دخپریدو نیټه : 2015-12-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سوله ستونزمنه ده، خو ناشونې نده!
انتظار خادم
د تایوان په شمول نن ورځ د نړۍ ۱۹۶ هیوادونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د جګړي او سولې په معضله کې راګیر دی. ددی شمیر هیوادونو تر منځ ۴۶ هیوادونه د ۲۰۱۵ کال ترپایه پوری د جګړو په مختلفو بڼو کې ښکیل وو او باقي شمیر هیوادونه د ملګرو ملتونو د جوړښت، د ناټو د غړیتوب، او یا هم د شوروي هیواد سره د دوستۍ له امله د نړۍ په جګړه او سوله کې لتاړ دي. جګړه او سوله د نړۍ د اوسنیو ټولنو د ژوند رنګ جوړوي مګر په یاد مو وي چې جګړي تلپاتي نه وي. اوباما به ویل چې د عراق او افغانستان له جګړی می دا زده کړل چې د جګړی د پيل کولو، د جګړی پای ته رسول ستونزمن دی، (لیکن ناشوني نه دي).
د غربي نړۍ مشهور څیړندوی جان پال لیکې چې د رښتوني ثبات لپاره (صداقت، عدالت، بخښنه، او سولیزه انګیزه) اړین توکې دي. ددي فرمول نه داسي اقتباس کولای شو چې که څه هم د بیا پخلاینې او د سولې په معامله کې تیره ژبه، ځیرک هنر، او معقول استدلال یوه لور ته د لوړو امتیازاتو د اغست لامل ګرځي لیکن په ټوله کې د سولي د راتګ لپاره د جانبینو د اخلاص توکې حتمي دی.
مونږ که د نړۍ هرې خپل منځۍ جګړې او یا د هیوادونو تر منځ د کشمکشونو شالید ته وګورو، نو هرو مرو، هغه مهال چې تشدد، قتل او قتال، او د انسانیت په وړاندی تعدیَ اوج ته رسیدلی ده او خاصکر هغه مهال چې د جګړی د دواړو اړخونو د زړه زور اوبه شوی دی نو بیا سوله رامنځته شوی. دا په حقیقت کې سوله نه بلکې د جګړی د ستړیا نه وروسته د اجبار مرحله وی چې دواړه لوری یې د بل انتخاب د نه شتون له مله ټاکې. ګټوره سوله هغه وی چې د وینو او یا ډیرو وینو د توییدو نه وړاندی جانبین سره روغه وکړي او سوله انتخاب شي، نه وروستی تحمیلي انتخاب.
بوسنیا-هرزګونیا ددی ادعا ښه ثبوت کیدای شی. بوسنیا د بالکان هیوادونو په جزیره کې پروت وړوکی هیواد دې چې یواځې ۳،۸ ملیونه وګړی پکې اوسیږی. پدې هیواد کې درې ډلې یعني سربیان چې د یوګوسلاویا له مستقیم ملاتړ نه برخمن وو، بوسنیک یا بوسنیايي مسلمانان او کروشیایان چې مطلق اقلیت ګنل کیدل، میشته دي. تر ۱۹۸۰ پوری چې لا ولسمشر (تیتو) ژوندی وو، سربیا، کروشیا، او بوسینا د یوګوسلاویا تر چغ لاندی ژوند تیروه لیکن د نوموړی د مرګ نه وروسته، هر ملت غوښتل جلا جلا جوړښت او بشپړه خپلواکي ولری.
که څه هم د دری واړو ملتونو د جلا والی نظریه معقول دریځ وو لیکن د سربیا ولسمشر میلوسویک په ۱۹۹۲ کال کې د بوسینا او کروشیا د ځپلو پلان تر کار لاندی ونیوه. په دواړو هیوادونو کې شته سرب-توکمه ولسونه تحریک کړای شول ترڅو د کورني چاودون لپاره لاره هواره کړی. د بوسنیا-کروشیا د ازادۍ او د سربیا د ښکیلاک جګړه پیل شوه چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ زره بی ګناه انسانان ووژل شو. په ۴ ملیونه وګړو کې ۱۰۰ زره انسانان وژل د دوهمې نړیوالی جګړی را وروسته چې په ترڅ کې یې هټلر ۶ ملیوینه یهودان ووژل، دا په اروپا کې بې سارې بوګنونکې پیښه وه.
لکه د روندا قتل عام، د جنوبي افریقا اپارتاید ستونزه، د ګواتیمالا خپل منځې جنګ او د بوسنیا جګړی ته هم نړیوالو په غټو غټو کتل تر څو چې د وینو سیلابونه وبهیدل او بیا وروسته د ملګرو ملتونو سوله ساتې ځواک سیمې ته ولیږل شو. همغه مهال، حتی د ملګرو ملتونو د نړیوالو فوځونو په حضور کې د سربیا فوځونو د سربرینیکا ټول وژنه ترسره کړه چې تر ۸۰۰۰ زیاتې ښځې، ماشومان او بوډاګان یې په ډیره بې رحمۍ له تیغه تیر کړل. له هغې وروسته، د ناټو د چتر لاندی ۶۰ زره فوځونه بوسنیا ته راغلل او د بوسنیا د سولې لپاره یې په دوه پړاونو کې د ثبات هڅې وکړی.
په لمړي پړاو کې د نړیوالو فوځونو ځای په ځای کول، د جګړی ودرول او د ښکیلو غاړو ترمنځ د واک، نظامي قوت او سیاسي هویت ارزښتونه شریکول، د سولې د جریان اساسي برخې وی.
په دوهم پړاو کې د امریکا د اوهایو په ایالت کې د ۱۹۹۵ کال د نومبر په میاشت کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د (ډيټن) تړون رامنځته شو چې رسمي بڼه یې بیا د همدی کال د دسمبر په ۱۴ نیټه په پاریس کې لاسلیک شو. که څه هم ددی تړون پر بنیاد د بوسنیا هیواد د سربیایانو او مسلمانو کروشي میشتو ترمنځ په غیر منصفانه ډول وویشل شوه لیکن لږ تر لږه د وینو سیلابونه ودریدل. د تړون قوت د نړیوالو څارونکو په شتون کې وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وارن کرستوفر، ولسمشر بل کلنټن، ، د فرانسي ولسمشر جیک شیراک، د برطانیي صدراعظم جان میجر او د روسې د بهرنیو چارو وزیر ویکتور چرنومیردن دا پروسه وڅارله او د تړون د محتوی د تعمیل لپاره یې له خپل اغیز نه ګټه پورته کړه.
د بوسنیا د سولې په پروسه کې یو شمیر ستونزو شتون لره.
1. لمړی دا چې د جګړې ښکیلې غاړی تر ډيره حده بی واکه او وار د مخه تیار شوی متن پری لاسلیک شو.
2. دوهم، د سولې د پروسي نه وروسته د بی پلوه، منظمو او مسلکي پولیسو نه شتون وو چې په خپله سیمه کې یې باید واړه واړه کشمکشونه مهار کړی وی.
3. دریم، د انتقالي عدالت د پروسي نه موجویت او د هغه جنګي مجرمینو بیرته په واک کې پاتی کیدل چې زرګونه انسانان یې له تیغه تیر کړی وو. او
4. څلورم، د بوسنیا د ولسونو تر منځ د کورنیو کلتوري ستونزو، د هویت د ښکته والي او پورته والی خبره او د بوسنیا د ملیتونو ترمنځ د ګډ ژوند په اړه د هراړخیزو ( رښتونو) تعلیمي پروګرامونو نه شتون چې کیدای شی په اوږد مهال کی د تفرقو د بیا ځل پیلیدو لامل شي. دمګړۍ، بوسنیایان خپلو نسلونو ته دری ډوله ( کروشیایي، سربیایي، او مسلماني) تاریخ تدریس کوي چې نه یواځې د سولې په تامین کې نقش نشي اداء کولی بلکې راتلونګې نسلونه به د یوه بل په وړاندي راپاڅوي.
که څه هم په تیرو کلونو کې د بوسنیا سیاسي جوړښت د اقتصادي صعود د تامین لپاره کوټلی ګامونه اغستي دی او په اروپا کې ۵ نمبر هیواد دی چې ډير سیلانیان ورته درومي لیکن پدی ټولنه کې به د نقاق ژور درز هغه وخت حل کړای شي چې اروپایي ټولنه د بوسنیا غم خپل غم وګڼي او په خپله اتحادیه کې یې شامله کړي.
هغه مهال چې بوسنیا د کورنۍ جګړې په دوزخي اور کې لولپه کیده، افغانستان هم د خپلو بچو په بل کړی اور کې سوځیده. د افغانستان د ۱۹۹۵-۱۹۹۲ کلونه کټ مټ د بوسنیا د تیاره کلونو په څیر وو چې کورني جګړه یې په څپو وه او نړیواله ټولنه په ویدیدو کیدو. په بوسنیا کې د ملیتونو ترمنځ بخښل، هیرول او صداقت د رنځ کیمیا شوه، (هیله ده تر ډيره دوام وکړي) او دلته هم باید دا نسخه وکارول شي.
د بوسنیا د ستونزې لپاره د منطقې په کچه اجماع ته اړتیا وه او په افغانستان کې هم اړینه ده د پاکستان، چین، ایران او د مرکزي اسیا هیوادونو ترمنځ سرتاسري هوکړه وشي ترڅو نه یواځې دوی د افغانستان د اړوندی پروسې نه بیرون پاتي نه شي بلکې په تمامه معنی ورته د رغنده سولییز نقش د اداء کولو فرصت میسر شي.
هیله ده زمونږ د هیواد په سوله کې هم رښتونی سولییز دریځ، بی الایشه مرسته او د اړونده ملتونو ترمنځ د هڅو تلفیق رامنځته شي. دوکه، دوه رنګي او شرارت هیڅکله هم د طالب-دولت ترمنځ ستونزه نه شي حل کولای، اوکیدای شي په راتلونکې کې کوچنۍ سهوې هم مونږ د خپل مقدس ارمان او د سولې د اصلي مسیر نه منحرف کړي.