دخپریدو نیټه : 2015-04-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د والي صاحب لور: افغانستان دې زما احسان ومني
عتیق
تر ۲۵ کلو به یې عمر ډیر نه وي، په پښتو او فارسي لیک لوست نشي کولای، د ریاست په پوست کې کار کوي، په سرینا هوټل کې اوسیږي، پلار یې والی دی، ډیر ګران برانډ کالي اغونځي، په قیمتي برانډ لاسي بکسونو او ساعتونو ویاړي، او په ډیر سپکوالي سره خپلو همځولو ته وایې چې افغانان او افغانستان دې وویاړي چې زه کار ورته کووم.
د همدې پیغلې د پلار معاون یو څه وخت مخکې ووژل شو. د هغه اولادونه په سپیره ځمکه پاتې شو، خوارکۍ کډه یې اړ شوه چې د پلار کورته لاړه شي. نه کور نه اور او نه له پاسه سوری لری.
بار بار د دې حالت په لیدو او اوریدو مې ویښتان ځیږه شي، د حقارت احساس وکړم، ځان او نور ځوانان راته پسونه وبریښي، ژړا راځي ولې له ډیرې غوسې نشم ژړلی او یو عجیب احساس کووم.
دا نه داستان دی، نه دروغ او نه کومه افسانه. دا یو داسې تریخ حقیقت دی چې نه دې پیغلې پورې محدود دی او نه یې مثالونه کم دي.
له لویدیځه ډیری راغلو سوداګرو په تیرو لسو کلونو کې په افغانانو بې سارې ملنډې ووهلي، په سپکه یې ورته وکتل، وحشي او نالوستي یې وګڼل او د خپلو ماده پرستو خواهشاتو په اور کې یې د بې وسه او خوارو افغاناو حق یې خپلو دوزخي خیټو ته واچاو.
ما به بیا هم خپله خوله تړلې وای که د همدې پیغلې د پلار په ولایت کې یو ځوان افغان چې یوازې یې غوښتل خپلو خلکو ته خدمت وکړي نه وای وژلس شوای او اولادونه یې بې سر پناه او لوږي نه واي پاتي شوي.
د خدای هم عجیبه عدالت دی، د غربه راغلي والي لور په سرینا ،پنځه ستورو لرونکي هوټل، کې اوسيږي او د همدي والي خدای بښلي افغان معاون کډه او اولادونه د اوسیدو ځای نه لري، دومره څه نه لري چې اولادونه پرې ښوونځي ته ولیږي، دومره څه نه لري چې اولادونو ته لباس پرې واخلي.
زه حیران دې ته یم چې که اسلام او انسانیت تللی هغه پښتو څه شوه، چې تل یې موږ د پسکو کیسې اورو.
زه نه د والي، نه دولایت او نه د پیغلي نوم اخلم ولې ته او خدای چې ته نه یې پرې خبر؟ څنګه امکان لري چې ته اینټرنیټ ته لاسرسی لري او پر دې حقیقتونو خبر نه اوسې.
زه د یو افغان ځوان په توګه پر خپل ځان تو لعنت وایم، تاسې ته لعنت نشم ویلي ولې دومره درته ویلی شم چې خدای دې د حق ویلو او نورو پر حقیقتونو خبرولو توان در کړي.
تر کومه به لاس تړلي او چوپه خوله ناست یوو؟