مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي قضاوت ته اړتیا!

انجنیر بسم الله بسمل
پدې ورستیو کې د ولسې جرګې لومړي مرستیال ښاغلی حاجي ظاهر قدیر او د امنیت شورا د سلاکارښاغلی محمد حنیف اتمر تر مینځ د وخت د غوښتنې پر خلاف ناندرۍ زیاتې شوي دي چې اصلي زیانمن پکښې افغان ولس دی.
هغه چیرچل رښتیا ویلی دی چې د استعمار لپاره دوه شیان کافی دي ، (ناپوه اکثریت او خاین اقلیت) د افغان مظلوم او ړوند ولس د څو محدودو ملي خاینونو لخوا د مرګ کندی ته بیول کیږي او نړۍ يې ننداره کوي، که د غې پیښی ته په ملي تلیسکوب کښی وګورو نو داسی استنباط کیږي چی:
ذ ښاغلی حاجي قدیر د بربنډ جرت او شرطونو نه دا جوته کیژی چی د اړونده پیښی په اړه کره اسناد او شواهد په لاس کشې لري ، خو پوښتنه داده چی دا شواهد او اسناد دی ښاغلی ته چا ورکړی ؟ هغه منبع چی دا اسناد او شواهد یی برابر کړی او ښاغلی ته یه په لاس ورکړی څومره د افغان ولس خواخوږي او یا هم په کومه کچه غلیم دي؟
ښاغلی قدیر په دې وخت کې دا مسله ولی دومره جدی ونیوله حال دا چې ښاغلی د لومړي نایب په توګه مکلف وو چه د کندز ، د کابل د شاه شهید ، مکرویانو ، د ننګرهار د کابل بانک او ورته داسی نورو غمیزو په هکله د اوس په شان غوڅ او جدی شوی واي؟
همدارنګه دا پوښته هم باید حل شی چې ښاغلی قدیر ولی په یو کس ادعا کوی او حال دا چی په اجراتو کې دری ګونې نور مسولین هم شته ؟
بل لور ته ښاغلی اتمر ولی د خاموشی پالیسی غوره کړی ده؟
نومړی (ښاغلی اتمر) او حکومت ولی پدی زمانی مقطع کې د بیان آزادی نه سانسور وی؟
نومړی ولی د مضوع په اړوند رسنیو ته ځواب ورکولو ته چمتو ندی؟

ددی حالت نه داسی په ډاګه کیږی چه داوړه خواوی د بادارانو لخوا سانسور او خپلی خپلی موخي لری. نو ولس ته پکار ده چی دغه موخو ته د ملی زاویو نه داسی وګوری او ویی ارزوی چی ایا دغه متضاد فی الذاته موخی د افغان ولس په ګټه دی او که نه ؟ که په ګټه وی نو کومی اولویت لری دښاغلی اتمر دریځ او موخی او که د ښاغلی ظاهر قدیر دریځ او موخی ؟ ددغو پوښتنو حلول ددی مختصر تحلیل اصلی مو خه ده.

شاته په کتو سره د تیرو حالاتو نه دا استنباط کیږی چې د ښاغلی کرزی او د پاکستان دحکومت داختلاف یو ټکې د ترهګرئ سره د مبارزی محوری رول وه چی پاکستان د خپلي څلویښت کلنۍ تجربی پر مټ د ستر خدمت ادعا کوله، او حال دا چی ښاغلی کرزی په مجربو او په جګړه کشی د لوړ ظرفیت لرونکو اشخاصو او وګړو پر توکل دشه خدمت سینه ډبوله چی په پای کی هغه وخت ښاغلی اتمر او ښاغلی امرالله صالح د پاکستان توطیی ښکار شوه چی کرزی صیب اګاهانه یا نا اګاهانه و هڅول شو چی نوموړي کسان له خپلو دندو ګوښه کړی تر څویی ددی مجربو وګړو نه خلاص کړی.
اوس هم د پاکستان موخه دښاغلی اتمر او ښاغلی نبیل ګوښه کیدل دی چی د ترهګیری په محوه کې تر اوسه څه نا څه ښه ځلیدلی دی باید له مخی ګوښه کړی ترڅو د افغانستان محوری رول د ترهګری په محو کولوکشی تر اغیز او پوښتنی لاندی راولی او نړیواله ټولنه پردی قانع کړی چه د ترهګری په وړاندی د افغانستان روان بهیر ناکام دی، اوبر عکس پاکستان په خپله اداعا کې ریښتنی شی.

له دی کبله پاکستان د ښاغلی قدیر صیب په اصطلاح تبرته لاستی ورکړ او په شینوارو کشې د داعش په لاس ډیر ظالمانه او د انسانیت سره منافی په یوه خواره او مظلومه شنواری ټولنه کشی یوه فاجعه را منځ ته کړه او ښاغلی قدیر صیب ته دا چانس په لاس ورکړ چی د موخی د لاسته راوړلو لپاره خپل اس ددی ناوړه او غیر ملی رقابت میدان کشی ښه وځغلوی. اخوا اتمر صیب خپله بقا د اغیارو په رضایت کي وینی اود امریکا او انګریزانو خدمت ته یې مټې را نغښتي دي او ورځ تربلی زیات د افغان ولس زوروی.

افغانستان ولس د ځمکنی فاصلی،اقتصادی ګټو او متنازع فیه مسایلو له مخی پاکستان خپل نژدی، خطرناکه او لمړی رقیب او دښمن ، اوبل خوا د اشغالګرو کامیابی د افغانستان بربادی او د اسلام نابودی بولی نو په دغه وخت کی د بلوچستان آزادی او د ګوادر بندرپه لور جګړه په خپله ګټه تصدیقوی.
که چیری ښاغلی قدیر د ملت د خونخواری پرځای ځان د ملت خدمتګار او غم خوار بولي نو بیا اړینه ده چی :
په جلال آباد کې د پرمختګونو لپاره لاره همواره کړی ، د کلدارو کارونې د ننګرهار په ولایت کشی بنده کړی او ورسره په نورو برخو کې د پام وړ ګام پورته کړي.
د شینوارو د غچ اخیستلو دپاره لشکر راغونډ او بلوچستان ته یی واستوی تر څو د یوی خوا د شینوارو انتقام د پاکستان د نظامیانو نه واخلی او د بلی خوا د افغانستان ګټی او کورنی امنیت خوندی وساتی.

بل لور ته ښاغلی اتمر ته پکار ده چی په جلال اباد ، نورستان ، لغمان، بدخشان ، تخار کندز فاریاب او نورو ولایتونو کې د کورنی عملیاتو نه لاس واخلی او په مقابل کشی یی ترهګرو اډی په پاکستان کې له مینځه یوسی او اسلام آباد ته د شینوارو او نورو غمیزوپه هکله ګوت سنډنه وکړی.
نو په پای کې که د افغان ولس په رښتیا هم پاکستان خپل لومړی رقیب او غلیم بولی نو اول د ملت کور د ښاغلی قدیر خوله وربنده کړی او د ښاغلی اتمر سره بیا دوهم ځل ګورو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery