مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دپکتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد استعفا او لاملونه يې ؟


عاشق الله اخلاص يار / پکتيا 

دپکتيا اوسنی سرپرست والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد چې دشپږو کلونو راديخوا دپکتيا ولايت کې دوالي په توګه دنده ترسره کوي ولې رسنيو ويلی چې نوموړي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته دخپلې دندې دپريښودو استغفا ليک وړاندې کړی دی .
داخبره ښکاره ده چې نوموړي استعفا وړاندې کړې ، او پدې کې کوم شک هم نشته دی ، همدرد ويلي دي چې نور دی نه غواړي چې په دې خکومت کې دنده ترسره کړي ،
ده ويلي چې پدې اساس يې استعفا وړاندې کړې ده چې ددوی سره دډاکټر اشرف غني لخوا په ليکل شوې هوکړه عمل ندی شوی او هغه ژمنې يې ندې پوره کړې کومې چې دحزب اسلامي تنظيم له مشرانو سره ليکل شوي دي .
همدرد وايې که داشرف غني سره دحزب اسلامي افغانستان ملاتړ نه وای نو ناشونې وه چې دی دې دافغانستان ولسمشر ټاکل شوی وای ، ده داهم زياته کړې چې دډاکټر اشرف غني څخه ډيرو تنظيمونو پيسې اخيستې خو حزب اسلامي  داکار ندی کړی يواځې په شرايطو يې ورسره هوکړه کړې او ملا يې ورتړلې .
همدرد دحزب اسلامي تنظيم په استتازيتوب وويل امکان دې ولري چې حزب بايکاټ اعلان کړي داځکه چې داهيواد دپرمختيا په طرف نه بلکې دنزول پرلور روان دی ، او که دهمدې اسلامي تنظيمونو ملاتړ ورسره نه وي نو حکومت دسکوت په حال کې دی او ديو لوی بحران پرلور ور روان دی .
همداډول دحزب اسلامي مسولينو ويلي دي هغه ميکانيزمونه چې ډاکټر اشرف غني دخپل کمپاين پروخت ترې يادونه کړې وه اوس په دوربين کې هم نه ښکاري ، دوی ويلي دي چې مونږ خو يو سری خپلواک خکومت غوښت خو خبره برعکس شوه نه خکومت خپلواک شو او نه يو سری پاتې شو .
دوی زياتوي چې په لومړي قدم کې ددفاع وزير بسم الله خان هغه وړانديز چې ولسمشر حامد کرزي ته شوی وو اوپکې دسلو دپاسه افسرانو دتقاعد په اړه شوی وو دهمغه وخت ولسمشر حامد کرزي لاسليک نکړ ولې ډاکټر غني په ډيره بيړه لاسليک او دسلو دپاسه دپښتون ميشتو ولايتونو افسرانو دتقاعد فرمان يې صادر کړ .
دوی بله داخبره کړې چې په نړيوالو کنفرانسونو کې دافغانستان استازيتوب دوه ولسمشران کوي چې يو غني دی او بل عبدالله دی نو حزب اسلامي دانشي منلی چې يو هيواد دې دوه ولسمشران ولري .
دوی ويلي که حالت داډول دوام وکړي نو کيدای شي چې خپلو مدني حرکتونو ته داسې دوام ورکړي چې خپل پخوانی مشر راولي او له هيواده يو ريښتينی خپلواک هيواد جوړ کړي چې داسلامي هيوادونو مشري به هم کوي .
همداډول څو نورې خبرې هم شته دي چې دلته په هيواد کې دننه داسلام په ضد توطيې جوړيږي ولې حزب دانشې منلی او نه دااجازه چاته ورکوي چې داسلام خلاف عملونه ترسره کړي ، دوی زياته کړې چې دنورو دينونو اديانو ډير عزت شوی دی او اسلامي علماوو ته په ټيټه سترګه کتل شوي دي .
دوی نورې خبرې هم کوي خو وروسته پريکړه کوي چې دمطبوعاتو په مخ به مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړي او خپلې پريکړې به دميديا پرمخ رسما ابلاع کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery