مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دا جهاد خو سمه د تڼی مټه شوه!


تیره ورځ می  د یو دوست پر فیسبوک  پاڼه همدغه پورته عنوان ولید نو می وپتیله چی راشه دا د ۲۶ د  دلوی د ورځی په مناسبت چی دا ځینی تش په نوم  مجاهیدین  داوا کوی چی ښامار یی وژلی دی روسان یی د افغانستان له خاوری باسلی دی زه هم دا خپله توره پکی سره کړم او پدغه پلمه یو څه د نورو افغانانو سره شریک کړم.
وړاندی چی اصلی موضع ته راشم لومړی به د تڼی پر مټه رڼا واچوم دا ځکه چی د افغانستان د نورو ولیاتونو وګړی کیدلای شی چی د تڼی د مټی پر فلسفه نه وی خبر تر څو هغوی هم پری خبر شی.
وایی چی په په پخوا وختونو کی د خوست په کومه سیمه کی جومات جوړیدلو د همدغه کلی یو کلیوال  یو تڼی( تڼی په حوست کی یو قوم دی)  اشنا درلود کوم چی کله کله به یی د همدغه کلیوال د پوښتنی او ملګرتیا په مخه راته.تڼی وعده وکړه چی زه به ستاسو د نوی جومات ته یوه مټه راوړم تر څو د جومات تیر ورباندی تکیه وی. تڼی مټه راوړه جومات جوړ شو. وړاند له مټی راوړلو به که تڼی په میاشت یا دوو کی یو وار د خپل اشنا پوښتنی ته راته اوس نو دوه  او یا دری  واری راځی او هر واری به چی راغي نو په لوړ اواز به یی په جومات کی د مټی په صفت شروع وکړه، او داسی به یی دا خپلی خبری شروع کړی(( والله چی دا مټه باندی می ډیر زحمتونه باسلی دی او په ډیر تکلیف سره می په غره کی پیدا کړه او بیا می په ډیر زحمت سره له غره څخه راکوزه کړه ورپسی می ان د تڼیو له سره تر دي ځایه پوری په اوږه باندی راوسوله دا دی اوس ستاسو جومات څومره وراندی ښایسته دی)) خو دا  داستان به چی تڼی ماما راغی  هر واری تکراریده. بیا  به چی راغی نو به یی په جومات کی په لوړ اواز وویل چی زه به د خپلی مټی په خوا کی کیشنم. چی بلا خره د تڼی همدغه د مټی داستان او  ډیرو یادولو کلیوال سخت په تنګ کړل. هغه وو چی بله ورځ کلیوالو په صلا سره مټه له تیر څخه لری کړه تڼی ته یی په اوږه ورکیښوده او دا یی هم ورته وویلی چی انشا نور د بیا دلته ونه ګورو ته پوهه شه او مټه د پوهه شه ورځه چی چیری ځی په مخه د ښه شه.
دا  دومره د جهاد جهاد چیغی چی دا ځینی لیډران لکه   عبدالرب رسول سیاف ، تورن اسمعیل خان  او بسم الله خان او یا نور یی وهی موږ ته همهغه د تڼی مټه راپه یاد کړه  چی د هری خبری سره جهاد جهاد یادوی. کله چی په قدرت کی وی بیا نو خیر وخیرت دی او که وزارت ور نه کړل شی بیا نو خبره جهاد ته کش کړی او د جهاد چیغی پورته کړی. ایا تاسو حهاد د خدای پاک د رضا لپاره کړی دی او که د قدرت لپاره؟ ایا تا پدی خاطر جهاد کړی دی چی یو روس وباسی او پر ځای یی ۴۵ نور غیری اسلامی قدرتونه افغانستان ته راولی او افغانستان پر اشغال کړی او او بیا له هغو وعواړی چی غټ غټ بامونه پر طالبانو باندی واچوی، دا نو ستا افغانی غیرت دی؟. دا نو ستا اسلام دی؟ دا نو ستا جهاد دی؟ دا نو ستا مسلمانی ده؟ دا امریکا او نورو غربی غیری اسلامی هیوادونو په ډالرو د لوړ لوړ کسرونه جوړ کړل دا نو ستا جهاد وو؟ اخر ددی لپاره د جهاد کړی وو چی افغانان بی ستره کړی، ودونه او خواښی یی په غم بدلی کړی؟ ددی به خاطر د حهاد کړی وو چی افغانان غربیان په سپیو وداړی؟ ددی لپاره د جهاد کړی وو چی افغان میرمنی د امریکایان عسکر تلاشی کړی؟ دا ټول خو ستا پر وړاندی تیر شول ولی چپه خوله ناست وی؟
ښاغلیو هر  سیاف  خان، اسمعیل خان، بسم الله خان ، ربانی خان  عبدالله خان، عطا خان محقق خان محسنی خان ، ګیلانی خان، مجددی خان او نورو د جهاد ټیکدارنو که تاسو د دی لپاره جهاد کړی وی چی یو کفری طاقت روس وباسی او پر ځای یی ۴۵ نور غیری اسلامی  طاقتونه راولی افغانستان ورباندی اشغال کړی  او بیا  پر هغوی باندی د افغانستان مظلوم ولسه  ته ډول ډول  بیشرمۍ ورسوی دا نو جهاد ندی دا فساد دی چی تاسو کړی دی. دا رنګه جهاد د افغانستان هیڅ یو وګړی ته د قبول وړ ندی تاسو پوهه شه او جهاد مو پوهه شه چی چیری یی درسره وړی په مخه مو ښه شه. نور د افغانستان ځوردلی ولس په ارام بریږدی. د افغانستا ولس تاسو په رښتیا نه عواړی  تاسو هیڅ خق نه لری چی  په زور او جبر پر ولس ځانونه ومنی او  ورباندی  په جبر حکومت وکړی.  که چیری د افغانستان مسلمان ولس تاسو عوښتلای نو په ټاکنو کی به مو اکثریت تر لاسه کړی وای خو موږ ولیدل چی ولس قی کړی ولس ستاسو څخه نفرت کوی.
 بی له شکه چی شورویانو  پر افغانستان باندی یرغل راوړی وو او افغانستان یی یرغل کړی وو. موږ د شورویانو همهغه یرغل په کلکه غندو خدای پاک د افغانانو ته دومره قوت او قدرت ورکړی چی د روسانو څخه د همدغه یرغل پوښتنه وکړی او هغه زیانونه چی افغانستان ته د دوی د یرغل له امله رسیدلی دی بیرته وعواړی. همدارنګه موږ پر هغه چا چی روسانو ته یی  دافغانستان په یرغل کی لاره اواره کړی وه لعنت وایو خدای پاک د افغانانو ته  دغه قوت او قدرت ورکړی چی همدغه تلی څټی محکمی تا راکش کړی او د روسان د یرغل پوښتنه ځینی وکړی کومو چی افغانستان د روسانو په واک او اختیار کی ورکړی وو.
 بی له شکه کله چی شورویانو پر افغانستان باندی یرغل وکړ ډیر افغانان یی په مقابل کی راپورته شول او د شورویانو په مقابل کی یی کوتک ته لاس او په مقابل کی یی جهاد وکړ موږ د لوی خدای پاک څخه  چی په همدغه لار کی شهیدان شوی دی هغوی ته د فردوس جنت عوښتنه کوو او عازیانو ته یی د لوی خدای پاک څخه اجرونه عواړو. خو د همدغه شهیدانو  اولادونه بی سرپرسته او کونډی یی بی کوره او په وږی خیټه شپی او ورځی تیروی ولی  د جهاد ټیکدارنو یوه ورځ هم   پوښتنه ونه کړه پداسی حال کی چی همدغه د جهاد ټیکداران لکه پورته یی چی نوم یاد شول  ځانونو ته قصرونه جوړ کړی دی اولادونه یی په واشنګټن او لندن کی عش او نوشونه کوی.
خدای پاک د نور د همدغه د جهاد ټیکدرانو څخه د افغانستان مظلوم ولس خلاص کړی.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۲۰۱۵/ فیبروری/۱۶

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery