مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د استاد رحماني (د سندارا (موسیقي) ډولونه او پیوندونه) یو بې سارۍ اثر!

غلام ولي نوري



له ښه بخته زموږ پښتنو په هغه هنري ډګر کي یو بې سارۍ مشعل بل سو، چي پښنتانه زیاته مینه ور سره لري خو په لیکلي ډول هیڅ پکي نه لري. موسیقي یادوم. د موسیقي ډېر الات، راګونه او ډولونه زموږ په دې لرغوني هیواد کي منځ ته راغلي دي خو متاسفانه له قلم سره زموږ د نا اشناتوب له وجي ددې بې شانه هنر ډيري ارزښتمني برخي نورو پور یا غلا کړي دي او په خپل نامه یې په تاریخ کي ثبت کړي دي یا خو بیخي چي تر نسلونو د خلکو په سینو کي ژوندي پاته وه، یو وخت له سینو لوېدلي او مړې سوي دي. استاد رحماني دا طلسم مات کړ او موږ ته یې د (سندرا (موسیقي) ډولونه او پيوندونه) په نامه داسي اثر وړاندي کړ، چي زموږ د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره به د موسیقي په هنر کي یو بې شانه څراغ او رهنما وي.
 دا مغتنم اثر په کندهار کي پر ښه کاغذ په ۲۶۴ مخونو چي پر دوو برخو ویشل سوي دئ په ۳۴ عنوانونو کي چاپ سوی دئ. پر دې اثر ښاغلي اکاډمیسن سلیمان لایق، ښاغلي عبدالباري جهاني، ښاغلي روح الله عرفان او په خپله لیکوال سریزي لیکلي دي، چي ټولو ددې کتاب د مختلفو برخو ارزښت بیان کړي دئ. دا کتاب کېدای سي له دې کبله هم بې سارۍ وبولو، چي  د هندي کلاسیکي موسیقي ډېر اړخونه یې په علمي ډول بیان کړي دي او د افغاني موسیقي ډېر پټ او نایاب اړخونه یې راڅپړلي دي. دا کتاب د هندي کلاسیقي موسیقي او افغاني موسیقي په اړه د هنري، تاریخي او جالبو معلوماتو ډک او که څوک له هارمونې یا د موسیقي له نورو الاتو سره اشنایې ولري نو د کلاسیکي موسیقي ټوله راګونه په علمي توګه ځني زده کولای سي. ښاغلی رحماني وایې چي دا کتاب یې له دې کبله وکیښ چي د هغو خلکو حق ادا کړي چي دا هنر یې تر موږ پوري راورسوئ.
لومړۍ برخه
 عنوانونه:
1- سلیمان لایق
2- جهاني
3- عرفان
4- د لیکوال خبري
5- موسیقي
6- موسیقي د پوهانو له نظره
7- د موسیقي د علم مبدا
8- مصري موسیقي
9- موسیقي او اسلامي هیوادونه
10- موسیقي افغانستان بعد از اسلام
11- افغانستان در قرن نوزده
12- هندي موسیقي
13- خراساني دوولس مقامییزه موسیقي
14- د موسیقي دوولس مقامونه
15- امیر خسرو دهلوي
16- ظاهر شاه او موسیقي
17- موسیقي د کابل په دربارونو کي
18- خرابات او د هغه پیدایښت
19- استاد غلام حسین
20- د تلوکان ملاحسن اخند
21- د کندهار پښتون باغ
22- ښارورا
23- نشرح
24- شالمار
25- د کندهار موسیقي تاریخي سند
26- په کندهار کي موزیکال ډراماتیک هنر
27- د ملنګ سره د سنګر او اوالدار انډیوالي
28- صمد رفیق
29- د کندهار سازونه
30- کندهاري شاعران
31- په ګاونډیو سیمو کي د افغانستان کلتوري اهمیت
32- افغانستان د سیمو د کلتورونو د مرکز په حیث
33- چشتي طریقه
34- سماع
35- افغاني کلتور
36- د افغاني موسیقي اغیزي پر نورو ملکونو باندي
37- په افغانستان کي موسیقي د انجینر قیام له انده
38- د موسیقي د اوو سورونو اړیکي د طبیعت او رواج
39- د موسیقي الي (غیچک، سرنا، تبله)
دوهمه برخه
راګونه:
40- د راګونو تشریح
41- د راګ اصول
42- لومړی راګ...
43- راګ او راګني
ښاغلي رحماني لیکي چي په دویم ګام کي غواړي چي د موسیقي مختلف مکتبونه تشریح کړي، راګ او راګني بیان کړي او د مروجو ریتمونو (تالونو) زده کړه د مینه والو لپاره اسانه کړي. موږ ټوله افغان ولس او استاد ته ددې بې شانه او ارزښتمن کتاب د لیکلو له امله مبارکي وایو او د لوی خدای در بار ته استاد ته پر خپل دې نیک ګام باندي د توفیق ورکولو ارزو لرو.


   


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery