دخپریدو نیټه : 2015-05-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
شپانه دا خپله شپیلۍ بنده نه کړی!
دا د ستر ملی شخصیت او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر جهانی صاحب د شعر یو فرد دی چی د خپلو ولسونو تر غوږونو یی رسولی دی. موږ همدغه د جهانی صاحب پورتنی ویناچی د شعر په ژبه یی خپل ولس ته اورولی ده عواړو بیرته د جهانی صاحب غوږونو ته ورسو او ترینه په کلکه غوښتنه کوو چی ؛؛ اصلاحات اړین دی، هیڅ پردیپاله اخبار، راډیو، تلویزیون او یا کومی بلی رسنۍ ته باید وخت ورنه کړل شی چی د افغانستان ملی هویت، ملی ژبی، ملی کلتور او په ټوله کی ملی ګټو ته زیان واړوی؛؛ د افغانستان ټول ولس په ټوله معنی ستاسو تر شا ولاړ دی ستاسو د هر ډول اصلاحاتو هرکلی او د سر په بیه ځینی دفاع کوی.
یو څه وخت وړاندی چی دولسمر اشرف غنی لخوا ۱۶ وزیران د افغانستان ولسی جرګی ته د رایو اخیستلو لپاره وروپیژندل شول جهانی صاحب هم په یاده ډله کی د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د نوماند په صفت شامل وو، موږ همهغه وخت ولیدل چی یو تعداد پردی پالو په ځانګړی ډول ایران پلوه د جهانی صاحب لپاره د ایران په لمڅون زیار وباسه تر څو د جهانی صاحب مخه کابینی ته ډب کړی خو د نیکه مرغه همدغه د پردیو مذ دوران بریالی نه شول جهانی صاحب د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو.چی دا کار موږ د افغانستان لپاره بیا په ځانګړی توګه د کلتوری یرغل پر وړاندی د نیک فال په سترګه ګورو.
تیره ورځ همدغه په ایران خرڅ شویو پداسی حال کی د جهانی صاحب څخه د دندی د استعفی عوښتنه وکړه چی جهانی به تر اوسه په خپله جوکۍ لا نه وی ناست. لدي داسی معلومیږی چی ایران او ایران پلوه نه عواړی چی جهانی په افغانستان کی د اطلاعاتو او کلتور وزیر اوسی دلایل یی هم واضع او روښان دی.
یو هیواد کیدلای شی چی په ډول ډول د بل یا نورو هیوادونو تر اشغال لاندی راشی چی یو ډول یی هم کلتوری یرغل دی. کله چی کوم هیواد د بل هیواد د کلتوری یرغل لاندی راځی نو معلومه خبره ده چییرغل شوی هیواد به خپل کلتور له لاسه ورکوی .کله چی د یو هیواد بیا د همهغه هیواد کلتور له منځه لاړ معنی دا چی هویت یی له لاسه ورکړ کله چی هویت له لاسه ورکړی معنی دا چی دا ولس ورک او نابود شو.
ایران کالونه کالونه کالونه راپدی خوا پدی لټه کی دی چی د افغانستان کلتوراو ژبی تر خپل یرغل لاندی راولی تر څو خپله ژبه او خپل کلتور پر افغانانو وتپی او د افغانانو هویت له منځ یوسی. دغه هدف ت د رسیدلو لپاره لومړۍ لاسپوڅی روزی او د همدغه لاسپوڅو په مرسته عواړی چی خپل شوم هدف ته ورسیږی لکه تیره ورځ چی بازار ته راوتی وو، همدارنګه موږنوری ډیری بیلګی ګورو چی په افغانستان کی د رسنیو له لاری عواړی تر څو د ایران کلتوری یرغل پر افغانانو وتپی، موږ د ایران پلوه ډیری بیلګی د سر په سترګو وینو چی په یو تعداد تلویزیونونو کی داسی ایرانۍ ژبه کارول کیږی چی د افغانستان اکثره خلک پری نه بوهیږی، ورته مثالونه یی په ورځ پاڼو او ویبپانو کی موجود دی چی باید مخه یی ونیول شی.
د کلتوری یرغل مخنیوی یوازی د یو شخص یا یوه وزارت دنده نه ده چی جهانی یا یی د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته پریږدو او نور افغانان د خیر په عونډی ورته کشینی . د ټولو افغانانو لپاره پکار ده چی هیڅ پردی پال پری نه ښودل شی چی پردی ژبی په افغانانو وتپی او پردی کلتور په افغانستان کی رواج کړی. د هر افغان لپاره پکار ده چی د دغه یرغل مخه ونیسی.
په اخیر کی افغان ولس د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر جهانی صاحب ته ډاډ ورکوی چی ولس به د سر په بیه ستاسو تر شا ولاړ وی ستاسو د هر پلان ملاتړی دی هیله ده چی په ډیره میړانه سره اصلاحاتو ته مخ بر وړاندی دوام ورکړی.
شپانه دا خپله شپلۍ بنده نه کړی!!!!
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۵/۵/۲۰۱۵