دخپریدو نیټه : 2015-06-20 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې درېیمه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې درېیمه تحفه
معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . او دا هم د نن درېیمه تحفه . لطفأ خپل ځوابونه په شل ساعته موده کی راولیږئ او د خپلو نورو دوستانو سره په دې سیالۍ کی برخمن سیً . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآن مجید په دیرشمه سیپاره کی ټوله څو سورتونه دي ؟
۲ ـ په قرآن مجید کی څو داسی سورتونه دي چی د اشخاصو ( انسانانو ) په نوم دي ؟
۳ ـ د مدني سورتونو تعداد څو دی ؟
۴ ـ مکي سورتونه څو دي ؟
۵ ـ قرآنکریم ټوله څو سیپارې لری ؟
۶ ـ که یو چا د روژې په میاشت کی فرضي روژه نه نیول ، یعنی بیخی یې نیت نه و کړی خو روژه یې بېله عذره وخوړل نو ؟
الف : صرف قضایی به نیسی ؛
ب : قضایی او کفاره دواړه پر لازمیږی ؛
ج : دواړه نه دي پر لازم ؛
د : اختیار لري .
۷ ـ که روژه لرونکي ( په باخبرۍ سره ) په خوله کی د باران څاڅکی واچوئ یا یې واوره یا یخیً وخوړی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او صرف قضایی به راګرځوی ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي ؛
د : صرف روژه یې مکروه کیږی .
۸ ـ د دجال د دواړو سترګو تر منځ څه لیکلي دي ؟
الف : کافر ؛
ب : منافق ؛
ج : دوږخي ؛
د : لعین .
۹ ـ تر اسلام دمخه د جزیرة العرب اکثریت وګړی په کوم کار بوخت وو ؟
الف : تجارت ؛
ب : زراعت ؛
ج : مالداري ؛
د : د بتانو جوړولو صنعت .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) کورنۍ په کوم کهول (خاندان) سره مشهوره ده ؟
الف : هاشمی ،
ب : قریش ؛
ج : عدنان ؛
د : کنعان .
او دا هم نننی زرین اصل : صلاح الدین ایوبي فرمایلی دي : که یو قوم ته بېله جنګه ماته ورکوې نو په هغه قوم کی فحشا خپره کړه [ مطلب یې د نامسلمانو له خوا په اسلامي ټولنو کی دی ] .