مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مړي پر خدای په زور نه بښل کيږي

سيدحسين پاچا


مړو او شهيدانو ته دوعا په کار ده، نه په لارو وکوڅو کې ځانه ښوونه و نه جهادي لېونتوب. الله د چا په ټوپکو او تمانچو ښوولو نه خوشاليږي او نه د چا له ګواښنو ويريږي. دوعا ته تضرع وخشوع په کار ده نه وسلې. د چا نمانځنه څوک په وسلو نه کوي. خاتمه مستوره ده

وېرېږم پر دې چې رب العزت به د محشر پر ورځ غږ کړي چې ((مجرمانو، نن ورځ له نورو نه جلا شئ!)) او موږ په هغه وخت کې بيا هم خپله سرتنبه ګي نيولي وي چې نه، ((ما جهاد کرديم)). اصل دېوان خو هلته له هغه رب العزت سره دی چې د چا جهاد يې قبول کړی او يا نه؟ څوک صالح دی او څوک بد کار؟ چا ښه کړي او چا بد؟ دلته خو به عيسوي جانکيری راشي منځګړيتوب به وکړي، د خلکو ګټلې رايې به د مجاهد لپاره د هغوی له خپلوان سره سمې نيمايي کړي، خو هلته بيا نه زور چليږي، نه ځواک، نه زر چليږي نه سپارښتنه او نه عذر. نه پکولونه چليږي، نه يې تمانچې او کلاشينکوفونه، نه زمرد و نه لاجورد، او نه يې جاسوسي شيطاني شبکې، نه چل چليږي، نه يې دوه مخې ډبل لوبه، نه يې ژبه چليږي، نه يې قوميت ومليت او نه سمتپالنه، نه يو څه او نه بل څه. او نه د نورو سپينې جالۍ خولۍ هغوی به هم حساب وکتاب سره مخ وي. هلته خو به هر سړی د خپل ځان نارې وهي او د خپل ځان په غم کې به ډوب وي. ورور به وروره، له موروپلاره، له خپلې مېرمنې واولادونو نه تښتي. هر څوک به وارخطا وي. نه به اخوانيت په درد خوري، نه شغليت وماويستوب، نه حزب ونه جمعيت، نه يو څه او نه بل څه؟

نه به سوشيالېست بوټو وي، نه بابر، نه حميدګل، نه ضياء، نه اختر. نه به ملايان وي، نه سياستوال، بلکې د خپلو کړو پوښتنه به ترې کيږي چې څه دې کړي؟ يو پر يو به سوال وځواب وي. دلته خو به خپل فکر وژبه هم بدله کړو او له خپلې ژبې خو وبه تښتو چې ژبه نه ژبه، خو هلته بيا به له موږه دا واک هم واخېستل شي چې زموږ پښې ولاسونه به پر موږ ګواهي ورکوي. الله تعالی پر ورحميږي او له داسې فضيحته دې موږ وساتي. امين

پوښتنه دا ده چې انبياء عليهم الصلاة والسلام وارخطا وي، نو زموږ د آمر صاحب او د جهادي مشرانو او کوتمکارانو به څه حال وي؟ دوعا او نمانځنې سره توپير لري. د الهي ونبوي اسنادو پر اساس موږ ته د ځان، موروپلار او د اولادونو او نورو ټولو عامو مسلمانانو او مؤمنانو سپارښتنه شوې نه د نمانځنو. له دې وجهې نه ځينې علمای کرام د انبياء عليهم الصلاة والسلام مولود يعنې کاليزه يا birthday هم درست نه ګڼي، نو زموږ به څنګه وي؟ خير که بيا هم څوک يې نمانځي، نو نمانځنه څوک په بېباکۍ نه کوي او نه لنډه غر په لارو وکوڅو کې خوشې کوي چې د نورو خلکو د مرګ ژوبلې سبب شي.

هسې هېښ دېته شوم چې په نوره نړۍ کې خلک خپل شهيدان واتلان څنګه نمانځي او موږ يې څنګه؟
وېرېږم پر دې داسې نه چې موږ د پرديپالو روزل شوي جهاديان لږ سرزوره شانتې خلک يو. د روسي يرغلګرو پر ټانګونو سيده ورختلو، خو بيا مو زړو يارانو ته باد وتلي او چوپ پاته يو. ځکه خو يې هم په خپلو تاڼو کې واچولو او له وهلو او ټکولو نه نيولې تر سختې زورونې او وژلو پورې يې هم راباندې اړي ونه کړه. که مو خبره يې نه منله، نو بيا يې پر مشر لالا باندې هم خرڅولو او د کيوبا په يو لېرې ټاپو کې يې بيا له ګردې نړۍ ګوښه ساتلو. بيا هم له هغې ځايه له راخوشې کولو وروسته بيا هم مو ځان ونه پېژنده او دا ځل د سپينو جنډو پرځای مو تورې خوښې کړې.

د شنو جنډو والا بيا دوه ډلې شوي چې يوه د شنو جنډو او جالي خوليو والا هغه دی چې له دولته ګوښه پاتې او د نورو شنو جنډو او پکولو والا بيا بر په کابل کې د حکومت واګې لري.

مشر لالا هم تروريست هغه چا ته وايی چې ګټې يې ګواښي. که ګټې يې نه ګواښي هغه بيا ورته سم دی. برابره خبره ده چې هر ډول جنډه ولري. د ترهګر تعريف لږ شانتې سخت دی چې سړی پرې پوه شي. دا ځکه چې هر څوک ځانته خپل خپل تعريف د ترهګرو لپاره لري. د بېلګې په توګه اسرائيل د ترهګر لپاره خپل تعريف لري او دښمن يې هم روښانه دی. هر کله يې چې زړه وغواړي د خپلو عربي دوستانو له خوا ورته د هغوی د ټکونې، وژلو او د کورونو او خاوره باندې د يرغل شين څراغونه ورکول کيږي. د هوايي، بحري او زمکني حريم حق هم نه لري.

نن د مشر لالا د دفاعي استخباراتو پخوانی مشر هم وايی چې ترهګر په پاکستانې وو، خو موږ په افغانستان کې عمليات کول. د القاعدي پر ضد عمليات نه کول په پاکستان کې د مشر لالا او د متحدينو يې ستره تېروتنه وه. اوس يې هم نه کوي او لا زياتي يو ميليارد ډالره ورته هر کال ورکوي. که عمليات پخپله نه کوي، نو بيا خو دې دومره وکړي چې له دې وروسته دې نورې پيسې پاکستان ته د ترهګرو د ځپلو په موخه نه ورکوي. موږ يو متل لرو ((مار هم پخپله وژنه د بل چا په لاس يې مه وژنه))، خو مشر لالا بيا هم خپل دښمن د بل په لاس وژني.

ترکيه هم ځانته د ترهګرۍ لپاره خپل تعريف لري چې ناباندي يې د يو مشخصې ډلې سره ده. هغوی چې غواړي ځانته خپل يو مشخص ټاټوبی ولري، نو د دغې د لاسته راوړنې لپاره ترهګر دی. اوس يې مشر لالا ته د تورو جنډو والاو د ځپلو لپاره په عراق وسوريه کې له خپل هوايي حريمه اجازه ورکړه، خو دل په يو مشخص لږه کی په عراق وسوريه کې شو. پخپله خاوره کې خو ورته حق نه ورکوي، خو لا په ګاونډ عراق وسوريه کې يې هم د مشر لالا سره د يو متحد په توګه يې ټکوي.

سعودي هم ځانته خپل تعريف لري. يمن خو د ځان لاس لاندې ګڼي. پخوا يې له همدې اوسنۍ ډلې چې ورسره جګړه يې اعلان کړې د يوې بلې اسلامي ډلې په مقابل کې بېساری ملاتړ کاوه، خو نن سره چپ شول. دا ځکه چې هغه يې اوس له سيمه ييز سيال سره نژدې شوې.

هېښنده لا دا ده چې ترکيه، قطر وسعودي د بشار الاسد د پرځولو لپاره يو څو کاله مخکې سره تړون کړی وو چې نن هم د هماغه تړون له مخې سره د بشار الاسد رژيم پر وړاندې د هغه له مخالفينو سره مرسته کوي، خو بيا ترکيه وقطر چې يو يې اسلامي مخينه او بل يې بيا له اسلامپالو سره خواخوږي لري له دې چا سره تړون کې يوځای دي چې مصري يوځي واکمن ته يې د هغه نورو اسلامپالو د وژلو او ټکولو لپاره په ميلياردونه ډالره ورکړل او د قاهری لارې وکوڅي له جوماتونو سره په سرو وينو ولمبول شوې.

همداسې ايران وسوريه، يمن وليبا هم د خپلو ترهګرو لپاره ځانته ځانته تعريفونه لري. سوماليا ونايجريا هم ځانته ځانته تعريفونه لري چې له يو نه بحري غلاوې پاتې نه شوې او بل بيا په سلګونه نجونې له ښوونځيو څخه وتښتولې او لا تراوسه يې له ځان سره د بونګې په توګه ساتلي دي.

همداسې زموږ بل ګاونډي د انصارو کور هم بيا ځانته خپل تعريف لري چې هغه بيا په دوو ډلو وېشلي دي. هغه چې په افغانستان کې ورانی کوي، وينه تويوي. د هېواد ملي نهادونه، تعليمي مؤسسات او ټولګټې پروژې تخريبوي او يا يې سيځي، نو هغه بيا ښه ترهګر دی، خو هغه چې بيا خپله د ټوپک پر همده ورواړوي، نو بيا بد ترهګر دی. حال دا چې د ښو او بدو دواړو زيږوونکی هم خپله دی. زموږ قاتلان له ځان سره ساتي، خو خپل بيا له موږه غواړي چې ورته يې ورکړو او يا يې ورته ووژنو.

هغه ترهګر هم دی چې په هلته په کشمير کې بيا د هند په خلاف ترهګري بريدونو او چاودنو کې ونډه لري، نو هغه هم بيا ښه ترهګر دی. ننګيالی دی، خو که د ممبي د پېښې غوندې ونيول شي او خپل هڅوونکی ورته وښيي چې چا دوکه کړی وو، نو بيا هغې ته ((قصاب)) وايی. مړی يې هم د هغې له خپل شرم نه وانه خېست او له اعدام وروسته هملته ښخ شو. زموږ طالبي مشران چې ووژني، نو بيا يې مړی په کنډواله کې واچوي او په نورو خلکو يې ښخوي.

کاشکې چې زموږ ته يې هم ((قصابان)) ويلی چې نه ترې په عام بازار، دفاترو، جوماتونو او قرارګاو کې خلاص يو او نه ترې په ښاديو او غم کې، نو بيا هغې ښه ننګيالی ترهګر وايی. د جنت شهادتنامه هم ورته ورکوي، خو پخپل يې بيا نه يو هم نه لوريږي. بلوڅانو ته هم ترهګر وايی.

زموږ انصار لالا داسې هوښيار دی چې پرونۍ جهادي پرېښتې يې په اوو ډلو ووېشلې او ټول يې سره لومړی پخپلو او بيا له ګيلمجمو سره په جنګ واچولې. ننني سپينې پرېښتې بيا په دوو ووېشلې. د سبا تور کارغان به خدای خبر چې په څو ډلو وويشي. پروني طالبان نن نارې وهي چې نوی مشر يې انصار لالا ټاکلی، خو خپل ځان ترې بيا هېر دی چې دی چا ټاکلی وو؟

انصار لالا ګان زموږ په روزلو، وېشلو او هڅولو کې ډېر هوښيار دي. چا اووه او چا بيا يوازې يو لږه ګی په اتو ډلو ووېشه او د هر يو پورې يې د ((اسلام)) وروستاړی يوځای کړی. دا چې څه يې ويل او څه يې وکړل تاريخ ګواه دی. بيا يې څنګه تنظيمونه پخپلو کې سره د چرګانو په شان په جنګ واچول او بيا يې څنګه بېسواده کوماندانان له خپلو تنظيمونو نه بېلاري کړل چې د خپل مشر پروا يې نه ساتله. بيا يې څنګه ورته طالب راويسته او څنګه يې پرې سره سُنت کړل. يو يې بيخي له صحنې منزوي کړ او بل يې بيا هلته د کولال سمڅو ته ورساوه او بيرته يې پر هماغه سمڅو والاو باندې د خپلو الوتکو او توغنديو پر زور هماغه د سمڅو والا راويست او د سپينو بيرغونو والا يې پرې وځغلول او بيا څنګه هندی الاصل مهاجر دلته له ګارډين سره وايی چې ما دوی د دوو موخو لپاره بيرته رامينځته کړل چې يو مې پرې د خپل دښمن سره نيابتي جګړه مخې ته يوړوه او بل پخوانی ولسمشر کمزوری کړ.

وړانده چرګان يې د خپل مشر له مرګ نه دوه - دوه نيم کاله ناخبره وساتل. د سولې خبرې يې مخې ته يوړې. د هغه پيغامونه يې خلکو ته خپرول او بالاخره د خبرو په جريان کې سړی مړ وخته. نن يې بيا وړانده چرګان دوه ډلې کړل چې ان خبره دومره رسوايي ته ورسېده چې اوس دوی خپله نارې وهي چې نوی مشر يې چا ټاکلی؟ د امارت څوکۍ چېرې وېشل کيږي؟ ده ته يې د څه شي وړانديز کړی وو؟ دی يې ولې مخالف دی؟ ولې دوی اوس لا پر ملايانو، قومي مشرانو او علماو غږ کوي چې رامينځته شي او هغوی بايد خپله فيصله وکړي او د شريعت مطابق دی مشرۍ وړ نه دی. همداسې نورې خبرې درواخله چې واک نه ورکوي، جرګې ته نه حاضريږي او موږ به خپله فيصله وکړو او نن وپه سبا کې به خپله فيصله صادره کړو. دا او هغسې نورې خبرې. له يو لورې ورته طالبان راماتوي، له بل لورې بيا هغه مخالف طالبان وهي او هم يې له دولت سره جنګوي او له بل لورې بيا داعش ته د ملاتړ هڅې روانې دي. حال دا چې داعش زموږ له سيمه ييزې جغرافيا سره هېڅ تړاو نه لري.

نتېجه :
زموږ انصار لالا دې په دې پوه شي چې که هر څومره موږ ته په هره جامه کې راشي. که په شين کې وې، که په سپين کې وې او که اوس په تور کې راځي، خو افغانان دې پېژني. موږ ته د ملا او سپين مار په جامه کې د پيريانو نخرې مه کوه. د شاه ولي الله دهلوي په رواياتو کې هم داسې يوه کيسه راځي چې البته د جني وخت به دومره يا وو او يا نه، خو هغه په خپله کيسه کې ورته اشاره کړې چې په ناګاهانۍ ورته د مطالعې په خونه کې پيري ورته د ((مار)) په شکل ورغلی وو او هغه وژلی وو چې لږ وروسته ورته دروازه ټک ټک شوه چې دروازه يې خلاصه کړه چې ګوري دوه تنه ورته ولاړ دي او ورته وايی چې تا خو قتل کړی او هغه ورته وايی چې نه ما نه دی کړی او هغوی يې له ځان سره خپل قاضي ته وړي او هلته پرې دعوه کيږي او پوښتل کيږي او هغه ورته وايی چې ما خو قتل نه دی کړی او هغو ورته وايی چې نه تا زموږ کس ((جن)) يا پيری وژلی، ګواهان ګواهي ورکوي چې نه هغه پېری وو، نو هغه ورته وويل چې هغه خو مار وو چې په دې وخت کې يې حديث ياد ته ورځي او هغه ورته وايی او هلته دوه تنه نور پيريان بيا دا تصديقوي چې ((هو)) موږ دا حديث له پېغمبره اورېدلی. اګر چې محدثين له دهلوي سره په دې خبره کې متفق نه دي. وايی چې چا ثابته کړې چې هغوی به د دومره وخت وو. د پيري عمر چا ثابت کړی؟

زموږ انصار لالا دې په دي پوه شي چې د کلام پاک شروع پر حمد شوې او ختم يې پر ((من الجنة والناس)) شوی. افغانان مظلوم دي او الله تعالی به يې ساتنه کوي. دا د هغه خپله فيصله ده چې الله تعالی د مظلوم ملګری نه د ظالم، دا ځکه چې الله تعالی ظالمان نه خوښوي.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery