مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د انجينير شېرشا رشاد لنډ ژوند ليک،دويمه برخه


لېکوال : سيف الدين لودين

قوم:-
د انجينير صاحب قومي نسبت په پښتني قبېلو کي  بابړ قبيلې ته کيږي، په بابړو کي بيا د لکي صاحب خان په شجره پوري تړلى دئ.
بابړ په شېراڼيو پښتنو کي يوه پښه ده،چي د پښتنو د نسب د شجرو له مخي په سړبني ښاخ پوري نښلي ،نعمت الله هيروي پخپل اثر حيات افغاني کي ليکلي چي شېراڼي يو زوى درلودهغه (چاد) نومېدئ، د چاد درې زامن ول، د اول زوى نوم ئې (دوم) د دوهم زوى نوم ئې (جلواني)او د درېيم زوى نوم ئې (هريپال)ؤ.
د (دوم) څلور زامن ول،چي په هغو کي يو بابړ نومېدئ، د بابړو بيا دوه زامن ول چي يو ئې سنځر او بل ئې انځر نومېده.
په مهابهارت کتاب ٢٠٦ مخ کي Babhruد يو پهلوان نوم راغلئ او ارنولد فليچر په Conquest highway to Afghanistan کي د بابړانو په اړه داسي ليکي:
دا يوه کوشنۍ قبيله ده چي شمېر ئې ٥٠٠٠ )پنځو زرو) تنو ته رسيږي دا قبيله ډېره اسماعيل خان ته نېژدې ميشته ده او مرکز ئې چوډه دئ.
بابړان ماړه خلګ دي،درناوى ئې کيږي، ددې قبيلې زياتره پرګنې د ملک او جايداد څښتنان دي او اجارداران ئې پښتانه نه دي،بابړان تعليم يافته خلګ دي،هلته ددوى په باب يوه وينا سته چي په انګليسي متن کي داسي راغلې ده:
A Babar fool is a Gandapur sage ژباړه:د بابړو بېعقل د ګنډاپور هوښيار دى.

 

بابړدThe Pathans په نقشه کي :


بابړ د کسۍ د غره او اباسين (د نورو سندهـ) تر منځ پراته دي،د بابړو د مېني په جنوبي برخه کي کهيتران ،غرب ته ئې سترياڼي او تر سترياڼيو لوړ شېراڼي پراته دي.
شمال ته ئې مياخېل او تر مياخېلو لوړ ګنډاپوريان پراته دي،لويديځ ته ئې غرنۍ سيمه چي د تخت سليمان په نامه ياديږي پرته ده .
ددغو غرونو له چينو څخه اوبه راوزي چي ددوى کروندې په خړوبيږي.
دبابړو څخه د لوېديزو غرونو په لړۍ کي يوه لاره کندهار ته تللې ده،خو دوى زياتره د غوايلرى يا ګوملي پر لاره کندهار ته ځي او راځي.
بابړ د شېراڼيو له غرونو څخه تر نورو پښتنو وروسته راوتلي دي،البته سترياڼي تر بابړو لا هم وروسته د دامان سيمي ته راکښته سوي دي.
بابړ چي له غرونو را وکوچېدل په چوډه (Chuda) کي مېشت سول، زياتره بابړان سوداګري کوي، د دامان تر نورو پښتنو شتمن او د هوسا ژوند خاوندان دي،ځيني ئې تر درې لکو ٣٠٠٠٠٠ روپيو پوري نقدي پيسې هم لري،بابړ تر نورو پښتنو نېک چلند او ښه خلک دي.
تېمور شاه سدوزي ددوى سردار ته د امين الملک لقب ورکړى ؤ .
د کندهار په ښار کي د بابړو څو کوره سته او په سوزني (ارغنداو)کي يو څو کلي سته،په کابل،کنړ او لوګر کي هم بابړ مېشته دي،ددغو بابړو شمېر تر پنځوسوو ٥٠٠ کورو زيات نه دئ .
مهدي فرخ د تاريخ سياسي افغانستان د لومړي ټوک په ٢٠ مخ کي داسي وائي:
شېراڼي او بابړ له سړبني پښې دي تقريباً٥٠٠٠ کوره دي،د تخت سليمان په غره او د جودان په علاقه کي مېشته دي.
څوکوره ئې په کندهار،کابل،لوګر،سرخرود او جلال اباد کي هم سته،بابړان له ٥٠٠ څخه تر ٦٠٠ کوره بولي او زياتوي چي بابړ،جلواني او هريپال د شېراني پښې څخه دي.
اولف کېرو چي د The Pathans کتابپه ١٥ مخ کښي د غلجيو او لوديو کومه شجره کښلې ده،په هغه کي ئې بابړ د مروت فرعي څانګه ښودلې ده،چي د لواڼيو پر لار لودي ته رسيږي.
بابړ د شېراڼيو يوه پښه ده ، يوه برخه ئې په شپاړسمه مېلادي پېړۍ کي د تخت سليمان د غرو له شاوخوا څخه د ډېره اسماعيل خان و سيمي ته راشېوه سوه،بله برخه ئې په کسۍ غره کي اوسيږي، اوس هم د کسۍ د غره شاوخوا مځکي ددوى په واک کي دي،مګر دغه بابړان لږ دي او د چوډې له بابړانو سره ارتباط نه ساتي.
بابړو چي په دامان کي کومه سيمه نيولې ده،١٨٠ ميله پراخي لري،شمال ته ئې د داربڼ مياخېل اوسي،جنوب ته ئې سترياڼي پراته دي،مځکي ئې جاټ او بلوڅ اجاره داران ور کري، او بابران پخپله سوداګري کوي.
لږ څه بابړان پوونده د تاجرانو مله سوي دي،افغانستان او بخارا ته ځي،بابړان باسواده قبيله ده ، د سرحد په قبايلو کي ډېر با ايمانه،ماړه ،د اعتبار وړ او آرامه قبيله ده.
د پکتيا په جنوبي څنډه آزره کي هم بابړان سته د ١٣٨٢ل د سنبلې په وروستۍ نيمائې کي  ددوى او د حصارک د ناصرو تر منځ د جنغوزو پر يوه ځنګله شخړه وسوه،برابر دوې هفتي په سنګرو کي سره پراته او خزه وه،وروسته دولت يو هئيات ور ولېږه او ددوى تر منځ ئې تېږه  کښېښوله.
مانسټوارټ الفنسټون د کابل د سلطنت په بيان کتاب کي د بابړو په اړه داسي ليکلي:-
بابړان ښه متمدن قوم دئ، دوئ په سوداګري ښه پوه او په عمومي ډول د دامان په قومو کي تر ټولو شتمن او غوړېدونکي دي او دغه پانګه ددغه ملک لپاره خورا ډېره ده.
ددوى خانان ډېر واک لري او دوى په پښتنو قومو کي تر ټولو آرام او تر ټولو رښتني دي،تېمورشاه سدوزي ددوى مرحوم مشر نورمحمد خان بابړ د امين الملک مقام  ته اوچت کړى ؤ،دى د هغه پاچا ډېر اعتمادي ؤ،د درانيو نه پرته د بل قوم سړي په منصب ډېر لږ وياړل کيږي.

 

 

 

 

 

 

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery