دخپریدو نیټه : 2015-06-19 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې دوهمه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې دوهمه تحفه
معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټوله دروازې تړل کیږی خو د جنت ټوله دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدګڼی نابود او ښېګڼې موجود کړی . لطفأ خپل صحیح ځوابونه په شلو ساعتونو کی را ایمیل کړئ او انعام وګټیً ؛ او د هغو دوستانو څخه منندوی یم چی ځوابونه یې رالیږلی دي . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآن پاک تر ټولو دوه کوچني آیتونه کوم دي ( بېله مقطعاتو ) ؟
۲ ـ هغه کوم آیتونه دي چی د ( الف ) څخه تر ( ی ) پوری ټول حروف پکښی شامل دي ؟
۳ ـ د لومړني مدني سورت نوم څه دی ؟
۴ ـ د قرآنکریم ټوله څو سورتونه دي ؟
۵ ـ د قرآن مجید کوم دوه سورتونه په یوځایی توګه نازل سول ؟
۶ ـ که څوک د روژې نیولو طاقت لری مګر ویې خوری ، نو کفاره یې دا ده چی دوې میاشتی مسلسل باید روژې ونیسی . خو که په منځ کی حتی یوه ورځ هم ترې پاته سی نو څه کیږی ؟
الف : بیرته یې له سره باید شروع کړی ؛
ب : اختیار لری ؛
ج : پاته روژې دی پوره کړی ؛
د : کفاره نه بلکی یوازی قضایی لری .
۷ ـ د روژې کفاره ادا کول څه معنی ؟
الف : دوې میاشتی پرله پسې روژې نیول ؛
ب : دوې میاشتی په غیرمنظم ډول روژې نیول ؛
ج : یوه میاشت مسلسل روژې نیول ؛
د : یوه میاشت په غیر منظم ډول روژې نیول .
۸ ـ که یو چا د بل کس مځکه ناحقه قبضه کړې وی نو د قیامت په ورځ به له دې امله څه سزا ورکول کیږی ؟
الف : لاس او پښه به یې پرې کیږی ؛
ب : د مځکی تر اوومی طبقې پوری به ننه یستل کیږی ؛
ج : په دُرو( چلاخو ) به وهل کیږی ؛
د : د دوږخ په کښته طبقه کی به اچول کیږی .
۹ ـ د عربو درې مشهور بتان کوم وو ؟
الف : منات ، لات ، عزی ؛
ب : یغوث ، یعوق ، نسر ؛
ج : لات ، منات ، هبل ؛
د : لات ، منات ، سومنات .
۱۰ ـ یهودیانو د لومړي ځل له پاره په کوم کال کی جزیرة العرب ته هجرت وکړ ؟
الف : ۵۷۸ قبل المیلاد پر فلسطین د بختنصر تر حملې وروسته ؛
ب : ۷۰ میلادی پر فلسطین د تیتوس تر حملې وروسته ؛
ج : ۵۲۳ میلادی ؛
د : ټول غلط .
او دا هم د نن زرین اصل : یو مسکین ته په دې نیت صدقه مه ورکوه چی هغه ستا و صدقې ته محتاج دی ، بلکی په دې نیت یې ورکوه چی ته د الله جل جلاله مغفرت او د دې صدقې و قبلېدو ته محتاج یې .