مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هیواد او هیوادوالو د خیر ښیګڼی لپاره د یو شمیر عام المنفعه پروژو مشوری

داکتر امیر محمد منصوری

حمل، ۱۳۹۴ هـ ش
لاندی پروژی په اسانی سره  د عملی کیدو او د لویو ګټو په لرلو سره د هیواد مقاماتو ته وړاند ی کیږی او هیله ده چی ذیدخل نهادونه او افراد به یی د نوری مناقشی او عملی کولو په هیله ولولی. لکه چی ښکاری دغه مشوری په جزئیاتو نه بلکه یوازی  لست شوی دی او اهداف ، د توجیه دلایل، ګټی  او د عملی کیدو لاری یی په ډیر لنډ ډول بیان شوی دی.  که اړتیا و ی ا و وغواړی، د عملی کیدو بشپړ عملیاتی پلان یی هم در ته تیار ولای شو.
لاند ی مثالونه د یو شمیر وړو پروژو نمونی دی چی په هیواد کی د خدای راکړیو نعمتونو په مرسته په کار اچول کیدای شی او پیچلو تخنیکی وړتیاوو او لوی پیمانه پانګه اچونو ته ډیره اړتیا نلری.
۱. د کابل د ښار  او د هیواد د نورو برخو د سر سبزی پروژی
کیدای شی چی د کابل د ښار د غرونو په لمنو کی د جوړو شویو ودانیو فاضله اوبه مهار، تنظیم او تصفیه شی. د د غو فاضله اوبو د تصفیی مرکزونه هم د کابل د سند له پاسه جوړیدای شی. دغه تصفیه شوی اوبه به بیرته  د وړو ساده او ارزان بیه پمپونو له لاری، چی د لمریزی برښنا په وسیله چلیدای شی، بیرته د غرونو پورتنیو څوکو ته پورته کیږی او د غرونو په اړخونو کی د ونو، ګلانو او شنیلیو د اوبه کولو لپاره کار ځنی اخستل کیدای شی.
 دغه ډول د سرسبزی پروژی د هیواد په ډیرو سندونو او درو کی عملی کیدای شی؛ مثلا د سروبی د برښنا تر بند لاندی چی کومی اوبه بهیږی، بیا تر درونټی پوری نو هیڅ کار نه تر ی اخستل کیږی. کیدای شی دغه اوبه تر بند لاندی مهار شی او په  ډیرو ساده  ویالو کی د سند دواړو غاړو غرونو لمنو او یا څوکو ته و بهول شی. تر ساده ویالو جوړولو وروسته د بیا هرڅوک  د خدای هیله ور واخلی، او هر څه چی یی په مخه ورتلل ، د غرونو او غونډیو په اړخونو کی د یی وکری. دا کار په حشر، داوطلبانه کارونو او حتی ساعت تیریو کی هم ممکن دی. هغه اوبه چی د غرونو په لمنو کی استعمالیږی، بیرته سندونو ته را لویږی، نو د اوبو د کموالی سبب نه کیږی. اما که فلس لرونکی، یعنی هغه ونی چی پاڼی یی د ستنی په شان وی ، لکه صبر او ناجو، وکرل شی، نو هوا مرطوبه ساتی او په لوړو یا غرونو کی د اورښت له زیاتوالی سره مرسته کولای شی.
دغه راز په هیواد کی د ډیرو اوبو بندونو غاړی وچی او سپیری وی، مثلا د سردی بند، درونټی بند، د تخار سند، کجکی بند، او نور. په ډیره ارزانه بیه او ساده تخنیکونو سره یو یا دوه انچه اوبه د بندونو یا سندونو په اړخونو کی د غونډیو او غرونو لمنو ته پورته کیدای او د سر سبزی لپاره کار ځنی اخستل کیدای شی.  د دغه ډول پمپونو برښنایی اړتیاوی خو اوس بیله کومو پیچلو تخنیکی سامانونو ، د لمریزی ارزان بیه انرژی څخه تر لاسه کیدای شی. په کلیوالی سیمو کی خلک  همدغه ډول بریښنایی انرژی د کورونو روښانه کولو او حتی د مځکو د خړوبولو لپاره کاروی.
۲. د  دولتی زراعتی مځکو څخه کار اخستل
په هیواد کی پخوانیو حکومتونو یو د سړیتوب کار کړی. هغه دا چی په ښارونو کی د ننه او هم د یاندی ډیر عامه ملکیتونه شته، لکه بلند آبه مځکی، ورشوګانی او حتی د بندونو په وسیله خړوبیدونکی زراعتی مځکی (د سرده د بند مځکه، جلال آباد د کانالونو مځکی او نور.) له بده مرغه چی دغه ډول عامه ملکیتونه بی استفادی ولاړ دی. نه پوهیږو چی مربوطه وزارتونه ور باندی خبر نه دی او که نورو ته منتظر د ی چی ور ویی ښیی یایی د استفادی کولو امر ورته وکړی. دغه ډول عامه ملکیتونه که هر څه نه  وی خو یوه وړوکی ملی هستی خو دی.
د غه مځکی خصوصی سکتور ته د اجاری ورکولو له لاری د فارمونو جوړولو لپاره په اسانی کاریدای شی. مثلا د سردی د بند خړوبیدونکی مځکه ۹۰۰۰۰ (نوی زره) جریبه ښودل شوی وه. که فرض کړو چی نیمه یی پاته او د استفادی وړ وی، نو کیدای شی چی د لبنیاتو د فارمونو لپاره خصوصی سکتور ته په اجاره ورکړل شی.  په یوه لنډ تخمین سره به د کال لږ تر لږه تر ۱۵۰۰۰ ټنه پوری لبنیات تولید شی. برسیره پردی کیدای شی چی تر ۶۰۰۰۰ (شپیته زرو) پوری خسکیان او غواګانی پکی وساتل شی چی په شیدو او نورو محصولانو برسیره به  د وارداتی غوښو، چی اکثرا بی کیفیته وی،  په ځای  به کله کله یو څه خپله تازه غوښه هم وخورو!.
د دغه ډول پروژو لپاره معمولآ د بودجی نشوالی بهانه وی. اما دولت کولای شی چی له نړیوالو بانوکونو څخه بی سوده قرضه واخلی او دغه ډول پروژی چی عاید یی معلوم وی او قرضه بیرته تآدیه کولای شی، په اسانی تمویل کیدای شی- اما د خدای روی و منی چی دغه پیسی د هغه چا په لاس ور نکړی چی د خپل ولس په پیسو یی د کابل بانک له لاری د خپل ګرنټی شوی ۹۹ کلن سبا لپاره په دوبی کی قمارونه ور باندی ووهل چی نتیجه یی د ولس په بد نامی برسیره د بانکونو ډوالی کیدل هم شول!
د غزنی د سرده د بند مځکی (همدا راز د هلمند د نهرونو مځکی) د جغدرو، او غوړ لرونکو حبوباتو، لکه سایوبین، لمر مخی او نورو، د کر لپاره ډیری مناسبی دی. که دغه ډول دولتی مځکی په اجاره ورکړل شی نو کیدای شی چی یو مقدار غوړی او بوره په هیواد کی د ننه تولید کړای شو. همداراز د څرمن پخولو صنعت، د میوو دجوس جوړول او نور واړه صنایع نه کومه خاصه پانګه اچونه ایجابوی او نه کومی پیچلی تخنیکی وړتیاو ی. آمینیتی ملحوظاتو ته په کتو سره،  د ښارونو په نژدیو کی سیمی د تاسساتو جوړولو لپاره شاید مناسبی وبریښی.
که هګی له پاکستان یا ایران څخه را وړای شو ، نو په خپله څه بلا وهلی یو چی د هیواد د ننه یی تولید کړو. د ترانسپورت د کرایی په سپما برسیره به د خوسا هګیو په ځای تازه وطنی هګی وخورو.
 ۳. د وړو صنایعو د ترویج او تقویی له لاری داخلی تولید د زیاتولو پروژی
دا چی کاغذ له بهر څخه راوړل شی او د کابل د کارتن جوړلو په کارخانه  کی کار تن ځنی جوړ شی، نو یو کار خو دی اما داخلی تولید نه دی. برعکس که ډبری وړی کړو او سرک ور باندی جوړ شی، نو یی بیا داخلی تولید بللای شو . مهمه داده چی که موږ پخپله تولید و نه کړو،  نو پاک خواپاکی د تباهی کندی ته منتهی کیږو. اوس لا دومره وخت لرو چی په هیواد کی یو څه راکده سرمایه موجوده ده او اکثرآ دغه سرمایه د وارداتی فرهنګ په تقویی لګیږی، نو یو ښه فرصت شته چی د د اخلی تولید لپاره یو څه وشی.  
 ډیر شیان کیدای شی له سره تر پایه داخلی تولیدات وی ، مثلآ: صابون، د کالو مینځلو پوډر، شامپو، هګی، کانسرو شوی میوی، د میوو جوس، مربع، مسی پیپونه، د چدڼو لوښی،  غوړی، بوره، او په زرهاو نور شیان شته چی په هیواد کی یی خام مواد شته  او هم صنعتی پروسیس کول یی کومی خاصی ستونځی نه لری. د دغه او نور ډول مصنوعاتو هر یوه لپاره لازمه سرمایه او تخنیکی پوهه بیله کومی لویی ستونځی تهیه کیدای شی. د سهامی شریکتونو د تشویق له لاری یی پانګه هم تر لاسه کیدای شی. برښنایی ستونځی یی د لمریزی انرژی څخه تر لاسه کیدلای شی. نو هغه څه چی پاته کیږی اراده، دولتی حمایه، او لاس په کار کیدل دی! تر ټولو مهمه هغه چی پیسی لری، دی ته وهڅول شی، چی په  دوبی، امریکا او اروپا یا بل په عوض په هیواد کی پانګه اچونه وکړی؛ یوازی د کورونو او شهرکونو د جوړولو د کاروبار په ځای په تولید کی او د لوکسو پیشنی محصولاتو د واردولو په ځای په هیواد کی د ننه د غریبانه تولیداتو په ساحه کی پانګه اچوونه وکړی. دولتی پالیسی هم باید د غه ډول پانګه اچونی لپاره مشوق او بلکه فشار اچوونکی وی. برسیره پر دی، ځینی درانده صنایع، لکه  د شیشی جوړولو صنعت، هم په ارزانه شرایطو او کمو تخنیکی وړتیاوو فعالیدای شی. اړتیا یی زیاته ده او ګټه یی هم ډیره!
په تیره میلادی اویایمه لسیزه کی د جرمنی د هوخست د دوا جوړولو کمپنی په هیواد کی ډیری باکیفیته دواګانی تولیدولی، خو د ۱۳۵۷ د غوایی د غوبل له لاسه هر څه سره ګډوډ شول. اوس خو بیا د «سرو» په ځای د «برګو» دوران دی، نو باور لرو چی د هوخست کمپنی به په هیواد کی د طبی دواګانو تولید ته ډیر په اسانی زړه ښه کړی. 
د لوی مصیبت مخنیوی: د طبی دواګانو کنترول شوی داخلی صنعت تشویق  یو حتیمامر  او واردول یی حتی باید بیخی منع کړای شی. له یوی  خوا د دواګانو تولید ډیرلوی بازار لری- د پاکستانی، هندی ایرانی او نورو کمپنیو بی کیفیته دوا ګانو سیل هیواد ته را روان دی. ډاکتران مو هم په بی کیفیته ارزانو دواګانو خوشحالیږی. برسیره پردی چی اړتیا زیاته ده، ګټه یی هم ډیره ده او هره کمپنی به په ډیره خوشحالی دغه ډول انحصاری تولیدی شرکت ته په هر وړشرایطو غاړه ږدی.  بی کفیته دواګانو مو ولس ته تر ناروغیو ډیر تاوان رسولی دی. هر څه چی کیږی، د هوخست کمپنی یا بلی پیژندل شوی کمپنی ته بلنه ورکړل شی چی د دواګانو تولید په هیواد کی د ننه شروع کړی. برسیره پردی د طبی دواګانو واردول باید دولتی انحصار وی نه یو آزاد بی پوښتنی بازار. که آمنیت ستونځه وی نو، دومره ځای نه نیسی،  دښارونو په څنډو کی په صنعتی پارکونو کی جوړیدای شی.
د اسهامو د شرکتونو د ترویج، تقویی او تشویق له لاری د پانګه اچونی پروژی
که  زموږ هر بالغ هیوادوال د ورځی یوه افغانی وسپموی نو د کال به ۳۶۵ افغانی شی. که ټول ټال لس میلیونه (دریمه برخه) هیوادوال دا کار وکړی، نو څه باندی  دری نیم بلیونه افغانی، چی د یوه کال تقریبآ شپیته – اویا میلیونه ډالر کیږی، به سره را ټول شی.  بیا نو هر څه وربانی کیدای شی- خو چی د اهلیت، تقوی او زړه خوږی د اصل له مخی مو قیادت او حاکمیت تعیین شی.
پدی اخرو لسیزو کی مرستو او بی پوښتنی اعانو په هیواد او هیواد والو کی د استهلاک  وارداتی فرهنګ او د «را کړه» ذهنیت د تباهی تر سرحده تقویه او تعمیم کړی دی. وارداتی  فرهنګ او  د راکړی ذهنیت باید چی د تولیدی فرهنګ او «پخپل ځان بسیا او در واخله» په ذهنیت واوړی او د دغه بدلون لپاره د تولید د فرهنګ او تولیدی وړتیاوو تقویه یوه لزومه ده چی باید کار ور ته وشی. دد ی لپاره یوه مشوره د با ظرفیته او نوښتګرو افرادو تشخیصول، تشویق او تقویه کول به یوه مهمه ستراتیژی وی.  د ولایاتو او هم په ملی سطحه داسی افراد او نهادونه تشخیص او تقویه شی چی د تولید د ظرفیتونو او فرصتونو په اړه نوښتګر ذهیت او عقیده ولری. دغه کار د نویو ادارو د جوړولو له لاری نه، بلکه د خلاق فکر او د موجوده فرصتونو څخه د ښی استفادی د طریقو د تشویق او ملاتړ له لاری وشی. کیدای شی د اسهامو د را ټولو شویو مادی امکاناتو له لاری د وړو پروژو تمویل تر سره شی. د محلی تولیداتو د خرڅ بازار پیداکوونه، د اضافی کرنیزو محصولاتو ثانوی تولید (د میو جوس، کانسرو، او نور)، د موسمی خوراکی موادو ساتنه، د ښه بازار پیداکونه، د باندینیو مصولاتو په عوض د د اخلی محصولاتو کارونه، او نور د دغسی وړو تولیدی پروژو مثالونه کیدای شی.
۴. د شمسی انرژی وړی پروژی
لمر د خدای ج یو لوی نعمت دی چی زموږ په ولس یی ښه لورینه شوی ده. غونډانی یو بل نعمت دی چی د نشیب په لرلو سره  د شمسی پلانتونو د جوړیدو لپاره لوی خدای را په نصیب کړی دی.  په هیواد کی د روانو اوبو مهارول او د برښنا د تولید لپاره کارول له یوی خوا لویی پانګه اچونی ته اړتیا لری او له بلی خوا پیچلو تخنیکی وړتیاوته. برسیره پردی، لویی پانګونی آمینیت او له فساد څخه خالی، اهل، متقی او زړه سواند قیادت او حاکمیت ایجابوی، کوم چی د هیواد والو یوه لویه هیله او غوښتنه وه او ده.  بر عکس د لمریزی انرژی کوچنی پلانتونه بیا هر چیری جوړیدای شی. د هسپانیی د هیواد د پخوانیو   P 5 او P-10 له مثالونو څخه د وړو لمریزو پلانټونو د جوړولو لپاره ښه زده کړه کیدای شی. دغه لمریز پلانټونه کیدای شی یوازی د ورځی لخوا د اجرا کیدونکو کارونو لپاره استعمال شی او د شپی لخوا ودرول شی. کیدای شی په سلهاو زره د لمر د انرژی را ټولوونکی وړی شیشی په دښتو او د غونډیو په اړخونو کی درول شی او د ورځی شمسی انرژی تولید کړای شی. بر سیره پر دی کیدای شی دغه د لمر انرژی د توربینونو د ګرزولو په شکل وکارول شی چی د شپی لخوا بیا دغه توربینونه باید  په غاز او یا ډبرو سکرو وګرزول شی، چی پدی ترتیب سره به د شپی او ورځی برښنا تولیدیږی.
مهمه داده چی دغه شمسی پلانتونه باید چی واړه وی او اعظمی یی تر لس میګاواټه پوری د برښڼا د تولید وس ولری. پدی ترتیب سره به د لویی پانګونی او تخنیکی پیچلتیاوو څخه مخنیوی وشی او هم هرچیری په محل کی فعالیدای شی او هم به یی د زیان او خطر اندازه کمه وی.
پورته د یو شمیر تولیداتو مثالونه دی چی په هر ډول شرایطو کی بی تاوانه رقابت کولای شی او هیڅ باندینی تولید یی مخه نشی ډب کولای. اوسنی د آزاد بازارنړیوال   داعیان، طرفداران  او قوتونه هم د خصوصی سکتور پلویان او د عامه پلان شوی سکتور مخالف دی- د دوی هم پکی ګټه ده او هم یی له فلسفی سره برابر کار دی. که مرسته یی نه کوله، نو له دوښمنی خو به یی بی غمه یو!

۵. د کابل په ښار کی د کابل په سند باندی د ښار د منځ سړک جوړولو پروژه
د کابل سند  د کال په اوږدو کی اکثرآ وچ وی نو کیدای شی د سند په امتداد د سند له تل څخه د پاسه د لاری او یا حتی تعمیرونو جوړولو لپاره کار واخستل شی او د سند په امتداد د اوبو د بهیدو لپاره کافی لویه مجرا پریښودل شی. له یوی خوابه د ښار د مزدهمی برخی له  مځکی څخه موثره ګټه واخستل شی او ښار والی ته به ارزانه او بی بیی لار په لاس ور شی. برسیره پر دی به د ښاروالی لپاره د عایداتو يوه ښه منبع هم  شی. د ښار د جنوب، شرق او غرب تر منځ  به  لویه لار پرانستل شی، چی سیخه، بی خنډه او بی ځنډه ه به وی. کیدای شی له ښار څخه د عبور کوونکو لویو موټرونو او یا هم د برښنایی ښاری بسونو د پروژی لپاره تخصیص شی.
 تخنیکی ستونځه به یی د سند د تل استحکام وی، چی باید په اساسی ډول ډیزاین او داسی طرح شی، چی د موټر رو لارو لپاره وړ او مناسب وی.
۶. د کابل د ښار د غرونو څخه د تونلونو په مرسته د ښاری سړکونو د جوړولو پروژه
 د کابل  ښار په منخ کی غزیدلی غرونه، لکه د اسمایی غر، د شیردروازی غر، د تلویزیون غونډی، د بالا حصار غر او نور کیدای شی دتونلونو د جوړولو له لاری د سرکونو ایستلو لپاره وکارول شی. د تونلونو د کیندلو څخه چی کومی ماتی شوی ډبری تر لاسه کیږی، د ژغل جوړولو او سرکونو او تعمیرونو جوړولو لپاره ارزانه او بی بیی محصول شی. تخنیکی ستونځه به په ډبرینو غرونو کی ، چی ودانی ور باندی جوړی شوی دی،  د تونلونو کیندل وی. د نوری نړی یو دوه مجرب انجنیران کولای شی د ډیزان کار را ته وکړی.

۷. یوه سیاسی پروژه
د هیواد په تاریخ کی موفق حکومتونه مو هغه وو چی د اسلام د دفاع لپاره یی ملا تړلی وی. له غزنویانو بیا تر هوتکیانو او ابدالیانو پوری حکومتونه، که څه هم د ولس د خیر ښګڼی لپاره به یی دومره څه نه وو کړی، خو  ولسی کتلی یی ځکه  تر شا ولاړی وی چی د اسلامی امت دعوه داران او مدافعین بلل کیدل ، او یا لږ تر لږه د حکومت کولو او جګړو توجیه به یی د اسلام له شعاورنو څخه سر چینه اخستله. له دغه ځایه څخه، سره له دی چی  د هغه وخت حکومتونو د اوس په نسبت په سختو شرایطو کی کار کاوو، په ولس یی نسبتآ  ښه تسلط درلود. همدا راز د هیواد په معاصر تاریخ کی د غزا او د اسلامی خلافت د احیا شعارونه وو چی د آمان الله خان لخوا په هیواد کی یو قوی نظام جوړ شو او حتی د هند د قاری او مرکزی اسیا مسلمانانو د خلافت د تحریک په نامه زموږ هیواد ته مهاجرتونه کړل او د آمان الله خان ملا یی تړله او پدی وسیله یی په ولس کی نسبی سوله وه.
 په اخره پیړی کی د پخوا په شان  افغان ولس د اسلام سپاهیان، داعیان، مبلغین، مدافعین اوپه تاریخ کی  زموږ هیواد د اسلامی امت د هیلو ځای وو. خو برعکس، د هیواد د اخری پیړی دولتونه مو داسی نه ووـ ولسونه مو په منځنی اسیا،  کشمیر، اذربایجان، بنګال، فلسطین او نورو جبهاتو کی د «اسلام د دفاع» لپاره د یوه طرف په ګټه جنګیدل، پاکستان، ایران او اسلامی نړی بیا د شورویانو په ضد مجاهدین تمویلول خو د افغانستان دولت شورویانو حمایه کاوو، اونور. 
دغه لنډ تحلیل ته په کتو سره که یو ځل خدای دومره وکړی، چی د هیواد دولت مو د اسلام د سپاهیتوب اعلان وکړی، نو کیدای شی ډیری مسئلی به مو را حل شی. یو خو به د هیواد په داخل کی د اسلامی نهضت د طرفدارانو او دولت تر منځ فاصله کمه او اوږد تاریخی تفاوت او تصادم  به ختم شی. پدی وسیله به دولت د ولس حمایه تر لاسه او قوی شی. له بلی خوا به موږ د مسلمانانو د مدافیعینو په حیث نور نو د حلالیدو نه یو. تر ټولو مهمه، د نړی د مسلمانانو په نسبت به مو هم یو مسئولیت ادا کړی وی. که دا کار وشی، نو د تاریخ پاڼه به «اوښتی» نه، بلکه د تاریخ پاڼه به «بدله» شی. دا کار یو لوی جرآت او محکمه اراده غواړی، چی د هیواد اوسنی قیادت یی ممکن وکولای شی.
هدف دا دی چی، پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کی د مسلمانانو مدافع، انصار، او هر څه وو. پدی اخرو کی، د نورو مسایلو تر څنګ، په غربی مرستو باندی د نیت بدی  او د منطقوی رقابت له وجی، د دوی له نظره د هیواد په حکومت برسیره زموږ ولس هم «د کفارو په کتار» کی راغی. پاکستان یو ځل بیا د مهاجرو کوربه شو، خو دی ځل  عام افغانان نه، بلکه ځینی خاص او د نړی ډیر له وطنو شړل شوی مسلمانان. د پاکستان د حکومت بیډی بیا میره شوه او هم یی خیر شو او هم خورما. پاکستان د د غه ډول مهاجرو مسلمانانو کور شو او هر څه یی چی کول، هرچیری چی اوسیدل ، چا څه نه ورته ویل- خو په یوه شرط چی د « انصارو»  یعنی پاکستان د ګټو په خلاف څه و نه کړی. داسی معلومیدل  چی لویه برخه دغه ډول افراد، په خاصه هغه افغانان چی په ظاهره د امریکائیانو خو په حقیقت کی  د افغانستان د دولت په ضد یی «جهاد» کاوو، خاص امتیازات لرل، ځکه چی «مجاهدین» وو. غیر افغانی مهاجر مجاهدین هم په خپل سر وو او بی غمه یی ژوند کاوو. که به په کشمیر یاهند کی کار ته ولاړ، هم فرق یی نه کاوو، خو که به افغانستان ته ولاړل نو بیا یی شاباس هم تر لاسه کاوو. د «ارمی سکول » تر پیښی وروسته، لکه چی حالات بدل شول. خو پاکستان بیا هم نه غواړی چی له مسلمانانو مجاهدینو سره دوښمنی وکړی نو هغوی ته چی په مستقیمه اداره کی یی ول، غالبآ وویل چی سر پټ کړی او هغوی ته چی په خپل سر ول، وویل چی پاکستان پریږدی او که مرستی ته یی اړتیا وی هم ور سره کیږی.  هغه افغانان چی د پاکستانی مقاماتو په مستقیمه اداره کی و، هم هلته یو ی بلی خواته ته سره ولیږل شول. نړیوال مجاهدین، چی اکثر یی له خپلو اولادونو سره اوسیدل،  بیا نو په رڼا ورځ  افغانستان ته را کډه شول. په اول کی  د پکتیکا، زابل، غزنی، هلمند، کونړ، ننګرهار او یوشمیر نورولایاتو په سرحدی غرونو کی ځای په ځای شول. د ۱۳۹۳ هـش کال د ژمی په تیریدو سره ځینی یی له هغه ځایه شمالی ولایاتو ته ولاړل.
له  سیاسی پروژی څخه  هدف دا دی، چی څه فرق کوی که د افغانستان دولت دغو خارجی مجاهدینو ته، چی د مختلفو ملتونو، چچنیا، ازبکستان، تاجکستان، کشمیر،  ترکیی، ایران (سنی ایرانیان)، عرب، اروپایان او نور دی، د سیاسی عفو اعلان وکړی. ور ته ووایی چی دوی چی په خپلو هیوادونو کی یی څوک نه پریږدی خو حق لری چی د  مځکی په مخ واوسی، نو موږ د اسلامی اخوت له مخی دوی ته بشپړه پناه ورکوو. دوی کولای شی چی د افغانستان په هره سیمه کی چی وغواړی، و اوسی، افغانی تابیعیت واخلی او خپل ژوند وکړی. پد ی وسیله به له یوی خوا، ممکن، د دوی دوښنی ختمه او یا کمه شی، او لږ تر لږه خو به اسلامی توجیه و نلری چی زموږ په مقابل کی وجنګیږی. له بلی خوا، دا چی « د لامده څه لمدیږی»، زموږ پکی هیڅ تاوان نشته. بیله دی څخه خو یی هم مخه نشو نیولای او که مخونه یی ووینو نو کیدای شی وشرمیږی او زموږ سرونه خو به په بیرحمی نه پریکوی.
پورته د ځینو میکرو او مکرو پروژو مثالونه دی، د غه ډول عام المنفعه او په اسانی عملی کیدونکو خو اغیزمنو او ګټورو پروژو یو لوی لست تیاریدای شی چی که موقع مساعده شی، هر یوه ته د عملی کیدو یو ښه پلان جوړیدای شی. ډیر با احساسه هیواد وال  به پخپله هم حاضر شی  چی د دغه ډول پروژو په طرح کولو، پلانولو، عملی کولو او څارلو کی برخه واخلی.

 په درنښت


+93 799 309 814
amir.mansory@kau.se; amirmansory@hotmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery