نوی نهضت په جوړښت کی دوی برلاسی او ببرک کارمل به د دی نوی نهضت مشری ته رسیږی. کله چی هغسی ونه سول خلاف د دوی دتوقع د نهضت په مشر تابه کی چی لا په چاپوری تړلی سوی نه ؤ داسی یو پښتون راغلی نودغه پښتون سردار محمد داودخان،ببرک کارمل او شوروی ته قابل د هضم نه ؤ.
داچی څنګه دغه نهضت د نورمحمد تره کی دنفوذ څخه خلاص کړی او ببرک کارمل یی ورمشرکړی دستی یی نوره یی وسه ونه رسیدل هغه ؤ چی ببرک کارمل ځان دوهم منشی باله چی په هیڅ پرنصب او اُصلوکی دی خبری ځای نه لاره.
پس د خلق د موکراتیک ګوند د جوړښت دغونډی په جریان کی د مشرتابه تر انتخاب وروسته چی نتجه معلومه سول. نورمحمد تره کی دټولو رایو وړنکی اومشر اعلان سوو.تر دغه اعلان وروسته د ببرک کارمل علنی د ښمنی دیوه فرکسیون په شکل کی تباروز وکی. کارمل هیڅ پر دی قانع نه سو چی دی دحزب مشر نه دی حتا شوروی استخباراتو ته یی هم غلط راپورونه ورکول.
د ګوند د لمړۍ کنګری دغونډي وروسته ببرک کارمل د خپل یوه ګروپ سره جلا فعالیت کاوه. د کنګرې د اعضأ ؤ تر منځ هغه غړي چي په افغانی ټولنه کی په اقتصادی توګه دښه ژوند لرونکي، دپخوانیو عالي رتبه مامورینودکورنیوسره یی تړاو لاره ورسره وه. اوپه دوهم قدم کي یی دیوشمیر هغو اعضأ ووسره مناسبات زیات کړل چي لا په پوره توګه دژبني اومنطقئ له تعصب څخه یی معزونه یو مخ پا ک نه وه.
د ببرکارمل سره پدی لاره کی شوروی استخباراتو او سردارمحمد داودخان پوره مرسته کول .دوی به اول د ځوانانو په منځ کی نورمحمد تره کی او نور د کنګری پښتانه غړی په اطرفیانو ،کلیوالو ،کوچیانو اوساده نومونو یا دول . داچي نورمحمد تره کي پښتون ؤ دوی او شورویانو په ګډه سره پښتانه فاشیستان بلل.د نورو ځوانانو ذهنونه يې مشوش يا ګډوډ کول.
. مثلاً:
- ببرک کارمل دغونډی تر جوړیدو مخکی دی ته زمینه مساعده کړی وه ، او خپل روسی روابطو ته یی دا ډاډ ورکړی ؤ چی دی وړونکی دی.ځکه د حزب د جوړیدو پر وخت چي ښاغلی غبار په ټولو کي د عمرد مخی مشر ؤ. ببرک کارمل ورسره په دی ځان ټکر کاوه اوهغه یی په حزب کی نه غوښتۍ چي د محترم غبارصاحب په شتون سره د کارمل ځان غوښتنو کمزوري رنګ پیداکاوه ځکه غبار هم تاجک ؤ.
همدا سبب ؤ چي ببرک کارمل د محترم غبار صاحب د تخریب کولو د پاره د هری وسيلی څخه کار اخیستی . ببرک کارمل لمړئ په فارسي ژبو او کابلیانو کي ځا ن یکتاز اوممتا ز کاوه.اوبیا وروسته يې د پښتوژبی (نورمحمد "تره کی" سره ډغری وهلی.
ښاغلی غبار دببرک کارمل پدی چل ژر وپوهیدی ځان يې کوښه کړی غلام محمدغبا ر په خپله وروستی لید نه کي چي د ببرک کارمل سره یی لرل وه کارمل ته تر زیات بحث وروسته داسي وويل:
پښتو متن:"ګرانه کارمل جانه ستا ترپښو لاندي مځکه ډېره توده د ه،زه هیڅ وخت ستا پر قد م قد م نه ږدم. زه غواړم په خپلو قدمونو مخته ولاړ سم، او تا ته هم توصیه کوم ،چي دی حقیقت ته توجه وکړه.هغه کتابونه چي د پر مختللې ا روپا په شرایطو کي نوشته کیږي ،هغه زموږ په شاته پاته ټولنه کي د تطبيق وړندي." ۱۲ص نګاهی په ح، د ،ا. غور بندي.
یعنی غلام محمدغبار،ببرک کارمل وپیژندی.د نوموړی څخه يې ځان لیري کړي. که څه چي سلطان علی کشتمند په خپله لیکنه کي دنورو خبرو په شان د دې مسئلې دیا دولو څخه ځان تیر کړی دئ .د ښاغلۍ مير غلام محمد غبار او ببرک کامل د لا نجي ذکر يې نه دی کړی.
- د کارمل ستونزه د ميراکبر خیبر سره:ميراکبر خیبر دسیاسی پوهی خاوند شخص ؤ هغه ټول وختونه کوښښ کاوه چی نهضت ته د ضرر رسیدلو مخه ونیسی او ببرک کارمل مهار کړي خو ویی نسوای کولای.یو ورځ ببرک کارمل و ميراکبر خیبرته په قهرسره داسي یی وويل:
ترجمه" تا سي دواړه محا فظ کاره میران یاست". د ببرک کارمل د خبري هدف د ا وو.چي ته ميراکبر خیبراو ميرغلامحمد غبار یو شانی یاست یعني د واړه محافظ کاره ميران یاست. څو هغه ؤ چی د ميراکبر سرنوشت هم د ببرک کارمل لخوا او د ببرک کارمل په غوښتنه روسا نوور وټاکئ.
د لته د سلطان علي کشتمند هغه ا تهام چي خلقیا ن چپر وان دي غلط کیږي . ځکه ببرک کارمل ته مير غلام محمد غبار نصیحت کوي چي ډ ېر چپ حرکت کوي، ميراکبر خیبرد ميرغلام محمد غبار خبره تائیدوی .مګرببر ک کارمل په قهر کیږي د واړه مير غلامحمد غبار او ميراکبر خیبر ته د محا فظ کارانو خطاب کوي.
- ښاغلۍ محمدعلی زهما، ښاغلۍ صد یق الله روهی او ډېرو نوروپر کارمل بی باوره او دهغه د نا سم چلند او ځان غوښتونو په وجه یی حزب خوشي کړی .ببرک کارمل دیوه پلوه حزب کمزوری کوي، د بل لوري خپل ګروپي فرکسون چاغوي.
- داکتر عبدا لرحمن محمودي هم ببرک کارمل دیوه حکومتي جا سوس په حیث هغه وخت وپیژندی چي د ببرک کارمل اړیکې د سردا رمحمد داؤد خان سره لڅي سوي،غلام محی الدین،ادم خان ځاځي،عبدالقیوم قیوم،ډاکترمحمدظاهرځدران، ملا محمدعیسی دوی ټولو د ببرک کارمل کړني او خود سری نه سوای منلای څو د حزبه ولاړل.
ببرک کارمل روس هڅاوه او په شاهی کورنۍ کی سردار محمد داودخان لاس پر پروت ؤ. ببرک کارمل یوازي دمیګرافون شاته د ګرمو خبرو سړی ؤ . چالبا زي ، دځان غوښتنه اوکمه پوهه يې نقیصه وه .
د جمعی رهبرې، تصميمواو فیصلوته يې د قدرپه سترګه نه کتل ،بلکي جمعی فیصلوته يې د خپل ګروپ په حضورکي په سپکه کتل .خپل سری کارونه،خبري، بیا نیې او هرڅه يې د ځان حق بلی.هغه ؤ چي دوخت په پارلمان کي يې د وکيلا نو لخو وهل وخوړل.
هغه وخت یی هم بیله د حزب د خبرتیا څخه د خپل ګروپ پواسط په ښارکي مظاهره راو ایستل.د ده دا زیاتي خپل سری د دې سبب سوي چي د حزب رهبری د نوموړي (کار مل ) او ګروپ په وړاندی مقاو مت وکړي. همیشه د ببرک کارمل کوښښ به دا ؤ چي حزب او د حزب رهبري دیوه ا نجام سوي عمل سره مخا مخ کړي .
کارمل چي د شوروي د( کی،جی.بی.) سره په تماس کي سړی ؤ هیڅ کله هم د جمعی رهبری تصمیمو نو ته احترام نه لاره. نتیجه داسول د حزب او نورمحمد تره کي ضد پر وپا ګند ونوته یی ملا وتړل. د خپل نظرټول مخا لفین یی فرکسیو ن وال او فر کسیون بازان بل.پښتو متل د ی چي وايې" پړهم یوه وراشه با ید ولري".
- کارمل په داسي وخت کي چي لا دحزب نه دی تللی، د خپلو فرکسیوني یا را نوسره په غیري قانوني او د ټولو موازینو خلاف جوړی جلسي ته چي ۱۶ نفروپکښي ګډون درلودی داسي وايې:د نور محمد تره کي پر شا وخوا ساده ،بدوی او قبیلوي سړي راټول دي،غواړي حزب په قبیلوي شکل رهبري کړي.دغه غونډي ۱۳۴۵ هجري کال کي د هادي کریم په کوراو بیا د سلام جان په کورکي جوړید ی .
- په هرصورت کارمل د خپل فرکسیونی ګروپ سره دحزبه څخه په۱۳۴۶هـ کي پر ۱۴ د ثور ووتئ. او د خپل اخبار پرچم نوم چي د وخت يې غوره کړيوو،خپل کار پر مخ وړي.
- سيا سي بی غیرتی،دانسانیت ،اداب ،کلتوراو افغانیت خلا ف کاريې لا داؤ چي عبدا لقدوس غوربندي د صحنی د شاهد په توګه لیکي:"د کارمل په هدایت مو د محمد حسن بارق شفیعي په کورکي موپه ګډه د خلقیا نوضد اوپه خاص ډول د نورمحمد تره کي یوه بیوګرافی په د روغو، د واقیعتونو لیري تهمت نامه ولیکل بیا موهرچیري د شپې لخوا په کوڅو او بازاروکي تیت کړل.".
نه پوهيږم ولې د پرچم رهبري دغه درواغجنه تهمت نامه لیکل،ایا د یوه سره يې هم اخلاقاً د وجدان نا ارامي پیدا نه سول،چي دروغ ولی و وایو او تهمت ولي وتړو؟
ـ څه وخت چي د حوت د میاشتي پردولسمه د ۱۳۵۶هجری کال کي یعنی لس کاله وروسته دوهم ځل د وحدت او يوځایوالي کاغذ د نورمحمد تره په کورکی امضأ کيدی او دپرچم د رهبرۍ غړی هلته ورتلل د خپل د جوړکړو درواغو او تهمتو څخه یو هم ونه شرميدل. بیا د تره کي ترڅنګ د تره کي په کورکي کارمل ودرېدی او د وحد ت پر کاغذ يې داځل هم په د رواغو اومنافقت سره امضأ وکړل.
ـ دا ځل هم کارمل اوملګری یی دوه مخي وه.نه داچي کارمل دوه مخی کول بلکي ور سره او پر راټوله پرچمي رهبری صادیقه نه وه.په هغه لحظه کي چي کارمل د نورمحمد تره کي سره د تره کي په کورکي د ميز شاته دخپلی ډلی په نماینده ګی ناست وو. او مخته يې د وحد ت لیکلی کاغذ پر ميز پر وت ؤ، د ه خپله امضأ وربا ندی لګولی وه.
نور ملګری یی یو یو د امضأ کولو دپاره را تلل .کارمل د بلی پټی پرچمي جلسي تدبیر نیولی ؤ.د پرچم د رهبرۍ هرغړۍ دنورمحمد تره کی کورته ورتلۍ د وحد ت پر لیکلي سند( کاغذ) یی امضأ کول.
مګر ترامضأ کولو وروسته دکارمل په هدایت برابر په جما ل مینه کی د کریم زاده کورته باېد تللی وای او هلته د پرچمي فعال فرکسیون جلسه جوړه وه.دغه ناځوان مردانه ،داُصلو او لوزونو خلاف دافغانی اصولو سرغړونه دپرچم درهبرۍ غړو وکړۍ.
کله چي درهبری ټول غړي راغلل دوحد ت پر کاغذ امضاوي خلاصی سوي، نوببرک کارمل د نورمحمد تره کي دکوره څخه په ډېره عجله رخصت اخلی.مستقیم د کریم زا د ه کورته خپلي فرکسیو ني جلسي ته ځا ن رسوي.
معلوم خیانت همدغه دئ چي د دې جلسي ګډون وال ټول مسؤل اوپه دی خیا نت کي شریک دي . که وجدا ن وي خپل دغه غیري اصولي،غیري اخلاقي کړني باېد او س په سمو ټکوکي ا نتقاد کړي .ځکه دا عمل د حزبي اصولو د مخي د خیانت سره پر تله کیږي په رښتیا هم به ملګرتوب کي خیانت همدغسي وي.
داخبري د پرچم درهبری غړي د غونډې برخوال عبدا لقدوس غوربندي لیکي. رښتیا ما ته دغه کیسه غوربندي ۱۳۷۰هجری ،ش کا ل کي د څرخي پله په زندان کي چي زه او دئ د واړه بندیان ؤ ده کړی وه. او اوس يې دده په قلم لیکلې کتا ب نګاهی به تاریخ حزب د موکرا تیک خلق افغانستان کي ګورم .
ـ محمد حسن کاکړ د ثورکود تا او دهغې ژوري پایلې کي لیکې چي" د ۱۳۵۶ کال ترد وهم ځل وحدت پر کاغذ ترامضأ وروسته پر چميانو په هغه ورځ جلا غونډه وکړل یوازي ميراکبر خیبرد کارمل په هدایت دي غونډي ته نه وو وربلل سوی .د عبدالقدوس غوربندي،داکتر نجیب الله او محمد سروریورش پواسطه میر اکبر خیبرد جریا نه خبرسوو، میر اکبرخیبردا مسله د نورمحمد تره کي سره شریکه کړه ".
زما په باورداکتر نجیب الله دوه مخې کار کاوه،هم د غوربندي او یورش سره یوځای يې خیبر د مسلی څخه اګاه کړي ،مګر د غوربندی اویورش په شا ن يې دغه جریا ن په لیکلې بڼه خیبر ته ورنه کړی . نجیب الله د خیبر تر خبریدو وروسته سمد ستي ببرک کارمل ته هم راپور ورکړی. څو دا خبره د خیبر په مرګ تمامه سول .
ـ کارمل او ور سره ډله ټپله یی دهیواد په وروستیو پیښو کی پوره لاس لاره. د داکترنجیب الله تر نسکوریدو وروسته د ټولو بدو پیښو مسؤلیت هم پرغاړ لري .
دډ ېرونورو خبرو علاوه فقیر محمد ودا ن د نجیب الله خان د وست په خپل ا ثرد شنه های سرخ کي لیکي:
ـ "ولی محمد زیارمل ما ته په جرا ت راکولو سره وویل . پښتو متن يې:"ملګري کارمل د نجیب الله تر سقوط وروسته ما ته وویل:"چي زما هدف د نجیب الله څخه دا نتقام اخیستنه وه، اوس چي د سپي په شا ن زما په پښو کي ونه لغړي نه يې خوشي کوم،اما نورد حزب ټول غړي زما ملګري دي ."
زما په باور دغسي ا لفاظ او جملې کارول ، د غه عقده پا لل سیا سي مشر ویلی دي. دغه ډول فکر دیو سیا سي شخص د پا ره هم شرم دی .بیا دخپل یوه ملګري په وړاندي .دغه وروستۍ خبره چي وايې بیله داکتر نجیبه نور ټول زموږ ملګري دي دا خبره يې هم په عمل کي نه عملي کول.
ـ ځکه د ۱۳۵۸ هجري کا ل تر ۶ د جدي وروسته يې د خلقیا نو په باب عیني خبر ه کړي وه .خو په عمل کي دی د ټولو خلقیا نو ضد ولاړ وو. ښه فکروکړې څنګه یو انسان د بل په مرګ بیا د خپل هغه ملګري چي کلونه سره دیوې لا ري ملګري وه ، د هغه د زورولو او وژلوڅخه خونداخلي .
ـ سلطان علی کشتمند د کارمل صد راعظم څه وايې:
ترجمه "زه هزا ره وم او هزاره یم،شعیه وم او شعیه یم " د کوم ضرورت د مخي داسي لیکي ،چاو یل چي ته هزاره نه وې او چاو یل چي ته شعیه نه وې . که ځینی وتلې وي هم ته خپله او که ورغلې يې هم ته خپله . ما چي د نوموړي بد نه لید لي وه فکرمي کاوه چي په دی بد نه کي به حداقل یوڅه.....وي . او په د ی باو ر وم چي د ی به ووايې چي زه یو مبارز انسان، افغان او مسلما ن یم.خلا ف زما د حد ث څخه ، داخبر ه ترماتی وروسته لیکي ، د حزب څخه ا ستعفأ کوي.
د فقیرمحمد ودا ن د کتا ب . سلطان علي کشتمند د خپلي لیکنې په ۵۰۰ص کي داسي لیکي :
ـ"دهغو پرچمیانو چي د حاکمیت په د وران کي ګلوله باران او د منځه ولاړل شمیریی وڅو زروتنو ته رسیږي " زما پوره باور داسی دی چی رښتیا ویل په دوی داسی شرم دی لکه په نور مخلوق چی درواغ ویل شرم بلل سویدی. د صد راعظم صاحب مطلب د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین د حکومتونو څخه دی.ګوری خپله کشتمند او ورسره ټول ژوند ی دي اوهم څوزره خلاص سول مګرد د ه په خبره څو زره بیا و وژل سول.
داهم واقیعت نه دی ،ځکه ټول پرچم څو زره نه وو. نه صدر آعظم صاحب اونه هم بل یوه د دوی څخه د هغه مشهورو وژل سوو پرچمیا نو نو مونه نه دی لیکلی.د صدرآعظم صاحب هر څه باید د قیق او دکاڼي کرښه وي.دا چي رښتیانه دي نويې ګنګ لیکلې دي.ښه به دا وایې چي دوژل سو پرچمیانو دیاد اوقدردانۍ په خاطر دهغوی دنومونولیست دمکمل شهرت سره لیکل سوې واې،چي هم دشهیدانو قدراو هم به پرمتهمینو آسناد کره سوي وای.
ـلویه غلطي او د واقیعت لیري خبره چي :
ـتر جمه "له دی وجهي وو چي مخکني ټول بندیان آزاد سول او زندان په مجموع کي خا لي وو".ص۶۳۳بیا لیکي:
ـتر جمه"د۱۹۸۰م کا ل د جنوري د میاشتي پر ۶ تاریخ مطا بق د حکومت د خط مشي چي مخکي په ډله ایزو آژانسونو په هغه شکل چي اعلا ن سوي وه :د ټولو سیا سي بند یانو بخښنه ؛بیله څوتنه د ګوتو په شماردامین د جنایتکار ګروپ څخه بل هیڅ سیا سي بندي په ټول افغانستان کي بندي پاته نه سوو"ص۶۴۰.
داخبري به ټولي نه شنم خو دغه د وې ډ ېري ضروري بولم د وستان اورا تلونکي نسلونه دي قضاو ت وکړې:
ـ او ل کوم شمير خلقیا ن چي کارمل اوکشتمند دامين د ګروپ په نوم دخپل اقتدارپه لمړۍ اودوهمه هفته کی بیله پوښتنو ،تحقیق اومحکمې څخه ووژل یوازي هغه د ګوتو تر شما ر(شلو) زیا ت وه.
دحفیظ الله امین دحکومت لوړپوړي هغه ډله چي دکارمل د حکومت په دوهمه ورځ درادیوټلویزون دفترته مطابق دکارمل دهدایت حاضر سول هغوی ترلسو کالو زیات عمرپه زندان کي د حفظ الله امین سره په حکومت کي دکارکولو په جرم واچول سول.دهغوشمیر نژدې د وه نیم سوو نفرو ته رسیدئ،نه پو هیږم چي کشتمند ته خدای څو ګوتي ور کړي دي .
ـ بل د واقیعت لیري خبره هغه داده چي تر ۶ د جدي وروسته ډیر بندیان خلاص سول خو ټول سیا سي بندیان خلاص سوی نه دی. دی د واقیعت لیري خبري کوي چي ټول سیا سي بندیان مو په ټول افغانستان کي خوشي کړل.
ـ زه به د کابل د څرخي پله د زندان حال ولیکم چي ما لیدلي او پیژند ل دغه بندیان تر شپږم تر جدي مخکي بندیان وه مګر خلاف د کشتمند او کارمل د ا دعا ګانو ددوی په ژبه په عمومې بخښه کي خوشي سوي نه دي .
ـد نمونې په توګه هغه چي ماته معلوم دي : خان محمد پنچشیري چي په لنډي خانو يې شهرت لاره ، دحربی ښوونځۍ شاګرد محمد موسي هزاره درزګا ن، محمد انور هزاره، ښوونکی عبدا لکبیرد شمالي د قرباغ،ا ستاد اورنګ د تګاو ، خلیل الله زمر، ښوونکی صاحب مرجان چي د خرم په قتل تورن وو،خبر لرم چي ټول او س ژوندی هم دي هغوی وپوښتې او نور بندیان يې هم پیژني.امکا ن لري نور به هم وي خو ما دغه ولید ل، را سره په کوټه کي یوځای وه .
ـبیا په ۵۷۷ ص کي لیکي: ترجمه" انکارنه کیدونکي اسناد او معلومات په لاس کي سته ، چي د حکومتو مشرانونور محمد تره کي او حفیظ الله امین د هغومسلح پاڅونونو او مسلح ګروپونو په خاص ډول چي د خا رج څخه يې دلته نفوذ کړي ؤ، د هغوی د له منځه وړلو او د فاع په خاطر په خاص توګه د هرا ت تر پیښي وروسته په مکرره توګه د شوروي درهبرۍ څخه د نظامي قواوو د وراستولو غوښتنه و افغانستان ته کړې وه، دغه ټولي غوښتني هرځل رد سویدي."
زه یقن لرم چی هیڅ کوم سند نسته ما شخصاً د نور محمد تره کی په کابینه ، د حفیظ الله امین، ببرک کار مل او نجیب الله په کا بینو کی دشامیلو ډیرو غړو او دفوځ د لوړپوړو او دفاع د وزیرانو سره څو څو ځله دا خبره شنلی ده هیڅ یوه دا خبری نه دی منلی.
او که په رښتیا کوم سند وی ولې يې نه نشر کوي او ولې تا سي په خپله لیکنه کي نه دي ځاي کړي . د زړسوي ،مهربا نی ،شفقت، مصلحت پر بنیا ديې نشر ته نه سپا ری ؟ پټیدل یی څه ګټه اوپخش یی څه ضر لری؟ پر چاه زړسوی او مهربا ني کوي؟څوک يې په نشراو لڅولو خفه کیږي؟. په تهمتو تړلو اونشر کولو چی سړی نه شرمیږی دواقیعت اومستندو آسنادو په نشربیا ولی شرمیږی؟که مي په رښتیا پوښتي هیڅ داسي څه نسته دا ټول دنورو خبروپه شان درواغ دی .
که نور محمد تره کی د مرستي غوښتنه د شوروي د ولت څخه کړې وي داجُرم ندی او په یقین سره تر کمه ځایه چي ما پوښتني کړیدي دغه کار سوي هم نه دی . سلطان عی کشمند د روسانورا تګ و افغانستان ته د پرچم کارمل په غوښنته هم نه مني وايې پرچم د حفیظ الله امين نظام چپ کاوه.د شوروي قواو درا تګ ورځ او د پر چم لخوا پر حاکميت حمله تصا د فاً سره برابر سول.
شتمند صاحب وايې کله چي کلوپ عسکري ته دزندانه راوستل سوم کارمل ،نوراحمد نوراو وطنجا ر ناست وه،ما هیڅ روسي عسکر ونه لید ی، د ونه د واقیعت لیر کیدل هم منا سب نه دی .
پرچم نورعملا د ماتی پر لوروه، دلته ؤ چي روسانو د سره شهزا د ه سردا رمحمد د اودخان استعمال کړی. دپرچم په مستقیمی برخی آخیستنی سره یی د انګریزی آفسر دزوی پاهی ونیول ، سردار محمد داود د قدرت پر ګدی کښنستۍ او حکومتی چوکی یی پرچم ته وسپارلی او پرچم ته یی نوي سا ه ورکړل .چوکۍ ،مقام حکومت ،پیسي هر څه ورته په لاس ورغله اویوشمیر چوکۍ پرستان حتا شاه پرستان هم دپرچم عضویت ومنی .پدې وخت کي د خلق په د ېموکرا تیک ګوند د ننه یو بل فر کسیو ن د سرطا ن د دا نی په ډول نمو وکړل.
دپنځمی برخی پای
نور بیا