مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وحید مژده او ډاکټر سپنتا؛ برابر نقدونه او متفاوت ادرسونه

 

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د امنیت شورا پخوانی مشر دا ارمان پاتې شو چې د ده په وخت کې له امریکا سره امنيتي تړون لاسلیک شوی وای. د امریکا او امریکايي چارواکو د خوشالولو له پاره يې ډیرې منډې وکړي، په تړون کې يې هم کوشش وکړ چې د امریکا په ګټه او د افغانستان په زیان مادې پکې ځای شي، تر څو په راتلونکې کې د امریکایانو د ترحم وړ وګرځي.

تیر  ۲۰۱۴ کال  کې چې کله د بهرنیو اډو پرضد د ملي يووالي جبهې له خوا د دولتې دوديزې لویې جرګې څخه په شمار څو ورځې وړاندي يوه لویه غونډه او جرګه چې تر ۳۰۰۰ زیاتو علماوو او روڼ اندو پکې ګډون کړي و جوړه شوه، هلته پکې له امریکا سره د امنيتي تړون د لاسلیک مخالفت وشو.

سپنتا د یادې جبهې پر غړي وحید مژده بېلابېل تورونه ولګول او د هغه د نیولو هڅې يې کولي، دا چې وحید مژده د هیواد او سېمې په کچه يوه پېژندل شوې څیره او د سولې اړوند خبرو کې ډیرې ژورې اړیکې لرلي، سپنتا له ټول واک او صلاحیت سره سره چې د امنیت شورا رئیس و،  ونه توانیدی چې مژده صاحب پلچرخې او يا باګرام زندان ته واستوي.

د امریکا دوستي او دښمني!

د هنري کسېنجر وينا ده وايي د امريکا دوستي تر دښمنۍ خطرناکه ده.کسېنجر د سياسي علومو پروفيسر او د امريکا د ملي امنيت پخوانی مشاور و،  له چين سره د امریکا اړيکې همده بېرته پېل کړې.  چیلي د دې خبرې ښه مثال دی. په چيلي کې جنرال پېنوچېټ پر قانوني ولسمشر کودتا وکړه؛ د دې له پاره چې دی امريکا پاله و، امريکا يې ملاتړ کاوه،  مګر په وروستيو وختونو کې، په ډېر بد حالت کې و، هسپانيې غوښتل د انګلستان په کوم روغتون کې يې ونيسي، په ډېر بد حالت کې مړ شو، مګر امريکا ورسره هیڅ ډول مرسته ونه کړه.

د ایران شاه يې هم ښه مثال دی،  په پاکستان کې جنرال مشرف يې د نږدې وختونو مثال دی، د بوش د خوشالولو له پاره يې هرڅه وکړل،  اوس په پاکستان کې نظر بند او په بېلابېلو جرمونو تورن شوی، په اسلام اباد کې د امریکا سفیر يې پوښتنه هم نه کوي، په داسې حال کې چې مشرف د امریکا د چوپړ له پاره  ډېره قرباني ورکړې او د ترورېزم په نامه جګړه ( دلویدیځ په اصطلاح) کې  يې اساسي رول ورته لوبولی او آن پاکستان يې تباه کړ.  خلاصه دا چې:

 د هغه ډېپلومات خبره ده چې زبرځواکونه ملګري نه غواړي، دوی غلامان غواړي.

يو مثال يې داهم کیدای شي، پروني د امریکا دښمنان حینف اتمر، جنرال نورالحق علومي، عبدالرشید دوستم او جنرال افضل لودین د امریکا تر ټولو نږدې ننني دوستان دي او پرونې د امریکا دوستان په اصطلاح ځينې (ټول نه) پخواني مجاهدین نن د امریکا غلامي کوي ولي اهمیت ورته نه ورکول کيږي.

په هرات کې  د سپنتا د کورنۍ غړی د پوهنې ریاست مشر و، کله چې ولسمشر غني هرات ته ولاړ، تر هر بل چا د پوهني د رئيس د ډیرو غلاوو راپورونه ورکول کېدل، هغه يې له منصب نه ليري او وعده يې وکړه چې عدليې تعقیب به یې کيږي.

سپنتا د خپلې کورنۍ د فساد پټولو او عدلي تعقیب د مخنيوي له پاره په ۸صبح ورځپاڼه کې د غني د حکومت پر تګلارو نيوکې پېل کړي او مخامخ يې غني تر پوښتنو لاندي راوستی.

د سپنتا ۸صبح مورچل

د ۸صبح پر مټ سپنتا وتوانیدي چې د خپلې کورنۍ د غړي د اختلاس او فساد دوسیه معطل کړي او هغه له عدلي تعقیب نه خلاص کړي.

تازه معلومات ښيي چې د ګډ حکومت د ولسمشر  ټیم چې تر ټولو مهم پکې حنیف اتمر دی هغوئ هم د سپنتا ټول کړه وړه په ځیر څاري، وخت ته ګورې چې مناسب وخت يې ځواب ورکړي.

تر اوسه لاهم سپنتا ښه دي چې ۸صبح او د لیکوالو او ژورنالسټانو وړوکي ډله په واک کې لري، کله چې د امریکا سفارت د ۸صبح مصارف پرې بند کړي بیا به همدا وس او توان هم ونه لري چې د خپلې کورنۍ فساد د رسنیو په زور پټ کړي.

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا خو له اوباما او جان کیري څخه هیله لرله چې د امنيتي تړون اړوند د ده د منډو ترړو په مقابل کې به د اشرف غني په حکومت کې هم مهم رول ولوبوي، خو د امریکا همدومره په کار و چې د امنيتي تړون مسوده يې د امریکا په ګټه او د افغانستان په تاوان ورته جوړه او ترتیب کړه.

سپنتا له هغې راهیسې چې له واکه و ځواکه لرې شوی، خپله د ۸صبح ورځپاڼه د یوه مورچل په توګه کاروي، هڅه کوي چې د غني و عبدالله حکومت له دې لارې تر فشار لاندې راولي.

نن وحید مژده او سپنتا د ګډ حکومت له پاره يو ډول حیثیت لري، وحید مژده هم پر حکومت نیوکې لري البته د هیواد ګټو ته په احترام سره او سپنتا هم په ګډ حکومت نيوکې لري؛ خو د خپلو شخصې ګټو په نظر کې نیولو سره. د دې دوو ښاغلیو نننۍ نیوکې یو ډول دي؛ خو د نیوکو ادرسونه یې بیا ډېر سره لرې او متفاوت دي.

اوس به د ګډ حکومت مطبوعاتي ډله په دواړه (وحید مژده او سپنتا) پسې مساوي تبلېغات کوي او دوی دواړه به د نورو هیوادونو په جاسوسۍ تورنوي.

د خرم پیاوړې رسنیزه ډله

کریم خرم چې د کرزي د ګورت بيډی دی او د امنيتي تړون په نه لاسلیک کې يې ډیر مهم رول لوبولي، د اشرف غني ارګ ته رسيدو کې يې هم رول درلود، اوسمهال هم د کرزي د ټیم سړی دی، ښه قوي مطبوعاتي ډله  او پياوړي لیکوال ملګري لری، ټلویزون، راډیو، ورځپاڼې او د رسنیو د څیړنې مرکز د ده تر لارښوونې لاندي  مطبوعاتي فعالیت لري. د امریکا او پاکستان اړوند د ګډ حکومت پر تګلاره شکمن دی او تري راضي نه بريښې ،  ده ته دي هم خیر وي، د ارګ مطبوعاتي ټیم به د ده د نظریاتو او رسنیز کمپاین په مقابل کې د خاموشۍ حوصله ونه لري، امکان لري چې د ارګ مطبوعاتي ډله به د کریم خرم په اړه هم  نوي څه ولیکې او د هغه د چوپه خوله کېدو له پاره به خپله مطبوعاتې جګړه تیزه کړي.

صالح؛ پرونی کمپاین او نننۍ نیوکې

امرالله صالح هم هغه څوک دي چې د ډاکټر عبدالله له پاره يې ډیر څه وکړل، ډاکټر عبدالله هم هڅه وکړه چې امرالله صالح ته په ګډ حکومت کې لوړه چوکۍ  ورکول شي، د ملي امنیت ریاست او يا هم د کورنیو چارو وزارت،  ولي د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امرالله صالح اړوند ښه نظر نه درلود او د عبدالله له خوا يې د صالح په کابېنه کې راوستل په بېلابېلو دلایلو رد کړل، داسي هم ویل کيږي چې د کورنیو چارو وزارت له پاره خو ولسمشر غني ورسره مرکه هم کړي وه.

امرالله صالح هم  د ولسمشر غني پر تګلارو يو له سر سختو منتقدینو څخه ګڼل کيږي، البته د اجرايوي رئیس اړوند پټه خوله دي، په بېلابېلو وختونو کې د ګډ حکومت مشر او د هغه ټېم ملامتوي او پر تګلارو يې د دلایلو په وړاندي کولو سره انتقاد کوي. که د کورنيو چارو وزیر شوی وای، ممکن بیا به يې د حکومت پر تګلاره د اوس په ډول نیوکې نه کولای.

د ارګ  مطبوعاتې ډله به مجبوره وي چې د امرالله صالح خوله هم په يو ډول بنده کړي، هغوئ به اوس یاد څلور تنه (وحید مژده، ډاکټر سپنتا، کریم خرم او امرالله صالح) د خپلو لیکنو هدف ګرځوي او په رسنیو کې به د ګډ حکومت د مشر د مطبوعاتې ډلې او یادو څلورو تنو تر منځ جګړه روانه وي.

«مژده» ته د بریا مژده!

وحید مژده به ځکه بریالي وي چې د امریکا دښمني يې کړي او کوي يې، البته د سوله ییزو لارو يې په افغانستان کې د امریکا شتون او د امریکا تګلاري نقد کړي او امریکا يې پړه ګڼلې چې په افغانستان کې يې تګلاره د افغان ولس او امریکايي ملت په زیان ده.

سپنتا به ځکه ناکام وي چې د امریکا  د دوستۍ له پاره يې هر ډول د امریکايي چارواکو د خوښې کار وکړ خو ګټه يې ورته ونه کړه.

مژده چې نن کومې نیوکې کوې، دا نیوکې يې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې هغه مهال توندې شوې چې کله د امنیتي تړون د لاسلیک مسئله راپورته شوه. ښاغلي مژده تر اوسه پر خپل دريځ او خپلې لارې پاییدلی؛ ځکه د مژده نیوکې د ارزښتونو له امله وې، نه د څوکیو لپاره؛ ځکه نو «مژده» ته افغان ولس د بریا مژده ورکوي!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery