دخپریدو نیټه : 2015-08-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
کلک ویده خلک
حکمت الله عاصم
دشپی یوه بجه شاوخوا به وه چی دکابل ښار تیاره او آرامه فضا دیوی خونړی او خطرناکی چاودنی په واسطه ماته شوله هرخوا کورونه ونړیدل ویده افغانان په نارو او غلبلو سره اخته شول خو لا هم له خوبه را ویښ نه شول دچا مور مړه وه او زوی به یی زخمی وو او دچا به بیا زامن او لوڼی شهیدانی وی خو مور به یی زخمی وه او چا به بیا له پلاره ترموره او زامنو ټولوبه دشهادت جامونه نوش کړی وو او داسی کورونه خو ډیر لږ وو چی څوک دی پکی شهیدان نه وی اوس نو دولت هم له ویری حقیقت نه وایی او ترهګر خو له اوله هم رښتیا نه وایی دیوه کس انډیوال له خولی له تاسی سره غواړم حقیقی ارقام شریک کړم په دی پیښه کی تقریبا تر یوزرو اوڅلورسوه او اته ویشت کسانو پوری زخمیان او دوه سوه او دری اتیاشهیدان او اته لس کورونه دڅلورو مارکټونو په شمول تخریب شوی دی په دی پیښه کی هیڅ بهرنی ته مرک ژوبله نه ده او ښتی خو زموږ ملی امنیتی ځواکونه یو څه تلفات لری نو اوس دا ویل په کار دی چی ایا دوی څنګه داکار وکړ دیوه بی ګناه افغان وژنه څنګه ده؟؟ آیا دا جهاد دی که جهاد داسی وی نو الله دی په ټول عمر کی توان نه راکوی چی داسی جهادوکړم خو که وکتل شی دا د پاکستان پلانونه دی چی دبی احساسه او بی شعوره افغانانو په واسطه یی په موږ عملی کوی که وکتل شی اول یی مجاهدین دخپلو ګټو په خاطر استعمالول او دخلقی او پرچمی په نوم یی زموږ ډیری افغانان راته شهیدان کړل تر دی پوری به یوه کیسه په لنډو ټکو کی درته بیان کړم زموږ په خپلوانو کی یو کس چی د ډاکټر نجیب په وخت کی په کابل کی زده کوونکی وو په رخصتی سره کور ته راغلی وو څه به خامخوا ماډرن وو پاک کالی یی اغوستل ږیره یی خرییلی وه او ویښتان یی هره ورځ له مینځلو وروسته غوړول او ډیر پام به یی ورسره کول دا چی په هغی وخت کی دا دیوه افغان لپاره د یوه پوره خلقی شرایط وو د داسی کسانو له خوا ووژل شو چی هغوی خپله هم له اسلامه نه وو خبر کلونه تیر شول څلور کاله مخکی دهمغه جناب زامن دیوچا کور ته ور واوښتل او د هغوی په ښځو یی جنسی تیری وکړ حکومت مداخله وکړه او ددغه جناب زامن یی بندی کړل او دا چی جهاد یی کړی وو نو په واسطه یی خپل زامن را خلاص کړل او هغه کسانو ته یی څو ځلی بیاهم مشکلات پیدا کړل چی زیانمن شوی وو نو جهاد داسی وی او داسی کس ته مجاهد ویلای شو .
او بیا یی دطالب په نوم نوی پروژه راوایستله او بیا یی پخوانی مجاهدین د پاټکیانو په نمونو له دی نړی څخه رخصت کړل ښه می په یاد دی په پنځم ټولګی کی وم د دینیات له استاده می پوښتنه وکړه چی طالبان خو مسلمانان دی هغه وویل هو ماشاالله پوره مسلمانان دی بیا می ورته وویل چی مسعودیان خو هم مسلمانان دی او هزاره ګان هم مسلمانان دی نو ولی طالبان دوی وژنی او ولی یی په بامیانو کی ټول ووژل حتی ښځي او ماشومان یی ووژل ؟؟ پوهیږی چی استاد می څه راته وویل خو نه څه پوهیږی ، راته یی وویل چی هغوی خو مفسدین دی او په ځمکه کی فساد خپروی نو اوس هغه خبره څنګه شوله تردی پوری درته یوه بله کیسه هم را یاده شوله یو طالب یو وخت د دولت څخه ویریدلو نو بیا به به کلی کی ټولو خلکو په نو بت سره ځای ورکول او دکور څښتن به په هغه ورځ د کور په بام ناست وو بله ورځ دیو کس په نوبت دی او دهغی کورنی نارینه هم په بام ناست دی چی سهار را کښته شوی دی نو میرمنی یی ورته ویلی دی چی یوه خبره درته کوم خو وعده راسره وکړه چی بیځایه برخورد به نه کوی او حقیقت به مالوموی میړه یی وویل سمه ده راته ووایه ، میرمنی خپل ټول دسترګو لیدلی حال ورته بیان کړ او بیا چی کله بله ورځ هغه طالب دده به میلمستون کی بیده وو دی ورته بیداره وو که ګوری چی په نیمه شپه کی دده خور د سرای څخه په وتلی ویاله ځان سرای چی ته رسوی او دمیلمه خونی ته ننوځي کله چی دکور ځښتن ورځي ګوری چی خور او نامتو طالب په یوه بستره کی سره پراته دی ا وبیا له ډیره ننګه بیا طالب او خپله خور وژنی نو تاسی خپله پوه شی چی جهاد داسی وی په هغه کاسه کی چی ډوډی پکی وخوری ایا بیا مرداری پکی کوی ؟؟؟او له بله طرفه یی شمالی ټلواله په دی خاطر په طالبانو وهله چی دوی خو ګواکی په ملک کی فساد خپروی که دوی فساد خپروی نو تاسی هم جنایت کوی نو ستاسی په وړاندی باید بله ډله راپورته شی چی دا ده را پورته هم شوه چی هغه د داعش ډله ده او الله خبر دی چی له دی وروسته به څومره ډلی ټپلی را پورته شی ترڅو زموږ بی ګناه افغانان له آرامه او سوکاله ژونده بی برخی کړی زه وایم که چیری تاسی دجهاد هیله لری نو له خوارو او ملکیانو سره خو جهاد کول نه په اسلام کی شته او نه هم په کوم بل اسلامی دین او مذهب کی خو زه په ډیرډاډ سره ویلای شم چی بهرنیانو موږ په سم ډول پیژندلی یو هغوی په دی سره ښه پوهیږی چی افغانان څنګه د دین اومذهب په نامه استمعال کړی او له دوی څخه ګټه پورته کړی اوځینی ناپوهه عالمان چی ځانونه دپیغمبر وارثان هم بولی د دوی دی کارونو ته توجهات برابروی خو په پښتو کی متل دی وایی (کوږ بار تر منزله نه رسیږي) که وکتل شی نو دا کوږ بار خو تر اوسه هم د ویده افغانانو دناسم تعبیر په خاطر روان دی او دغه کوږ بار به هله چپه شی چی افغانان را ویښ شی یواځي دا نه چی له بستری څخه را بیداره شی بلکی چی له دی دیرش کلن خوبه راپاڅی کله چی منی خلاص شی او ژمی شروع شی نو خزنده ګان په ژمنی خوب یا (Hibernation) شروع کوی خوکله چی پسرلی شی بیرته له دی خوبه راپاڅی خو افغانان په داسی خوب ویده دی چی نه په پسرلی کی له خوبه راپاڅی نه دشاه شهید په حمله نه دملاعمر په مړینه او نه هم دملااخترمحمد منصور په ټاکنه که وګورو اکثرو هغو طالب مشرانو خپلی استعفاوی ورکړی چی وروستی حالات ورته ناسم مالوم شول او دوی پوه شول چی خطا وتلی دی او له دوی څخه به دمحشر په ورځ پوښتنه کیږی نوله تاسی ټولو افغانانو په خاصه توګه له مخالفو جنګسالانو او ترهګرو می غوښتنه داده چی نور نو زموږ غریب ملک مه ځوروی که نن تاسی دنورو دګټو لپاره خپل وروڼه وژنی نو سبا به ستاسی کورنی هم دبل په خاطر په داسی ډول سره وژل کیږی چی تاسی به بیا داوښکو په ځای له سترګو وینی تویوئ.
په درنښت