دخپریدو نیټه : 2015-06-24 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې اوومه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې اوومه تحفه
درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني محدودیت نه دی یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . او دا هم اوومه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په هیله ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی فرمایلی دي چی دین می درته پوره کړ او اسلام می د دین په حیث درته غوره کړ ؟
۲ ـ موږ د اکثریت ـ اکثریت خبره ډیره کوو ، خو الله تعالی اکثریت ناپوه ، ناشکره ، نافرمانه..... بولی . آیا دوه درې دغسی آیتونه درمعلوم دي ؟
۳ ـ د سورهً البقره څخه علاوه کوم بل سورت په درو سیپارو کی راغلی دی ؟
۴ ـ د قرآن مجید کوم سورت دوه واره « بسم الله الرحمن الرحیم » په ځان کی لری ؟
۵ ـ د قرآن مجید ترجمه تر ټولو اول په کومه لویدیځه ژبه وسوه ؟
۶ ـ که روژه لرونکی د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ناپامه تیری کړی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛
د : صرف مکروه کیږی .
۷ ـ که د روژې په حالت کی غاښ وینی سی او د ناړو سره وینی تیری کړی داسی چی وینی تر ناړو ډیری وی ، نو ؟
الف : روژه نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي ؛
ج : ماتیږی او قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛
د : ټوله ځوابونه غلط دي .
۸ ـ الله تعالی د چا سره د کومک وعده کړې ده ؟
الف : چی د الله د دین کومک وکړی ؛
ب : چی د خپل ورور سره کومک وکړی ؛
ج : چی ځانته یې خوښ نه وی مګر بل ته یې خوښ کړی ؛
د : چی د والدینو احترام کوی .
۹ ـ رسول الله (ص) د خدیجې (رض) سره په څو کلنۍ کی واده وکړ ؟
الف : په شل کلنۍ کی ؛
ب : په ۲۵ کلنۍ کی ؛
ج : په ۳۰ کلنۍ کی ؛
د : په ۳۵ کلنۍ کی .
۱۰ ـ اول وار د کوم سورت آیتونه پر رسول الله (ص) باندی نازل سول ؟
الف : د سورهً فاتحه آیتونه ؛
ب : د سورهً علق آیتونه ؛
ج : د سورهً مدثر آیتونه ؛
د : د سورهً اخلاص آیتونه .
او دا هم د نن زرین اصل : اصلی درد هغه دی چی د نورو ( درد ) محسوس کړې ، که نه خپل درد خو حیوانات هم محسوسوي !