دخپریدو نیټه : 2015-07-01 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې څوارلسمه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې څوارلسمه تحفه
روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بیله عذره یا بیله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسي کولای » . نو الله تعالی دی د روژې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق راکړی . او دا هم څوارلسمه تحفه ، لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ د سورهً البقره په کومو آیتونو کی د جبرایل (ع) نوم ذکر سوی دی ؟
۲ ـ په سورهً البقره کی د څو نبیانو نومونه راغلي دي ؟
۳ ـ آیت الکرسي په کوم سورت کی ده ؟
۴ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی تر ټولو ډیر احکام بیان سوي دي ؟
۵ ـ کوم نېک اشخاص (چی نبیان نه وو)، په قرآنکریم کی په احترام ذکر سوي دي ؟ هغوی څو دي او نومونه یې څه دي؟
۶ ـ که پر یو چا د جنابت په حالت کی سهار سی نو روژه یې څنګه ده ؟
الف : روژه یې ماته ده ؛
ب : روژه یې صحیح ده ؛
ج : روژه یې مکروه ده ؛
د : روژه یې فاسده ده .
۷ ـ که د شپې احتلام وسی ( یعنی شیطان یې وغولوي ) او د پیشلمي پر مهال فرصت نه وی ، نو تر غسل مخکی پیشلمی کېدلای سي ؟
الف : هو ، کولای یې سي ؛
ب : نه یې سي کولای ؛
ج : حرام دی ؛
د : مکروه دی .
۸ ـ که څوک د قرآن مجید کومه حصه په یاد ( حفظ ) کړی او بیا ( د غفلت او ټنبلۍ له امله ) هغه هیره کړی ، نو د الله سره به په کوم حالت کی ملاقات کوی ؟
الف : ګوډ او شل به وی ؛
ب : ړوند به وی ؛
ج : کوڼ به وی ؛
د : د جذام ناروغ به وی .
۹ ـ رسول الله (ص) ولی حضرت عمر (رض) ته د فاروق لقب ورکړ ؟
الف : حق او باطل یې ښه سره بېلول ؛
ب : د خلکو په منځ کی یې عادلانه قضاوت کاوه ؛
ج : د ده په ایمان راوړو سره مسلمانان پیاوړي سول ؛
د : ځکه چی ډیر زړه ور او غښتلی و .
۱۰ ـ د خدیجې (رض) د وفات پر مهال رسول الله (ص) څو کلن و ؟
الف : ۳۰ کلن ؛
ب : ۴۰ کلن ؛
ج : ۵۰ کلن ؛
د : ۶۰ کلن .
او دا هم د نن زرین اصل : یو عالم ویلی دي : که ژوند د روژې په رقم جوړ کړو ، نو مرګ به مو د اختر په رقم وی !