داسې ښکاري چې د ملت وژنې تر څنګ د هغوی ناموس وژنه هم پيل شوې، او په تدريجي ډول افغان ولس د بد اخلاقيو سره عادي کېدو لور ته بيول کيږي، او لرې نه ده چې په دې خاوره هم خپل جنس سره د واده غږ پورته شي.
له پخوا په زور د خلکو د بچيانو تښتول او بيا سخت دريځۍ يا بريدونو ته د هغوی هڅولو راپورونه او ادعاوې وې، ويل کېدل به دغه ماشومان په ځانوژونکو بريدونو کې کارول کيږي، او د جګړو په سنګرونو کې کار ځينې اخيستل کيږي.
په دې وروستيو کې د جګړې ليکو ته دښځو بيول هم پيل شول، دا په داسې حال کې ده چې افغان پوځ د ښځو جلب او جذب پيل کړ، نو مقابل لوري هم شونې ده دا هڅه پيل کړې وي.
لږه موده مخکې بيا د وسله والو لخوا پر افغانو ښځو د جنسي تيري ادعاوې و شوې، ښه بېلګه يې په کندز کې د وروستۍ جګړې پر مهال وه، چې وسله والو په خپله رد کړې چې پېژندل شوې ډله يې طالبان دي.
وروسته داعش پيدا شو، او دې ادعاوو زور واخيست چې هغوی افغاني ناموس د وينځو (کنيز) په توګه استعمالوي.
اوس طالبانو هم تصديق کړه چې په زابل کې داعشيانو افغانې پاک لمنې ښځې د وينځو په توګه کارولي، مطلب له هغوی يې جنسي ګټه اخيستې او په عامه اصطلاح پر هغوی يې جنسي تيری کړی، په داسې حال کې چې طالبانو ته نه وه پکار د خپل مقابل لوري د ځپلو او بدنامولو لپاره يې له دې حربې هم کار اخيستی وای چې يوه معصومه افغانه مېرمن يې د ازبک جنګياليو غېږو ته وروغورځوله او افغانې خويندې يې د تبليغاتي وسيلې په توګه وکارولې.
اوس خبرونه نشريږي چې په غزني کې پوليس/اربکيان/غير مسئول وسله وال له خلکو ښځې بوځي او بيا يې د پيسو په بدل کې ورخوشې کوي، چې دا د افغانو مېرمنو د بې عفتۍ او ورته د ترويج په لور يې يوه بله هڅه ده، که حقيقت هم ولري، په هومره اندازه به نه وي، لکه څومره چې ورته تبليغات کيږي.
په ورستۍ نيمه لسيزه کې دې موضوع هم د افغاني مطبوعاتو لمن ډکه کړې وه، چې ښوونکو پر خپلو زده کوونکو، د مسجد ملا امامانو پر خپلو چڼو/انجونو زده کوونکو، د طالبانو قوماندانانو په خپلو تنکيو جنګياليو طالبانو، د کار په يو ځای کې استاد په خپلو کم عمره شاګردانو، مالک د کور خادم/خادمې، او..... جنسي تيري کړي دي.
له دې ټولو ور هاخوا هېښوونکې دا ده چې اوس د نارينه لخوا په خپلو محرمو ښځو د جنسي تيري راپورونه هم خپريږي، مثلاً ورور د خپلې خور سره زنا کړې، پلار د خپلې لور سره يو ځای شوی او اوس ځينې اولادونه هم لري.
په کومه پېښه کې يوه لور ادعا کوي، چې له پلاره دوه اولادونه لري، په کومه کې بيا يوه ځوانه ښځه مدعي ده چې پلار يې د لسو کلونو لپاره جنسي غلامه کړې ده، او له پلاره يې اولاد په نس دی، او داسې نورې پېښې.
په يوه ځانګړې موضوع کې دا رنګه تسلسلي فعاليت ته په کتلو سره داسې ښکاري، چې په راپورونو کې ځاييدونکې موضوع جرم نه، بلکې يو جرمي پروګرام دی، چې پر لار اچول شوی، او ټولې خواوې په شعوري او لا شعوري توګه ورته کارکوي.
له ماشومانو څخه په جنګ کې د کار اخيستلو، او يا پر هغوی د جنسي تيريو کېسې هومره ډېر او عامې شوې، چې اوس خلکو ته ډېر يو عادي عمل ښکاري، ډېر ځله مو ليدلي دي چې د داسې يوې ناوړه پېښې خبر اوريدونکی کوم جدي غبرګون نه ښيي، او دا ورته يوه عادي خبره ښکاري.
د دې معنی دا نه ده چې ګوندی په عام ډول افغانانو دغه اعمال د خپل کلتور حصه وبلل، او پرې راضي دي، بلکې هومره کرکه ورڅخه نه لري، چې بايد ويې لري، او يا يې د پخوا په پرتله د داسې اعمالو نجاست په زړونو او فکرونو کې کم شوی دی.
خو د خپلو محرمو ښځو لکه (خور، لور او مور) سره د ناوړه عمل د خبر په اورېدو سره لا هم ګورو، چې په افغاني ټولنه کې کرکه شته، اوس هم که چېرې د دغه شان کومې پېښې يادونه وشي، نو عام او خاص به يې په اړه سخت او جدي غبرګون وښيي.
خو که چېرې په رسنيو کې همدا ډول خبرونه لاندې باندې کيږي، محاکم هيڅکله غوڅه او د شريعت سره سمه پرېکړه نه کوي، او په ډېرو حوادثو کې تورن يا له سره بندي کيږي نه، او يا ډېر ژر له بنده خوشې کيږي، نو په افغاني ټولنه کې به هم د غربي ټولنو په څېر د ناموس په څېر هيڅ پاتې نه شي.
داسې باور کيږي، چې په افغانستان کې د ديموکراسۍ معنی د خلکو په ژوند کې د بدلون راوستلو په معنی نه ده، بلکې دلته د يو بل کلتور چاپ پرېښودل کيږي، چې د همدې ملعون نوم (ديموکراسۍ) تر عنوان لاندې زموږ د مجتمع ځينې غړي هم د هغوی په چوپړ بوخت دي.
زه باور لرم چې مطبوعات کولای شي، په هيواد کې د ناموس وژنې د پروژې مخنيوی وکړي، او هغه په دې ډول چې پر اذهانو ناوړه اغيز کونکو خبرونو له خپراوي احتراز وکړي، او د شيوع مخه يې ډپ کړي، او که چېرې دوی له شرعي احکامو يوه غټه سرغړونه، يوه ستره ګناه او ناوړه عمل په ډېرو ساده الفاظو کې تر نورو ورسوي، نو همدغه لکه غر ستر جرمونه به د وخت په تېرېدو سره لکه بڼکه سپک شي، او د افغانستان مسلمان ولس به د سترې بدبختۍ سره مخ شي.
بيا نو لرې نه ده چې دلته همجنسبازي قانوني وګرځول شي، پلار او مور پر اولاد واک له لاسه ورکړي، ولاد د مور او پلار په وړاندې د احترام په نوم څه ونه پېژني، او هرې شرعي سرغړونې ته به د غير اسلامي قوانينو په رڼا کې کتل کيږي، او سترګې به پرې پټيږي