دخپریدو نیټه : 2015-03-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په ارګ کې مې مه پرېږدئ چې د چاپلوسانو ښکار شم
سردارد محمد همدرد
سردارد محمد همدرد
کله چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د حکومت شپې ورځې په ختمېدو وې او د نويو ټاکنو لپاره خورا کمپاينونه روان و، افغانانو، د سيمې هېوادونو او ټولې نړۍ ته دا جالبه وه چې د افغانستان په تاريخ کې لومړی وار دی چې په سوله ييز ډول واک له يو ولسمشر بل ته سپارل کيږي، خو دا مو هېر و چې د افغانانو دغه ارمان به پوره سي چې په سوله ييز ډول واک له يو ولسمشر څخه بل ته وسپارل سي خو تر شا به داسې اوږدې، جنجالي او شرموونکې ټاکنې پرېږدي چې په ټوله نړۍ کې به يې ساری نه وي.
ټاکنې ترسره سوې، د اوسني ولسمشر او اجرايه مشر ترمنځ اوږده جنجالونه ترسره سول، بالاخره د ملي يووالي پر حکومت هوکړه وسوه، کله چې واک له پخواني جمهور رئيس اوسني ولسمشر ته وسپارل سو، سم لاسي ولسمشر خپل کار د فساد پر وړاندې پيل کړ، د کابل بانک قضيه وسپړله چې تر اوسه پاتې ده.
بيا ولسمشر اعلان وکړ: ((په ارګ کې مې مه پرېږدئ چې د چاپلوسانو ښکار سم)).
د ملي يووالي د حکومت په لومړيو وختونو کې ولسمشر وويل: (( پوره شپږ مياشتې وروسته راسره حساب وکړئ)).
ډېرې ژمنې وسوې، خو فقط رسنيو کې واوښتې راواوښتې، هوا ته وسپارل سوې او هېرې سوې.
د جمهور رئيس محمد اشرف غني تر ټولو ستره تېروتنه دا وه چې، ټول وزيران او واليان يې سرپرستان اعلان کړل، ولې ولسمشر په دې خبر نه و چې د ده او اجرايه رئيس ترمنځ به د کابينې پر جوړېدو او واليانو پر ټاکلو اختلافات رامنځته کيږي؟
ولې ولسمشر او اجرايه رئيس د ملي يووالي د حکومت له جوړېدو مخکې خپلې برخې نه وې ويشلې، چې وروسته د دوی ترمنځ جنجالونه دومره اوږده سول چې په هېواد کې روانه جګړه نوره هم توده سوه، وژنې ډېرې سوې، نوې نوې وسله والې ډلې پيدا سوې، ولايتونو کې واليانو له خپل مسؤليت لاس واخيست او په پراخ فساد ورګډ سول، بېکاري دومره ډېره سوه چې په ټول هېواد کې ځوانانو ناوړه کړنې شروع کړې، د نشه يي توکو کرکيلې کچه لوړه سوه، خو ولسمشر د ارګ تر دېوالونو دننه که څه هم د چاپلوسانو ښکار به يا وي او يا نه خو د زورواکو ښکار دی، د ناسمو طرحو ښکار دی، د فرمايشونو او غوښتنو ښکار دی تر پورې چې د ملي يووالي د حکومت دا دی شپږ مياشتې په پوره کېدو دي خو ولسمشر او اجرايه رئيس تر اوسه د کابينې پر جوړېدو نه دي توانيدلي، په ټول هېواد کې هر ولايت کې د پخواني ولسمشر استازي اوس هم واليان دي، پخوانی حکومت دی، تغير خو په هيڅ صورت نه دی راغلی خو فساد ډېر سو، ولايتي اداره د خلکو پر وړاندې ځان مسؤله نه ګڼي، خلک په هره برخه کې له ستونزو سره مخ دي، املاکي ستونزې اوج ته رسيدلي دي، ماشومان او ښځې له کورونو ايستل کيږي او د دوی کورونه نړول کيږي، ولسمشره ته به د ارګ دننه د خلکو اواز واورې که د کابينې پر ټاکلو به تا ويلې ما ويلو ته غوږ ونيسي.
امنيتي تړون د ولسمشر هغه تېروتنه وه چې يو ځل يې بيا نړيوالې ټولنې ته په افغانستان کې د روانې جګړې د غځېدا زمينه برابره کړه، داسې فکر کېدو چې دغه تړون سره افغانستان د بشپړې سولې برخمن سي خو دا فکر نه بلکې يو خوب و.
د ولسمشر بله لويه تېروتنه دا ده چې دننه په هېواد کې اور بل دی خو نوموړی بهرنيو هېوادونو ته په اټکلي ډول هره اونۍ يو سفر وکړ، او په بهرني سياست مصروفه سو، پکار وه چې لومړی کورنی سيستم جوړ سوی وای او بيا د بهرنيو هېوادونو پر سياست فکر سوی وای.
د هېواد اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی، په ټول هېواد کې توده جګړه روانه ده امنيتي حالت ورځ تر بلې کړکېچن کيږي، اقتصاد مخ پر ځوړ دی، تر دې پورې چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله دومره خلک بې کوره سول چې تر شين اسمان لاندې ناست دي خپلو اولادونو ته د ماښام ډوډۍ نه لري.
خدای ج مه کړه که اوسنی حالت همداسې دوام ومومي او هېواد مو نور هم له ستونزو سره مخ سي نو ددې ځواب به ولسمشر غني او اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله ورکوي او تاريخ ته هم دا دوه کسان پړه دي.
اوس څه کول پکار دي او ولسمشر ته څه پکار دي؟؟
تر ټولو لومړی بايد ولسمشر او اجرايه رئيس د هېواد روانو حالاتو ته په کتو سره د کابينې پاتې غړي ژر تر ژره ولسي جرګې ته ور وپېژني.
دوهم په ولايتونو کې له واليانو څخه تر پيادو پورې چټک بدلون رامنځته کړي، په ډېرو ولايتونو کې داسې رئيسان شته چې پخواني جمهور رئيس د خپل لومړي حکومت پر وخت ټاکلي دي او تر اوسه پر هماغه څوکيو ناست دي او ناوړه ګټه ترې اخلي او خپل ميراث يې بولي.
درېيم جدي مکافات او مجازات دې رامنځته سي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې دې بشپړه پلټنه او چاڼ وکړي، تر ټولو ډېر فساد په قضايي ادارو کې دی، چې دغه سيستم مو ونه رغول سي نو اصلاحات راوستل او سيمه ييزه حکومتولي جوړول ناممکن دي.