مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسدالله خالد : د نبيل ګوښه کیدل پرځای کار وو او دولسمشر دپریکړي هرکلی کوو

ملي امنیت دعمومي ریس ښاغلي رحمت الله نبیل دګوښه کېدوپه اړه باید ووایم چي بیله شکه په اوسني شرایطوکي دا ایجابوي چي د ریس جمهور دهلوځلواوپریکړو چي دسولي دراتلو لپاره یې کوي وسولي ته هرتږی افغان یې باید حمایت وکړي .

له بلي خوا په دې وروستیو کي دهیواد په ګوټ ګوټ کي نا امني اوپه پرله پسې ډول دولسوالیوسقوط دهیواد په بیلابیلو ولایتونوکي دملي امنیت دمنظم سیسټم نه موجودیت خلګ پرېشانه کړي وه ، په دغه مهم وخت کي دهیواد ریس جمهورډیرجدي اوپرځای پریکړه چي دهیواد دامنیت اوثبات لپاره  ئې ترلاس لاندي نیولې چي په همدې موخه یې پاکستان هیواد ته سفروکړ ، اودافغانستان په اړه یې خبري کولې ، چي پّه عیني وخت کي ښاغلي نبیل بیله کومو دولتي مقر راتو اوصولو ، غیرمسولانه  خبري وکړې ، اودپخوا په شان یې ددښمن وژرندي ته اوبه واچولې ، او خپل ولسمشر ئې دوست او دښمن ته ډیر کم ښکاره کړ  چي له نېکه مرغه دهیواد ولسمشر دخپل صلاحیت په چوکاټ کي دهیواد دښه امنیت اوثبات ته په کتو دملي امنیت عمومي ریس  له خپلي دندي څخه ګوښه کړ ، اوهغه فشارونه یې پروضع کړل چي اړین وو .


 زه په خپل وار سره دریس جمهور ددغه پرځای پریکړي څخه چي تولوافغانانویې خوښي او مننه وکړه ، هرکلی کوم او هیله من یم  چي دښاغلي نبیل دګوښه کیدوسره به په هیواد کي امنیتي حالت دملي امنیت په تغراتو تر دې ښه سي .

باید یادونه وکړم  هغه جعلي فیس بوک پاڼي چي زما په شمول دبیلابیلو اشخاصو ، اومدني فعالانو په نومونو کارکوي دښاغلي نبیل څخه داتل دجوړیدوکمپاین په لاره اچولی دی  چي غواړي پرعاموذهنیتونوباندي دښاغلي نبیل په اړه تغیرات راولي ، ددې موضوع په اړه دومره وایم چي دښاغلي نبیل ظرفیت اواستعداد دافغانستان خلګوته معلوم وو او دی
دغسي پاني د ځانګړي اهدافو لپاره کار کوي چي باید مخه ئې ونیول سي

دملي امنیت پخواني عمومي ریس
اسدالله خالد

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery