مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالب له ماسره څه کړي؟

سيد سميع الله راشد

 په لیکنه کې هيڅکله کوښښ نکوم احتیاط وکړم د روان وضعيت او پر پښتنو د روان شواخون يو ليکلی انځور به وي لیکل به مې شونې ده کوز او بر وي يا هم نيمګړي وي دا ځکه چې زه په سياسي او ادبی ابجدو ډير نه يم بلد بلکه له ځان سره د کړي سوچ او پر خپل ولس د روان زیاتي هغه جاج لیکم چې ما پرې شپې شپې او مياشتې مياشتې فکر کړی دی،که څه هم په دې برخه کې ډيرو ليکنې کړي دي او ډير به تر ما پرې ښه پوهيږي خو زه له خپل تحلیل سره سم د يو ځپل شوي، محروم،استخباراتي جګړې د ښکار پښتون انسان په توګه خپل درد لیکم.
له کله نه چې په افغانستان کې بهرنيان ميشت شوي دي، او د طالب په نوم د پاکستان د څارګرې ادارې په مرسته يوې مبهمې ډلې وسله پورته کړې له هم هغې ورځې په پښتون ميشتو سیمو کې نه آرام ژوند شته او نه هم یوه شيبه خوښي. هره شيبه غمونه، جنازې، وينې،ټپيان، کونډې او يتيمان دي، ماته لکه طالب يتيمان دوه ډوله نه دي بلکه د طالب يتيم بچی،د ملي اردو د سرتيري يتيم بچی، د روڼ اندي او قومي مخور يتیمان او کورنۍ راته ټول يو شانې دي دا ټول زما د ولس پر اوږو هغه دروند بار دی چې يوه ورځ به مې ملا راماته کړي ځکه بې پلاره ماشوم پالنه غواړي کله چې ونه پالل شي بیا نو د پاکستان مدرسو ته مخه کوي او له وطني احساسه ډير لرې په مصنوعی اسلامي احساس بیرته وطن ته راځي او د بل نسل لپاره مې د تباهۍ بنسټ ږدي.د طالب په نوم را پيل شوې لوبې له دې ستر او با عزمته قومه ښه ژوند، سياست، اقتصادي وده، پوخ سړک، پلونه او پلچکونه ټول اخيستي دي، د پښتنو کلي داسې دي لکه کنډوالې، لارې له تګه وتلي دي، پلونه اډو شته نه يو نيم که جوړ شوی و بوشکه اي بمونو له بیخ او بنياده ويستلي دی، سلګونو ښونځي تړلي دي، ځينې چې نوې ودانۍ ورته جوړې شوې وې د باروتو لمبو يي دیوالونه داسې تور کړي دي لکه تور سکاره.
طالب له موږ سره څه کړي دي:
 طالب چې په پښتونو کوم ظلم کړی دی نازيانو پر يهودو نه دی کړی.
 طالب د پښتنو د ښځو جامه، د نارینه وو د ننګ شمله او ان کورونه او جوماتونه هم د خپلو شومو موخو په خاطر کارولي دي، ډير وارې په لونګۍ کې بم کيښودل شوی دی ډير وارې طالب د پتمنې پښتنې په جامو کې لاس په لاس نیول شوی دی او تر اوسه مو لسګونه جوماتونه هم د باروتو خوراک شوي دي او د وينو ويالې پکې روانې شوي دي دا هرڅه عادي مه بولی دا ټول په تاريخ کې ثبتيدونکي دي.
 څومره ښونځي چې په پښتون ميشتو سيمو کې تړل شوي دي په ټوله نړۍ او خصوصا په افغانستان کې د بل هيڅ قوم په سيمه کې به نه وي تړل شوي له پښتنو پرته په هره سيمه کې زور واکی، جنګ سالار، خلقي،پرچمي، له بهرنیانو سره کارکونکی، سرتيری، افسر، ډاکتر،انجينر او... خپل ژوند کوي خو په پښتون ميشتو سیمو کې له تیرو ۴۰ کلونو را هيسې هره ورځ روڼ اندی، وتلی ديني عالم،قومي مخور او ټول منلي شخصيتونه په نښه شوي دي او شهيدان شوي دي.
 په هيڅ پښتون ميشته کې نن سبا څوک د پرمختګ، سیاست، ۲۱ پيړۍ د اړتيا خبره نه شي کولای، نن هم زموږ په سيمو کې تعويذ، زيارت، يوناني درمل،دوديز طبابت او تاريخ تیري درمل راج چلوي.
 په هيڅ پښتون ميشته سیمه کې د نجونو ښونځی نشته يوازې په ځينو سیمو کې نمايشي ښونځي کيدای شي وي او ځينې لوی ښارونه به مستثنا وي دا هم ځکه چې هلته لا هم په خپله مور لګيا طالب نه دی بريالی شوی چې ويي تړي خو په همدې هڅه کې دی.
 په تیرو ۱۳ کلونو کې څومره پښتانه مشران چې طالب وژلي دي، په ټول تاريخ کې به چا نه وي وژلي.
 په نورو ولايتونو کې چې پښتانه پکې اقليت دي که کله هم د طالبي پروژې غږ پورته شوی دی نورو قومونو يي غچ له پښتنو اخيستی دی، کندز، بغلان، فاریاب،بلخ او پروان يي ښې بیلګې دي، طالب راشي ښارونه ولوټي خلک و وژني او کله چې بیرته وتښتي نور قومونه يي غچ له پښتون ولسه اخلي.
 څومره زندانونه چې د طالب د شومې د سيسې له امله د پښتنو له بچو ډک دي تاسو باور وکړۍ که يي په تاريخ کې ساری وي ورشی په ولايتونو او مرکز کې زندانونو ته مراجعه وکړئ وګورۍ چې څومره ځوانان تر غولیدو وروسته د طالب په لومه کې را ګیر شوي او بیا نیول شوی دی او نن بنديان دي هر يو يا په شل کاله زندان تورن دی او يا هم په اشد مجازات يانې اعدام.
 څومره رشوتونه چې نن سبا پښتانه پلرونه او ميندې په محاکمو او نورو ادارو کې د خپلو بچو د دوسيو پر سر ورکوي بل هيڅ چا به نه وي ورکړي، که چيرې همدا پيسې د پښتنو د اقتصادي ودې په برخه کې لګول شوي وی، د بچيانو پر تعليم يي لګولي وی او يا يي د ښه ژوند په خاطر پرې سوداګري کړې وی نن به هيڅ پښتون غريب نه وی .
 نن سبا سياست اړتيا ده خو په پښتون ميشتو کې د طالب له لاسه لوستی ځوان نه سياست کولای شي، نه هم مدني فعاليت يا لیکنه، په ټولو پښتون ميشتو سیمو کې سياست له زور واکي، قاتل، قاچاقبر، بې تعلیمه او سړي خور سره دی راځئ په ملي شورا کې ټول پښتانه وکیلان يوې خواته ودروۍ د نورو قومونو له څو تنو استازو سره يي پرتله کړی چې زموږ استازي څومره زده کړې لري، څومره يي پر ولس زړه درد کوي او څومره د ولس له دردونو را پورته شوي دي او دلته د ولس په استازيتوب ناست دي، همداسې ورشی دولتی او نادولتي ادارو وګورئ چې تاسو څومره شعوري مشران لری او څومره لکه د هزاره وو محقق، د ازبکو دوستم، د تاجکو عبدالله، امرالله صالح، ضيا مسعود اونور زموږ له حقوقو ساتنه کوي ددې ټولو علت دا نه دی چې زموږ مشران به خدای مه کړه پښتانه وي ددې علت دا دی چې دوی نه سياسي پشتوانه لري نه هم ځوان مدني خوځښتونه او يا هم د طلوع، يک، اريانا او.... په څير فعالې له قومي نشنليزم ډکې رسنۍ.
 پښتون په ټول کې طالب په معنوي لحاظ وژلی دی پښتون مادي ژوندی دی يانې ساه کښ حیوان دی خوري څکي خو د ژوند له ټولو مزاياوو بې برخې دی، نه يي زوی په ارام دی نه يي هم لمسی، تر اوسه هيڅ پښتون ځوان دومره نه دی ځليدلی لکه د بل قوم ځوانان چې ځليدلي دي د پښتون ملاعمر زوی اوس هم د پلار د کړنو له امله ولسه بښنه غواړي خو د مسعود زوی له آکسفورد پوهنتون څخه فارغ شو، د پښتون ګلبدين زوی اوس هم د آی اس آی راشن ته په شمشتو کې ناست دی خو د ازبک دوستم زامنو په ترکيه کې زده کړې وکړې او نن سبا ورته کمپاين کيږي څو قهرمانان او د هیواد په راتلونکي سياست کې ونډه ولري، د پښتون سياف زوی او وراره اوس هم ایله لوچکي کوي او ځمکې غصبوي خو د مړه قسیم فهيم زوی بیا د سياست او لوړې څوکۍ په لټه کې، د ضيا مسعود زوی د يونس قانوني زوی او د محقق زامن بیا د غټو غټو ادارو سلاکار دي، بنسټونه يي جوړ کړي او خپل قوم ته کار کوي.
 نور قومونه د خپل ولس لپاره سیاست کوي خو زموږ په کور ناستی حامد کرزی، انورالحق احدي او.... ايله بیله په اشرف غني پسې تبلیغات وکړي، تخريب يي کړي، له نورو سره معاملې وکړي، سپکې سپورې وکړي. بله ډله بیا د اشرف غني په ننګه کرزي پلوي ځوانان ښکنځي او دا بیا د عصري عقدې بله برخه ده، کرزی پرون هم د نورو وو نن هم د نورو دی، په دفتر کې يي تر پښتنو ډير نور مقرر دي، له بورسونو، سکالرشيپونو او کاري موکو يي نور خوند اخلي خو په نوم بیا زموږ دی او رنګه پرې د پښتون بده ده.
په ټوله دنيا کې اسلامي خوځښتونه شته دي که چيرې د فلسطين شپيته کلن ناورين او هلته د حماس مبارزه کره مطالعه کړو پوهيږو چې د نورې اسلامي نړۍ اسلامي خوځښتونه له نورو سره څه کوي، تر اوسه هيڅ داسې اثر نشته دی چې حماس او ددې ډلې مشر اسماعيل حنيه دې په غزه کې يو فلسطينی هم اسراييلو ته د جاسوس په تور وژلی وي، دا ځکه چې دوی ته د فلسطين تر څنګ د دې خاورې ولس هم مهم دی، داسې هم نه ده چې اسراييل به فلسطيني جاسوسان ونلري ښه ډير به لري خو حماس چې فکري اسلامي ډله ده خپل جاسوس هم نه وژني، ولې طالب بیا خپل ورور را چپه کړی وي، کامره يي ورته چالانه کړي وي له وهلو، حلالو، خرهار،ځورولو او زاريو يي دومره خوند اخلي ته به وايي که کوم روسی يا امریکايي يي را چپه کړی دی او چې کله ترې سر غوڅ کړي سر يي ورته په ملا کيږدي او بیاترې روان شي او ځان ته بیا غازي، مجاهد، دالله د لارط سپيڅلی مبارز او يا د وطن له غمه مړ هم وايي خو افسوس او صد افسوس ددې ځناورو په حال، ددې علت خورا روښانه دی طالب په فرضيو پسې ګرځي او طالب هم لکه پرونی شاه شجاع، هغه بله ورځنی د خوشال خان زوی بهرام او.. د تاريخ هغه منفوره څيره ده چې يوازې خپل وژني او خپل لوټي.
دا حالت بايد بدل شي خو په خيال نه شي بدليدای نن که طالب پښتون ته په ستر ناورین بدل شوی دی سبا به يي ورته نالوستي بچيان، د طالب پاتې يتيمان او کونډې بل ناورین وي، ۲۱ پيړۍ په اهليت ولاړه ده خو د پښتنو اهليت له صفر سره ضرب دی، د طالب پروژه نوره محوه کيدونکې ده، د طالب په نوم را پيل شوی پنجابی سریال نور په داعشي سریال بدلیدونکی دی،راځئ لاسونه سره ورکړو خپل بې سواده بچيان اول په خپله پوهول په کار دي که نه پوهيږي ملي اردو او ملي پوليس پسې مه ستړي کوی، ځکه طالب د ملي اردو او پوليس په ستړيا نه ارزي خپله يي غاړې پرې کړۍ په عزت يي خښ کړی او ځان ترې خلاص کړی د وطن په خاطر که يو بچی ملي اردو يا ملي پوليسو ته ليږئ خو بل مو مخرب او د وطن ضد وي دده وژل هم د وطنپالنه یوه برخه ده.
طالب پر پښتون سياست له پاکستان څخه کوي،مشر يي په کراچۍ مري، بل مشر يي په کوټه کې ټاکل کيږی او دریم مشر يي بیا له وزیرستانه جګړه رهبري کوي، ځينې نور يي بیا په دوبۍ او اماراتو کې په لوکسو دفترونو کې ناست دي او د عرب شيخانو په پيسو مزې کوي او په افغانستان کې افغان وژنه فرض بولي، په ننګرهار کې د داعش د وحشت ستر لامل طالب دی، خو داعش تر اوسه په افغانستان کې فرضيه ده راځئ دا فرضيه تر ثبوت مخکې د طالب په له منځه وړلو سره له منځه يوسو، ځکه داعش او داعشي وحشتونه په افغاني ټولنه کې هيڅ ځای نلري خو طالباني وحشتونو ته افغاني رنګ ورکول شوی دی که چيرې موږ د طالبي وحشت په له منځه وړو بريالي شو نو داعشي وحشت به ډير ژر له منځه ولاړ شي خو که داسې ونکړو باور وکړئ د عراقي يزيديانو په برخلیک به اخته کيږو او بیا به مو د ناموس د خرڅلاو او زناوو کيسې په نړۍ والو مطبوعاتو کې ډير ولولي او يوازې په څک څک به يي بدردګه کړي.
په پای کې ټول راسره کلیمه طيبه ځکه و وایی چې که کوم طالب پلوي دا لیکنه لوستی وي شونې ده پر ما او يا لوستونکي يي وخته د کفر ټاپه وهلي وي ځکه موږ د ټاپو په دې وضعیت کې دين په پاکستاني مدرسه کې د استخباراتي موخو ښکار ملا ته په ټيکه ورکړی دی او هرڅه راته د ده په خبرو کې ښکاري خو زه فطري مسلمان يم او مسلمان به يم نوه پروژي ملا منم او نه يي هم خبره ځکه را لیږل شوی دين ټول بشریت ته وسيله يي پيغمبر د خدای شوی دی نه ملا ياهو: لاَاِلهَ اِلاَّ اللهُ مُحَمَّـدُ'َرَّسُوْلُ الله.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery