څلرمه برخه
د لونګ ښوونځۍ
دا هغه کال ؤ چی د ثور د میاشتی پراوومه نیټه یی دافغانستان په حکومت کی یو خورا لوی او اساسی بدلون راغلی و. د پیړیو پیړیو د یوی ټنبلی کورنۍ واکدارۍ ته د پای ټکۍ ایښول سوی و. ور سره سم وحکومت ته د سرکار د نوم پر ځای د خلقی حکومت نوم ورکړل سوی و. خو بیا هم په حکومت کی وظیفه لرونکو او کار کونکو سړو ته د سرکاری سړو خطاب کیدی.
دیوی او یوی ورځی تر پایه د هیواد په لیری پرتو سیمو کی هم خلګ خبر سول چی پاچا ګښتی راغلی ده. د زیاتو خلګوپه زړونو کی د پخوانیو حکومتونو څخه د نفرت او بیری په ځای د خلقی حکومت سره د نژدېوالی مینه را پیدا سوی وه.
یودم دښو ونځۍ سره دخلګو مینه را پیداسول باور مند سول چی پاچا نه خدای دی اونه دخدای سیورۍ ،هرڅه چی دی دغه خلګ دی د هیواد په هرګوټ کی د ښوونځيو جوړولو له پاره وطن دوستوخلګو حکومت ته وړیا مځکی ورکړې، ترڅنګ یی هرځای د لیک او لوست د زده کړی وړیا کورسونه پرانیستل سول.
خلګو دلیک لوست د ذکړو کورسونوته مخه کړل د هغو خلګو له جملی څخه یو تن اکبر هم و، چی د خپل اخښی ملا نیک محمد په تشویق یی د لیک او لوست د زده کولو په کورس کی ځان شامل کړی و. او هم یی خپل یوازنی زوی لونګ وښوونځۍ ته ورکړ.
په عامو اوغریبو ولسونو کی وحکومت ته د ورنژدی کیدو روحیه را وخوټیدله، خو د هیواد دننه یی د مفتخورو او پردو پرستو او له هیواده بهرد افغان دښمنو قهر یی هم را وپارا وه. لونګ نژدی اته کاله عمر لاره.
لونګ ته به خپل مور او پلار په ګډه دا خبره کوله:
- لونګ زویه، ښوونځۍ به ووايې، د خیر سره به لوی سرکاری سړی در څخه جوړسی او که نورهیڅ نه وي، نو معلم خو به سې. بیا به نو د خیره سره پیسی لرې، عزت به لرې، واده به درته وکړو. زموږ هیله خو همدا ته يې، مور او پلار دی ستا بلا واخلي.
لونګ د خپل مور او پلار په دی مهربانه او له محبته ډک نصیحته زیات خوشحالی دئ. ماما يی هم دغه یو خوره يی لونګ درلود. پر ماما باندی خوره يی زیات ګران وي. د اکبر کور ته نژدی یوه کلیوالی ښوونځۍ وه چی یو ښوونکی یی درلود، ملا نیک محمد د لونګ ماما د مسجد د ملایی په څنګ کی ددغی ښوونځۍ ښوونکی هم و.
د لونګ پلار اکبر د خپل اخښی ملا نیک محمد په مرسته چی په ملا نیکو سره مشهور و، سږکال نوی په ښوونځۍ کی چپراسی مقرر سو. په وطن کی د نوی حکومت په منځ ته را تلو سره په خلګو کی د ښوونځۍ سره د نفرت په ځای مینه زیاته سوه. ډیرو خلګو چی پخوا خپل اولادونه ښوونځیو ته نه ورکول او یا به یی په رشوتونو ورکولو له ښوونځیو ایستل، اوس یی په ډیره مینه خپل اولادونه ښوونځیو ته شامل کړل.
دا دی لونګ په خیر وښوونځۍ ته روان سو. کلیوالی ښوونځۍ د دوی له کور څخه لږ لیری په یوه زاړه سرای کی چی دوی خونی یی لرلې، پرانیستل سوی و.
ملا نیکو یو قراردادی ښوونکی و. هغه چی پر معلمی سربیره وښوونځۍ ته نژدی مسجد کی امامت هم کاوه، کلیوال دی ته را بلل چی خپل اولادونه په ښوونځۍ کی شامل کړي؛ ځکه هغه په ښوونځۍ کی شاګردانو ته سپاره، پښتو کتاب، حساب او خط په هغه خپل ډول چی زده يی و، ورښودل.
کله چی ښوونځۍ پیل سو، د لونګ پلار اکبر ته تنخوا چالان سوه. د هری میاشتی په وروستیو کی یې۵۵۰ افغانۍ پخه تنخوا وه چی ۵ افغنۍ تحویلدار صاحب ګرځولی ۵۴۵ا فغانۍ یی کورته را وړی. او ترهر څه مهم داوه چی په دغو شپو کی نوی حکومت د حکومتی سړو، مامورینو، معلمینو، پوځی خلګو، کارګرو او اجیرو ټولوته د یو شان کور لرونکواته سیره کوپون او واده نه لرونکوته څلور سیره کوپون ورکولو امر وکړۍ. د دی امرسره سم اکبرهم د اته سیره کوپون خاوند سو.
اکبرپه خپل تیر ژوند کی هیڅ وخت پر یو ځای د غلمینو اوړو اته سیره کورته نه و را وړي. اوس د هری میاشتی په وروستیوکی اوړه، بوره، چای او غوړی کور ته را وړي. په کورکی یی اوړه، بوره اوغوړی پیدا سول، حلق یی لوند سو. کورنی ژوند يی لږ ښه سو.دی هم اوس یو سرکاری سړی و.
دا لومړی کال یی په خیراو خوشحالۍ سره تیر کړ.
لونګ د ښوونځۍ لومړی کال په خوښی پای ته ورسوې، په ښه نمره بریالی سو. هغه خپله دری میاشتنۍ رخصتی د مور او پلاره سره په کارونو کی مرسته کوله او په څنګ کی یی د خپل ماما څخه د پښتو کتاب، حساب او خط لیکل زده کول او قران مجید یی لوستۍ. نیکو ډیر ژر په لونګ د دوهم ټولګی پښتو کتاب او حساب ولوستل. لونګ اوس د دوهم ټولګۍ پیلیدو ته ښه تیاری لرله.
رخصتی مخ په پای ته رسیدلو وه، په څو ورځوکی چی بیا ښوونځۍ شروع کیده. اکبرهم خوشحاله و. یوه ورځ معلم نیکو د لونګ پلار ته وویل:
- اکبره! د ښوونځۍ تر پرانستلو یوه هفته مخکی به د خیره سره ښوونځۍ ته ورسې، د ښوونځۍ د سرای پرغولی (انګړ )چی سره زوزان، چغک او زومی را شنه سوی دي، هغه به وکاږي، سرای به پاک کي، د خونو دیوالونه به خړوبی کې، او د سرای غولی ښه خیشت او اوپاشی کړې.
ملا نیکو زیاته کړه:
- سرمعلم صاحب را ته وویل، چی په دی ورځو کی مفتیش صاحب له ښاره راځي، انشا الله موږ دواړه درځو، د ښوونځۍ سرای او خونی دنژدی ګورو.
لونګ چی هوښیار هلک و، د خپل پلار، مور او ماما هره خبره یی تل په غور اوريده، نو يی د ماما تر خبرو وروسته خپل پلار ته وویل:
- بابا جانه، دا د ښوونځۍ جارو کول خونو تر هغو پرديومزدوریو لکه د غنمو لو کولو، د ویالو تر اشرونو، د دیوالونو تر وهلو، د خښتو تر مښلو، انګور کښیو، یوی کولو، غوبل کولو، ګوروانی او چوپانۍ ټولوڅخه ډیره اسانه نه دي؟ اکبر وخندل او ویی ویل:
- هو، زویه! دونه فرق لری لکه مځکه او اسمان.
- لونګ ته چی د خبرو نوره موقع په لاس ورغلی وه، خپلو خبرو ته یی ادامه ورکړه:
- پلار جانه! زما هغه ورځی چی تا به په سرو او ټکنده غرمو کی د کوراوکلی لیری فصلونو کی لوونه کول، ما او مور به د غرمی ډوډۍ (سوړسک) او د خیروګی ماما د کور شلومبی په کونجۍ کی در وړلې، نه هیریږي.
د لونګ مور د خپل زوی خبره ونیوله او میړه ته یی وویل:
- لونګ جان زوی می شکر دی هوښیار هلک دی، هر څه یی په یاد دي. رښتیا په هغه سره اهاړ کی چی لمر به پر سر یو نیزه را کښته ولاړ و، په هغه ګرمی کی به ما او لونګ لڅی پښی د کلی لیری فصلونو ته وتا ته اوبه او خواړه نه دروړل؟ زما خو پښی څه پخی او سختی وې، مګر د لونګ جان د پښو نازکی ګوتی تڼاکی او د سرو زوزانو به ډکی سوې. زما هم ستا په دوړو، ګرزونو او خاورو لړلی سپیره مخ، وچ حلق، تڼاکی او د سرو زوزانو ډک لاسونه او پښې، په لاره (لور) پری کړی ګوتی چی اکثر وخت به دی لاسونه په سرو وینو لړلی وو، څیری کالی د ناړیو او لشو څخه ډکه ږیره له یاده نه دی وتلي. هغو کارونو ته ناروغ کړې.
- اکبر وویل:
- هو، زموږ ژوند خو په هوکه او یا سوکه تیرېدئ، ملا نیکو ته دی خدای خیر ورکړی چی سرکاری خواری یی را پیدا کړه او زه یی سرکاری نوکر کړم.د لونګ مور بیا خبره واخیستله:
ـ زما زوی به د خیره سره ښوونځۍ خلاص کړي؛ خط خوشکر اوس لا ویلای سي، دی به هم سرکاری سړی سي، ښه پیسی به وګټي، زما او ستا ټول ارمانونه به را پوره کي.
لونګ چی په خپل زاړه لنډی تلتک کی پیچلۍ پروت و، د مور د خبرو په پای کی په ټوکه وویل:
- پلارجانه! د مورجانی ارمان خو را معلوم دئ؛ مور می هر وخت وایې، زوی به خپله مور د خیره سره حج ته بیایې، مور می نور څه نه غواړي.
د دی خبری سره لونک پریووت او بیده سو.کله چی دوهم کال ښوونځۍ پیل سوه، اکبر څلور میاشتی تنخوا وا خیستله، کوچنی اختر هم را نژدی سوی و. اکبرځان او لونګ ته د نویو کالو له پاره له بازارڅخه د ګلبهارد فابریکی ټوکراو خپلی ښځی ته یی څه د شولی او څه د چیټ ټوکر راوړۍ. د لونګ مور په ډیرهوس د خونی مخ ته نغاړکی هواره کړه، ستن، تار، انګشتانه او نوی ټوکران یی را وا خیستل، د اختر له پاره یی په ډیره خوشحالی کالی ګنډل پیل کړل.
اکبر دخپلی ښځی سره ناست او دزړه خواړه کوی :
ښځي! خدای مو ناره وا وریدله، دغه خواری (چپراسيتوب) را ته پیدا سول، نیکو دی خدای په دواړو جهانو کی سر لوړی لری که نه سږکال نو زه د بل د خواریو نه وم...نفس می بند بند کیږی. او ترټولو ښه یی لا داچی ته هم د وږو د ټولیدو او د پردو د کورونو له کارو بیغمه سوې، خدای یوه ګوله ډوډۍ دا دی په عزت را رسوي.
ښځه یی ورته وویل:
- سړیه، هو، شکردی، خوته می زړه مه را اچوه چی ناروغه یم، ډیرکارونه په مخکی لرو. دا زوی موسبا او بیګاه د خیره سره ځوان دی واده غواړي. پردۍ ښځی کورته را وستل، خو مفتی نه دي.
اکبر وویل:
- ښځي! ته فکر مه کوه، هغه دی نوی حکومت د دغه ناوړه دود (لوړ ولور) یا د ښځو خرڅول یو نا روا عمل وګانه او اعلان یی کړل چی پر ښځه باندی تر شرعی ټاکل سوی مهر(ولور) زیاتی پیسی اخستل جایز نه دي. خدای مهربان دی، نه دی دی اوریدلي:
- چی شپه تر میان، خدای مهربان!
د لونګ مور وویل:
- هر وخت چی می د لونګ ناوی کورته را وستله، هلته به د خیره سره ارامه سم. هو، رښتیا سړیه! تا خو قول کړی و، چی دغه میاشت تنخا (تنخوا) واخلم د خیره سره د څپلوغم به هم وخورم.
اکبر وویل:
هو، دا کار انشاالله کوم.
دری سره - میړ، ښځه او زوی لونګ یی سخت خوشحاله وو. دوی د اختر را تلو ته ورځی او شپی شمیري. د دوی په ژوند کی به دا لومړی اختر وي، چی ټول نوی کا لی او څپلۍ و لري.اکبر وویل :
ښځي څه شی به دپخیدو دپاره راوړم داخترپه شپه به یی پاخه کړو او داخترپه سهار به زموږ دکوره هم ماجت ته دخیره سره کاسه ور ووزی،څونه خوند به وکی ،ځکه هراختربه زه ماجت ته خالی لاس ورتلم .
*** *** ***
ملانیک محمد چی دهری میاشتی په ورستیو کی به د ولسوالۍ مرکز ته تلی او دهغه ځایه به یی خپل او اکبر میاشتنۍ تنخاګانی راوړی دا ځل کورته خالی لاس راغی . ملا نیک محمد چی دشپی کورته راورسیدی ډیرخوا بدی و. هغه اکبر او خپلی خور ته کیسه کول:
- ډیر بد خبر می را وړۍ دی.
- اکبر او خور یی وویل :خدای دی خپل فضل وکړي.
دوی ورته غوږ سول وایه خدای دی خیر کړي، څه پیښه ده؟ ملا نیکو په ډیرخفګان، ویری او وهم سره چی ناړی یی په حلق کی وچی وچی کیدی وویل:
- هیڅ می باورنه راځي، اوس هم لکه خوب چی وینم، ولسوالۍ ته تللۍ وم، ښوونځۍ ته ورغلم، ما ویل که تحویلدار صاحب زما او ستا تنخاوی را وړی وي، آختر را روان دی ځینی را وا به یی خلم او را به یی وړم. لاکین هلته په بازار کی لا چوپه چوپتیاوه، د ولسوالۍ په ښوونځۍ کی یوازی د جانک زوی مست ،مست ګرځیدی..
اکبر د ملا نیکو خبره ونیوله:
- هغه لنډی معلم؟
ملا نیکو ور زیاته کړه:
- هو، هغه لنډی معلم، یوازی هغه خوشحاله و، داسی پورته او کښته سری سترګی ګرځیدئ. زه بیا د خدای نا خبره د پخوا په شان چی د هریوه معلم او مامورپه لیدو به خوشحالیدم، له خندا څخه په ډکه خوله می د ټولوسره روغبړ کاوه، مګرښوونکی را سره د تیرپه ډول نه وو، څو زه هم د تحویلدارصاحب په څنګ کی کښینستم.
د تحویلدار صاحب څخه می وپوښتل چی تنخاګانی دی را وړی دی که نه؟ تحویلدارصاحب په کراره پوهه کړم چی تنخاګانی نسته، ملا صاحب خبره خرابه ده، ته وده چی خدای لا څه کوي. بیا یی نورهم په کراره را ته وویل:
- وه یی واژه!!!
ما وویل: څوک؟... څوک یی وواژه؟؟؟
تحویلدار صاحب پرخوله لاس را ونیوئ او زیاته یی کړه:
- فکردی ونیسه!... بیا یی د جانک زوی ته اشاره وکړه، چی دی درپوه نه سي. که درباندی اشتباهی هم سي... هغه خو موږ او تاسی له پخوا څخه ښه پیژنو چي... زوی نه و؟ اوس خو داسی معلومیږی چی دوی مړ کړی وي.
- ما هم په کراره ورته وویل زاره دی را وچوله،څوک چاه مړکۍ؟
تحویدارصاحب بیا په کراره او کښته اواز را ته وویل:
- ملا نیکو، ګوره؛ زه تا پیژنم او ته ما پیژنې... نه زه حزبی یم او نه ته.
- ما ورته درسته کړه، هو، دا خو رښتیا ده. په دی خبرو نه پوهیږم، اوس خبره څه ده؟... ژر را ته وایه څه خبره ده؟
ده بیا را ته وویل:
ـ ملا نیکو! قسم په خدای که می پرخوله راځي، داسی خفه یم لکه سکه پلارچی می چا را وژلۍ وي.
بیا یی په سترګو کی اوښکی ورغړېدې. خبره یی وژول را وژول، خو اخر یی وویل:
- هغه سپین ږیرۍ نور، نور... یی وواژه!!!
- زه بیا هم سم پوه نه سوم. ما هغه ته تسلی ورکړه چی خیردئ، د الله امر دی!... اخر می ورته وویل،... څوک چا وواژه؟ هغه په ډیر تکلیف خبره پوره کړه او وی وویل:
- تره کی!!!
- د دی خبری په اوریدو سره زما هم د بدن ویښتان شخ ودریدل، او ومی ویل چا؟
تحویلدارصاحب د جانک زوی ته اشاره وکړه، او زیاته یی کړه، په ظاهره داسی معلومیږی لکه دوی چي!... دا چی د چا په ټونګ به دغه سپین ږیری وژل سوی وي، زه هم نه پوهیږم.
- زما ترسترګوهم بی اختیاره اوښکی را توی سوې، له شعبی را ووتم، مخ د بازارپرخوا راغلم. حکومتی مامورین، سرتیری او حتا ټول خلګ خفه وو. په بازار کی خندا ورکه وه، یوه له ډاره ډکه فضا وه. زه هم له ډیره غمه پړسیدلۍ لکه ډک ټوپک په څه نه پوهیدم، بس دغسی سیده کور ته را روان سوم.
د دی خبری په اوریدو ټول غمګین سول. د لونګ چی په خبره سرخلاص سو، دی هم زیات خفه سو.
د لونګ مورسرسرتور کي، ښیرا يی وکړه، و يی وویل:
- هرچا چی دغه سپین ږیری سړی وژلی وي، خدای دی هغه په خپل عذاب ګرفتار کړي!
ټولو وویل:
- امین ، یا رب العلمین
لږ وخت لا تیرنه ود هیواد پرشمالی پولو سری متجاوزی لښکری د میږیانو په شان زموږ پر خاوره را وبهیدلی او له هوا څخه را واوریدلې. زموږ په هیواد کی ټولی را غوړیدلی هیلی یی مړی کړې، د وطن حالات پر بل مخ وا وښتل. د افغانستان په خاوره کی د پردیو لیری او نژدی هیوادونو پټو او ښکاره لاسوهنو زور واخیست....
*** *** ****
اه! دا دی په کلیوکی چک چکه خپره سوه چی ښوونځۍ ته تلل کُفردی. د لونګ موراو پلار چی دا ګونګوسی وا وریدي، زړه نا زړه سول، چی لونګ ښوونځۍ ته واستوی که نه. بل دا چی اکبرنوی د تنخا خاوند سوی و؛ ملا نیک او د لونګ مور د واړو د ملا نیکو څخه وپوښتل:
- ملا نیکو، ته خوملا یې، په قران (م) کی ښه پسی وګوره، که رښتیا ښوونځۍ ته تلل او ښوونځۍ لوستل کُفر وي، چی لونګ ځینی را وباسو.
ملا نیکو ورته وویل:
خوری !ما خوسبق لږ ویلۍ دئ، تر اوسه می نه دی لوستی چی ښوونځۍ ته تلل او یا سبق ویل دی کُفر وي. هلته خو کم څه چی ما لیدلی دی او ماته می استاذ را ښولی دی ، وایی چی علم پر نر او ښځه - دواړو- فرض دی، بیا هم زه به دا ځل ښه قران شریف پر وګورم.
- په هر ډول چی وه بخت ورسره یاری و نه کړه. تراختر څو شپی مخکی چی دوی لا اختر ته هوسیدل. د ژوند اول اختر یی ؤ چی پلار ،مور او زوی درو سرو نوی کالی ورته لرل وایی نه غوستل.نوربیا