گومان سپيناوي ته ضرورت لري نه غبرگون ته، ځکه خو کلام پاک د ((من جاءکم فاسق بنبأٍ)) کې د ((فتبينوا)) کليمه کارولې، نه دا چې تاسو سملاسي عبرگون وښياست، چې بيا وروسته پښېمانه نه شئ
دا هغه څه دي چې ښکاره کوي چې نجلۍ ډېره هوښياره ده او پوهيږي چې کړنه يې څومره خطرناکه ده او څه ډول پايله لرلای شي. زه ((گومان)) کوم چې دغې نجلۍ ته پروژه ورکړل شوې وه او ضمناً وعده ورسره شوې وه چې که چېرته چا د ضرر هڅه کوله، ژغورل کيږي به، خو د خلکو د احساساتو مخه هېچا نه شوای نيولای.
پوښتنه دا ده چې ښاغلی جاويد غوربندي له يوې لورې د دې تاريخي پېښې ټول زمکني حقايق راټولوي، مثبت ومنفي اړخونه يې بيانوي او د بيا د غلطفهميو تصحيح (سمونه) کوي او له بل لورې بيا خپله وايی چې ((زه گومان کوم دغه نجلۍ ته پروژه ورکړل شوې وه ...))، داسې برېښي چې نوموړی د خپلې ليکنې د زمکنيو حقايقو راټولو او د خپل گومان ترمينځ په توپير کې تېروتلی دی. پوښتنه دا ده چې دی له يوې لورې حقايق راټولوي، بيا يې مثبت ومنفي اړخونه څيړي او ورسره سم غواړي چې د غلطفهميو سمونه وکړي، خو له بل لورې بيا خپله په ((شک)) کې دی او داسې انگيري ((گومان)) کوي چې دغې نجلۍ ته پروژه ورکړل شوې وه، نو څنگه دی پوه شو چې هغې ته پروژه ورکړل شوې؟
ښه به دا وي چې نوموړي دومره زمکني حقايق راټول کړي، خو که د دې ترڅنگ که اوس ورسره خپل ((گومان)) په حقيقت بدل کړي او د خپلې ادعا د ((پروژې)) حقايق هم راټول کړي چې چا ورته پروژه ورکړې ده؟ که خپله ادعا ((تور)) يې ثابت کړ، نو خلک به يې هم ورسره ومني، که يې ثابته نه کړي، نو بيا خو د ((شک يا د گومان)) په صورت کې د جُرم د سزا څه حکم دی؟ کله چې ((حدود)) پرې پورته کيږي، نو د ((شک يا گومان)) په صورت کې خو د ((جزا)) حکم تر سپيناوي پورې تعلق نيسي، نه د احساساتو پورې. دی له يوې لورې ارتداد او د ارتداد پورې اړوند د کلام پاک احکام راوړي، خو له بل لورې بيا کلام پاک وايی چې ((که تاسو ته يو بدکاره څه خبر راوړ، نو تاسو يې پلټنه او وضاحت وکړئ، که تاسو يې په اړه څه غبرگون وښيي داسې نه چې بيا يې په کولو پښېمانه نه شئ)).
بيا د خپلې ليکنې د تحقق لپاره قاضي عياض رامخته کوي، خو قاضي عياض د پېغمبر او د راشده خلفاو لا څه ان چې د امام ابن حجر العسقلاني په مرتبه کې هم نه دی. نوموړي ته الله تعالی په فقه او په علم حديث کې پوره پوهه او درايت ورکړی وو، خو ولې بيا هم د عسقلاني ځای نه شي نيولی چې علماء ومحدثين پرې پوهيږي. غوربندي ته پرې هم معلومات وي.
بيا وايی چې :
[[يوه مجرم ته جزا ورکول د محکمې او قاضي کار دی. اصولاً بايد محکمه فيصله وکړي او د مجرم جُرم ثابت کړي. له هغې وروسته جزا ورکړل شي. په ځانگړي توگه د قتل په موضوع کې همدا لامل دی چې اسلام د حدودو په پلي کولو کې له خورا ډېر احتياطه کار اخېستی. په دې قضيه کې هم د اصولو تقاضا دا وه چې دغه نجلۍ بايد محکمې ته وړاندې شوی وی او د ټولو شبهو له ردولو وروسته جزا ورکړل شوی وی، خو کله چې حکومت سهلنگاري کوي او د دغسې خلکو لپاره د اهانت لاره اسانوي، بيا خلک پخپله محاکمه کوي او پخپله جزا ورکوي]].
ښه که دا وسره ومنل شي چې نوموړې روغ رمټ وه، دا او هغه ورسره ټول ومنل شي، نو د يو طالب حکم چې په جومات کې د يو تن چارواکي د وژلو په موخه بم الوځوي، هلته خو نور خلک هم وژل کيږي. دېته دې هم خيال وکړي چې ((اقيموا الصلوة))، ((واتوا الزکاة))، ((وارکعوا مع الراکعين)) ان تر اوداسه پورې چې تاسو د لمانځه قصد وکړ، نو ((فاغسلوا وجوهکم...)) احکام په ډېر صراحت ذکر دي، خو کلام پاک هېڅکله نه دي ويلي چې ((جومات جوړ کړئ))، بلکې په سُننو کې ورته اشاره شوې چې ((من بنی لله مسجداً...))، خو کلام پاک بيا په ډېر صراحت سره وايی چې ((ومن اظلم ممن منع مساجد الله ان يذکر فيها اسمه وسعی في خرابها ...)) پرته له شکه چې د بم په الوځولو کې که له يوې لورې د دښمن د وژلو هڅه کيږي، خو له بل لورې بيا د نورو بېگناه مسلمانانو او هم د الله تعالی د کور د سېځلو، او هلته د شتو قرآن شريفونو د سېځلو او هم د الله تعالی د کور د خرابولو او ورانولو هڅه کيږي. يو ناپوه ځوانکی طالب چې هلته په دې موخه ورځي چې د وژلو سره به جنت ته ځي، هلته خو هم يو څوک خپله پروژه يا هدف ورکوي. فرق يې دا دی چې دلته به پروژه د غيرمسلم له خوا د کلام پاک د سېځلو يا د توهين ورکول کيږي او ژمنه به ورسره کيږي چې څوک به درسره څه نه شي ويلي دا او هغه، خو هلته هغه بل اړخ هم منحيث يو مسلمان ومجاهد وطالب بيا څه وعده ورکوي؟ ولې هغه بل تن بيا ځانته جنت نه غوره کوي؟ سره له دې چې د الله تعالی وعده په صراحت ذکر شوې چې ((ومن يقتل مؤمناً متعمداً فجزآءه جهنم خالداً فيها (۱)، وغضب الله عليه (۲)، ولعنه (۳)، واعدّ له عذاباً عظيماً (۴)، نو څنگه يو څوک چا ته د اسلامي وجهادي وطالبي دعوې باوجود د الله تعالی د سختو مواعيدو سره سره بيا هم ورته د ((جنت)) وعده ورکوي؟
زه دلته خو به يو تن اروپا ته ولاړ شي او تر يو موقت وخت پورې د ښه ژوند خاوند شي، خو که هلته خبره خرابه شي، نو بيا به يې څوک د الله تعالی د دغو څلورو مواعيدو نه راخلاص کړي؟ ملا عمر او که جاويد غوربندي؟ که د کلام پاک توهين يوه پروژه وي، نو بيا خو هغه بل اړخ هم طالب و داعش هم سيمه ييزې او نړېوالې پروژوې دي چې که يو اړخ دغسې توهين کوي، نو بيا خو بل اړخ د جوماتونو خيال نه ساتي. که يو په مقدساتو او شعايرالله کې رااخلو، نو بل هم په شعايرو او مقدساتو کې حسابيږي. هلته خو بيا په چاودنه کې همدا کلام پاک، بلکې کلام پاکونه هم ورسره سېځل کيږي، خلک هم ورسره وژل کيږي او د الله تعالی کور هم ورسره نړول کيږي؟ نو يوه گناه ډېره ده او که درې؟ او لا په خلکو کې زياتي وېره خپريږي چې بيا جومات ته رانه شي.
له غيرمسلمو سازمانونو نه خو د مقدساتو د حرمت تمه نه کيږي، خو ولې له اسلامي سازمانونو او حرکتونو نه خو د اسلامي دعوې باوجود د مقدساتو د حرمت تمه کيږي. خو که يو اسلامي سازمان وحرکت يا اسلامي هېواد د خپلو سياسي او ستراتيژيکو موخو لپاره د اسلام نه نامه ناوړه گټه پورته کوي او خلک په تېره ځوانه طبقه د جنت او د حورو په پلمه تېر باسي، نو بيا به گناه د کوم يو زياته وي؟ د اسلامي او که د غيراسلامي سازمانونو؟
اوس خو د يو اسلامي هېواد مخکېني ولسمشر په غربي رسنيو کې په ډاگه کړه چې ((موږ د حامد کرزي د افغانستان د حکومت د کمزوري کولو لپاره طالبان راپيدا کړل او خپله نيباتي جگړه مو مخې ته وړله)) او طالب بيا هم ورته اسلامي نوم ورکوي، او ځانمرگي روزي او په جومات او گڼه گوڼه کې پرې چاودنه کوي. که دلته دا ښځه روغه وي او يا ښکاره روغه ښکاري، گاونډيان هم وايی چې روغه وه او خلکو په موټر کې وړله او راوړله هم، خو مقابل لوری هم همداسې لاس په لاس يو بل ته حواله کيږي او له يو ځای نه بل ځای ته انتقاليږي. هلته خو هغه هم روغ ښکاري، بلکې دا يې هيله هم وي چې ځان ووژني او نور هم ووژني.
درست ده چې په عرف يا په ټولنه کې دا منل شوې ده چې لېونی دې شکېدلې جامې ولري او ظاهري بڼه دې يې د نورو په پرتله توپير ولري، خو دا بيا د کورنۍ او د ټولنې يا د حکومت وادارې کمزورتيا ده چې ولې له يو لېوني يا غيرنارمل انسان سره دغسې سلوک کيږي. دلته په غرب کې معيوب (معذوره) او ليونې يا (mental health) والا هم شته، خو دلته يو غيراسلامي ټولنه او حکومت يا محلي اداره له هغوی سره څه کوي. دلته خو پالنه او مشخصې خونې او روغتونونه او مشخص روغتياپال لري، ايا موږ يې له کورنۍ او گاونډ نه راواخله تر ټولنې او حکومت يا محلي ادارې پورې د هغوی څه غم خوړلی؟
ان تر دې چې په ځينو مواردو کې خو زموږ کډوالو خپل ځانونه په دغسې mental health کې وهلي، ښه بېغمه ټول حقوق هم اخلي او خپل يو نيم تور يا غيرقانوني کارونه هم کوي. ايا زموږ اسلامي ارزښتونه موږ ته له سپيناوي پرته د احساساتو په صورت کې د سخت غبرگون ښوولو اجازه راکوي؟ که د سپيناوي؟ ځه دا هر څه او دا ټول دې نيمگړي او په فساد کې ښکېل شي، خو منحيث يو مسلمان له دغسې يو تن نارينه يا ښځينه سره څنگه سلوک وشي؟
بالفرض که د مجرم له خوا د جُرم اراده حساب کړو، نو بيا خو بل متقابل لوری هم د جُرم اراده لري، ځکه چې هغه خو هلته هم پخپله خوښه او غوښتنه او هم د بل په وسيله د پېښې ځای ته وړل کيږي چې ځينې وخت خو خپله تڼۍ کښېکاږي او په ځينو مواردو کې خو هغوی او يا موټروان هم خبر نه وي چې په موټر کې يې څه کېښوول شوي وي او د ريموټ کنټرول له بل چا سره وي او چاودنه کوي. د يو تن بهرني يا دولتي چارواکي لپاره په لسگونه بېگناه خلک نارينه وښځينه او ماشومان ورسره سم ووژل شي، نو دلته اوس د مُجرم عمل او د جُرم اراده يې دواړه حساب کړو او که يو يې حساب کړو او بل يې نه؟ ښاغلی غوربندی دې پرې فکر وکړي.
دلته په دنيا کې خو څلور شيان کارول کيږي او ترې د خپل خلاصون لپاره گټه اخېستای چې هغه عبارت دی له لحاظ، زور، سپارښتنه او رشوت، خو په آخرت کې دا يو هم په گټه نه راځي.
درست ده چې زموږ ځينې رسنۍ به نيمگړې وي، حکومت واداره او عدلي محاکم به هم کمزوري او په فساد کې اخته وي، خو ښه به دا وي چې له خپل ((گومان)) کارونې څخه ډډه وشي چې زه داسې ((گومان)) کوم چې پروژه به ورته ورکړل شوي وي، ځکه چې دلته د ليکنې ليکوال چې هم زمکني حقايق راټولوي او خلکو ته يې وړاندې کوي او له بل لورې دې غبرگون ته جواز وربښي او له خلکو د احساساتو نه ننگه کوي، خو له بل لورې بيرته پخپله ليکنه کې بيا وايي چې زه داسې ((گومان)) کوم چې دې ته به پروژه ورکړل شوي وي، نو نوموړی پخپله ((شک)) کې دی، نو پوښتنه دا ده چې دی څنگه او د کوم شرعي لاسوند پر بنياد خپل ((شک)) ته د ((حقيقت)) يا په بله مانا د ((پروژې)) په ورکړه تثبيتوي چې دلته نوموړی بايد خپل ((شک)) او ((حقيقت)) يا پروژه سره روښانه کړي او لا حقيقت ومومي. کنه نو له ليکنې څخه يې داسې برېښي چې نوموړي زمکني حقايق نه دي راټول کړي، ځکه چې د زمکنيو حقايقو لپاره خو ښاغلي غني يو هيئت او هم د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې نوموړې قضيه وڅيړي او پوره راپور يې جمهوري رياست ته وسپاري، نو بيا خو ښاغلی غوربندي د کوم صلاحيت ولاسوند له مخې خپل ((گومان)) ته سپيناوی ورکوي؟ داسې برېښي چې ((گومان)) و ((حقيقت)) نه شي تعريفولی. پرېږده چې د قضيه تعيين شوی هيئت (پلاوی) او د کورنيو چارو وزارت يې وڅيړي او حقايق به بيا له جمهوري رياست، محکمې او له رسنيو سره شريک کړي. له وخته مخکې ((گومان)) چې هغه هم لا په حقيقت ولاړ نه وي ښه کار نه دی.
په درنښت
نوټ : هېڅوک د کلام پاک پېښه او د مقدساتو سپکاوی نه تاييدوي، خو قانون او عدليه او اسلامي ارزښتونه موږ ته د څه سپارښتنه کوي چې دا بايد له هر اړخيز پلوه په عادلانه توگه وڅېړل شي چې هم د کلام پاک د توهين او هم د نوموړې بشري وشرعي يا اسلامي حقوق تر پښو لاندې نه وای شوی. زموږ ټولنه يوه سُنتي ټولنه ده، د حقايقو سپيناوی وخت غواړي. داسې نه چې د توطيې ښکار شوې نه وي.