ډاکټر انورالحق احدي :
له اوسني حکومتي بحران نه د وتلو معقوله او مشروع لاره تازه رياستي انتخابا ت دي
ښاغلی احدي صاحب،
تاسو د حکومتونو د مشروعيت لپاره درې ټکو ته اشاره کړې او لومړي دواړه ټکي مو تر تقوی پورې تړلي دي، خو تاسو کومه تقوی يادوئ؟
سياسي تقوی، ايماني تقوی او اخلاقي تقوی
[[پوښتنه مو وکړه چې ډاکتر صاحب اشرف غني چيرې دی، يو تن وويل چې هغه اوس هم د جلسې په خونه کې دی. ورته ورغلو ګورو چې څه ورقې يې د مېز پر مخ پرتې دي او هغه لولي، نو مونږ ورته د روغبړ نه وروسته فورمه او موباېل سيټ ور وړاندې کړ.
ډاکتر صاحب اشرف غني وويل چې دا څه دي؟ د افغان بيسيم د دولتی ارتباطاتو رئيس ورته وويل چې صيب دا ستا موبايل او فورمه د ثبت ده.
په تعجب يې وويل چې رشوت راکوۍ، د افغان بيسيم د دولتی ارتباطاتو رئيس ورته وويل چې نورو وزيرانو هم اخېستې دي، يې وېل د هر چا خپل کار دی خو زه يې نه اخلم. ځکه چې که زه په دې موقف کې نه وای نو آيا تاسې به ماته دا سيټ راکړی وای؟ بس چې هر څومره ورته ووېل شول چې رشوت نه دی وايې خله خو يې نه منله او وايي نه خېست. دا مفتی د وزيرانونمرې د ۰۷۰۰۲۷ څخه شروع کېدل او ډاکتر اشرف غنی دا نمره نه لري.
چې کله راغلو د افغان بېسيم دفتر ته نو د افغان بيسيم مالک الحاج احسان الله بيات ته مو کيسه وکړه چه ډاکتر صاحب اشرفغنی د مبايل سيټ وانه خېست. هغه سمدستی چه په خوا کی يې يوه ټاپه اېشودی وه په ډاکتر صاحب اشرف غني يې ور خطا کړه او ويې ويل چې ما ميفهمم که چرا نه ګرفت اين افغان ملتی است و از دانش بوی افغان ملتی مياييد ….
بيا څو ورځی وروسته د ډاکتر صاحب انورالحق احدی دفتر ته چې په هغه وخت کی د افغانستان بانک رئيس وو د هغه د ليدو لپاره ولاړم، ډاکتر صاحب انورالحق د موبايلو څخه خبر شوی وو او ماته يې وويل چې ټولو ته مو موبايلونه ورکړل او زما مو څه کړ. ما ورته وويل چې هغه صرف د وزيرانو لپاره وو، ډاکتر صاحب په ځواب کی راته وويل چې زما پست خو هم د وزير څخه کم نه دی، بيا هماغه وو چې بيا د افغان بيسيم رئيس ورته د موبايل سيټ ورولېږه.
نو ماته داسی معلومه شوه چې ډاکتر صاحب اشرف غني واقعآ چې پاک نفسه سړی دی. په هغه وخت کې دا دومره جدي وو او د وزير په حيث يې يو موبايل سيټ چې يې ورته اړتيا هم وه وايې نه خېست. او اوس خو نننی وزيران هغه د مرحوم مولوی صاحب خالص خبره چه اوښان وهي په بډه]].
والسلام
انجنير سيد احمد شاه سادات
د مخابراتي علومو ماسټر او متخصص
ښاغلي اينجنير سادات خو دلته ستاسو، د غني او د ښاغلي کرزي درېواړو ته اشاره کړې چې تاسو څه وکړل؟ غني څه وکړل او ښاغلي کرزي څه وکړل؟
لومړی : سياسي وايماني تقوی
دا تقوي زموږ له ټولو جهادي مشرانو نه تر کښته درجې قوماندانانو پورې لا وختي الوتې ده. يو ځلې هلته الوتې چې زموږ درې تنه جهاديان وروتښتېدل او هلته له بابر سره اوسېدل.
بيا هلته والوته چې بابر خپله وايی چې ما ته بوټو وويل چې د افغانستان تړون يا معاهده په ۱۹۹۳ ز کې پوره کيږي. کيدای شي چې له هغې وروسته افغانستان يې له موږ څخه غوښتنه وکړي. د دې لپاره چې افغانستان يې له موږ څخه پوښتنه ونه شي کولی، نو بايد بېثباته شي. بابر وايی چې ما بيا حکمتيار، مسعود ورباني او ځينې نور افراطي ځوانان له افغانستانه راوغوښتل. له دوی سره مې په بالاحصار کې وکتل. پيسې او وسله مې ورکړه او افغانستان ته مې د ورانۍ لپاره ولېږل.
بيا هلته والوته چې د روسانو په وتو کې د ضياء په لمسون مو د هغوی وړانديز ونه مانه او بيا جونېجو زموږ استازيتوب هر چېرې کولو چې لا تر ننه پاکستان هماغه خوبونه ويني. د ملا عمر مړينه يې پټه کړه او دوه يا دوه نيم کاله يې د مړي په نوم پيغامونه خپرول. بده يې لا دا چې طالب وافغان پلاوی يې د چين وامريکا په حضور کې په مري کې خبرو ته کښېنول او وروسته ترې خپله خبره راووته.
بيا هلته والوته چې زموږ د روحاني مشر مجددي په مشرۍ حکومتونه په راولپينډۍ او د پېښور په نشترهال کې جوړ شول او هغه يې د دوه مياشتو لپاره کابل ته واستاوه چې د ملګرو ملتونو هڅې دواړه ځلې د پاکستان وايران له لورې د هغوی د لاسپوڅو په وسيله سبوتاژ شوې.
بيا تقوی هلته والوته چې ضياء لس کسيزه ډله په اوايلو کې روم ته واستوله چې که مرحوم پخوانی پاچا راشي، نو د دې هلکانو او مخلي په کيسه کې نه وو، خو هغه مشروط رانغی. کله چې مشروط نه راته، نو بيا زموږ يو هلکي نن مفسر ورته سينه وډبوله او د پينځمې صوبې پرځای يې ورته د کنفيډرېشن مشوره وکړه، خو هغه چورلټ الحاق غوښته چې لا تر ننه موږ له ځان سره الحاق ګڼي نه کنفيډرېشن. دا چې موږ ولې الحاق او کشمير کنفيډرېشن ګڼي، نو دې باندې بايد تاسو ځان پوه کړئ.
بيا زموږ تقوی هله والوته چې د تنظيمي دوکانونو د رسميت سيالي راغله او هر چا ځانته يو يو دوکانکی خلاص کړ، نو د هر تنظيم يا دوکانګي په پرانېستلو کې لومړی ورته له خپلې خاورې تېرېده چې له دې پرته يې تنظيم يا دوکان رسمي کېدای نه شو، نو زموږ دواړو روحاني مشرانو هم د پښتنو خاوره پنجاب ته ورکړې چې نن هغه دی پنجاب په ډېرې سپين سترګۍ سره نيابتي جګړه شروع کړې ده. پوښتنه دا ده چې دا خاوره د پښتنو ده نه زموږ د روحاني مشرانو او نه د مسعود ورباني. رباني ومسعود د چا خاوره ورکړې؟ خپله خاوره خو يې دوشنبه، تاجکستان دی، نو رحمانوف به يې ورسره ومني؟ که حکمتيار کړی، له هغه به خپل قوم پوښتنه وکړي چې ولې؟ همداسې يې دا نور ملايان درواخله.
بيا تقوی له موږه هلته الوتې چې د يو کرنيل امام د لاس لاندې اداره کېدو. حميدګل خو زموږ د ټولو پير وو. په موږ يې داسې د شطرنج لوبه رااخېستې وه چې په خپله خوښه به يې لاندې باندې او مخکې وروسته به يې کولو. د روسانو پر تانګونو خو نېغ ورختلو، خو بيا مو د يو پوليس ځواب نه شو ويلی.
بيا زموږ تقوی هله والوته چې د بل په نغوته مو پخپلو کې سره وينې توی کړې او پلازمينه مو په اور کې وسېځله. دا ځکه چې جنرال اختر عبدالرحمان به ويل چې ((کابل بايد وسوځول شي)). چا يې د قبلو سمول غوښتل او چا د کوڅو پرېمينځل په وينو غوښتل، خو موږ کې تقوی نه وه چې لږ سوچ مو کړی وی چې دا څه کوو او ولې؟
بيا تقوی له موږه هلته والوته چې پخپلو کې نه جوړېدو، نو د سرګودې پنجابی او د کاکا صاحب ترکمن راغی او موږ يې سره له غوږونو ونيولو او صدارت له تاجکانو پښتون په داسې مشروط ډول واخېست چې له خپل ځايه به نه خوري او نه ورته په کابل کې مرغانچه ورکوم.
بيا تقوی له موږه هله والوته چې تاجک مشر غوښتل چې د سرګودې پنجابی په ارګ کې له ځان سره مشاور ټاکي، خو دا چې ولې رانغی، په علت به د شمال ټلواله خپله پوهيږي.
بيا تقوی له موږه هله والوته چې تاسو غوندي د لوړو زده کوړ څښتن ډاکټر عبدالله ته خوشامندي کوۍ چې آمر صاحب شهيد داسې وو او هغسې وو. داسې ښکاېدله چې دا خوشامندي دې طبعي نه، بلکې تصنعي وه او ځان مو د دولت يا هېواد کارمند نه، بلکې د يوې ډلې کارمند احساسولو. کنه ستاسو د خوشامندۍ هغه ته هېڅ ضرورت نه وو.
دېته ورته ډېرې ناخوالې شته، خو مُش نمونه يې خروار. د ولسمشر کرزي دولت د هېواد په کچه نه، بلکې د يوې مافيايي کړئ حکومت وو، نو ځکه تاسو بېځايه خوشامندي کوله. که دولت دولت وای يا حکومت حکومت وای، نو نه به فهيم ښاغلی کرزی په څپېړه نه، بلکې په څپېړو وهه او نه به يې د ده خوله ايسته له څپېړې سره واروله او نه به تاسو د دومره لوړو علمي واکاډميکو زده کړو سره د يو ټوپکمار خوشامندي کوله، خو تاسو پر خپلو زده کړو اعتماد نه درلوده، نو ځکه مو بېځايه هڅه کوله.
The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
*** *** ***
زموږ افغان ملتی ډاکټر صاحب انورالحق احدي هم دې ورځو کې د غني پسې خوله راخلاصه کړې او له جهادي بوډاګانو زيات نوموړي د ښاغلي غني پښو وهلو پسې رااخېستې ده.
ډاکټر صاحب د خلکو ستاسو هغه خوشامندي چې مو د آمر صاحب شهيد په هکله دوه په دوه له ډاکټر عبدالله سره د دې لپاره کوله چې د ښاغلي کرزي په دوره کې ستاسو مخه ډب نه شي او د ښاغلي کرزي کابينې ته لار ومومۍ او د بانک د رسياست پوست تر لاسه کړۍ.
ما چې له ډاکټر عبدالله سره ستاسو مسلکي زده کړې او ستاسو خوشامندۍ ته کتل، نو حيران شوم چې يا خدايه! ته اوس زموږ دې اکاډميک مسلکي کدر ته ګوره چې د خپلو مسلکي زده کړو سره سره اوس د يو ټوپکمار استازي ته دومره خوشامندي کوي، نو د دې زده کړو ګټه څه شوه؟
د بيسيم د موبايلو ناندريزه کيسه دې هم په سايټونو کې شته، چې تر ښاغلي کرزي پورې ټولو واخېستل، خو موبايل وفورمه يې دواړه ورسره ولاړ سکرتر ته ورکړل، غني وانه خېست او تاسو ترې په لوی لاس په خولې غوښتنه وکړه او درته وويل شول چې هغه خو د وزيرانو لپاره دي، نه د رئيسانو، نو تاسو ورته په ځواب کې وويل چې ((زما پوست هم له وزارته کم نه دی)).
نو ډاکټر صاحب،
دا چې تاسو ځانته د افغان ملت يو مشر وايی، نو لومړی خو دومره بېځايه خوشامندي دې ډاکټر عبدالله ته درست خبره نه وه چې دوه په دوه سره ناست ياست او په نيمکله ژبه دې ورته د آمر صاحب شهيد صفتونه کول. پوښتنه پيدا کيږي چې تاسو د دولت کارمند وئ او که د يوې ډلې؟ ستا له لوړو مسلکي زده کړو سره ځينې بېخونده کارونه ښه نه برېښېدل.
دويم احسان الله بيات چې زموږ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ښاغلی مولوي احمد متوکل يې هم پر موبايل اخېستی وو. د ښاغلي سيد خليل الله هاشميان په يوه ليکنه کې همدې ټکي ته اشاره شوې ده.
ويل کيږي چې بيات په کابل کې پيدا شوی، خو کورنۍ يې له ايرانه افغانستان ته راغلې. دا چې د موبايل په نه اخېستلو باندې د غني پر تابلو باندې د ټاپې ګوزار کوي او وايی چې زه پوهېږم چې له پوهې نه يې د افغان مليتي بوي راځي. فکرم چې هغه به له دې انحصاره پورته وي، خو همدومره به د بيات ظرفيت وو چې يو ايرانی الاصله دلته زموږ پر پښتون مشر تابلو باندې د ټاپې ګوزار کوي. بيات خپل اصليت د زرتشتيت وښوولو چې د سعدي شيرازي په خبره :
عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود
ګر چه با آدمی بزرګ شود
نو ډاکټر صاحب خوشامندي، د بيات ګوزار د غني پر تابلو او په لويه خېمه کې د ښاغلي کرزي عکس راکښته کول او پرې پر پښو ختل تاسو څنګه توجيه کوئ؟ تاسو خو هم يو پښتون ياست ولې دا د شمال ټلوالې لنډه غر او له ادبه خلاص بيات چې رشوت دې نه اخلي، نو پر تابلو يې د ګوزار څه حق لري؟ دوی خو ځانونه متمدن، ښاري و civilize بولي، نو بيا خو civilized داسې بې پرنسيپه کار نه کوي. په کار خو دا ده چې بيات وپوښتل شي چې دا پانګه يې له کومه کړې؟ ځکه چې سپاه پاسداران خپلو بړېڅو ته دغسې پانګې د تجارت په نوم په واک کې ورکوي چې ورسره پخوا کې خپلو نورو موخو ته د رشوت په ورکولو سره د دولت کليدي نقطو ته لار پيدا کړي.
دويم : اخلاقي تقوی
ډاکټر صاحب،
خير دی که وزارت ونه رسېده، نو که د هېواد خدمت مو زړه وي، نو خدمت له وزارت پرته په نورو پوستونو او له حکومته بهر هم کيږي، خو که څوک يې غواړي چې ويې کړي. دا به ښه خبره نه وي چې د غني پښې ووهې او د حکومت د ړنګولو پسې راولګېږې. د غني يوه کلنه او د کرزي ديارلس کلنه سره پرتله کړه. هغه امکانات او اوسني امکانات هم سره پرتله کړه. اوس چې د حکومت د پرزونې لپاره د بيا ټاکنو وړانديز کوئ، نو لومړی څوک پيسې درکوي او بيا څومره ډاډه ياست چې بيا به درغلي نه کيږي؟ بيا به ټاکنې نه اوږديږي؟ نو چې بيا دومره وخت وباسو، نو ولې د اوسني حکومت سره مرسته نه کوئ؟
کاشکې چې موږ کې دومره ايماني واخلاقي تقوی وای، لکه څنګه چې تاسو ورته اشاره کړې. که مو ايماني واخلاقي تقوی لرلای، نو نن به مو حال داسې نه وای. تقوی په وزارت ورياست کې نه ده، بلکې زموږ په زړونو ده. تقوی د زور خبره نه ده، بلکې د خدای و د بنده ترمينځ سيده اړيکه ده.
بيا هم ستاسو په تړاو ډاکټر صاحب ته زما مشوره دا ده چې تاسو ته پاملرنه او يو مناسب ځای وټاکي. اګر چې تاسو د هغه کمپاينر وئ، له ما تاسو ښه پېژني.
زما مشوره تاسو ته دا ده چې ناځواني مه کوه! که دې زړه وي، نو د هېواد او خلکو خدمت ولاسنيوي په نورو ډېرو لارو او ډګرونو کې هم کيږي، خو د غني پښې مه وهه! تقوی به دې ضايع شي. تاسو چې د تقوی خبره کوئ، نو کومه تقوی؟ (۱) سياسي تقوي، (۲) ايماني تقوی او (۳) اخلاقي تقوی.
په دې پورته ليکنه کې چې د موبايل د غوښتنې ذکر شوی، تاسو دېته کومه تقوی وايی؟ نو چې داسې ده، نو بيا رشوت واداري فساد څنګه تعريف کړو؟ د فساد سره مبارزه له کومه شروع او چېرته يې ختمه کړو؟ د فساد ښه بېلګه همدا موبايلونه او شروع يې له هېواد مشر و وزيرانو و رئيسانو نه نيولې تر لاندې ټيټې کچې پورې د ډاليو په توګه وړاندې کول دي. دا پخپله د رشوت ورکولو يوه بېلګه ده. فساد له همدغه ځايه شروع کيږي.
ستاسو والد صاحب قاضي صاحب ته به پته وي چې قاضي د وخت ته د خلکو خصوصي مېلمستياو او بلنو جواز نشته، خو که د خيرات يا واده او مړي وژوندي په مناسبتونو کې ورځي، نو له نورو عادي خلکو به جلا نه کښېني او له نورو عادي خلکو سره به يوځای ډوډۍ ته په ډله کې کښېني، خو موږ دا کار نه کوو. دا چې تاسو ترې د موبايل غوښتنه کړې او هغه درته ويلي چې دا د وزيرانو لپاره وو، نو ستا ځواب ورته څه وو، نو ته پرې سوچ وکړه. د غني تقوی هملته په ليکنه کې روښانه، خو ستا تر پوښتنې لاندې ده.
*** *** ***
له څارګرې ادارې سره تفاهمنامه
دا چې زموږ ځينې نژدې دوستان دا ګيلې ونيوکې کوي چې له ارګه د پاکستان لوړپوړو نظامي واستخباراتي چارواکو مېلمستون جوړ شوی وو، نو د ايران سفير لاسوهنو ته بيا نه ګوري چې د مامورينو په مقررولو کې يې وزيرانو ته لارښوونې کولې چې دا پلاني وهغه پلانې دې مقرر شي، CVs به يې ورته جوړولې، ان تر دې چې په ځينو مواردو کې سيده ارګ ته لارښوونه کوله.
د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ مو کلونو وړانده تړونونه ولې له خلکو هېر شول؟ هلته خو همدا اجرائيوي رئيس او مرستيال يونس قانوني ول. ولې د سولې شوری ته په لوی لاس رباني راوړل شو؟ او ولې په لوی لاس د فهيم له مرګه وروسته بيا د شمال ټلوالې نه قانوني راوړل شو؟ دولت خو قانوني بڼه نه، بلکې تنظيمي وجنګ سالارۍ سهميه باندې وېشل شوی وو. د دې تړونونو ګټه چا ته ورسېده؟ ولې ښاغلی کرزی هغه وخت کې وړوند وو چې پر قوم يې څه ناتار وو؟
له کندهار او که له هېلمنده ورته يو تن راځي او ورته وايی چې يو ورور او دوه زامن مې تا (حکومت) او بهرنيانو او طالبانو ووژل، خو دې درېيم زوی ته مې دلته په کابل کې يو کور ورکړه چې دا راته ونه وژني. هغه وخت کې خو دی د پيل په غوږ کې بېده وو چې د سولې شوری مشر به بهرنيانو ته ويل چې ((له دې نور هم غټ غټ بمونه پرې ووروئ)). په نمانځنه کې يې بيا ولس ته خاورې په سترګو کې وراچوي.
هغه چې نن له امريکايانو نه ګيله من دي، نو دوی خو هم دې امريکا راوستې دي. دوی خو دې بيا دېته وګوري چې دوی امريکا ته او دې هېواد ته څه کړي؟ د امريکا وافغانستان ګټې يې څومره ساتلي دي؟
دېته دې هم فکر وکړي چې هلته د بهرنيو په پلمه څومره عايد راروان وو؟ ولې ترې سپما ونه شوه؟ پاکستان خو د جهاد په دوران له جهادي عايده د اتوم خاوند شو، نو موږ خو خپلو مامورينو او ښوونکيو ته معاش نه شو ورکولی. دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه مو هره ورځ د يو وبل فاتحو او نمانځنو ته رخصت وي.
ځينې بيا د امريکا سفارت ته ګوته نيسي چې د ملي يووالي حکومت د امريکا په سفارت کې جوړ شوی، خو دېته بيا نه ګوري چې زموږ د جهاديانو حکومت او حکومتونه چېرې جوړ شوي ول؟ په راولپينډۍ کې، د پېښور په نشترهال کې او له هغې مخکې هره ډله به د يو ټيټ پوړي نظامي چارواکي تر نظارت لاندې وه. په ديپلوماتيکه توګه خو سفارت لوړه څوکۍ ده.
حال دا چې زموږه مشري کرنيل امام کوله، له بهرنيانو ليدنې هم زموږ کنترول وې. ان چې استاذ رباني وټاکل شو غوښتل يې چې جنرال حميد ګل د خپل يو سلاکار په توګه په ارګ کې له ځان وټاکي. ملا منصور وايی چې بل مټ پرې شو. خپله جنرال حميدګل بيا ويلي وو چې حقاني وحکمتيار زما په شان سوچه پاکستانيان دي. د رباني وحکمتيار ترمينځ مشروطه نيمګړې سوله هم د صدارت لپاره قاضي صاحب وحميدګل کړې وه.
امريکا خو خپل اتباع هم پکې له لاسه ورکړل او ټول مالي ونظامي بار يې هم پورته کړی، نو موږ به څنګه خپلې ټولې غوښتنې ومنلی شو؟ هلته پاکستان ته هم يو ميليارد ډالر ورکوي، نو طالب به څنګه ورک شي؟ اوس خو هغه دی چې داعش راغی. له دې وروسته به پنجاب نېغ په نېغه راځي.
زموږ زړه سواند پخوانی هېواد مشر ښاغلی کرزی چې زه شخصاً د ده زغم ته سخت درناوی لرم او راته ګران دی، خو دا ورته ويل غواړم چې له دولته يې شخصي خاني دربار جوړ کړی وو. دولت دولت دی؛ حکومت حکومت دی او خاني خاني ده، خو اصول بايد مراعات شي. له بده مرغه چې همدغه بد ميراث لا تراوسه راپاتې دی او د غني وخت همدغو بېځايه پاتې شونو رسوماتو ضايع کړ.
بالفرض که حکومت ستا په غوښتنه ړنګ هم شي، نو ته به له دې ټلوالې سره څه وکړې؟ بيا به ورته هماغسې خوشامندي کوې، لکه چې دې ورته کوله، که څنګه؟ که دښمني ورسره کوې، نو بيا سر له اوسه وګڼه چې د برياليتوب چاڼس دې کم دی. غني خو لا د محمدي غوښتنو ته سر نه دی ټيټ کړی، نو تاسو به څه کوئ؟
د بيات موبايل ته ټينګ نه شوئ، نو مو په خولې غوښتنه وکړه، خو که محمدي يو څو کرېټه شين غمی د زمردو د ډالۍ په توګه درکړي، نو بيا به مو سياسي، ايماني واخلاقي تقوی کومې خواته لاړه شي؟
نتېجه :
زما په اند خو که څوک اخلاقي تقوی ولري، نو زه به يې نر وګڼم چې په داوطلبانه توګه د وطن خدمت ته ملا وتړي. بيا هم که هغه نه شي کولی، نو لږ تر لږه دوه، درې يا څلور ساعته وړيا کار دولت ته وکړي. کاشکې چې دومره تقوی موږ کې پيدا شي، نو طالب وداعش به خپله په خير سره له وطنه پښې سپکوي، خو برخلاف که درېواړه تقواوې مو نيمګړې وي، نو بيا طالب وداعش يا پنجابيان پينځه وخته سبا وبېګا زموږ دروازې شرنګوي او په کورونو کې به ترې هم نه خلاصيږو.
که زموږ په جهادي مشرانو او جهاديانو او هم په سيکولرانو کې تقوی وای، نو دا درې - څلور لسيزې به ولې پنجاب راباندې دومره ملنډې وهلی. دوه - دوه نيم کاله راباندې مړي پاچاهي وکړه، خو ښه شوه چې د غني په اخلاص ونزدېکت سره دغه ډرامه هم رسوا شوه.
په درنښت