دخپریدو نیټه : 2015-10-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
معیاري زده کړې!
نورمحمدثاقب
په ټولنه کې مو د رښتیني مطالعې کولتور کمزوری دی. اکثره وخت د تعلیمي او تحصیلي موسسو فارغینو څخه د عملي کار او ژوند پر مهال شکایتونه کیږي، چې نوموړی، دی یا پلانی د پوهنتون او دارالمعلمینو څخه فارغ شوی خو ډیر ضعیف دی، لیکل یې نه زده، املایي نه زده. ان کله کله خو د تعلیمي او تحصیلي سند لرونکي وګړو ته هم بې سواده کلمه کاریږي. دا خبره تر ډیره واقعيي ثابتیدای شي. زموږ(د افعانستان) د یوه پوهنتون ریس او د پوهنې یوه ریس د تیلیفوني مفاهمې یوه برخه د بېلګې په توګه راوړئ شو:
د پوهنې ریس یو تن فارغ التحصیل کس د پوهنې ریاست اړوند یوه بست لپاره د ګمارنې پرمهال ارزوي. خو یاد فارغ کس د املا او انشاء له پلوه ډیر کمزوری ثابیتیږي. د پوهنې ریس د اړوند پوهنتون ریس ته زانګ وهي او د روغبړ وروسته یادونه کوي، چې “ریس صیب محترم ستاسو د پوهنتون یو شمیر فارغین ډیر ضعیف دي. ان املا یې هم نه زده.” د پوهنتون ریس ځواب: “هو! ریس صیب دا سمه ده، تر ډیره درسره موافق یم. د پوهنتون استادانو لپاره د دوی ټیټه سویه هم یوه لویه ستونزه ده. خو همداسې له معارفه فارغ شوي، اساس یې نه دی جوړ.”
په تېره څوارلس کلنه دوره کې مو ښوونیز بهیر ډیره وده کړي. د کمیت له لحاذه ډیر پرمخ تللي یو. د کیفیت په برخه کې ډير زیار ته اړتیا ده. که د هیوا (افغانستان) ښوونیز او روزنیز بهیر ته ځیر شو، زده کوونکي او محصلان مو په معیاري توګه وارزو، رامعلومه به شي چې تر ډیره میحانیکي زده کړې شوي؛ نه اساسي او شعوري. یعني محصل یا زده کوونکي د نوټونو او چیپټرونو معلومات یوازې حفظ کړي؛ په مفهوم یې نه دي پوه شوي. که رښتني پلټنه وشي زموږ یو شمیر هغه زده کوونکي او محصلان چې لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته په بورسونو کې د دولت له خوا لیږل شوي؛ یو شمیر یې پرته له دې، چې د لوړو زده کړو دوره هلته بشپړ کړي؛ له وړاندې بیرته هیواد ته راغلي. یو لوی علت یې د هغه ځای د زده کړو معیارونو سره نابرابري ده. په کار ده، چې د تدریس او زده کړو د کیفیت د لوړولو په موخه اړینې هلې ځلې وکړو ترڅو معیاري زده کړو ته شرایط برابر شي.
معیاري زده کړه د انسان په سلوکو کې مثبت بدلون پياوړی کوي او د انساني پرمختګ یوازنۍ وسیله ده. اړینه ده، چې د معیاري مطالعې د کولتور پياوړي کولو لپاره کار وکړو، څېړنیز مرکزونه جوړکړو، کتابتونونه غني کړو، لیکلي اثار ولرو، د ښوونکو او استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو لارې چارو ته پرمختګ ورکړو او هغه قوانین چې د سواد او تحصیل د ودې په موخه جوړ شوي؛ تقویه کړو. هاله د رښتنې مطالعې کولتور پياوړی کولای شو. کولتور له لومړي ژونده پیلیږي، غوره به دا وي، چې د ماشومانو د روزنې پر مهال د مطالعې کولو اهمیت هم وروښودل شي. د هرې ټولنې شته دولت مسولیت لري، چې د معیاري زده کړو او په ځوانانو کې د مطالعې کولتور پياوړي کولو په موخه د معارف اغېزمن سیستمونه جوړ کړي. په ځینو برخو کې د ولس مسولیت هم دی، چې دولت سره د زده کړو د کیفیت په لوړولو کې لازمې مرستې وکړي ترڅو هغه ګټورې تعلیمي پالیسۍ چې دولت یې غواړي؛ پلي کړای شي. د مطالعې پياوړی کولتور زده کړو ته وده ورکوي او پرمختللي کوي يې. ځوانان مو اړ دي، چې معیاري زده کړې وکړي. وايي چې میحانیکي او په تاریخ تېرې زده کړې داسې مثال لري، لکه یو څوک چې موټر چلونکی نه وي او لایسنس ولري. یعني یوه ځوان ته تش دیپلوم ورکول یا لرل د ټولنې په بدلون کې څه اغېز لري؟ هېڅ، پرته له زیانه!
د مطالعې او زده کړو په تړاو داسې قولونه هم شته:
“ ځوانه سخته مطالعه وکړه، ترڅو په ژوند کې جوګه شې” “ ځان دې په خپله ټیله کړه، کني بل دې نه ټیله کوي؛ مطالعه وکړه.” “ مطالعه به وکړم، چې چمتو شم. شوني ده، چې چانس به مې مخې ته راشي.” “ د مشکلاتو سره مقاومت ښایه او سخته مطالعه کوه.” “غلی اوسه خو مطالعې ته دوام ورکړه!” “ چې څومره زیاته مطالعه وکړو هغومره مو ناپوهي سپڼلئ شو.” “ سخته مطالعه وکړه خو ښه یې وکړه؛ روښانه راتلونکی به ولرې!” “ همدا شېبه دې لوست وکړه، کله ناکله ناوخته زده کړه هیڅ وي.” “ همیشه د نوي ګټور شي د زده کړې هیله ولره!” “ زده کړه کول له تیارې وتل دي.” “ د زده کړې منظور دا دی، چې تش دماغ په پرانیستي دماغو بدل کړي.” “ د زده کړې لوړه هیله پوه نه بلکې عمل کول دي” “ زده کړه د خپلواکۍ د زرین وره د خلاصون کیلي ده.” “ یوازې لوستی کس کولای شي، چې څنګه یې زده کړي او بدلون راړوي.” “ زده کړه کول نه یوازې ژوند ته چمتو کول دي، بلکې زده کړه کول په خپله ژوند دی.” “ د زده کړې بنسټ تریخ دی، خو مېوه یې خوږه ده.” “ پوهنه تر ټولو غښتلي وسله ده، چې له مخې یې نړۍ ته بدلون ورکول کیږي.”
د مطالعې لپاره هر عمر مناسب بلل شوی. هڅه دې وشي، چې د مطالعې کولو لپاره کافي وخت، مناسب چاپېریال او نورې اړینې سرچینې ولټول شي. څېړنو ښودلي چې په تدریجې توګه د مطالعې مهال ډیریدل د مطالعې کولتور ته وده ورکوي؛ د زده کړې او څېړنې زغم ډیروي. هر ځوان زده کوونکي او محصل ته لازمي ده، چې علمي معلوماتو باندې په رښتني توګه د پوهیدلو نیت ولري.
نن ورځ د څېړنې او پراخې مطالعې لپاره د تېرو وختونو په پرتله ډیرې اسانتیاوې په لاس لرو. د نړیوالې ژبې او د انټرنیټ په مرسته کولای شو، چې د علمي معلوماتو او تجربو څخه د نړۍ له بېلا بېلو ویب پاڼو، ماحذونو او سرچینو ګټه واخلو. د مطالعې په پراختیا کې هیڅکله نغړي نه ده په کار. ځوانان مو باید همدا نن د ګټورې مطالعې او معیاري زده کړې په لټه کې شي، چې دغې هیواد (افغانستان) ته په ملي وحدت سره خدمت وکړي، چې د هر ډول بدلیدونکو ننګونو مخه ونیسي او افغان ولس ته مو د انساني ژوند کولو لوړ شرایط برابر کړي.
پای