دخپریدو نیټه : 2015-05-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دپښتو ژبښودته یوه کتنه :
محمدسرور وکیلي
ژبښود ته په لاتیني (Grammer) په عربي ورته
« صرف » او په پاړسي کي ورته « دستورزبان» وایي.
دغه ژبښود د ژبپوهني (Linguistik) یوه پوهنیزه څانګه ده، چي ګړي او دهغو اړوند تور ي، نومان،ستایني ،نومځي،کړنځي، ټوټکي «ادوات» (Particel)،تړونکي «قیدونه» (Advervs)،اړتوري «حروف ربط»(Conjuctions)اودغسي نوري ګړي بیان وي.
د پښتوژبښودلکه دنورو ژبو د«ګرامر» غوندي دګړو ډولونه ستاینه او ځانګړتیاوي ئې ښه يې . او دهغو څرنګواله په وییپوهني «نحوي » (Syntax) کي سمه وي .
په ژبښود یاني ګرامر(Grammer) کي ټوله لس ګړي دي، چي هغه تشریح کوي . لکه :
لومړی :- نوم؛-- اسم؛ -- (Noun)
دوېم : - نومځی؛ -- ضمیر؛ -- (Pronoun)
درېم : - ستاینه؛ -- صفت؛ -- (Adjectiv)
څلرم : - کړنځی؛ -- مصدر؛ -- (Infinitive) پنځم : - کړنه؛ -- فعل؛ -- (Verb)
شپږم : - تړونکی؛ -- قید؛ -- (Adverb)
اووم : - ټوټکي؛--ادوات،حروف جر؛--(Preposition)
اتم : -اړتوري؛--حروف ربط یاعطف؛--(Cojunction) نهم : - شمېر؛ -- اسم عدد؛ -- (Numeral)
لسم : - ږغتوري؛ -- اصوات؛ -- (Sounds)
داپورته هغه لس نومه یا ګړي دي، چي ګرامر یاژبښود د دغو تشرېح کوي .دلته داټوله نه تشرېح کیږي ځکه دا یو لوی کتاب دی؛ دلته په ځانګړې توګه هغه توکي څېړل کیږي،چي په معیار کي ئې ستونزه لیدل کیږي . لکه دساري په توګه «ټوټکي » چي ځیني په لیکنګ کي ستونزه ورسره لري . یا ځیني توري دي، چي په لهجو یاني ګړدودو کي په کار ځي او ډېری کسان ئې په هغه لهجه یي بڼه سره په لیکنګ کي پکار وړي، چي د دغه کار مخ نیوی سوی وي دلته د معیارله مخه کتنه پر کوو . د ساري په توګه د [ په او پر ] ټوټکي یاني ادوات (Preposions) ګورو . دغه دوه ټوټکي ظرف مکان دي، چي « په » یوشی په دننه کي ښه یي او « پر » یوشی سربېرن ښه یي . لکه : کتاب «په» المارۍ کي پورت دی . یا وایو : کتاب «پر» المارۍ پروت دی . « په » ئې دننه په المارۍ کي ښه یي او «پر» ئې سربېره پر المارۍ ښه یي .
د « په » او « پر » ټوټکي ظرف زماني حالت،چي له وخت سره راځي . لکه : کله راځې؟ زه « پر» کال راځم . ته «په» کال کي څو واره ننګرهار ته ځې؟ زه په کال کي درې واره ننګرهار ته ځم . ویل کيږي، چي پر ۲۱ تمه د لندۍ دمیاشي کلنۍ آزمویني پایلیږي .
د«په» او «پر» ټوټکي حالت او څرنګواله ښه يي . لکه : دی ئې « په » څه شي وواهه؟ دی ئې په لرګي وواهه . دی ئې «پر» څه شي وواهه؟ دی ئې «پر» لرګي وواهه . لومړې پوښتنه داسي ده، چي پوښتل کیږي،چي دی په کومي آلې وهل سوی دی . ایا په لښتي، په تسمې،په ډبري، په لرګي اویا په بل شي سره وهل سوی دی . – دوېمه پوښتنه داسي ده،چي دی پر څه موضوع وهل سوی دی . یاني موضوع دلرګي وه یادبل شي وه،چي دی پر وهل سوی دی . دی پرتا غښتلی دی . د ده پر کور چاپه و وهل سوه . په زور ئې غوړې . متل دی : چي وې کې په چا وبه سي په تا .
« په » او «پر »دشمېر لپاره : په دوه پلا راتګ دي نه خلاسېږې . ده څو ګټه وکړه؟ ده یو په دوه ګټه وکړه . تا ګټه وکړه؟ یا: ما تاوان وکی . څوني؟ یو پر درې (۱/۳) مې تاوان وکی . پر دوو چي درې ور ډېر کې پنڅه کیږي . شپږ چي پر درو ووېشې دوه ور رسي . په څو ساعته ته سړی له کابله غزني رسي؟ سړی له کابله و غزني ته په یونیم ساعت کي رسي . پر څو بجو کور ته راغلې؟
د « په » او « پر » غبرګ ټوټکي : د « په» سره
« کي » یا «کښې» راځي . لکه : په ژمي په کابل کي واوره اوري . په هېواد کي مو ناآرامي ده . ستا پکښې څومري ګټه وه؟ تابه هم پکښې وشمېرم . د« پر » سره « باندي » راځي . لکه : د دوی شخړه پر روپو باندي وه . د ده پر ضد باندي مي دغه کار وکی . او دغسي نور .
څرنګه چي ګورو ژبښود و ټوټکو ته دپښوئې له مخه په جمله کي ځایونه ټاکي . که له دغه کانون څخه سرغړاوی وسي اصل مفهوم له منځه ځي .
۱:- د استاد معصوم «هوتک» پرمعیاري ژبه دمعیار په ژبه څېړنه کتاب کي ۷۷ یم مخ وګورۍ
۲:- د ډاکټر عبدالرزاق «پالوال » معیاري پښتو کتاب کي ۲۳۷ او ۲۲۰م مخونه وګورۍ .
د بې بې ثي د ژورنالیزم پونځی د( اضافت او الحاق توري ) تر سریزه لاندي د «په » او « پر » د معیار له مخه کره او ناکره ښوولي، چي ژونالستان د غه دوه ټوټکي یاني «سربلونه » هم دغسي ولیکي لکه څرنګه چي ورښوول سوي دي . هلته لیکل سوي،چي :
(۱:- زلمی ئې په څوکۍ وواهه . ناکره ده . ) او (۲:- زلمی ئې پر څوکۍ وواهه . کره ده . )
د دغو دواړو جملو منځپانګي جلا دي . هر جمله ځان له کره یاني سمه ده . په لومړۍ جمله کي مطلب داسي دی : که پوښتنه وسي،چي زلمی ئې په څه شي وواهه؟ نو ځواب به داوي :
چي زلمی ئې په څوکۍ وواهه . دلته د وهلو آله څوکۍ ده یاني دوهلو دآلې پوښتنه کيږي . که چیري پوښتنه کيږي، چي زلمی ئې پرڅه وواهه؟ نو ځواب به داوي،چي زلمی ئې پر څوکۍ وواهه . یاني موضوع د څوکۍ وه،چي دی پر وهل سوی دی . څرنګه چي کتل کيږي د ژورنالستانو ناکره لیکنه دژرنالیزم د پوهنځي څخه سرچینه اخلي . دوی باید هغه پورته دوه کتابونه هم وګوري،چي له معیار څخه خبر سي .
دوه ټوټکي (ادوات) «Prepositions » لکه : «د» او « له » چي ځیني مهال له دغونه هم سم کار نه اخستل کیږي . دواړه بلونه اضافي حالت ښه یي .
« د» څښتنتوب یاني ملکیت ښه یي او
« له » خوا پلو اولور ښه یي .
د پلار کتاب . « د » اضافه، پلار مضاف الیه او کتاب مضاف دی . په پاړسي کي : [ کتاب پدر ] وایي . دلته « زیر » اضافه جوړه وي . پدر مضاف الیه او کتاب مضاف دی . پخوا د « زیر » پر ځای « از » ګړه راتله یاني داسي ویل کېده [ کتاب از پدر ]
په ګړدود یاني لهجه (Dialect)کي د « له » پر ځای له « د » څخه کار اخلي . لکه : د کوره راځم . سمه لیکنه یا ویل ئې : له کوره راځم . که څه هم په پاړسي کي د دواړو مانا [ از ] ده .
له کابله تر کندهاره ۵۰۰ کیلومتر لار ده . له کومه ځایه راځې؟ له هلمنده راځم .
ښاغلی محمدهارون « شعشعي » پخپله مقاله کي لیکي : لپاره = له پاره = دپاره درې سره معیاري دي . روښتیا هم چي درې سره معیاري دي . خدای (ج) بخښلی « رښتین » پخپل پښتو ګرامر (جزء اول) کي په ۲۳۶ شم مخ کي لیکي : ( ستا لیدلو دپاره راغلی یم . )
د زلمي څخه قلم واخله! په پاړسي : [ قلم را از زلمی بګیر! ] یا بله بولګه : چاچي کار کاوه ګټه د هغه ده . په پاړسي : [ کسی که کار می کرد مفادش از ا وست .]
حمیدماشوخیل وایي :
د داغَلی زړه له آهَ شـم څه شـان چپ
دچمن په ګُلو نه وي بلبلان چپ
خلاص شي بیا لکه تورزن دټول له منځ
که هرڅو په غاښوونیسم زبان چپ
دا لاتیني چي ما په لیکنه کي کښلي په دې مانا چي وښَیمّ زموږ ژبه هم لکه د نورو هېوادو د ژبو په شان ئې ژبښود دی . بل مطلب مي نسته پکښې . اوبل اوږده لیکنه مي نه خوښیږي .
اخځونه : ۱:-وکیپیدیا ۲:-پښتوګرامر(جزءاول) پوهاندصدیق الله «رښتین»
۳:- دعبدالحمید ماشوخېل دیوان
۴:-د پښتو ژبښود(دپښتوګرامر) محمدسرور وکیلي