دخپریدو نیټه : 2015-03-20 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دبری راز په څه شي کې دی ؟
محمد شفیق حقپال
دبریالي ژوند مفهوم یواځې دانه دی چې انسان خوښ واوسي بلکې دبریالي ژوندمفهوم دمسلمان لپاره دادی چې په لومړي سر کې دخپل رب رضا لاسته راوړي ، له اخروی عذابه یې خلاصون موندلی وي ، او په دنیا کې هم سرلوړی ، خپلواک باپته با عزته ، دخپل دین په چاپیریال کې یې ژوند تیر کړی وي.
خو په دنیایی چارو کې هم کولای شو دیو شمیر کړنو په ترسره کولو سره په همغه کار کې دبري پوړیو ته ځان ورسوو
پوهان وایی چې هرتوفیق یا هغه څه چې تاسو توانیږي سرته یی رسوی نو دایجابوی چې تاسو مسؤلیت منونکی واوسی یعنی چې دانسان یو ستر راز دبری لپاره دمسؤلیت اخستنې توان دی مانا داچې تل باید دبری لپاره مسؤلیتونه په غاړه واخلو پرته له دې بری ممکن نه دی .
په ژوند کې بری ډیرې پوهې ، ډیرو پیسو ، لوړ ټولنیز مقام ، قدرت ... ته اړتیا نه لري بلکې بری دخپل ژوندون دلومړیتوبونو په توګه پیژندل دي ، بری یعنی دنن جوړول دښې سبا لپاره دی ، بری دنن سمبالول دښې او ګټورې سبالپاره دی. دغه راز بری دې ته اړتیا لري چې انسان په خپل بري باورمند وي، پریکنده اوقاطع تصمیم ولري دقوي ارادې او هوډ خاوند وي . ډیر داسې کسان شته چې ښه امکانات لري خو دارادې دسستی له کبله تصمیم نشي نیولای او ماته مني .
.خو داسې کسان هم شته چې ډیر لږ امکانات لري خو دقوي ارادې خاوندان دي او بري ته رسیږي.
دبري بل لامل هم استقامت او پر خپل کار مداومت دی هغه څوک چې تسلمیږي او دستونزو تحمل نشي کولای لږ بریالیتوب ته رسیدلای شي.
په ژوند کې دبري بل ستر لامل هم ځان پېژندنه ده اوله دې منظور دخپلو غوښتنو دخپل استعداد او توان پېژندنه ده . له ادیسن څخه پوښتنه وشوه چې ولي یو شمیر ځوانان بری ته نه رسیږی هغه په ځواب کې وویل چې هغوی خپله لاره نه ده پېژندلې او په بله لار روان شوی دی.
دبري کلي ګانې :
▪ متبسمه خوښ او تازه اوسی
▪ په سلام اچولو کې له هرچا که له تا کشران هم وي مخکې شي.
▪ په خپله وعده وفا دار اوسی .
▪ ژمن او مسؤله اوسی او په هرهغه څه چې تاسو وایی ، سره له دې چې تاسوته ستونزمن تمام شي عمل وکړی.
▪ تل ښې او پاکې جامې واغوندې که هرڅومره بې حوصلې هم وی .
▪ که چیرې په یوه موضوع کې ښه معلومات نه لری نو ښه داده چې کوم نظر ورنکړی په دې توګه به کوم تاوان ونه کړی خو که چیري په خبرو کې تیروتنه وکړی بیا مجبوره یی چې تاوان وګالی .
▪ انعطاف منونکی واوسی.
▪له خلکو سره متوازن او یوشان سلوک ولری په دې توګه به دباور وړ واوسی .
▪ دنورو حقونو ته درناوی وکړی او کله هم دنورو حق ته سترګې مه نیسی .
▪ډیره دعوای مه کوی .
▪ ریښتني او صادقه اوسی ، کله هم دروغ مه وایی ، ځان ښودنه یا ریا مه کوی ځکه یو وخت به حقیقت څرګند شي او تاسو به خپل اعتماد له لاسه ورکړی .
▪ کینه او بخل مه لری ښه عادت نوروته بښل دي .
▪ منصفه واوسی .
▪ دچا عیبونه مه لټوی ، داسې نه ده چې دځمکې په سر به ټول خلک بې عیبه وي.
▪ ښه وینا وکړی، له محتوی ډکه اوهم یواځې شعار مه ورکوی عمل ته هم وړاندې شی.
▪ نوروته درناوی وکړی او هغوی ګران کړی، له هرچا سره ښه وکړی او دځواب انتظار مه باسی چې نورهم تاسو سره ښه وکړي .
▪ له نورو لږ توقع ولری او دهغوی قدر وکړی.
▪ کله چې په خپله تیروتنه وپوهیدی نو بښنه وغواړی دا ستاسو لویوالی ښکاروي خو که چیری خپله تیروتنه په قصدی توګه توجیه کوی نو بیاهم دنورو باور ستاسو په وړاندي له مینځه ځي .
▪ ژر مه په غوصه کیږي ، کله مو چې فکر کاوه غوصه درځي نو یوه اوږده ساه وباسی او له یوه نه ترلسو وشمیری او بیا هم له لسونه تریوه پوری . لاحول والله قوت الاباالله ووایی او الله ته له شره دشیطانه پناه وغواړی دغوصی په وخت کې د غبرګون تصمیم بل وخت ته پریږدی .
▪ مهربانه واوسی تل له نورو سره په نرمښت چلند وکړی ، دخلکو زړونو کې ځان ځای کړی او بیا له هغوی نه مشروع ګټه پورته کړی.
▪ امانت ساتونکی واوسی .
▪ دځان لپاره ښه ملګری وټاکی چې ستاسو پوهه او دینداری ورسره زیاته شی..
● پوهان بري ته درسېدولپاه پینځه نور رازونه هم جوتوي چې هغه دادي :
لومړی : که دې نیتجې او پایلې ته رسیدلي یو چې دغه کار باید ترسره کړو نو بیا پرته له کومې بانې او ځنډ څخه باید همت وکړو او هغه کار ترسره کړو.
دوهم: هغه کار چې باید ترسره شي همدا اوس یې ترسره کړی ، بلې وخت ته یی مه پریږدی .
دریم : دامهمه نده هغه کار چي موږ یی باید ترسره کړو خوښیږي مو که مو نه خوښیږي له دې نه چې باید ترسره شي نو باید په عالی روحیې سره یې ترسره کړو .
څلورم: کله مو چې یو کارترسره کړو نو بیا کرار نه کښینو بل کار پیلوو.
پنځم : بیا لومړي اصل ته ځو یعنی کوم کارچې باید ترسره کړو نوباید چې ترسره یی کړو. دا هغه دبری لپاره پنځه رازونه دي چې په عملی کیدو سره یې وآزمویی چې بری مو لورته درځي او که نه ؟