مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په جګړه کې ملي ګټې

عبدالواسع قانع

د ملي یووالي حکومت اوسنی سیاست د جګړې په تداوم را څرخي او د جګړې د تداوم لپاره له آمریکې او روسیې او بل هرچا د مرستې غوښتنې کوي. په بیلابیلو ستیجونو حکومتي او حکومت پلوه مبصرین همدا خبره تکراروي چې افغانستان د سیمې په استازيتوب جګړه کوي او نور باید ورسره مرسته وکړي ترڅو دا جګړه وګټي. ددې مانا داده چې دلته جګړه کول او حتی د نورو په استازیتوب جګړه کول د افغانستان د ملي ګټو د تامین په مانا ده. نو اوس پوښتنه داده چې پدې جګړه کې کومې ملي ګټې خوندي کیږي؟ دویم آیا له جګړې پرته بله لاره هم شته او که وي، نوکومه لاره ده؟
لومړی خبره: د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي، که د طالب په صف کې څوک مري، هغوی هم افغانان دي، او ددوی نه پاتې کیدونکې کونډې، یتیمان او عقده مند د کورنۍ غړي هم افغانان دي او د افغانستان د راتلونکو حکومتونو لپاره به د اوږو بار وي. همدارنګه که د حکومتي ځواکونو په صفونو کې څوک مري، هغوی هم افغانان دي او ترې پاتې کیدونکې کونډې او یتیمان به یې د افغانستان د راتلوکې لپاره یو لوی د اوږو بار وي. که عام ملکي افغانان یا پاکستانیان مري، هغوی هم افغانان دي، د پاکستان پښتانه هم ځانونه افغانان بولي. په دې جګړه کې نه پاکستانۍ وژل کیږي لکه څرنګه یې چې ادعا کیږي، نه امریکايۍ او نه هم د کوم بل هیواد تبعه، نو که هغوی دلته په جګړه ټینګار هم وکړي، شاید ددوی ملي ګټې په جګړه کې وي او زیان به یې یا په نشت برابر وي یا به ډیر لږ وي. خو دلته د جګړې تداوم، یوازې افغاني بشري قوه له منځه نه وړي، بلکې دلته جګړه دافغانستان زیربناوې له منځه وړي، د نویو پروژود تطبیق مخه نیسي او له دې علاوه، د روغتیا، پوهنې او ددیني او اجتماعي ارزښتونو د محوه کیدو باعث ګرځي. نو په جګړه ټینګار، نه یوازې زمونږ ملي ګټې نه خوندي کوي، بلکې ملي ګټې او حتی ملت له منځه وړي.
دویمه خبره: حقیقت دادی چې طالب او حکومت دواړه د یوې سرچینې څخه اوبه خوري. نن چې هر عادي افغان پدې پوهیږي او ادعا کوي چې د طالب ترشا د پاکستان لاس دی، آیا امریکا پدې نه پوهیږي؟ آیا زمونږ معلومات، وسایل اود معلوماتو سرچینې، د فهم او درک قوې تر امریکا پیاوړې، غښتلې او پيشرفته دي؟ زما په باور خو امریکا ترمونږ ښه پدې پوهیږي چې که طالب بیروني حمایت له ځانه سره لري نو هغه د پاکستان حمایت او ملاتړ دی. نو اوس پوښتنه داده چې که امریکا پدې پوهیږي، نو ولې بیا هم پاکستان ته مالي او نظامي مرستې ورکوي؟ ولې له پاکستان سره جدي چلند نه کوي؟ زما په باور پاکستان د امریکا په مشوره او لارښوونه دا کار کوي اودا ټوله ډارمه د جنګ د تداوم لپاره ده. یعنې امریکا د افغانانو په وژلو او ځپلواو د جګړې په تداوم کې خپلې ګټې تامینوي.
دریمه خبره: د افغانانو ملي ګټې په جګړه کې نه، بلکې په سوله کې دي، خو سولې ته امریکا موقع نه ورکوي، پاکستان او افغان حکومت ته د امریکې پیغام همدا دی چې جګړې ته دوام ورکړي. پاکستان طالب ته دا روحیه ورکوي چې شاید د جګړې له لارې کامیاب شي او افغان حکومت ته دا وایي چې کومک درسره کوم او د خپلو مخالفینو ځپلو ته دوام ورکړه. که طالب بیخي پرکور کیني، (لکه له ۲۰۰۱ کال وروسته چې په کورکیناست) بیا به هم امریکا افغان او پاکستاني حکومتونه لمسوي چې طالب آرام مه پریږدۍ او جګړې ته یې مجبوره کړۍ، یا به داعش ته زور ورکوي یا به کوم بل ځواک رامخې ته کوي څو جګړې ته دوام ورکړي.
څلورمه خبره: سوله څنګه راتلای شی؟ له افغان حکومت او پاکستان نه د سولې طمع کول بیځایه خیال پلو دی. مدني ټولنې، میډیا اونور هم د امریکې له خوښې پرته څه نشي کولای، بلکې دهغوی فرمایشونه عملي کوي. په افغانستان کې سوله او جګړه د امریکې او روسیې په لاسونو کې ده. د افغانستان جګړه له تیرو ۳۵ کلونو راهیسې روانه ده او هغه مهال پیل شوه چې کله روسیې او امریکې خپل تعهد مات کړ اودا هوس یې وکړ چې افغانستان خپله نفوذي سیمه کړي. افغانستان د نیابتي جګړې ډګر دی. جګړه ټول وخت امریکا او روسیه ترسره کوي، خو د پاکستان، ایران، هند او نورو سیمه ایزو هیوادونو له لارې او دداخلي جواسیسو پرمټ او دعامو افغانانو د جهالت نه په سوء استفادې.
سوله هغه مهال راتلای شي چې افغانستان بې طرفه سیمه وبلل شي. امریکه او روسیه باید یو له بل سره تفاهم وکړي او افغانستان د یوې بې طرفې سیمې په توګه پریږدي، د خپلو جواسیسو د یوطرفه حمایت پرځای دې یو بې طرفه افغانستان حمایت کړي نو بیا هیڅ څوک هم جګړه نشي کولای. اوس باید یوڅوک پیدا شي چې روسیه تشویق کړي څو له امریکې سره خبرې وکړي. امریکا دې له افغانستانه ووزي. د طالبانو، اسلامي حزب او نورو ټولو ګوندونو په شمول دې یو ګډ د روغې جوړې حکومت جوړشي او امریکا او روسیه دې په ګډه ددې حکومت او راتلونکو حکومتونو دوامداره مالي ملاتړ وکړي.
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery