مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پنځه زره کلن تاريخ په خيال کې له حاله پاتې قوم

سید سميع الله راشد

 کله کله سړی هسې غافل شي،ځينې په پلار نيکه او يا خپل قوم وياړ د مرګ، بربادۍ، نيستۍ،هلاکت او فلاکت په خوب ويده کړي، خو خدای مو دې له داسې خلکو وساتي چې په تیرو پنځه زروکلونو وياړي خو دوی د تیر تاريخ د يوازې يوې ورځې په اندازه هم نه ځان او نه خپلې ټولنې ته کار کړی دی او نه يي کله هم ددې مسوليت احساس کړی دی چې په دې اوس وخت کې څه باید وکړو؟ هره ورځ يي په سيمو کې د وحشت نوې څپه په ډيره تيزی سره له دوی انسانيت په مخه کوي او ولس يوازې د نندارچي په توګه کوښښ کوي چې له ځانه هرڅه بچ کړي.
که مو فکر کړی وي زموږ له غټ مسول او کلانتر بیا تر عادي او په کلي کې له ککړخولي سپين ږيري بيا تر بې سواده ځوان پورې ټول دا يوه خبره کوي چې موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو، دا چې لرو يي يا يي نه لرو په ۲۱ پيړۍ کې به دا ډيره بې مانا خبره وي چې موږ تیرو ته په تمه يو او افسانوي تاريخ لولو، افسانوي يي ځکه بولم کله چې تیر تاريخ لولم پر هند، اصفهان او اټک راته خپلې دروازې را ياديږي د مغول، چنګيز او انګريز دړې وړې کيدل لولم نو فکر کوم چې يا خو موږ د هغو غازيانو او ملي وياړونو له نطفې نه يو يا دا چې هغوی بل څوک وو موږ بل څوک يو، ځکه د پنځه زره کلن تاريخ ساتل ثابتول هم غواړي په خبرو او په خیال خو نه شي ثابتیدای.
په ۲۱ پيړۍ کې په افغانستان غوندې هیواد کې د خيال په بستره کې څو پيړۍ ويده قوم يانې پښتون هره ورځ له يو تاړاک سره مخ شوی دی دا چې هر تاړاک دلته راغلی دی دا هم تصادفي نه ده يا خو نورو پر موږ تپلی دی او يا دا چې موږ يي لامل شوي يو ، منو چې ځينې ستونزې دلته تحميلي راغلي دي خو ځينې نور بیا داسې دي چې موږ هم پکې ونډه لرو، په ننګرهار کې په بهسودو کې په يو غريبانه کور کې تر ميلمه پالنې ، عزت، قدر او ....وروسته د يوې بشپړې کورنۍ نسل وژنه، په اچين کې د داعش په نوم له کوزه راغلي بر پښتانه وژونکي، په کوټه او وزیرستان کې ناست منصوريان، حقانيان، په ټل او میرانشاه کې له دنيا بې خبره مسیدان او وزیر ان دا ټول زموږ خپل دردونه دي،منو چې دښمن بل، انګيزه بله، پيسې او وسلې د نورو دي خو کاروو يي موږ، پرې وژل کيږو موږ او بې کوره کيږو موږ.
پر پښتون ولس روان شواخون، په وينو کې لت پت ځوانان، په زانګو کې شهيد شوی ماشوم، په سپين سر په ډيره بې رحمي پر سر ويشتل شوې مورکۍ،د خپل اولاد د مرګ او سلګيو لیدونکی پلار او په پای کې د خپلو اولادونو په پښو کې وژل کيدونکی پښتون سړی بل چا نه همدې پښتون يا د ځان په ننګه يا د بل پښتون په لمسون وژلی دی موږ عجيب غوندې خلک يو وسله را واخلو يو وارې خپل و وژنو بیا يي نو سبا پر مړي هم موږ ژاړو او په لحد يي د خاور لومړنی ډکه بیلچه خاوره هم موږ ور اچوو.
