مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وینه او مینه (۱)

عبدالقیوم

(( وینه او مینه))

بسم الله الرحمن الرحیم

 


لــــونــګ

 

 

 

 یوازی پنځوس کاله پخوا وښار ته نژدی  د زیاتوغریبو کورنیو په شان  دلونګ  پلاراکبر هم په یوی  غریبی  کورنۍکی د ژمی  په یوه سړه او تیاره شپه کی چی نه څراغ ؤنه دوا،نه ډاکترؤنه روغتون پر سپیره ډاګ، لڅه مځکه  خړو خاورو د موره  وزیږېدی.اکبر د خپلی  زوکړی له هغه لومړنۍ ورځی  څخه په لوږه او خواریوکی را ګیرغټیدئ. دهیواد نوروغریبو انسانانو په ډول د ژوند سختیو، ستونزو، خواریو او نیستیو داسی وټکاوه چی په وروسته کی  د جوشی  خښتي (۱) غوندی  پوخ او سخت سو.

 لا پوره غټ سوی  هم نه ؤ، چی  پلار یی  ورته د یوه بل تر ځان لا هم غریب

سړی  وړه لور ورپه نامه کړه. اکبر او پلار یی لا په ګډه  د ولور یوه څنډه اداد کړی نه وه چی بله ورته پیښه سول.

 متل دی وایی چی ډبره د یتیم له سره نه چپیږي. دادی د اکبر مور او پلار  غبرګ د (وبا) په کال د وبا ناروغۍ ووهل او مړه سول. اکبر یوازی  او یتیم پاته سو. خُسر یی  چی  د اکبر د پلار رښتونۍ یار او اشنا و، ويی  لیدل چی  زوم یی  یتیم پاته سوي، هغه یی  خپل کور ته را ووست، او خپله لور یی  بیله ولوره اخیستلوڅخه  ور واده کړه.

د اکبراو ښځی  یی تر واده وروسته ډیر اولادونه وزیږول، مګر اولاد دونه یی نه پاییدل.

 په کلیوالو کی  عام او مسلط ذهنیت داسی  را جوړ و، د هغو بیچاره خلګو چی  اولادونه به یی  نه پايیدل، پرهغوی  به یو بل زیاتی تور او تهمت تړل کیدئ.

ویل کیده به چی  پر دوی د رب قهر نازل سوی دی؛ پر دوی د پټو بلاوو (پیرانانیانو او خبیثه اروا حونو) اثر پروت دی. دا ښځه او سړی پر درانه ځای ختلی  دی... او نور نور تورونه تړل کیدل.

په کلیوالوکی د دغه ډول پاخه منفی ذهنیت اثر ؤ، چی اکبر او ښځه یی  مجبوره سول، د خپل اولاد د پایښت په هیله هره ورځ پر خپلو فرضو لمونځونو سربیره نفلی  لمونځونه هم کول. بیا به دواړه جوړه پر زیارتونو، تعویذګرو، سیدانو او پیرانو باندی ګرځیدل. هر چیری  او د هر چا څخه به يی  دا یو خواست او یوه غوښتنه لرله:

 د اولاد د پایښت له پاره دُوعا، دم، چُوف، تعویذونه، څاښتونه، پلیتی  او تور بندونه(توبندونه).

د ټولو هغو مړو د قبرونو له سرو څخه د خوردی  اخیستل، د زیاتوهغو پیرانو دربارونو ته په اُمید ورتګ کاوه چی  نومونه به یی  د خلګو په خولو کی  وو، او خلکو به د هغو په باب داسی ویل:

-  هغه پلانی پیر نه دی! آه  د ده قربان سم، د رب نازولۍ دې، ټول پیریان ده مسخر(تابع) کړی دي!

یا هغو پیرانو ته چی  لوی لوی لنګرونه یی چلیدل، له مځکی او آسمانه به خلګو ورته پیسی، غوایی، پسونه، چرګان، اسان ، اوښان حتا لوړنی  د دروږو  په نوم ور وړلی.

اکبر او ښځی  ته به یی   چی  څه لاس ته ورتلل، و دغسی  لویو پیرانو ته ور وړل. د هغو په دربارکی  به یی  شپی  او ورځی  تیرولې. په دربارکی به یی  د دربار کارونه سر ته رسول، څو د پیر ښه پاملرنه ځان ته را واړوی  او خدای هم ځینی  راضی  سي.

 بالاخره، په ډیرو بی  ګټو ګرځیدو، را ګرځیدو، دروږو او شکرانو ورکولو باندی  ستړي، مفلس او نا اُمیده سول.

وروسته له ډیرو  ستړیاوو، سرګردانیو او خواشينیو ګاللو په ولس کی  د منل سوی  متل سره سم يی  تن و تقدیرته وسپاره. پردی  خبره په ظاهره دواړه سره سلا سول: "چی  نه کوی  حبیب،نوڅه به وکی  خوار طبیب". نور نو اکبر او ښځی  یی  دفکرد خرابوالي، لږو او کم ځواکو خوړو او خواریو په سبب مأیوسه او د میني، محبت، د میړه او ماینی  ترمنځ د مناسباتو چلونه یومخ هیره کړل.

د مداکبر به هلته  نورهم خولک تنګه  سؤ چی د خپل کور د باندی  په  کوڅه کی به یی  دخپلو تربرنو ،خان،ملک، پیراولادونه لیدل چی پرهر یوه سور او سپین مخ ناست وه  او ګرځیدل به. او هر کال به یی  یو بل هم زیږاوه.

 دغریبۍ او زیاتو نورو خواریو سربیره، د اولاد نه لرلو یی  له ژوند څخه زړه ور تور کړی ؤ. په مغزو کی چی  یی هر څه وه،هغه به وه، خو کله نا کله به یی  تر خوله یوه د خواشینۍ خبره هم را ووتله:

- خدایه! دا موږ بیچاره ګان دی  یوازی  خواریو اوغمو ته پیدا کړی یو؟

 په دغه ډول ښځه يی  هم وخپل یو وزری  نا روغ میړه ته کتل، ډیره زوکلیدله. سربیره پر هغه چی  اولاد یی  نه لاره  دخپل راتلونکی ژوند  څخه یی بیره او وحم  لاره او د ځانه سره به یی  ګروم کاوه.هر وخت به د ځانه سره  ګډه وه:

 


- که خدای مه کړه، سبا می  دا میړه نه وی، د میړه تربرونه او میراث خواره به زما سره څه وکی؟ آیا زما سره به هم داسی وکی لکه  د ٫٫ببوګلی خاله٬٬ سره چی   میراث خورو وکړل؟ یا یا  زما خدایه مه می  سر توره وه ،که به سر توره کیږم ما ته نو مرګ راکړه.

وخت نا وخته خوبه یی خپل سر، سر تورکړ، اوغبرګ لاسونه به یی  پورته کړل، آسمان ته به یی  خوله ونیوله. هیڅوک نه پوهیدل چی  هغی  به لا څه ویل؟ خو یوه خبره ښکاره وه چی  ښځه د اولاد په نه لرلو زوریده او ورځ تر بلی   یی  خپل وزن بایلی  او د بدن غوښه يی توی اوبه کیده.

 


 د میړ او ماینی دواړو څخه خوب له سترګو الوتۍ ؤ، شپه او ورځ په فکر او سوداکی وه.  دوه دری  کاله اکبر او ښځه یی  یو له بل څخه جلا بیدیدل.

 


 یوه ورځ سهار وختی ښځه له خوبه را پورته سوه، ډیره خوشحاله ښکاریده. اکبر ولیدل چی  ښځه یی نن خوشحاله ده، غوښتل يی  د خوشحالۍ په سبب یی  پوه سي. هغه لا ښځه نه وه پوښتلې، چی  ښځی  خپل میړه ته داسی  وویل:

٬٬اه سړیه! واوره؛ یوه خبره درته کوم ته به نووایی چی څه خبره به وی اویا بل ډول فکر ونه کی. که څه هم  ما او تا خو ژبه کړی وه، چی  نوربه اولادونه نه زیږوو.مګر یو اولاد به پیدا کوو،هغه په دی چی (برايې) شپه، په خوب کی  یوه نورانی  سپین ږیری  سړی  داسی را ته وویل،،

- د الله (ج) له درباره نا اُمیده نه سي، تا ته به رب لونګ درکړی اوهغه به دخیره سره لوی سي.

د اکبر ښځی  زیاته کړه:

 - زه باور لرم چی  دی  نورانی  سړی  به رښتیا را ته ویلی وي. اوګوره! که دا ځل په رښتیا الله (ج) ما او تا ته زوی را کړي، فکردی  وی  چی  هیريی  نه کړي، هغه وخت چی  ملا صاحب يی  په غوږ کی  اذان ورکوي، نو سمدستی  ورته ووایه چی  د (لونګ) نوم پری  کښیږدي. هیردی  نه سي.

هغی  بیا پر اکبرتاکید وکړ:

- ګوره، هیر یی  نه کړې!

اکبرهم د سپيڅلی  او کلکی  عقیدی  خاوند ؤ، د خپلی  ښځی  خبره يی  زړه ته تیره سوه او ټینګ باوری سوو، چی  خدای به زوی ور کړی.

کال داسی  تیر سو، لکه یو ګړی. د ښځی  زوی وسو. دا دی وروسته د ډیرو کلونو له تیریدو څخه یو ځل بیا د اکبر د خونی  پربام سهار وختی  دری  ناری  وسوې:

- د خدای له داده، د مړو له یاده، د اکبر زوی وسو!

دا دری  ناری  ټول کلی  واوریدې. دا هیله خو د دوی  پوره سوه. خدای (ج) دوی ته زوی ورکړ. سهارچی  د نوی  پیدا سوی  هلک پلار اکبر خپل زوی په خپلو ډنګرو لاسونو په غیږه کی  نیولۍ مسجد ته په دی  نیت وروړئ، چی  ملا صاحب به یی په غوږکی اذان ور وکي.خو ملاصاحب چی سهار تراذان  مخکی  د اکبر د زوی د زیږیدو ناره اوریدلی  وه، نو د اکبرپه لیدو پوه سو، چی  د مسجد پر لور یی  نوی  پیدا سوی زوی را اخیستۍ دی.

 مګر بل څه ورسره نسته، مانا دا چی اکبر په خالی  لاس ور روان دی.

ملا خپل یوه چړی  ته ورږغ کړه ورته  ویی ویل:

- هلکه ور سه، د اکبرګی  د زوی په غوږ کی  اذان ور وکړه.

 اکبر چی د ملأ صاحب  سپکه  لفظ (اکبرګي)  وا وریدی خوڅه یی ونه ویل  . چړی  د هلک په غوږ کی آذان وکی. که څه چی اکبر د ملا په کړو خفه سوی ؤ ، بیا هم د ملا پر خوا ورغلې، هغه ته یی  په عاجزانه او کمینی  سره وویل:

- ملا صاب، زما او د مور يی  د هلک دپاره د لونګ نوم خوښ دی، دغه نوم پرکښیږده.

خو ملاصاحب پدی چی ده ته څه ورنه کول سول خپه ؤ پرهلک باندی  د نوم له ایښولو څخه یی انکار وکړ.

اکبر د ملا څخه پوښتنه وکړه چی  ولی  نوم نه باندی  ږدی؟ ملا ورته وویل:

- اکبره! د هلک په غوږ کی   خو مو اذان مفت درته وکړئ، بس دی  نه ده؟ د نوم ایښولو میوه (شیریني) دی نه ده را وړی او بل د لونګ د نوم سره خو د "عبدال"  او "محمد" توری  نسته.

اکبر ته هغه د پښتو متلونه چی  تربرو به یی  هر وخت په قصدی  توګه د ده مخ ته تکراراوه "هستی  کوی  مستي" چی  نه لری  سړي، مه کورت خوره مه غوړي" ور یاد سول. اکبرپه پټه خوله او خپه زړه هلک کورته را وړی او د خپلی  ښځی  څخه یی  دا خبره پټه وساتله.

 - اکبر خپلی  ښځی  ته وویل:

- الحمد الله چی  خدای پاک ما و تا ته زوی را کی، نور نو زموږ پر مینه میراث خور پیدا سو، که زه مړ هم سم، په تا به می  فکر خراب نه وی  او ستا پر لور به می  سترګی  کږی  نه وي.

 اکبر خو هر څه په غوږو اوریدل او د سر په سترګو لیدل . کوم وخت چی  به د کلی  د یوه ماړه په کور کی  هلک وزیږیدئ، سهار وختی  پربام تر درو نارو سربیره، څاښت به د ټوپکو ډزونه  کیدل، خوشحالۍ به وي، ملا صاحب او چړیان به تر لمانځه وروسته د یو شمیر مړو سره  یو ځا ی د خان سراچی  ته ورتلل، د هلک په غوږ کی  به یی  هلته  اذان ور کاوه،ماښام به نشره  ویل کیده، نوم به ایښول کیدې، مبارکۍ به وي، شیرینۍ به ویشل کیدې.

- اکبر به  وویل:

- ای زموږ خدایه! موږ دی  په کومه ګناه او دچاه په ګناه  نیولی  یو؟

خیر، اکبر خپل زوی د لونګ په نوم ونوماوه. اکبر چی  په دوو لاسونو یو څه ګټل،هغه یی  په خپل زوی  لګول. لونګ د لونګ په شان د مورپه مهربانه او پاکه غیږه کی اودخپل پلار ترسیوری  لاندی  را وغوړیدئ. له مور او پلارڅخه یی د ژوند کولو لومړی  حرکات او ډولونه لکه خوړل، خبری  کول، شفقت او مهربانی  زده کړل.

 لونګ په خاوروکی ترخاړپوڅو وروسته، ولاړ سو او قدم یی  واخیست؛ یوه نیمه خبره یی  زده کړه. ژر کوڅی  ته را ووت. په خاورو او خټوکی د نورو کوچنیانو سره په ټولنه ور ګډ سو؛ د همزولو سره په خبرو او لوبو مصروف سو. هغه په کوڅه کی داسی  څه زده کړل چی  په کورکی د هغو زده کړه ممکن نه وه.
لونګ به لا شپږ کلن سوی نه و، چی  د ژوندی  پاته کیدو او نفقی  پیدا کولو لپاره د کلیو د نورو بیوزلو کورنیو د ماشومانو په شان د خپل کمکی  بشری  توان او ځواک سره برابر د خپل مور او پلار سره په خواریوکی مصروف سو.

لونګ تر پلار د خپلی  موره سره ډیره مرسته کوله.

 په دی  ډول د مور يی  لاس په خلاص و. د لونګ پلار ناروغ او یووزری سړی و. د اقتصادی  کمزورتیا په وجه یی  ښځی  ور سره ملا وتړله. هغی  له هیڅ کاره مخ نه ګرځاوه. د لو او لور پر وخت، د کودو، د درمندونو پر وخت یی  په فصلونو او وډنوکی وږی  ټولول.

د هر کس او نا کس د کورونوکارونه به یی کول. اکبر به بیا هم په دی  شکرونه کښل او ویل به يې:

 - د خدای تعالی مهربانی  ده، د ښځی  می  اوس د خپل زوی سره خوله پری سول، هغه نوره له یوازيتوب او بی کسۍ را ووتل.

دلمړۍ برخی پای .نوربیا

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery