دخپریدو نیټه : 2015-07-04 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې اوولسمه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې اوولسمه تحفه
ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو ( چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی قول دی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه ومنیً او خپل ځوابونه راولیږئ . باید یادونه وکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ په سورهً الاعراف کی د کوم پیغمبر نوم اووه ځله راغلی دی ؟
۲ ـ په قرآن مجید کی د څو مسجدونو ذکر راغلی او نومونه یې څه دي ؟
۳ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په ټول قرآن کی یې صرف یو ځل نوم ذکر سوی دی ؟
۴ ـ هغه کوم سورت دی چی په پیل کی یې بسم الله الرحمن الرحیم نسته ؟
۵ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً یونس کی یې نوم اته واره ذکر سوی دی ؟
۶ ـ که روژه لرونکی په غلطي سره فکر وکړی چی لمر لویدلی دی ، نو روژه ماته کړی خو وروسته پوه سي چی تر لمر لوېدو مخکی یې روژه ماته کړې ده نو ؟
الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛
ب : قضایی او کفاره دواړه لازم نه دي ؛
ج : قضایی لازمه ده خو کفاره لازمه نه ده ؛
د : روزه یې صحیح ده او نه ماتیږی .
۷ ـ که په روژه کی بلغم معدې ته ولاړ سی نو ؟
الف : روژه یې ماتیږی ؛
ب : روژه یې نه ماتیږی ؛
ج : روژه یې مکروه ده ؛
د : بله ( قضایی ) روژه باید ونیسي .
۸ ـ د امانت په هکله اسلام څه حُکم کوی ؟
الف : اې مؤمنانو! په غلطه او ناروا طریقه سره د نورو مال مه خورئ ؛
ب : د هغو خلکو چی امانتونه ( او حقوق ) یې ستاسو سره دي، هغه صحیح او پوره ادا کړئ ؛
ج : د خپلی ګټی له پاره د نورو تاوان پر ځان ومنیً ( برداشت کړئ ) ؛
د : ټوله صحیح دي .
۹ ـ د الله تعالی د تعبیر له مخی د اسرأ او معراج هدف څه و ؟
الف : چی خپل آیتونه ( نښانۍ ) ور وښیی ؛
ب : چی کفار اسلام ته راوبولی ؛
ج : چی د پیغمبر (ص) د یارانو ایمان پیاوړی کړی ؛
د : چی نبوي معجزې انسانانو ته وښیی .
۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام او ابوبکر (رض) د مکې څخه تر وتلو وروسته چیری ولاړل ؟
الف : د ثور غار ته ؛
ب : د حرا غار ته ؛
ج : د ام معبد کور ته ؛
د : ټوله غلط .
او دا هم د نن زرین اصل : موږ افغانان هر یو نارې وهو چی د هیواد موجوده وضع د زغملو نه ده او باید بدله سي ، خو په ځانونو کی د بدلون راوستلو فکر د هیچا سره نسته ( چی الهي امر دی ) !