موږ په خپل مرګ، محروميت، بې سوادي، بدبختي، سپکاوي، شاته پاتې والي، عقدوي چلند، فکري ټکر او په پای کې ناورين او وحشت کې ونډه لرو، موږ تر اوسه د پنځه زره کلن تاريخ خبرې کوو خو لا هم راسره وره په وره، ديوال په دیوال ګاونډي ته مو خپل تمدن ونشوای ښودلای، که موږ رښتيا لرغوني يو یا د هغو له نطفې يو چې انځورونه يي په کور، جیب، موباييل، موټر، ښونځي، پوهنتون او دفتر کې لګوو نو بیا خو تر دوی لږ پورته ټوپ وهل په کار دي که پورته ټوپ نه شو وهلی لږ تر لږه خو يي فکر ساتل او پالل په کار دي، موږ خو د تیرو تاريخ لولو خو په خپله په عمل کې هيڅ هم نه يو، پښتانه دي، پښتون وژني، پښتون لوټي او د پښتون د نسل وژنې پروژه چلوي د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې ځمکې څوک غصبوي، ببر سري وسله وال کسان د چا دي، غلاوې څوک کوي، د پښتنو ځمکې څوک په زوره نيسي، د پښتون ميشتې حوزه څوک سوځوي، هلته ټولنيز تشکل څوک له منځه وړي....؟؟ ټول به وايي چې د ځمکې مافیا،ملاتره خيل محمدي او يا.... نو دا د ځمکې مافيا خو هلته له هند يا بريټانيا نه دي راغلي همدا زما او ستا د پنځه زره کلن تاريخ دعوه کونکي شرارت پالي دي چې په نورو يي زور نه رسيږي په خپله مور يي زده کوي. آیا داسې څوک شته چې دوی ته و وايي چې لالا دنيا څو بغرۍ ده، دلته پراته ولسونه بې عزته کولو نه بلکه يو ځای کولو ته اړتيا لري؟
 عجیبه ده که په رسنیو کې کينې تر ګردو ډير سر به پښتون ټکوي خو که عمل ته راشو تر ټولو لټ او پردي پالي هم موږ يو،راځئ لږ ژور او منطقي فکر وکړو چې موږ څه کوو، زه خو چې ګورم موږ ترکستان ته روان يو،دا ځکه چې داعش هم زه شوم او طالب هم زه، د ملي اردو سرتیری هم باید زه شم او پولیس هم زه، خو يو بل چې وژنو هلته هم باید زه مړ شم دلته هم،روانه حالت له حتمي مرګونو او تباهۍ ډک دی خو موږ د بل په لمسون او د ځان د تباهۍ په خاطر ور غاړې وتي يو، نه زموږ تر اوسه په انسانیت سر خلاص دی نه هم له نړۍ سره په ګډ کلي کې پر ژوند پوهيږو خو دعوې د پنځه زره کلن تاريخ او حقوق د انسان غواړو دې ته وايي انصاف.
په کلیو کې محروميت،طبقاتي ژوند،د هرې ورځې په تیريدو سره کمزوری کيدونکی اقتصاد،په ښارونو کې د پښتنو سوالګرو ډیروالی،ډله ډله کونډې، زرګونو يتيمان، په پيسو د لوڼو پلور او پير،د خپل بچي وژل، په بدو کې د لوڼو ورکړه، قومي او د خيلونو عقدوي جوړښتونه، له يو بل سره شخصي دښمنۍ، دوديز اسلام، دودیز سياست، دوديز مشرتوب او په ټول کې له خرافاتو ډکه ټولنه زموږ د ژوند واقعيتونه دي که موږ واقعيتونه درک نکړو او فرضي خبرې ثبول کول غواړو نو يو به پرې ډير وخت ولګيږي او بل به پکې زموږ زیان بیخي ډير وي.
په ټولو قومونو کې ښه او بد، تور او سپين، روڼ اندي او تور اندي،ښي لاسي او کيڼ لاسي،ملا او سياستوال شته خو نور قومونه د نفيي سياست نلري ولې پښتانه په لومړي سر کې د نفيي سياست ټاکي دا اوس په هيڅ پښتون ميشتې لرې کلي لوستی ځوان نشته که وي يا بهر ته تښتيدلی يا ښاري او امن سیمو ته را کډه شوی دی او له ډاره دلته هم کلیوال نه راشي میلمه کولای ځکه که راشي کيدای شي چيرې يي د ښځې لاس يا پښې و ويني نو په کلي کې به پرې تبصرې کوي، په پښتون ميشتو سیمو کې د مثبت فکر لرونکي ولسي خوځښتونه نشته دي خو په نوم يي ځينې نور سوداګري کا، ولې په نورو قومونو کې هرڅه شته، هر سړی په خپل ځای دی، پښتانه دومره بدبخته شوي دي چې په ښارونو کې له ناامنۍ را تښتيدلي لوستي ډيری ځوانان يي هم اوس يو ډول ناامنۍ ته خوښ دي، په ښارونوکې ډيری پښتانه ځوانان د شخصي عقدې پر بنسټ لا هم په دې لګيا دي چې څو نور بې لارې کړي زينه ترې جوړه کړي ځان پرې يوخای ته ورسوي او که زینه کښته ولویده يا ورته لاس په نام ځوانان مړه هم شول خیر دی ، د ده يي پرې څه دا خو پردي زامن دي د ده د ادې له بوخڅې خو نه دي پيدا.
نو راځئ پنځه زره کلن تاريخ ولولو خو راتلونکی تاريخ جوړ کړو پنځه زره کاله مخکې موږ ته نورو قرباني ورکړه په خپلو وينو او سرښندونو يي راته وياړلی تاریخ ولیکه خو پنځه زره کاله وروسته به موږ هم خپلو بچو ته څه پريدو کنه؟ آيا موږ هم پنځه زره کاله وروسته ته فکر کړی دی کنه؟ کنه پښتون به لا هم په دې باور وي چې دا دنيا هسې هم فاني ده مزې خو په هغې دنيا کې دي، نو که مزې په هغې دنيا کې وي هسې په خيال کې دا پنځه زره کلن تاريخ پورته پورته مه کوی ځکه پنځه زره کاله مخکې وياړونو او زموږ په ډک نس لوستلو يي موږ لټان او د نورو د لاس آلې کړو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery