دخپریدو نیټه : 2015-05-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د افغانستان جنګي جغرافیه ، نن او سبا
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دویمه برخه
( په لومړۍ برخه کي ددې خبري یادوونه وشوه چي ایا د هیواد جنګي جغرافیې بدلون موندلی ؟ ایا دا جغرافیه د بدلون په حالت کي ده ؟ او یا داچي یوازي جنګي جبهه د پراخیدو په درشل کي ده یاني د جنوب او جنوب ختیز برسیره د شمال او شمال ختیز په لور هم غځیږي ) .
په هر حال ، نه د جنګي جغرافیې بدلون او نه یې هم پراخیده زموږ غوښتنه ده . موږ غواړو چي ددغه لعنتي تپل شوي جنګ د اور لمبې هر څه ژر خاموشه او د ( جغرافیې ) د اسم تر څنګ نور د ( جنګي ) صفت کلمه و نه وینو . موږ نور نه یوازی له جنګ نه بلکه د جنګ د کلمې له ارویدو څخه هم ستړي یو . موږ پدې هم ښه پوهیږو چي د توپک په زور یو لوری هم ددغه ناورین نه وطن ژغورلای نشي ، کنه نو دا نژدی یوه نیمه لسیزه کیږی چي د امریکا په مشرۍ د نړۍ ۴۵ سترو هیوادونو خپل بشپړ جنګي ماشین پرې و ازمایه او نه یوازی داچي د مخالفو وسله والو جنګي توان یې له منځه وا نه خیست او یايې کمزوری نکړ ، بلکه ورځ تر بلي یې توان پیاوړتیا مومي ، غښتلي کیږي او د جنګ جبهه پراخوي .
ددې خبري نه یو واقعیت په ډاګه کیږي او هغه دا چي یوازي او یوازي د سولي په نرمو اوبو سره د جنګي ښامار زامي ور ماتولای شو او بس . له بده مرغه د سولي تر عنقا پوري په رسیدو کي تر اوسه پوري د هیواد ټولو قشرونو او ډلو لکه څنګه چي اړینه ده ، برخه نده اخیستي او د تماشاچیانو په توګه پاته شوی دي .
اوس راشئ دې خبري ته را وګرځو چي ایا د هیواد دا بې شمیره اوسنی سیاسي ګوندونه د خپلو بډایو تجربو سره سره د غمیزي څخه د وتلو په موخه کوم د پام وړ رول لوبولای شی کنه ؟ فکر کوم ډیرۍ سیاسی ګوندونه اوږدې پرګنیزي ریښې لري او که یې فعالیت په ښه توګه تنظیم شي ، کولای شي د پېښو په پرمختګ کي اغیزمن رول و لوبوي . د سولي او امن پدې ملي پروسه کي د اغیز ښندلو په موخه زه لاندي وړاندیزونه د سیاسي ګوندونو د فعالیت د سمون او لیدلوري د ټاکلو په هیله د هغوی مخته ږدم او ټینګه پاملرنه ورته را اړوم :
اول ــ هغه ګوندونه چي تګلاري او سلیقې یې ورته والۍ لری ، ښه به دا وي چي مشران یې د ځان غوښتني څخه تیر او تشکیلاتی یووالۍ ته هر څه ژر لاره هواره کړي . پدې توګه هم د نوموړو ګوندونو سیاسي اغیز جګیږي او هم یې خپلو موخو ته د رسیدلو لاري لنډیدلای شي . که دا کار تر سره شي ، نو هیواد به درې ډوله ګوندونه ولري :
الف ــ کیڼ لاسي ګوندونه ،
ب ـــ ښی لاسي ګوندونه او
ج ـــ منځلاري یا معتدل ګوندونه .
که داسي وشی ، نو دا کار هم د پارلماني ټاکنو په پایله کی د نوموړو ګوندونو ونډه زیاتوی او هم په اولسمشریزو ټاکنو کی یې اغیز لوړوي .
دویم ــ هغه ګوندونه چي تګلاري یې تر ټاکلي بریده ورته والۍ لری مګر د سلیقو توپیر یې د ورته والي په پرتله زیات دی ، هغوی باید په یوه سیاسي متحده جبهه کي سره راټول شي . پدې توګه په ګډ کار سره د غمیزي څخه د خلاصون په موخه د نوموړو ګوندونو اغیز په نسبي ډول لوړ ځي او دا چي دا موخه یې د تګلارو یوه برخه هم ده ، نو د خپلو تګلارو په عملي کولو کي یې ګټور ګامونه شمیرل کیدلای شي .
دریم ــ هغه سیاسی ګوندونه چي هم یې د تګلارو او هم یې د سلیقو تر منځ توپیر تر ورته والي زیات وی ، هغوي ټول که کیڼ لاسی یا ښی لاسي او یا هم منځلاري وی ، باید د وطنپالو روحانیونو ، دیني علماوو ، پوهانو ، قومي مشرانو ، ملي او اغیزمنو شخصیتونو او ټولو هغو کسانو سره چي د رواني غمیزي څخه د خلاصون لاری لټوي ، د سولي او امن په یوه پراخه ملي جبهه کی سره یو ځای او په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو لاس پوري کړي .
که دا ډول هر اړخیزي ګډي هلي ځلي د اوسني دولت د هلو ځلو سره په صادقانه ډول یوځای شي ، پوره باور لرم چي پایلي به یې په زړه پوري او د هیوادوالو سره به ددې غمیزي له شره څخه په ژغورلو کي مرسته وکړي .
د اوس د پاره په همدومره بسنه کوم . و من الله توفیق
ډنمارک ـ ۲۵ / اپریل / ۲۰۱۵
یادوونه :
د سولي د انتظار په اړه می لاندي شعر په ډیرو ستاینیزو ایمیلونو سره نازول شوی ، ځکه نو غواړم دلته خپله لوړه لیکنه پرې بشپړه کړم :
د سولي په انتظار
سکروټي مي لــیمـو کي نـڅــولې ، ته رانغـلې
شېبـې د انـتـظـار مـي زوکـلولې ، تـه رانـغـلې
جـــنــون مـي بیله تـانـه ګـرېـوانـه سره پـخـلا ســو
د عــقـل زولــنـې مـي مـاتـولې ، تـه رانـغــلې
ما وې چي به سوغات راته اذان د بلال راوړې
سجـدې مي پر یاغي تندي شمیرلې ، ته رانغلې
تر مصره پوري راغی زوړ یعقوب په ړندو سترګو
بي پایه قافلې وې چي راتــلــلې ، تــه رانغـلې
پر تېر پلونو دي پریوتل غونډی غونډی ګړځـونه
خــیالــونــو مي تــڼــاکي کـــړولې ، تـه رانغـلې
د مـاتـــو مـیـکـدو ســره دي پـرېښـودم یــوازي
توبې مي تر محراب پوري در وړلې ، ته رانـغـلې
په لـر او بـر کي ښخــي وې د خـړ سـېلاب منګولي
هر موج کي یې کښتۍ وې ډوبېید لې ، تـه رانغــلې
قاصد د تــودو اوښکــو به سهار ماښام در تلـلو
نــارې د نـوزادي دي اروېــدلــې ، تــه رانـغــلې
ډنمارک ـ ۲۴ / ۳ / ۲۰۱۵