مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغان کډوال پنجپیانو نه ،هغه چی ځانته افغانان وای راوشړل !


له هغی ورځی چی په  پښاورکی  پر پوځی ښونځۍ باندی  حمله شوی ده افغان کډوال چی په پښتونخوا کی میشت دی ښه ورځ یی نه ده لیدلی هر ورځ ځورول کیږی وهل تکول کیږی، پیسی ځینی اخستل کیږی  ناګناه جیلونو ته لیږل کیږی، همدارنګه یی یی تر اوسه د پنځوسو زرو په شاوخواکی کی پداسی حال کی افغانستان ته راشړل شوی دی چی نه کور لری او نه پدی سخت ژمی کی د سون مواد په سختو شرایطو کی د شنه اسمان لاندی شپی او ورځی تیروی، د ملی وحدت په نوم حکومت یی هم سر غوږ نه پورته کوی.
 موږ دا منو تر هغه چی  افغان کډوال په پاکستان کی میشت وی افغانستان به ښه ورځ ونه وینی دا ځکه چی د پاکستان استخبراتی کړی د همدغه یادو شویو افغان مهاجرو څخه ډول ډول سو، استفادی کوی او په څو ډوله یی د افغان حکومت پر وړاندی اسعمالوی. نو د افغان حکومت لپاره پکار ده چی څومره ژر کیږی لومړۍ د همدغه په زور راشړل شویو مهاجرو سره اولیه کومکونه وکړی او وريسی هغه نور چی لا په پاکستان کی پاتی دی پر داسی لارو چارو غور وکړی تر څو تول مهاجر بیرته افغانستان ته راستانه کړی. 
 زموږ بیا ډیره ګیله د کوزی خوا له پښتنو نه په ځانګړی توګه د پښتونخوا عوامی ګوند چی محمود خان اڅکزی یی رهبری کوی او د عوامی نشل ګوند چی اسفندیار یی په سر کی قرار لری   کیږی . دا ځکه همدغه پښتانه یو خوا ځانونه افغانان بولی،  د بری خوا افغانان خپله وینه او نصب بولی بلخو افغان مهاجر د پنجاپ څخه نه بلکی د دوی له سیمی راشړل کیږی،  خو  تر اوسه پوری موږ د یو پښتون اواز د افغان مهاجرو سره چی کوم ظلم او زیاتی کیږی د دوی له خولو وانه ورید. دا نو څنګه افغانیت دی؟ دا نو څنګه نصب او د وینی ګډون دی چی موږ یی د دوی سره لرو؟ دا څنګه افغانایت دی او دا څنګه د ډیورنډ نه منل دی چی تر اوسه پوری د   د پنجاپ په مقابل کی هیڅ هم ندی کړی؟ دا ځنګه پښتونوالی ده چی د افغان حکومت پر وړاندی ۴۰ کاله کیږی چی ستا د کور مخی ته مخالفین روزل کیږی خو ته هیڅ هم نه وایی؟دا څنګه  پښتونوالی، وروری او د ګډ نصب خبره ده؟ هغه  پنجپیان چی موږ یی د افغانانو سرسخت دښمن بولو له پنجاب څخه افغانان نه راوباسی خو تا ورپسی ډانګ اخیستی دی نه یخ ته ګوری او نه دغه  سخت ژمی ته افغانان د راوشړل؟
دا کیدلای شی چی د پنجاپ دسیسه وی چی د پولی دواړه خواو افغانانو ته جوړه شوی ده خو د کوزی خوا د پښتنو لډرانو لپاره خو په کار وه چی د داسی دسیسو مخه یی نیولی وای یا حد اقل خپل اواز خو یی پورته کړی وای.
پدی باند د کوزی او بری خوا پښتانه ټول  ښه پوهیږی چی د افغانستان له پاکستان سره له هغی ورځی چی پاکستان جوړ شوی دی دښمنی ده او د دغه دښمنی سرچنه د ډیورنډ لین دی چی لر او بر پښتانه یی نه منی. دا  دښمنی  تر اوسه پوری په رښتیا د بری خوا افغانانو ته په ډیره لوړه بیه تمامه شوی، څلویښته کاله کیږی چی  افغانانو هرڅه له لاسه ورکړل اصلی علط یی د ډیورنډ مسله وه، خو د کوزی خوا د پښتنو لیډران د افغانانو پر وړاندی صادق ندی دوی هسی په خوله د ډیورڼد، ډیورنډ یادوی خو رښتیا نه عواړی او نه یی تر اوسه کوم عملی ګام اوچت کړی دی چی یو ښه مثال یی هغه خندق دی چی پنجپیانو پر همدغه لیکه تیر کړ خو   د پښتنو کوم  لیډر یی په مقابل کی اواز پورته نه کړ تر اوسه چپه خوله پاتی شوی دی. هغه خبره ده چی وایی ( ستا خو خوله ستره وه زما د کولمی وخوږولی).
 په حقیقت به سترګی نه پټو باور وکړی چی نه د  محمود خان سره د ډیورند عم وی او  نه د اسفندیار سره، اسفندیار خو دا خبره لا له وړاندی هم کړی وه چی(( د ډیورنډ مسله داسی ده لکه پر مړی چی خاوری واچوی.)). دوی یوازی او یوازی د پښتنو پر سر باندی تجارت کوی  او بس.
موږ خو دا وړاندیز کوو چی د بری خوا افغانان د هم لږ دا خپل ګریوان ته سر تیټ کړی او د کوزی خوا د پښتنواو  بیا په ځانګړی توګه د محمود خان او اسفندیار صداقت او ریښتینوالی  د په ژوره توګه تر غور لاندی ونیسی. که چیری دوی  د افغانانو پر وړاندی  صادق وی نو وړاندی د ورسره لاړ شی او که صادق نه وی نو پر نویو لرو چارو د فکر وکړی.
مننه
ګل مر جان منګل
۲۰۱۵/فیبروری/۱۰ 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery