مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکندهار ښاروالي پیسې غواړي خو خدمتونه نه وړاندي کوي

خالد هادي

په کندهار کي د کندهار ښاروالي نژدې هر کال زر میلونه افغانۍ له خلکو څخه د صفائې په نامه اخلي خو په ښار کي او کوڅو کي  ورځ تر بلي کثافات ډيریږي او دخدمتونو درک ئې نه وي .
دوه کاله کیږي چي کندهار ښاروالي د هبیتات موسیسې په مرسته د کندهار اتیا زره کورونو ته نومرې توزیع کړي دي  او بیا د کور په سر په کال کي دصفائې ټکس ټولوي هر هغه کور چي په یو ملیون افغانۍ قیمت ولري باید ۵۰۰۰ افغاني  او غټ کورونه بیا لس زره او پنځلس زره افغانۍ د صفائې په نوم مالیه   ښاروالي ته ورکوي  . همدا راز دشخصي مکاتبو دصفائې ټکس یو لک پنځوس زره ، دغیري دولتي ادارو ، لبنیاتو فروشیو ۳۰ زره افغاني ، له درملتونونو ۷۰ زره ، تجارتخانو ۵۰ زره افغانۍ کلینکونو ،ګودامو ، حمامونو موټرشویانو او مستري خانو ، هوټلونو ، د واده د صالونونو څخه د کاله ۴۵۰ میلونه افغاني یوازي د صفائې په نوم د ښاروالي عوایدو ته ځي که ئې دکورنو او نورو زرګونو کاروبارونو سره جمع کړو تر زر میلونه افغانۍ اوړي .
په داسي حال کي چي ښاروالي نه د کورنو مخ ته د کچره داني درک سته  نه ئې سړکونه او کوڅې ورته پخې کړي  او حتي په کلنو ئې ورته لیښتي هم نه پاکوي .
دغه پیسې له ټولنیز او اسلامي اړخه دواړه حرامي او ناروا ټولیږي ځکه په مقابل کي هیڅ نوعه خدمات  نه ورته وړاندي کیږي .
په ټوله نړۍ کي دغه قانون وي خو هلته ښاروالي مکلفه وي په هفته کي د هر کور له دروازې  انبارونه ټولوي .د سړکونه ویالو ان د سیمي په سرسبزي کي دغه اخستل سوي پیسې لګوي  .

په کار خو دا وه چي د هري ناحیې په راټولو سوو  پیسو هغو ناحیو ته د صفائې ځانګړي موتران  واخستل سي ، رسمي مزدور کاران دي ورته موظف سي د ناحیو کوڅې او لښتي پاخه سي  .

موږ له دولته پوښتنه کوو چي زموږ څخه د صفائې په نوم هر کال سلګونه میلونه افغانۍ چیري ځي ؟
دغه په ښار کي چي یو نیم کار روان وي تر ډيره د هبیتات او نورو موسیساتو په مالي مرسته روان وي .
په کندهار کي داسي خایونه سته چي یو او نیم وخت ئې په دریو او څلورو نفروپّه کال کي پاک کړي وي اما په دې ښار کي داسي ځایونه سته چي په دا پنځه کاله د ښاروالي د صفائې موټر ندی ورغلی او خلک مجبوراْ خپل کثافات یا په شخصي لګښت باسي یائې له یوه کوره باسي د بل کور مخکي ئې غورځوي .

په کندهار کي داسي ډيري سیمي سته چي چي دصفائې په نوم  هرکال ښاروالي ته پیسې ورکوي خو لښتي ئې د خټو، خاورو او کثافاتو ډک وي په بارانونو کي اوبه پر کورو ورته  را اوړي او تر هرچا لومړي دغه کسان زیانمن کیږي .

موږ حیران ددې ته یو چي یو کس راولاړیږي په ده خواجه کي د کور په سر ۲ زره افغاني ټولوي ټوله کوڅه کانکریټ کوي یا په میربازار کي یو کس دکور په سر ۲۰۰ سوه افغاني ټولوي  د ټولي کوڅې د لښتیو صفائې ، دکثافاتو لیري کول او ان دکوڅې چاروکیدل په کوي خو ښاروالي په دا زر میلونه افغاني او دهغه په سر د هبیتات او نورو موسیساتو په مالي  مرستو دښار لښتي نسي پاکولای .

دغسي ګونګ حالت خلک له دولته او دمالیاتوپه ورکولو خواتوري کوي  که رشتیا ښاروالي د عوایدو د راټلولو  او لوړولو په غم کي وي نو باید ولس ته  په مقابل کي لازم خدمتونه وړاندي کړي . دغه کار به له یوې خوا د خلکو باور او دمالیاتو په ورکړه کي یو ټولنیز میکانیزم او کلتور را منځته کړي او له بلي خوا به ټولنه پاکه سرسبزه او له روغتیائې پلوه ډاډمه کړي . خو برعکس د کندهار ښاروالي د خلکو جیبونه شکوي او دخدماتو ئې څرک نه لګیږي او که ئې نمایشي  کوم سړک د جارو چاري پر مخ وړي هم وي  نو ئې قصدا داسي وخت تر سره کوي چي خلک کورنو ته روان وي  ټوله ښار ئې په ډوړو په سره اخیستي وي ددې پر ځای چي د خلکو صحت ته پام وکړي په لوي لاس خلک په بیلابیلو ناروغیو  اخته کوي .
یائې یوه ډله له لښتیو لوشي راباسي ددې پر ځای چي انتقال ئې کړي  په ورځو ورځو پرتې وي چي وچي سي یا د موټرو په ټایرو کي د خلکو تر تنفسه رسیږي یا ئې جارو کونکې ډله بیرته لښتي ته ور جارو کړي .

کندهار ښاروالي باید ددې جواب ووائې :
دښار په زړه کي دستر امپراتور اعلضرت احمدشابابا مزار په شل متره د کثافاتو غونډي ولاړه ده په دا ۱۴ کاله پاکه نسول .
دکندهار ښارد شیرعلي خان ، عمرانو ، کاکړو ، بامیزو ، سدوزو ، بنایانو ، کلافصل او نورو لویو او وړو کوڅو په دا لس کاله د ښاروالۍ کاریګر ندی لیدل که ئې لیدل وي نو هغه به د صفائي ټکس د پیسو راټولونکي وي.

لږ د خدای او ولسه وبیریږي دغه پیسې چي تاسي ټولوی ایا دغه ددې ښار د پاکولو لپاره کافي ندي که کافي نه وي دوه چنده واخلي خو لږ ددې ښار دا ناولي رنګ ته تغیر وکړي دغه ښار د اشرف البلاد لقب په نامه نه و ګټلي دغه ښار  دښکلا پاکوالي یو سمبول وو دښار په منځ کي دغه پاټاو ویاله کي به خلکو اوبه څیښلې  خو اوس د مرداریو او ګډر کارځیني اخستل کیږي او دا یوازي د ښاروالي د نه پاملرني ، دښاري ښکلا او صفائې په هکله د عامه پوهاوي نشتوالي او په خلکو کي د خپل ښار سره دمیني  دهڅوني نشتوالی دی چي په ټوله کي ئې د پړه ګوته بیرته ښاروالي ته نیول کیږي  .

خو دا یو تریخ حقیقت دی ترڅو چي په کندهار کي دښاروال بست سیاسي تپل وي دغه لړۍ به همداسي روانه وي  په نړي کي ښاروال خلک ټاکي  او په مقابل کي  خدمات ترې غواړي خو زموږ ښاروال تر غرمو ځکه بیده وي چي وظیفه ئې  په تحفه کي ګټلې وي تر شائې  ناروا سیاسي ځواک وي له ولسه او مسولیته ډار نه لري او څه چي ئې زړه غواړي هغه کوي او دمیلمه په څیر خپلي ورځي سبا کوي  .

موږ فساد نه غواړو حساب غواړو!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery