دخپریدو نیټه : 2015-09-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
شهید سردار محمد داود خان او د هغه ځینی ځانګړتیاوی
ژباړن: وارث احمد بارک
لیکوال: قاسم باز
(ددی لیکنی په ژباړه کښی خپله لیکوال ښاغلی قاسم باز زما سره زیاته مرسته کړیده او زه تر حد زیاته مننه تری کوم)
شهید سردار محمد داود خان باید له لومړی سر نه وپیژنو
لکه څنګه چی وطن دوستی، صداقت ، زړورتیا، او فداکاری، د ده په خټه او ضمیر کښی نغښتی وه ، که هر څومره موږ د ده ، د ددی نیکو فضایلو او انسانی کړو وړو څخه یادونه وکړو بیا هم کمه ده...
دا فضایل هاغو خلکو ته بهتره معلوم دی شی، کومو خلکو چی دده په عصر او وخت کښی د ده سره نژدی کار کړی دی، هغوی ته د لمر په څیر روښانه دی.
شهید سردار محمد داوود خان د خپل جمهوری ریاست په پنځه کلنه دوره کښی د نورو زیاتو نیکو سجایاوو او فضایلو تر څنګ چی دی بزرګوار لرلی. هغه
۱- یوه افغانی تنخواه یی هم د دولت له بودجی څخه نه اخیستل.
۲- د خپلی ولسمشری په دوره کی یی ټوله هغه جایداد کوم چی د خپل کاکا څخه په میراث ورته رسیدلی و، هغه یی یوه برخه دولت ته ور وسپارل او پاته برخه یی هغه بزګرانو ته وړیا ورکړل کوم چی په هغه وخت کی یی په اړونده ځمکو باندی کار کاوه.
۳- په خپل شخصی لګښت یی یوه نسایی او ولادی شفاخانه د هاشم زیږنتون په نوم چی وروسته د خلق او پرچم د دکتاتوری په وخت کی په ملالی زیږنتون ونومول شول د سل بستره په ظرفیت چی د هغه وخت او زمان د منطقی په سطحه د مجهزترینه شفاخانو څخه شمیرل کیده جوړه کړل او د سری میاشتی مرستندویه موسسی ته یی ور وبخښل.
۵- یو تفریحی کور چی په پغمان کښی یی موقیعت درلود او د سردار محمد هاشم خان څخه په میراث کی ورته رسیدلی و هغه تفریحی کور یی د هوټلونو وه ریاست ته ور وباښه.
۶- ټولی هغه د کرهڼی وړ ځمکی چی په جلال اباد، سروبی، چهلتن او شمالی کاریزمیر کښی یی درلودلی، وه هغو بزګرانو ته وړیا ور وویشلی کومو چی پر اړونده ځمکو یی کار کاوه. چی په نتیجه کی کولای شو چی ووایو هغه د ارضی قانون په خپل ځان هم تطبیق کړ.
۷- په غیر رسمی وختونو کښی یی هیڅ وخت هم د دولتی موټر څخه استفاده ونه کړل.
۸- تر کومه ځایه چی ځینی نور دوستان هم په خبر دی د شهید سردار محمد داود خان د ولسمشری په دوره کی د هغه مرحوم یوه زوی هم د خپلو نورو هیوادوالو په څیر د هغو تر څنګ د افشارو په تعلیمی غونډ کی عسکری خدمت وکړ او د مکلفیت دوره یی پوره کړل.
۹- نظر وه هغه فرمان ته چی د غوښو د کمښت له امله باید په دولتی دفترونو کښی په اوونی کی دری ورځی غوښی پخی نشی، هغه دغه فرمان لومړی په خپل ځان، د جموری ریاست پر مامورینو او خپلی کورنی تطبیق کړ.
۱۰- د رخصتی او تفریح په ورځو کښی یی اکثره وختونه د خپلی کورنی سره یو ځای یوازی د هغو عمرانی پروژو څخه لیدنه کول او احوال یی اخیست کوم چی د هغه د ولسمشری په دوره کښی تر کار لاندی وی. د ساز،سرود او ښکار سره یی د نورو برعکس هیڅ علاقه نه درلودل، ډیر مجلل ژوند یی نه خوښیده او په غیر رسمی وختونو کښی به یی ساده جامی اغوستلی، پنځه وخته لمونځ یی کاوه، روژه یی نیول، زکات یی ورکاوه او قربانی یی کول یعنی ذبح خیراتول، او د ژوند په اخیرو شپو او ورځو کښی د کعبی شریفی د زیارت لپاره مکی مکرمی ته هم ولاړ، د الکهولی څښاکونو څخه یی نفرت کاوه، په قهقهه سره یی نه خندل، د مقابل طرف د قوی استدلال په اوریدو سره به تر خپلی خبری اوښت او پر خپله خبره به یی زور نه کاوه.
۱۱- یوازینی عشق او علاقه یی د وطن ابادی،ترقی او پرمختګ و، د هیواد د دښمنانو سره یی غوڅ چلند کاوه، ډیر مهربانه شخص و، په دوستی او دښمنی دواړو کی جوړه نه درلودل.
۱۲- شهید سردار محمد داود خان د خپل خاندان او کورنی عزت، جلال، دبدبه او سیاسی قدرت وه خپلو هیوادوالو ته په دوو لاسونو تقدیم کړ، مګر دا موږ وو چی د هغی با ارزښته تحفی قدر مو ونه پیژنده،
۱۳- هغه د خپلی ولسمشری په ټوله دوره کی یوه شپه هم په ارګ کی تیره نه کړل پرته د خپل ژوند د اخری شپی څخه. که د انصاف له جادی څخه تیر نه شو تاریخ نه یوازی په ګران افغانستان کی بلکه په ټوله نړی کی دداسی غریب پروره شخصیت شاهدی نه سی ورکولای.
که چیری نور زیات د ده د نیکو اعمالو یادونه وکړو باور لرم چی رسالی او کتابونه به پری ولیکل شی او زما لیکنه اوږده کیږی. ولی د ګران هیواد افغانستان په دی بدو بی اتفاقه حالاتو کښی پر دی اکتفا او بسنه کوم، د لویه خدایه دی عظیم شهید ته د فردوس جنت هیله کوم. امین یا رب العالمین.
نیست در قلبم اسرار تمیز - خوشتر از وضع سخاوت هیچ چیز
په یو ډول مخصوصو مواردو کښی د یوی خبری ارزښت داسی وی چه یو څوک یا یوعالم سړی کولای شو په څو جملو یا لیکنو کی را ونغاړو، مګر هغه څه چی زه په خپل زړه کښی لرم نشم کولای چی هغه په څو جملو کی بیان کړم. همدارنګه له بله طرفه د لویو انسانانو ژوند ډیر زیات لوی ابعاد یا ځانګړتیاوی لری، چی پرته د غښتلی پوهی او درک څخه یی پوهیدل اسان کار نه دی.