دخپریدو نیټه : 2015-03-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دوه مجبورې څېرې
محمد جلال علی خيل
د پکتیا اوسیدونکي وايي، د ملي یووالي حکومت په دې نه دی توانیدلی چې ، په هېواد کې سالمه حکومتداري ، رامنځ ته کړي دوی اندښمن دي او وایی، هېوا د د بحراني حالت سره مخ دی ، ،که د حکومت چارې په همدې شان سره ضعيفې روانې وي لرې نه دی چې هېواد به یو ناسم لورې ته لاړ شي . د پکتیا د ولایتي شورا غړی ډاکټر الله میر بهرام زوی همدغه خبر کوي ((په هېواد کې نږدي څلور لسیزې جګړه تېره شوې ده ؛افغان وګړي د ژوند په ډېرو برخو کې د اقتصادي ،سیاسي او ټولنیزو ستونزو او کړاوونو سره مخ دی د ملي وحدت حکومت مشران په شپږو میاشتو کې د کابېنې په جوړولو بریالي نه شول زه فکر نه کوم چې دا وړۍ شړۍ کړي )) د نوموړي په وینا، دواړو مشرانو د کمپاین پرمهال له خلکو سره زیاتې ژمنې کړې وې خو عمل يې پرې ونکړو . قومي مشر ملک ګل باز وایی، افغان ولس د نوي ولسمشره په هېواد کې د سولې په تمه وو او فکر کېده چې جګړه به ختمه شي خو نه سوله راغله نه جګړه ختمه شوه او نه فساد ورک شو . د نوموړي په وینا، د خلکو د ژوند سطحه ورځ تر بلې ټيټېږي او ولسونه د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د سختو ستونزو سره مخ دي
د ده په خبره ، خلکو فکر کاوه چې داسې یو حکومت به رامنځته شي څو د دوی شته ستونزو ته د پای ټکې کېږدي او په هېواد کې به ولسواکي لا پسې پیاوړې شي خو له بده مرغه داسې ونه شول ((مفکر مفکر نه وو هسې يې موږ غلط کړو بس څه به ووایم زیات خفه یم)) مدني فعال احمد شاه احمدزی وايي، د حکومت شپږ میاشتې تېرې شوې دي، خو دوی شپږ کاره ونکړل ، نه کابېنه تکمیل شوه ، نه والیان مقرر شول نه امنیت ښه شو او نه ښه حکومتولي رامنځ ته شوه . د نوموړي په وینا، حکومت ټول سرپرست دی په دولتي ادارو کې هېڅ کار نه کېږي.د احمدزي په خبره ، ولسمشر غني ډېرې تېروتنې وکړې او دا غلطی به ډېر کلونه جبران نه شي .
د نوموړي په قول حکومت له اوله سهامي شرکت وو او داسې حکومتونو په ټوله نړۍ کې نتیجه نه دی ورکړې هغه وویل، د ملي یووالي حکومت دې نوره د خلکو حوصلې مه تنګوي او په خپلو کارونو کې د سرعت رامنځ ته کړي .