دخپریدو نیټه : 2015-07-03 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې شپاړسمه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې شپاړسمه تحفه
عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په امید . خو دوستانو ته باید ډاډ ورکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د اوداسه ذکر سوی دی ؟
۲ ـ په سورهً الانعام کی د کوم پیغمبر نوم څلور واره ذکر سوی دی ؟
۳ ـ د المایًده لفظ د المایًده سورت په کوم آیت کی راغلی دی ؟
۴ ـ د سورهً التوبه بل نوم څه دی ؟
۵ ـ په سورهً المایًده کی د کوم پیغمبر نوم درې واره راغلی دی ؟
۶ ـ سترګی تورول ، سر غوړول ، پیغور ورکول ، چغلي کول پر روژه څه اثر کوی ؟
الف : روژه ماتوي ؛
ب : روژه نه ماتوی ؛
ج : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی ؛
د : باید قضایی او کفاره دواړه ادا سی .
۷ ـ که روژه لرونکی خپل نوکان واخلی یا وریښتان لنډ کړی یا سر وخریی نو ؟
الف : روژه یې ماتیږی ؛
ب : روژه یې نه ماتیږی ؛
ج : روژه یې مکروه کیږی ؛
د : ټوله غلط دي .
۸ ـ د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق څه دي ؟
الف : ښه نوم ګټل ، ښه تعلیم حاصلول ، واده کول ؛
ب : چا ته تکلیف نه ورکول ، د مشرانو احترام کول ، شرعیت منل ؛
ج : د مغفرت دعا ، د قبر زیارت ، د نفلي او مالي صدقو ثواب وربخښل ؛
د : تل د هغوی د ناز او مهربانیو یادول .
۹ ـ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه څنګه آسمان ته ولاړ ؟
الف : جسمأ او روحأ ؛
ب : یوازی روحأ ؛
ج : په خوب کی ؛
د : په تصور کی .
۱۰ ـ رسول الله (ص) څونه موده د ثور په غار کی پاته سو ؟
الف : درې ورځی ؛
ب : یوه هفته ؛
ج : یوه شپه او ورځ ؛
د : څلور ورځی .
او دا هم د نن زرین اصل : که دي د دنیا په محکمه کي عدالت پیدا نکړ نو خپله دوسیه د آخرت و محکمې ته پرېږده ، ځکه چي هلته شاهدان پرښتې (ملایکی) دي او ستا دعوه ساتلې ده او قاضي هم رب العالمین دی !