مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کوم يو يې ريښتينی دی، خواجه آصف او که حميد گل ؟

سيد حسين پاچا

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف :
حقاني ډلې ته دې د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي
کوم يو يې ريښتينی دی، خواجه آصف او که حميد گل ؟ که پاکستانی وي، نو افغانستان څنگه او ولې ورته ونډه ورکړي؟ پاکستان دې دا ونډه له امريکا سره سپينه کړي نه له افغان حکومت سره

جنرال حميد گل :
هغوی ((حکمتيار و حقاني)) زما غوندې سوچه پاکستانيان دي
د کوم صلاحيت له مخې حميدگل د دوی استازيتوب کوي ؟

نوټ : ايمان، اسلام او شريعت :
ايمان تر عقل او اسلام تر زړه پورې تعلق لري. کله چې زړه او عقل فاسد وي نه ايمان او نه اسلام کومه گټه لري. کله چې ايمان واسلام نه وي، نو شريعت خو بيا هېڅ گټه نه لري. شريعت به ډېر ضرور وي او که ايمان واسلام؟ که ايمان واسلام نه وي، نو شريعت به څوک څه کړي؟ شريعت خو قانون law ته وايی چې د خپلو اتباعو ساتنه وکړي.
که مو ځان پېژندلی وای، هېواد مو اباد وای، ښه قانون مو درلودای، نو ايا پاکستان به زموږ پر افغاني طالبانو خپلې تاڼې او غوجلې ډکې کړی وای؟ ايا د دوی مړي او زخميان به يې په کنډوالو او د سړک پر غاړه غورځولی وای؟ ايا زموږ د طالبانو د دفاع وزير به د دوی په تاڼه کې د ربړوونو له لاسه خپل ژوند ورکړی وای؟ ايا ملا ضعيف به يې پلورلی وای؟ ايا معتصم به يې په سر کې ايشتلی وای او داسې نور. زموږ د طالبانو له اسلامي شريعته خو د برتانيا، فرانسې، امريکا او د نورو يورپي او ځواکمنو هېوادونو قوانين هم معتبره دي چې د هغوی پر اتباعو خو دومره ملنډې نه شي وهل کېدای، لکه پر موږ چې ووهل شوې. لروبر اسلامپال وطالبان دې اسلامي قانون او شريعت تعريف کړي، دوی شريعت واسلامي قانون څه ته وايی؟
کاشکې چې  زموږ په اسلامپالو او طالبانو کې لږه زره متره د ايمان واسلام وای، نو دوی به داسې نه لوبېدای او نه به ترې د قربانۍ گډوري او نه فارمي چورگوړي جوړېدای. يو څوک چې ځان نه پېژني هغوی به الله تعالی او رسول صلی الله عليه وسلم څنگه وپېژني؟


سوله د ټولو افغانانو هيله ده. الله تعالی دې يوه بين الافغاني سوله، تفاهم، زغم او يو له بله ځارېدل رامينځته کړي. هسې يوه پوښتنه راولاړيږي چې ښاغلی خواجه آصف وايی چې ((موږ د حقاني ډله په رسميت نه پېژنو او د دغې ډلې د له مينځه وړلو غوښتونکي يو))، نو بيا يې ولې ملاتړ کوي او ولې يې د افغانستان حکومت ته د شاملېدو وړانديز کوي؟ دلته خو د مشر لالا (امريکا) او د پاکستان ترمينځ مخالفت دی. امريکا دغه ډله ترهگره بولي. پر افغان او بهرنيو ځواکونو او نورو خونړيو بريدونو يې مسووله بولي، خو د پاکستان د دفاع وزير بيا وايی چې د حقاني ډلې ته دې د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي. دا هغه څه دي چې پخواني هېواد مشر ښاغلي کرزي درک کړې وه چې ((زموږ سوله د امريکا وپاکستان په لاس کې ده)).
خو دومره بايد ووايم چې ((سولې)) ته الله تعالی ښه ويلي دي. سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو دا سوله بايد له ټولو ذيدخلو اړخونو سره يعنې امريکا، پاکستان، افغان حکومت وټول مخالفان خو په صداقت به وي. پاکستان به تضمين ورکوي چې بيا به نور بچي نه زيږوي. د الله تعالی وېره به په نظر کې ساتي، نړيوال وسيمه ييز وگاونډيتوب حقوق به مراعاتوي، نو بيا ((فاذا عزمت فتوکل علی الله)).

همدا اوس چې د وزيرستان عمليات شروع کېدل، له دې مخکې څو ځلې سپيڼې ماڼۍ ورته ويلي وو چې دوی بايد پر حقاني شبکې عمليات وکړي، خو پاکستان کلونه کلونه په دې او هغه پلمه ويستل چې زموږ قواوې له هند سره کنټرول لاين ساتي. بالاخره چې امريکا پرې په وروستي ځل ومنله او د وزيرستان د عملياتو لپاره يې يو ميليارد نقد پکيج ترلاسه کړ، نو بيا يو څو منډې آخوا دېخوا زموږ پښتنو اسلامپالو يعنې د فضل الرحمن استازي، سميع الحق او پروفيسور ابراهيم د جماعت اسلامي استازي وکړې. يو څو وروځې يې رسنيو ته ښکته پورته کړل، ولې نن يې څوک مخ هم نه گوري. داسې ويل کيږي چې له عملياتو مخکې يې حقاني ډله پاړه چنار کُرمې ته انتقال کړې وه. دوی وامريکا سره ښه پوهيږي. امريکا په دې پوهيږي چې حقاني شبکه او لشکر طيّبه او مشران يې چېرته او کوم ځای کې دي.

دا هغه څه دي چې له ډېر پخوا نه د امريکا وپاکستان ترمينځ د دغې شبکې پر سر ناندرۍ روانې دي. هغه وخت آغلې هيلرې کلينټن د بهرنيو چارو وزيره وه او پاکستان ته راغلې وه او د دوی ترمينځ د همدې شبکې پر سر سره ډېرې گيلې يو بل ته شوې وې چې بيا څارگرې ادارې سراج الحق حقاني ورسره خبرو ته کېنولی وو. ان تر دې چې د حقاني شبکې پر سر سره تر ((ماره)) پورې کليمې کارول شوې وې چې ((پاکستان په لستوڼي کې ماران ساتي)). په هغه وخت کې پروېز مشرف ويلي وو چې ((امريکا بايد له پاکستان سره د حقاني شبکې پر سر مراعات وکړي)). مشرف هم ژوندی دی او آغلې کلينټن هم ژوندۍ ده. ده. نه پوهېږم چې آغلې کلينټن له کومه دغه متل زده کړی وو چې د پاکستاني چارواکو غوږو ته يې لا په هغه وخت کې وررسولی وو. د حقاني شبکې پر سر اختلاف لا له پخوا نه د دواړو ترمينځ شته. خو دومره ده چې خواجه آصف له دغې ليارې کوښښ کوي چې د کابل د نفوذ له ليارې امريکا دېته قانع کړي چې افغان حکومت حقاني شبکې ته ونډه ورکړي، نو دا به د پاکستان ونډه او نفوذ نور هم غښتلی کړي تر څو د هند گټې او پروژې تر گواښ لاندې ونيسي او نفوذ يې راکم کړي. خو دا نه کيږي دا ځکه چې افغانان له رواني لحاظه دېته رواداره نه دي. خپلې ملي واسلامي گټې له نورو سره پرتله کولای شي.

مشرف خو اوس د برتانيا په گارډين کې په ډاگه ويلي چې د افغانستان د حکومت د کمزوري کولو لپاره ما طالبان بيرته راپيدا کړل. افغانستان حق لري چې اوس د خپل تاوان غوښتنه له پاکستانه وکړي.
جنرال حميد گل بيا وايی چې ((حقاني زما غوندې سوچه پاکستانی دی)). يعنې خيال و روان يې زما غوندې د يو پاکستاني دي. ايا افغانستان حق لري چې يو پاکستانی ومني او په سوله او واک کې ورته ونډه ورکړي؟ که يې لري، نو بيا ولې پاکستان د خپلو طالبانو تحريک ته ونډه نه ورکوي؟

پاکستان عملاً له درې استقامته جنگېده : ۱) د کوټې شوری له استقامته؛ ۲) د وزيرستان د حقاني شبکې له استقامته او ۳) د پېښور شوری له استقامته ان تر کراچۍ پورې د دوی خط پروت دی.

د يو هېواد مشر او پوځي دېکتاتور چې په نړيواله کچه داسې دروغجن شي چې خپلو دواړو دوستانو برتانيا او امريکا دواړو ته دروغ وايی او دروغ يې بالکل ښکاره او په ثبوت ورسيږي، هغه دا چې :
مولوي عبدالسلام ضعيف :
پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته به يې بل څه ويل.

شېراد کوپر کول د برتانيا پخوانی سفير :
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).
په افغانستان کې د برتانيا پخوا سفير شېراد کوپر کول وايی چې دوی تېروتنه وکړه چې د ولسمشر کرزي دغه اندېښنې يې له يوه مخه رد کړې.
Like so many things with Karzai when he exaggerated he got it that proportion.
نورو پېښو ته ورته ولسمشر کرزي په دې تړاو هم مبالغه کوله. خبره يې پړسوله او يو ډول بېځايه اندېښنه يې لرله، خو هغه په حقه وو چې د پاکستان له اړخه اندېښنه ولري او له مونږ نه تېروتنه وشوه چې د هغه اندېښنې مو له يوه مخه ردولې.

بروس ريډل :
ما ولسمشر اوباما ته وويل چې ((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي))

د حقاني ډلې هغه ساتونکی آی ايس آی ته سپارلی وو او آی ايس آی دغه ساتونکی شکنجه کړی وو. د دې پرځای چې ورنه وپوښتي چې ولې مو يو امريکايي ژورنالېست چې د مرکې لپاره مو غوښتی وو يرغمل کړ. له هغې نه يې وپوښتل چې ايا دغه امريکايي ستا کورنۍ ته پيسې ورکړې وې؟ او تا د حقاني ډله له دغو پيسو نه بې برخې کړه.


جنرال اسد دُرانی :
داسې برېښي چې آی ايس آی د اسامه په وژلو کې له امريکا سره معامله کړي وي.

نو اوس راځم دېته چې پاکستان له يو لورې د کوټې شوری فارمي چورگوړي راوړي او له افغانستان سره يې سولې ته کښېنوي او له بل لورې ملا داد الله منصور رالېږلی. دا لا جوته نه ده چې دوی په خپله خوښه سولې ته رواداره شوي او که د فشار له لورې سولې ته رواداره شوي. ځکه چې پاکستان په تېر کې هم زموږ پر جهادي مشرانو همدغسې يو ډول سياسي ونظامي فشار راوړی وو او د مجاهدينو حکومت او له هغې نه مخکې د اتحاد هفتگانه او اتحاد سه گانه او يا په سختدريځو او ميانه روو وېشلي وو. د راولپينډۍ او د پېښور د نشترهال حکومتونه يې ښې بېلگې دي.

ښکاره خبره ده چې امريکا د حزب اسلامي مشر ښاغلی حکمتيار يې د همدې پاکستان په لاس پر شمال ټلوالې، دوستم او طالبانو وځپلو، له صحنې يې لېرې او ورپسې تجريد کړ. د شمال ټلواله يې په جهادي دور کې هم ونازوله، بيا يې د ښاغلي کرزي په دور کې هغسې ونازوله او اوس يې د ښاغلي غني په دور کې لا پسې نازوي، خو له بل لورې يې بيا له حزب څخه ځينې کسان بېزاره او له عبدالله سره يوځای کړل. په بله مانا امريکا نه غواړي چې د شمال ټلواله خفه کړي او د هغوی لپاره يې خو ښاغلی حکمتيار منزوي او حزب يې ورته په څو ټوټو ووېشه. نن چې امريکا د کوټې شوری مطرح کوي، خو د پېښور شوری او حقاني شبکه نه مطرح کوي چې دا د پاکستان وامريکا ترمينځ زوروهنه ده چې هغه (امريکا) پرې حساب نه کوي، خو پاکستان اوس له بلې زاويې غواړي د حقاني شبکه پر افغانستان باندې وروتپي چې په دې ترتيب سره به يې په دولت کې ځای پر ځای کړي او نور به د رسنيو له ليارې اعلان کړي چې موږ يې په رسميت نه پېژنو. مشرف خو د ملا کنډ مشر مولانا صوفي محمد ډله ((نفاذ شريعت)) هم تحريک کالعدم اعلان کړ، خو لږ وروسته بيا له هماغه کالعدم سره خبرو ته کېناسته او د هغه زوم مولانا فضل الله يې له زندانه خوشې او نن د پاکستان د غوښتنې په سر کې دی.

پوښتنه دا ده چې د خبرې واک خو له مشر لالا سره دی. دا چې دوی يې د افغانستان حکومت ته وړانديز او سپارښتنه کوي، نو ولې مشر لالا ته قناعت نه ورکوي چې د هند او د هغوی مشترکو گټو ته گواښ او تهديد نه وي.
بله پوښتنه دا ده چې جنرال حميد گل د کوم صلاحيت له مخې په زغرده وايی چې ((حقاني وحکمتيار زما غوندې سوچه پاکستانيان دي)). يعنې څنگه چې زه د يو پاکستاني احساس کوم، نو همدغسې دوی هم احساس کوي. د حيرانۍ وړ ده چې د څارگرې ادارې پخوانی مشر يې پاکستانيان بولي او ښاغليو حکمتيار او حقاني پرې کوم غبرگون هم په رسنيو کې نه دي ښوولی، خو زما وطندار ښاغلي قريب الرحمن سعيد لا د حميد گل په ځواب له اروپا ((ناروي)) نه غبرگون ښوولی وو چې ((دروند جنرال صاحب لږ احتياط کوه))، خو خپله ښاغلي حکمتيار او حقاني لا تر ننه کوم غبرگون نه دی ښوولی.

د دفاع وزير ښاغلی خواجه آصف بيا وايی چې ((حقاني ته دې د سولې په پروسه کې ونډه ورکړي))، نو څنگه يو پاکستاني ته د سولې ونډه ورکړل شي؟ ولې پاکستان مولانا فضل الله ته د سولې وړانديز نه کوي او ولې ورته په سوله کې ونډه نه ورکوي؟ ولې پاکستان د تحريک طالبان پاکستان سره خبرو ته نه کښېني؟

پاکستان خو په حقاني شبکه باندې د امريکا د پرېمانه مرستو او سخاوت له امله پرې پانگونه کړې او امريکا هم ورسره ډېرې گوتې نه ماتوي. خو پاکستان کله ناکله ټولې گوتې په خولې ننباسي، چې له بل لورې يې مقعد ته زور ورځي او هلته ترې ((باد)) وځي. ان تر دې چې تر دې حده ثبوتونه شته چې پاکستان په ځېنو تښتونو کې له دغې شبکې سره لاس لري.

پر امريکا يې خو زور نه رسي او نه يې امريکا دومره خيال ساتي، خو له بل لورې اوس کوښښ کوي چې دغه شبکه پر افغان حکومت ومني او په حکومت کې يې د هند د نفوذ د مخنيوۍ لپاره وکاروي. خو دومره خبره ده چې د حقاني وملا عمر او د هغوی د اتباعو پورې ښاغلی حکمتيار له هر پلوه پوه دی، ښاغلی حکمتيار په خپلو تېروتنو پوه دی. د طالبانو او حقاني ډلې پورې ښايي د پاکستان ځينو ناروا غوښتنو ته غاړه کښېنږدي، نو له دې وجهې نه پاکستان هم په دې خوښ نه دی چې حکمتيار مطرح شي. کوښښ کوي چې د امريکا د خوشالولو لپاره يې منزوي او ځانته يې محتاج وساتي. له دې وجهې شمال ټلوالې ته ترجيح ورکوي نه نوموړي ته. اگر چې د هجرت په اوايلو کې ښاغلي ضياء ته د کنفيډرېشن مشوره ورکړې وه، خو ضياء پر هغې بسنه ونه کړه او افغانستان يې ټول د ځان الحاق گڼه. په بله مانا د پرديو په چندو،بسپنو او خيراتو يې د داسې هېواد تېرېدو او هضمولو ته خېټه اېښې وه چې دلته امپراتورۍ خاورې شوي او ((باد)) يې وتلي، خو ضياء هر څه د اسلامپالو له زاويې نه او هم د غرب له خواخوږۍ نه اسانه او ساده فرض کړې وه.

له بده مرغه ښاغلی حکمتيار له نظرياتي پلوه د داسې چا تر تاثير لاندې راغلی وو چې هغه د تفسير باوجود حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه تنقيدوي. دا ځکه چې هغه خپل ځان د حضرت علي کرم الله وجهه پورې منسوبوي او حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه له اميه وو پورې تړاو لري. خبره سياست ته وړي. که مو سياسي واسلامي بصيرت وپوهه ښه وای، نو د ملگرو ملتونو د سولې پلانونه به راڅخه د گاونډيو په لمسون نه وای سبوتاژ شوی. پاکستان بايد له کوټې شوری څخه د ملا منصور دادالله وضاحت ورکړي.

نتېجه :
لکه څنگه چې ښاغلي خواجه آصف ورته اشاره کړې پاکستان کوښښ کوي چې له يوې خوا دلته پر غني باندې د حقاني شبکه د امريکا د توقع خلاف ومني او هلته لشکر طيّبه يا جماعة الدعوة ته د هند د غوښتنې سره سره د خلاصون يوه کړکۍ ورته پيدا کړي. نو بيا به دوی دواړه ډلې غيررسمي او منحل اعلان کړي. دا څنگه غيررسمي ډلې دي چې د ذکي الرحمن لکهوي لپاره له زندان سره نژدې پنځه شپږ کوټې په اختيار کې ورکړل شوي او د ورځې سل تنه مېلمانه ورته راځي. دا چې له هند وامريکا سره دومره سپين سترگي کوي، نو زموږ د ساده لوحو افغانانو تېرايستنه خو ورته نسوار هم نه ښکاري. نو فاعتبروا يا اولی الابصار!
We are looking for the solutions of our problems, but Allah is the one who created the solutions for us.

په درنښت

د پاکستان دفاع وزير: حقاني ډلې ته دې د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=36635


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery