مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-11   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار ملي راډيو ټلويزيون د اخلاقي او مالي فساد سرچينه ده. والي صاحب ځان خبر که !!!

benawa afghanistan
محمد سلطان (شریفي)
البته نړیوال په صورت عموم په یوه هیواد کي عامه رسنی د ټولني د ترجمان په مفهوم تعریفوي. چي یوه بې طرفه او ریښتونې رسني کولایسي، د دولت او ولس تر منځ د غوښتنو، ټولنیزو ستونزو او د هغوی د حللاري په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي. البته یوه ازاده رسنۍ د یو منظم او قاطع مدیرت په پاکه اراده سره کولایسي، د یوې ټولني ډېرو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي، چي دا کار پخپله په یوه ټولنه کي د سیاسي، اجتماعی او قتصادي پرمختګ کي خورا مهیم رول لوبولایسي. دا چي نن ورځ رسنی په نړی کي د څلرمي قوې په حیث پېزندل سوې ده، لاکن کار کول يې د انساني ژوند په ټولو اړخونو کي تر لمړۍ قوې هم ډېر مهم، د ارزښته ډک او ګټور تمام سوي دي. لاکن دا چي زموږ په هيواد کي د بيان د ازادۍ د زيږيدني تر لمړۍ لسيزي وروسته لمړني کلونه دي او دا مهال لا دا برخه زموږ په هیواد او ټولنیز ژوند کي ډېره ماشومه ده. نو پدې کي هیڅ شک نسته، چي ازادي او دولتي رسنۍ دواړه په دسته جمعي سره د خلکو د اذهانو د روزني دپاره ډير ښه رول لوبولایسي او دولتي رسنۍ هم د موجوده نظام لپاره تر ټولو ښه وسیله او ژبه بللایسو. لاکن دا چي نن ورځ په لوی کندهار کي ملي راډيو ټلويزيون د ولايتي ادارې مهمه رسنۍ بلل کيږي او په محلي کچه خلکو ته د دولت د لاسته راوړنو او تر دولته پوري د خلکو د ستونزو د رسولو لوی مسووليت او کاري رول په غاړه لري، په خواشينۍ سره باید ووایم، چي د زيات وخت راهيسي، د دې رسنۍ د مشرتابه په اړه داسي منفي خبري اورم، چي په یادولو سره يې واقعآ ډېر شرم احساسوم. ځکه نژدې هره ورځ د دې ادارې کارکوونکي شکايتونه راليږي او وايې، چي نور ددې ادارې څخه سخت زړه توري دي او نه غواړي، چي په یاده اداره کي د اخلاقي فساد او یو ضعیف او دیکتاتور مدیرت له کبله کار وکړي. د کندهار ولایت د ملي راډيو ټلويزيون مشر او مسؤل نورالله نوري دی، چي اصلآ په خټه صافی او د کاپیسا ولایت اصلي اوسیدونکی دی، چي د ژوندانه زیاته برخه يې د افغانستان په جنوب غرب حوزه کندهار او هلمند کي تېر کړی ده او د تېرو څلورو کلونو راهیسي، د کندهار ولایت په ملي راډیو تلویزیون کي د عمومي مسؤل یا امر په توګه دنده تر سره کوي. په دې وروستيو کې د دې ادارې د يو شمير کارمندانو له لوري چي زه يي نوم نه سم اخستلای، داسي څرګندوني را رسيدلي، چي نوموړی نه یوازي پدې اداره کي په مالي او اخلاقي فساد کي تر غوږ غرق دی، بلکي په یاده اداره کي يې د کارمندانو په وړاندي ناوړه چلند هم په هیڅ صورت د زغمولو ندی. چي البته د دې خبرو د تصدیق لپاره ما شاوخوا نور معلومات هم کړی او د اکثرو هغو کسانو لخوا چي د ښاغلي نوري صاحب سره د نژدې په تماس کی دي دا خبري په مطلق ډول منلي دي. اوس نو موږ او تاسو ټول عملآ د دې خبري شاهدان یو، چي د ښاغلي نورالله نوري صاحب د ملي راډيو ټلويزيون عمومي خپروني له معياري او کیفي لحاظه نه یوازی دا چی خورا ټيټي دي بلکي د ملي راډیو تلوزیون د مینوالو لپاره د ستندرد او معیار له مخي هم چندان د قناعت وړ ندي. البته د خپرونو او خبرونو ټيټ کيفيت او په اداره کي دننه اخلاقي او مالي فساد او د نوري صاحب ديکتاتور چلند د دې باعث سوی، چی د تلويزيون او راډيو پر فعاليتونو سخت منفي اغيزي وشيندي او د دې ادارې نامه او عزت ته هم سخت زیان ورسوي. د ښاغلی نوري صاحب په اړه را رسيدلي موثق معلومات ښيې، چي د ملي راډیو تلویزویون د اعلاناتو پيسي هم تر ډيره د نورالله نوري شخصي اکاونټ ته ځي او د خارجيانو له لوري چي دې ادارې ته کومي نغدﻱ پيسې ورکول کيږي، په اړه يې نه څوک د نوري صاحب سره د حساب او کتاب پلټنه کوي او نه هم تر اوسه چا پوښتنه ترې کړي ده. زموږ معلومات زیاتوي، چي دا ښاغلي د دې ادارې په پيسو نه یوازي دا چي په عينو مينه کي يې لوکس کور جوړ کړی، بلکي په کابل کي يې هم یو کور رانيولی او همدا اوس د څه ناڅه پنځلسو زرو ډالرو په موټر کي سپريږي. دا پداسي حال کي چي ښاغلی نورﻱ صاحب بل هيڅ کاروبار هم نه لري . د دې راپور په دوام باید ووایم، چي د کندهار ولایت د ملي راډیو تلویزیون په اداره کې دننه هر کارمند د ښاغلي نوري له لوري په دوامداره توګه تهديد سوی، سپک سوی او هم هره ورځ د دندي څخه د لیري کولو په موخه ګواښونه ورته سوي. البته اوس نو دا ټولو ته معلومه ده، چي کندهار ولایت په سیاسي ډګر کي د افغانستان د زړه حثیت لري. بنآ په یاد ولایت کي د ملي راډیو تلویزیون خپروني باید د معیار او ستندرد له لحاظه په روزمره توګه منظم کاري پلان او د خپلو مینوالو لپاره په زړه پوري خپروني او معلومات وړاندي کړي او مسؤلین يې باید د اخلاًقي او اداري فساد څخه پاک او د خپلو ټولو کارکونکو سره په یاده اداره کي د ښه چلند بېلګه وي. خو په خواشينۍ سره باید ووایم، چی د کلونو کلونو په تېرېدو سره ددې ادارې په اصلاحي برخه کي داسي څه ندي تر سترګو سوي، چي د یتیم کندهار د ستونزو او ناخوالو ترجمانی دي وکړي. بنآ زه شخصآ د کندهار د والي صاحب ډاکټر همايون (عزيزي) څخه د یاد ولایت په ملکي ادارو کي د وروستي پرمختګونو او بدلونونو ستاینه کوم. خو که چیري په مطبوعاتي برخه کي د اصلاحاتو په موخه د کندهار ولایت د ملي راډیو تلویزیون له بدمرغیه ځان خبر کړي او یادي ادرې ته د خپلو هڅو په موخه یوه نوې بڼه ورکړي، د دې ولایت د مېشتو اوسېدونکو په ژوند کي به يې یو نوی ګام پورته کړی وي. ځکه دا اداره ستاسو د کارونو او پرمختګونو ژبه ده او ه تاسو کولایسي، چي د ولايت مقام، څارنوالۍ، خبريالانو او اطلاعاتو او کلتور رياست د فعاله کارمندانو يو ګډو هيت وټاکی او د دې ادارې په دننه کي هر څه وڅيړی او په اړه يې معلومات تر لاسه کړی. په درنښت محمد سلطان (شریفي)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery