دخپریدو نیټه : 2015-08-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دسولې بهير د بې پروایی ، بيړې ، سياست او دوکې قرباني شو
ډاکټر نثار وردګ
سولې بهير د بې پروایی ، بيړې ، سياست او دوکې قرباني شو
اوس ښه په ډاګه شوه چې له طالبانو سره د امريکايانو د سولې د خبرو هدف په افغانستان کې د سولې راوستل نه ؤ ، بلکه امريکايانو غوښتل چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د افغان دښمن فوځ له عملياتو دمخه د طالبانو په بند کې خپل بندي فوځي بوای برګډال ازاد او وژغوري او له طالبانو دا تضمين تر لاسه کړي چې په راتلونکي کې به د امريکا او لويديځ دښمنانو ته په افغانستان کې پناه نه ورکوي.
او په بدل کې دوی طالبانو ته په قطر کې دفتر خلاص کړ ، د طالبانو پنځه لوړ پوړي چارواکي يې د ګوانتانامو له زندان څخه آزاد کړل ، په ډاګه يې اعلان کړه چې طالبان زموږ دښمنان ندي. او په امنيت شوری کې يې طالبان له القاعدې څخه بيل کړل.
له کومه وخته چې برګډال ازاد شو له طالبانو سره د امريکايي مقاماتو خبرې اترې هم سړې شوې او امريکايانو له طالبانو سره د مذاکراتو له دغه پيل شوي بهير څخه په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره کومه ګټه وانه خيسته .
که امريکايانو له طالبانو سره د بنديانو د تبادلې هوکړې ته رسيدلای شول نو د سولې په برخه کې خو حتماً ورسره يوې پايلې ته رسيدای شوای.
ځکه له امريکايانو سره طالبانو په خپله خوښه مذاکرات کول ، او د ملي يووالي له حکومت سره د نورو تر فشار لاندې مذاکراتو ته اړ کيږي.
د امريکايانو دغې بې پروایی د سولې دغه بهير د پاکستان په منګولو کې ورکړ .
له بله پلوه د ملي يووالي حکومت د سولې په برخه کې ډيره بيړه وکړه او غوښتل يې چې د څوارلسو کلو خونړيو جګړو او ناخوالو ته په څو مياشتو کې د پای ټکی کيږدي او هم يې د سولې له بهير څخه د هغو ستونزو او ناکاميو د پټولو لپاره کار واخيست چې د ملي يووالي حکومت د خپلمنځي اختلافونو او بې باوريو له وجې ورسره مخ ده .
ډاکټر محمد اشرف غني داسې فکر کاوه چې هر څه د پاکستان په لاس کې دي ، که پاکستان يې راضي کړ ډير ژر به سوله راشي. د ډاکټر محمد اشرف غني دغه بيړه او په سولې سياست د افغانستان ډير نيږدې سيمه ايز ملاتړي خپه کړل .
په کور دننه يې هم له نيږدې ملاتړو سره د نوموړي اړيکې ترينګلې او تر منځ يې بې باوري ته لمن ووهله او د ده په اړه يې د طالبانو هغه نظر هم بدل کړ چې دی يې له نورو څخه نسبتاً نرم او ښه ګاڼه .
خو د سولې دريځ ته ډير تاوان د پاکستان له فريب او دوکې نه ډک سياست واړاوه ، پاکستان هم له ډاکټر محمد اشرف غني سره دوکه وکړه او هم له طالبانو سره .
له ډاکټر صاحب نه يې د سولې د بهير د پيلولو په بدل کې يو لړ امتيازونه واخيستل ، او ډاکټر صاحب ته يې داسې ښودله چې طالبان بيخي د دوی په لاس کې دي او که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب وويل شي نو دوی به يې مذاکراتو ته کينوي.
طالبان چې د خپل دريځ له مخې د افغانستان له حکومت سره د اوس لپاره مخامخ خبرو ته چمتو نه ؤ ، پاکستان په لومړي سر کې ترې وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
طالبانو د څه وخت لپاره په يوه او بله پلمه د افغانستان غوښتنې ته ځواب ځنډاوه ، خو کله يې چې له اوه مياشتو وروسته پاکستان ته چورلټ ځواب ورکړ ، نو پاکستان یو ځل د چين په اورمچي کې هغه پخواني طالب مشران چې دوی ته نيږدې ؤ ، د طالبانو د قيادت له سلا او خوښې پرته د افغانستان له حکومت سره مذاکراتو ته کينول.
او بيا يې د طالبانو څو کسه مشران يرغمل کړل ، او د اسلام آباد د مري په ښار کې يې د افغانستان له حکومت سره مذاکراتو ته کينول .
سره لدې چې طالبانو غير مستقيم د پاکستان حکومت د دغه فريب او دوکې په اړه معلومات خپاره کړل ، خو د افغانستان حکومت د پاکستان د حکومت دغه فريب او دوکه درک نکړه او په اسلام آباد کې يې د جبري مذاکراتو په اړه خپل ولس او خلکو ته ډيرې له خوشباوری نه ډکې څرګندونې وکړې.
طالبان چې موقف ته يې د خپلو افرادو او ملاتړو ترمنځ زيات زيان رسيدلی ؤ ، مجبور شول چې د خپل حيثيت د بيرته پر ځای کولو لپاره د هيواد په پلازمينه او نورو سيمو کې خونړيو بريدونو ته مخه کړي.
او نوي مشرتابه يې چې پخوا نرم دريځی بلل کيده ، د سولې وروستی اجباري پروسه هم په ويناؤ او هم په عمل کې رد کړه .
او هم د طالبانو وروستيو خونړيو بريدونو د پاکستان هغه جادو او منتر بند کړ کوم چې د ملي يووالي د حکومت په سترګو پرده راوستلې وه ، او هر څه يې سترګو ته ګل ګلزار ښکاره کيدل.
اوس هم لا وخت ندی تير که د ملي يووالي حکومت ، د پاکستان پر ځای په امريکا او لويديځ فشار راوړي ، چې له طالبانو سره کيني ، او هم د جعلي ادرسونو پر ځای د طالبانو د اصلي ادرس يعنې قطر دفتر له لارې له طالبانو سره په تماس کې شي او د سولې په برخه کې د تبليغاتي ګټو پر ځای د سولې لپاره رښتونی کار وکړي ، شايد په ډير کم وخت کې بې د کوم سياسي امتياز له ورکولو څخه د سولې په برخه کې عملي لاسته راوړنې ولري.
د ملي يووالي حکومت بايد نه په پاکستان باور وکړي او نه د پاکستان له عينکو څخه طالبانو ته وګوري او نه هم طالبان د پاکستان له لوري په کيدونکي تعريف وپيژني.
دا سمه ده چې طالبان د خپل لوجستيکي اکمال ، د خپلو زخميانو د تداوی او د ډرون په څير له خطرناکو بريدونو څخه د خپل قیادت او افرادو د خونديتوب په موخه د پاکستان له خاورې څخه کار اخلي او شايد د پاکستان د فوځ او استخباراتو له شر څخه د ځان ساتنې په موخه له دوی سره اړيکې هم ولري ، خو دا بايد په دې معنی ونه ګڼل شي چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي.
موږ بايد دا تريخ حقيقت ومنو چې طالبان په سيمه کې اوس يو نظامي ځواک دی ، او د سيمې او نړۍ په کچه هيوادونه غواړي چې له دوی سره تماسونه ولري ، او طالبان هم غواړي له دغو تماسونو څخه د خپلو نظامي اړتياؤ د پوره کولو او خپل سياسي موقف د پياوړتيا په موخه کار واخلي.
د طالبانو د جګړې يوه اندازه ګټه پاکستان ، ايران ، آن روسيې او په سيمه او نړۍ کې نورو هغو هيوادونو ته چې يا له امريکا سره رقابت لري او يا له هند سره رقابت لري ، که د طالبانو خوښه وي او که نه وي خوښه هغوی ته رسيږي.
خو دا په دې معنی نشو بللای چې طالبان د دوی په اشاره جګړه کوي ، ځکه د طالبانو د جګړې ګټه خو پخوانيو جنګسالارانو ته هم رسيږي ، ځکه که طالبانو جګړه نه کولای نو حتماً به هغوی د جنګي جنايتونو په تور محاکمه شوي وای ، د انتقالي عدالت پروسه به پرې پلي شوې وای او يا لږ تر لږه په اوسنيو حکومتي موقفونو کې خو به نه وای.
خو دا په دې معنی نده چې طالبان دغو جنګسالارانو په اشاره او د دوی په خوښه جنګيږي.
د ملي يووالي حکومت که رښتوني سولې ته زړه وي نور بايد د پاکستان په وعدو ونه غوليږي ، پاکستان ته تجارتي او سياسي امتيازات ورنکړي ، د پاکستان په اړه په تګلارې له سره غور وکړي ، د پاکستان په مقابل کې ټينګ او سخت موقف اختيار کړي.