دوهم ـ په نولسمه پیړۍ کی :
موږ وویل چی د احمد شاه بابا او تیمورشاه په زمانه کی د افغاني هندوانو ( او سیکانو ) د ژوند حالات او شرایط ډیر سم وو . هغوی په ازادۍ او آرامۍ سره خپل کاروبار کاوه . د دراني واکمنۍ پر مهال هندوانو د مالی پانګه اچوني او حوالو څخه علاوه د چارواکو او مخورو خزانه داري هم کوله ، یعنی مسلمانانو به خپلی پیسې او ګران بیه شیان د ساتلو له پاره هندوانو ته ورکول . دا لا څه ، عادي کسانو به هم خپلی پیسې هندوانو ته د ساتلو له پاره ورکولې . دا چاری خصوصأ په شکارپور کی ډیری تر سره کیدې چی کندهار یې د هند سره تړئ . نو د دراني حکومت پر مهال شکارپور د دغسی کارونو په رأس کی و او بانک لرونکي یې هندوان وو چی ځانونه یې ښه شتمن کړل .
خو د دراني واک تر ختمېدو وروسته دغسی چارواکي او مخور یا خو مړه سول او یا هم د سیاسی طوفانونو او څپیړو له امله وتښتېدل چی ټولی پیسې او ګېڼې یې د هندوانو سره پاته سوې . د مېسن له قوله اکثریت دغه هندوان یا خو امرتسر ته ولاړل او یا هم د کاروبار نورو لویو مرکزونو ته وتښتېدل ( هندیان په جنوبی آسیا کی ـ ۱۴۱ مخ ) .
خو د تیمور شاه تر مړینی وروسته د نولسمی پیړۍ په لومړۍ لسیزه کی د افغانستان سیاسی وضع خرابه سوه . د واک له پاره د بارکزو او سدوزو شخړو له یوې خوا ، او د تیمور شاه د زامنو خپل منځي سیالیو هم له بلی خوا هیواد له هره حیثه کمزوره او بې ثباته کړ . حکومتی اداره کم واکه او بې ځواکه وه . جنګسالاران غښتلي او د قوت په حال کی وو . دا لا څه ، په دوهمه لسیزه کی سیاسی وضع نوره هم ورانه سوه او پر مختلفو ولایتونو مختلفو چارواکو حکومت کاوه ( مثلأ په هرات کی شاهزاده کامران ، په شمال کی مراد بیګ ، په کندهار کی څلور بارکزي وروڼه یعنی رحمدل ، کهندل ، شیرین دل او پُردل ) . دغو چارواکو پر تجارانو او سړکانو محصول وضع کاوه چی په دې جمله کی هندوان او مسلمانان علی السویه ځورېدل . دا ځکه چی دولتی خزانه تشه یا لوټ سوې وه ، نو زور یې تر سوداګرو وتیً .
د ختیځ هند د کمپنۍ یو نماینده ( چارلس مېسن ) په ۱۸۳۶ کی د کندهار څخه لیدنه وکړه او داسی لیکی : « دغه ښار پر څلورو برخو ویشل سوی دی ، چی پر هره یوه یې یو سردار واک چلوی . کله چی زه د کهندل خان ارګ ته نږدې اوسېدم ، نو ځینی کسان می ولیدل چی د هغو نورو درو اییًتلافي وروڼو د دربار خوا ته یې روان کړي وو . په دغو ناخوښه کسانو کی د پنځوس څخه تر سلو پوری هندوان هم شامل وو چی ځینی یې بېله شکه ډیر محترم اشخاص وو او هغوی ټول سوداګر او کاروباریان وو چی د خپلو کورونو یا دکانونو څخه راکش کړل سوي وو او پر سړکونو یې دربار ته روان کړي وو ( هماغه : ۱۳۸ مخ ) .
له دې نه معلومیږی چی هندوان په کندهار کی تر ټولو ماړه او شتمن خلک وو چی د محتاجو سردارانو پام یې ور اړولی و . خو باید داسی قیاس ونسي چی هندوان اقلیت وو نو ځکه یې ګواکی د خپلو حقوقو څخه دفاع نسوه کولای . خبره داسی نه ده ، بلکی دغو څلورو سردارانو پیسو ته سخته اړتیا لرله . نو دوی تجاران او کاروباریان لټول او لوټول که به هغوی مسلمانان وو یا هندوان ، بس پیسې یې ترې اخیستې .
د نولسمی پیړۍ په لومړۍ نیمایی کی د کندهار ولایت تر ټولو لوی سوداګران حیات خان او رنجیت سینګ وو . اکثریت افغاني هندوانو تجارت او ښه ګټمن کاروبارونه کول ( هماغه : ۱۳۹ مخ ) .
دې ټکی ته باید ځیر اوسو چی که څه هم هندوان ( خصوصأ بډای هندوان ) وخت پر وخت د چارواکو له خوا لږ یا ډیرځورېدلي دي ، خو بیا هم په خوښۍ سره اوسېدل . د دې معنی دا ده چی یا خو د هغوی ګټه او عاید خورا ډیر وو، یا دا چی ډیره درنه جریمه یا سزا نه ورکول کېده . یو ځل بیا چارلس مېسن : « ما بیا هم د دې ښار ډیر هندوان ولیدل چی ځینی مراسم به یې لمانځل . په باغونو کی به راغونډ سوي وو چی ځانونه به یې په ګېڼو ښه پسوللي وو او له هره پلوه به ښه بډای معلومېدل . د هغوی خوښي دومره ډیره وه چی په یو هندو سلطنت کی هم تر دې نسوه اضافه کېدای » ( هماغه : ۱۳۹ مخ ) . د مېسن د سترګو لیدلی حال دا ثابتوي چی د افغاني هندوانو ژوند ژغورلی و او هغوی باالکل خوشحاله او راضي وو .
هو ، د نولسمی پیړۍ په نیمایی کی د افغاني هندوانو ، منجمله کندهاري هندوانو تجارت ، کاروبار او عاید ښه رونق درلود . د کندهار د هندوانو لوی سوداګران د شکارپور څخه راغلي او دلته میشته سوي وو . هغوی د شکارپور او کراچی له لاری د بمبیً سره ډیر ګټمن تجارت کاوه . هغوی له دې لاری برتانوي تولیدات او محصولات واردول لکه : وریښم ، بنبه اي ټوکران ، ململ ( ډاګه یا خاصه ) ، چیټ ، سمندري محصولات ، وړین کوټونه ، چاړې او چاقوګان ، بیاتی ( غیچی ) ، ستني ، تارونه او څرخیان ، کاغذ او هم ځینی هندي محصولات لکه نیل ، مسالې ، بوره ، دواوي او نور . دوی هندوستان او پنجاب ته افغاني محصولات هم صادرول لکه : وړۍ ، وچه میوه ، تنباکو ، کراسته ، وریښم او نور .
مشهور انګریز خبریال ( لمسډن ) د نولسمی پیړۍ په نیمایی کی راپور ورکړی و چی په کندهار ښار کی ۹۳۱۰ کورونه سته چی د دې څخه ۳۰۰ یې په هندوانو اړه لری ( هماغه : ۱۴۹ مخ ) . اکثریت هندوان بزازان ( د ټوکرانو خرڅونکي ) ، د مسالو رانیونکي او پلورونکي او صرافان ( د پیسو بدلونکي او حواله کونکي ) وو .
د نولسمی پیړۍ افغاني هندوان په ټول افغانستان کی خپاره او میشته وو . د هغوی نفوس هم خورا زیات و . د ختیځ افغانستان په کلیو او کوچنیو ښارونو کی به هغوی ډیرئ وخت په دفترونو خصوصأ هغو حکومتي شعبو کی وظیفې اجرا کولې چی د پیسو او حساب سره به یې سروکار درلود . دوی به د ټولو متنفذو او پیاوړو اشخاصو د ناظر او خزانه دار دندی هم اجرا کولې .
دا لا څه ، موهن لال کشمیري د کابل او نورو ولایتونو څخه د کتنی پر مهال د امیر دوست محمد خان د حکومتی عوایدو په ارتباط لیکی چی هندو محاسبانو دقیق عایدات ثبت کړي وو . موهن لال داسی لیکی : « د کابل ولایت د عایداتو په هکله بیلابیل تصورات او محاسبات شتون لری چی یو له بله ډیر متفاوت دي . د کابل ولایت د عوایدو په باره کی زما ځاني معلومات د امیر دوست محمد خان د مستوفی الممالک ( میرزا سید حسین خان ) او دیوان میترا پر تفصیلاتو له یوې خوا او د بیربل او دیا رام پر اوراقو له بلی خوا متکی دي . پورتني منابع د عوایدو د مجموعې له مخی متفاوت دي او هر یو بیل بیل اعداد او ارقام وړاندی کوی . خو د امیر د وزیر سره د سید حسین ارتباط واضحأ ښیی چی هغه زیات دولتی عواید په خپل جیب کی اچوي . حال دا چی آخیرالذکر دیوانونو ( بیربل او دیا رام ) حقایق وړاندی کړي دي او اضافي مبلغونه یې صرف هغه مهال په خپل دیوان کی شامل کړي دي چی حکومت ته رسېدلي وی . لکه څنګه چی د سید حسین د محاسبو له مخی ټول کالني عواید ( ۲۴۳۱۲۷۱ ) روپیو ته رسېدل حال دا چی دیوان بیربل دا مبلغ ( ۲۵۰۹۲۳۸ ) روپۍ ښوولی دی . نو په دې حساب د دیوان بیربل محاسبو څه نا څه ( ۷۷۹۶۷ ) اضافه روپۍ د دولت په ګټه ښودلی دي چی د امیر وزیر خپل جېب ته اچولی دي » ( زندګی امیر دوست محمد خان : ۲۱۴ مخ ) .
له دې څخه ښکاری چی افغاني هندوانو د دولتی محاسباتو ، عایداتو او مالیاتو په برخو کی مثبت رول لوبولی دی او خپل مسؤلیت یې په صداقت سره مخته بیوئ او د حکومت او عوامو د پوره باور څخه برخمن وو .
موږ مخکی د مراد بیګ یادونه وکړه چی د نولسمی پیړۍ په لومړیو کی په شمال کی یو محلی واکمن و . برتانوئ سیاح (ویلیم مورکرفټ) چی په کندز کی یې د مراد بیګ له درباره کتنه کړې وه لیکی چی : « موږ پر خپله لاره د غزنی څخه په ورتیرېدو سره هلته د ګمرک د یو هندو افسر سره مخامخ سوو چی (بیساکی رام) نومېدئ . د هغه وظیفه دا وه چی زموږ غوټی او بکسونه حساب کړی او راپور یې خپل لوی آمر ته ورکړی . اتما رام د کندز د مراد بیګ دیوان بیګی ( لوی وزیر ) و . د مراد بیګ تر واک لاندی د کښته رتبې نور ډیر هندو مامورین هم په دندو ګومارل سوي وو چی هغوی عمومأ د مالیې په دفترونو کی کار کاوه . » مورګرفټ زیاتوی چی د مراد بیګ تر واک لاندی سیمه کی زیات هندوان اوسېدل او د محلی اوسېدونکو له خوا احترامانه وضع ورسره کېدله ( هندیان په جنوبی آسیا کی : ۱۴۰ مخ ) .
دا لا څه ، الفنسټن چی په ۱۸۰۷ کی په پیښور کی د شاه شجاع له درباره کتنه کړې وه ، لیکی چی هندوان په مرکزی او ولایتی حکومتونو کی پر لوړو دندو ګومارل سوي وو . دوی زیاتره په دربار کی په داسی کارونو ټاکل سوي دي چی د پیسو یا حساب سره سروکار لری . د هر یوه مترکس له پاره د ناظرۍ او خزانه دارۍ وظیفه د پارسیوان یا هندو پر غاړه ده . هندوان په ولایتونو کی آن حکمرانان وو او همدا اوس هم د پیښور لویه حکمراني د دغه مذهب یوه کس ته سپارل سوې ده ( د کابل سلطنت بیان : ۳۲۱ مخ ) .
په هر صورت ، د پورته لنډ وضاحت څخه ښکاری چی افغاني هندوان ( او سیکان ) د نولسمی پیړۍ په اوږدو کی ډیر ښاد او آباد وو . هغوی په سر تر پایه ټول افغانستان کی اوسېدل خو په لویو ښارو کی یې شمیر ډیر وو . د افغاني هندوانو اکثریت دکانداري او سوداګري کوله . هغوی د مذهبي پلوه ځانونه د هند سره تړلي بلل ، خو د کلتوري او ملی پلوه کلک افغانان وو . محمد حیات خان په ۱۸۶۵ کی خپل د سترګو لیدلی حال داسی بیانوي : « په ټول افغانستان کی هندوان شته دي ، او په لویدیځ کی د عربو تر ملک پوری په ځینو ځینو ځایونو کی هندوان تر سترګو کیږی....
د افغانستان په لویو ښارونو کی هندوان ډیر دي . د ختیځ افغانستان په هر کلي کی د دوی یو یا دوه کوره سته ، خو د کابل په ښار کی یې شمیر ډیر دی . د لویدیځ افغانستان په کلیو کی هم یو یا دوه کوره هندوان سته . دوی په دکاندارۍ ، دلالۍ ، صرافۍ او زرګرۍ بوخت دي . ځینی یې د کرکیلې چاری هم تر سره کوی .
د افغانستان هندوان زیاتره کهتری او اروړې دي ، خو لږ شمیر سیکان هم سته . د افغانستان هندوانو د هندوستان زیاتره رواجونه ترک کړي دي . دوی ږیری پرېږدی او پوښاک یې هم د دغه ملک اوسېدونکو ته ورته دی . دوی په تناره پخه سوې ډوډۍ خوری او د خپل معمول غسل خیال هم نه ساتي.....
په افغانستان کی د پخوانیو هندوانو د بت پرستۍ آثار او نښی نښانې موجودی دي . د کابل شمال خوا ته آق سرای ته نږدې یوه سمڅه موجوده ده او هندوان دغه سمڅه سپېڅلې ګڼی . د لوګر په خوشي کی هم یوه چینه موجوده ده چی هندوان یې سپېڅلې ګڼی .
څرنګه چی هندوان په افغانستان کی خواره واره میشته دي ، نو له دې کبله د دوی ټول شمیر څرګند نه دی او نه یې یقیني په ډاډ سره لیکلی سم ، خو داسی اټکل کېدای سی چی په ټول افغانستان کی د یو لکو کورونو نه ډیر هندوان آباد دي ، خو دوی کمزوره او خواره واره دي او ذلیل شمیرل کیږی . » ( حیات افغاني : ۴۷۹ مخ ) .
په هر حال ، د نولسمی پیړۍ په وروستیو لسیزو کی خصوصأ د امیر عبدالرحمن خان د واک پر مهال هندوان اکثره د هیواد په ښارونو او تجارتی مرکزونو کی اوسېدل خو د ختیځ افغانستان په کلیو کی هم میشته وو .
څنګه چی هندوان اهل الکتاب نه وو ، نو مجبور وو چی د اسلامي شرعیت له مخی دولت ته جزیه ورکړی . په بدل کی هغوی اجازه لرله چی خپل مذهبي مراسم ادا کړی . ویل کیږی چی د جزیې مبلغ یو څه ډیر و ، او وخت پر وخت بدلېدئ یعنی لږیدئ یا ډیرېدی . لکه څنګه چی هر هندو به له دې درکه د کاله پنځه روپۍ حکومت ته تحویلولې .
هندوانو کولای سوای چی خپل ځانګړي مکتبونه ولری . په دغو ښوونځیو کی د هغوی کوچنیانو ته هندو دین او کلتور ورزده کېدئ . هغوی به د مسلمانانو سره کومه شخړه او لانجه د اسلامي شرعیت پر اساس حل او رفع کوله . خو د هغوی خپل منځي شخړي به د دوی د خپل دین ( دهرما شاسترا ) مطابق حل او فصل کېدلې .
امیر عبدالرحمن خان چی پر خپلو مسلمانو اتباعو باندی په ظلم او شدت کی ډیر شهرت درلود او سخته سزا به یې ورکوله ، برعکس د هندوانو سره یې رویه نرمه وه .
د امیر عبدالرحمن خان د واک پر مهال ډیرو برَهَمَنانو ته په حکومت کی لوړی څوکۍ ورکول سوي وې . د مثال په توګه (نرنجنداس) ته د ډګرمن افتخاري دریځ عطا سوی و . د پنځو هندو مشرانو یوه شورا جوړه سوې وه چی د هندو آیًن او دین له مخی اول خپل منځي غوښتنی ، شخړی او مسألې تر نظر تیری او تدقیق کړی بیا یې نو د هدایت له پاره امیر ته وړاندی کړی .
امیر عبدالرحمن خان د خپلو هندو او مسلمانو اتباعو ساتنه او ژغورنه په مساویانه ډول کوله . د هندوانو دارایی او جایداد په افغانستان کی خوندی و . هغوی هڅول کېدل چی د هندوستان سره ډیر تجارت وکړی . دا لا څه ، امیر حتی په هند کی هم د خپلو هندو سوداګرو ګټی ساتلې .
ګوبن داس یو افغان هندو سوداګر و چی په هند کی یې شتمني غلو لوټ کړه . کله چی امیر له دې پیښی خبر سو ، نو د ګوبنداس د ټولی دغه شتمنۍ یو اوږد او مشرح لیست یې برابر کړ او هغه یې د هند حکومت ته ولیږی او د برتانوي مقاماتو څخه یې هغه ته د دې زیان اداینه او معاوضه وغوښته ( هندیان په جنوبی آسیا کی : ۱۴۲ مخ ) .
دا لا څه ، امیر په شِمله کی خپل نماینده (جنرال امیر احمد خان) ته هم هدایت وکړ چی د دغه افغان سوداګر د غلا سوي مال د بیرته ورکولو په غرض د هند پر حکومت ټینګار وکړی . افغان استاځي هم د هند د حکومت خارجه وزیر (ګرنټ) ته د ۱۸۸۳ د اګسټ پر اتمه د دې غلا سوي مال معلومات او هم یې د دې غلو د مشر (سکندر خان) نوم ورکړ ( هماغه : ۱۴۲ او ۱۴۹ مخونه ) .
له دې نه ښکاری چی د افغاني هندوانو سره د امیر عبدالرحمن خان غوندی سخت طبیعته او ظالم پاچا دومره خواخوږي وه ، نو د نرم دریځه واکمنانو رویه به د هغوی سره څومره دوستانه او مخلصانه وه .
که د حکومتي پاملرني او توجه څخه تیر سو ، په ټولیزه توګه عوامو هم پر هندوانو زیات اعتماد کاوه . فرانک مارټین یو برتانوئ پانګوال او انجینیر و چی په کابل کی یې اته کاله تیر کړي وو . هغه شپږ کاله د امیر عبدالرحمن خان او دوه کاله هم د امیر حبیب الله خان د واک پر مهال په کابل کی د صنعتی پروژو او ورکشاپونو سرانجینیر او مسؤل و . د هغه فارسي او اردو ژبي ښه زده وې او د کابل ټولی سیمی یې تر پښو کښلی وې . د دربار ، چارواکو او عادي خلکو له حالاتو پوره واقف وو . پر امیر عبدالرحمن خان او بیا پر امیر حبیب الله خان ډیر ګران و او تل به یې نږدې ارتباط ورسره درلود . دئ د کوڅه و بازار په حالاتو هم ښه بلد او خبر و . فرانک مارټین په کابل کی د خپلی اته کلني استوګني ټول عمده خاطرات ، د خلکو انګېرني ، د واکمنو کړني ، د افغانستان سیاسی او اقتصادی او اجتماعی حالات وروسته د یو کتاب په شکل خپاره کړل چی ټول عینی شواهد او د سترګو لیدلي حالات دي . نوموړئ د کابلي هندوانو په باره کی داسی لیکی :
په کابل کی د هندوانو یوه کالوني سته چی څو نسله یې هلته تیر کړي دي . دوی هغه شان خلکو ته پیسې په پور ورکوی ، لکه په نورو هیوادو کی چی یې یهود ورکوی . دوی دغه راز د زرو او قیمتی ډبرو تقریبأ ټول کاروبار په لاس کی لری او په وروستیو کلونو کی اکثره کورنۍ له دې امله چی د ژوند د اړتیاوو د قیمتونو جګېدو له امله له لوږي څخه ځانونه وژغوري ، مجبور سوي دي چی خپل زیورات وپلوري . هندو که پر یوه شي باندی کومه بیه کښېښووله ، هغه باید د نوموړي شي د ارزښت له دوه پر درې برخی څخه هیڅکله زیاته و نه ګڼل سي . خلک چی کله پر یو بل باندی کوم شی خرڅوي ، په خپلو منځو کی وایی ، چی هندوانو په دومره پیسو غوښت . معنا دا چی د دوی له خوا ایښوول سوې بیه یو مناسب قیمت دی . ځینی هندوان د خزانې په دفترو کی مقرر سوي دي او تر میرزایانو هم زیات معتمد خلک او هم ښه محاسبین دي ( د پولادي امیر تر سیوري لاندی : ۱۹۳ ـ ۱۹۴ مخونه ) .
فرانک مارټین دلته څو مهمو ټکو ته اشاره وکړه :
لومړی دا چی افغاني هندوان ( منجمله کابلي هندوان ) د افغانستان بومي او پخواني وګړي نه دي بلکی دې هیواد ته راکوچېدلی دي ؛
دوهم دا چی ځینو هغوی په دولتي دفترونو ( خصوصأ مالی او پولی څانګو ) کی کارونه کول او د دولت د پوره ملاتړ ، باور او ساتنی وړ وو ؛
درېیم دا چی زیاترو هندوانو شخصی او آزاد کاروبار کاوه چی هغه د اسعارو ، بانکي فعالیتونو او نقدي معتبرو معاملاتو څانګي وې ؛
څلورم دا چی د کار دواړه برخی ( دولتي وظایف او ځاني کاروبار ) یې ساتلي او ژغورلي وو او د هیڅ ډول خنډ ، تهدید او خطر سره مخامخ نه وو ؛
پنځم او تر ټولو مهم دا چی هغوی د حکومت او ملت دواړو ډیر اعتماد له ځانو سره درلود او هره خبره یا فیصله یې د زړه له اخلاصه منل کېدله .
مطلب دا چی افغاني هندوانو د نولسمی پیړۍ په وروستیو او د شلمی پیړۍ په لومړیو کی د پخوا غوندی په مالی او اقتصادي فعالیتونو کی لوی لاس درلود چی په عین حال کی د حکومت او عوامو د بشپړ باور څخه هم برخمن وو . دا چی افغاني هندوان د پوره او هر اړخیزه اعتماد وړ وو نو پر هغوی به د مذهبي فشار او جبر ادعا صحت ونلری لکه ځینی تاریخ پوهان چی یې انتقادوي . مثلأ ، میر غلام محمد غبار لیکی چی امیر حبیب الله خان د خپلو نرمو تګلارو او اصلاحاتو سره سره د خپل واک په پیل کی امر وکړ چی د افغانستان هندوان مجبور دي چی ژړی لنګوټې به تړی او ښځی به یې ژړي بغرې (برقع) اغوندي تر څو له نورو متمایز وی . همدا راز هغو کسانو ته چی مسلمانان کیږی باید د دولت له خوا د ۳۰۰ څخه تر ۶۰۰ پوری نغدي روپۍ او یوه جوړه کالي د انعام په توګه ورکړه سی ( افغانستان در مسیر تاریخ ـ ۷۰۰ مخ ) . خو دلته څو انګېرنی او ملاحظات سته چی دا دي :
لومړی دا چی دغه ادعا نورو معتبرو آثارو او عینی شواهدو ( منجمله سراج التواریخ او نورو ) نه ده ذکر کړې ؛
دوهم دا چی مرحوم غبار د خپلی دغه ادعا منبع او مأخذ هم نه دی ذکر کړی ؛
درېیم دا چی ثابته نه ده چی امیر حبیب الله خان د خپل واک په اوږدو کی همدا فشار جاری ساتلی و که یې بیرته لغو کړی دی . ځکه ، یو خو دا چی امیر وروسته خپلی ځینی تګلاری بیرته فسخ او یا هم نرمی کړې او دوهم دا چی د ۱۹۰۷ په جنورۍ کی یې د برتانوي هند څخه د کتنی پر مهال د علیګړ په اسلامي پوهنتون کی یوې لویی غونډي ته په ډاګه وویل چی « ما په خپل هیواد کی د شیعه او سني ، هندو او یهودي د آزادیو تضمین عملي او تطبیق کړی دی » ( جنبش مشروطه خواهی در افغانستان : ۱۱۹ مخ ، د لندن د ۱۹۰۷ د جنورۍ د ټایمز په حواله ) .
بل دا چی دیوان نرنجن داس هغه مشهور او معتمد هندو و چی د امیر حبیب الله خان مالی او حسابي تکیه یې جوړوله . اوڅار امریکایی څیړاند ( پروفیسور لوډویک اډامیک ) په ۱۹۷۵ کی لیکلی دي چی « امیر حبیب الله خان د نرنجنداس سره ډیر ښه سلوک او چلن کاوه او د هغه د ډیر باور او اعتماد وړ و . د پیسو برات یا حواله تر هغو نه ټاپه کېده او نه هم اجرا کېده تر څو نرنجنداس لاسلیک کړی نه وای.... په ۱۹۰۶ کی د ملکي ډګروالۍ افتخاري رتبه هم ورکول سوه . د همدې کال په نوامبر کی د مالیې د وزیر میر احمد شاه تر مشرۍ لاندی وټاکل سو چی بیا په ۱۹۱۲ کی د مستوفی محمد حسین خان وظیفه ده ته وسپارل سوه چی هماغه د ټول افغانستان څخه د مالیو حصول او راټولول وو » ( د افغانستان مشاهیر ـ ۲۰۷ مخ ) .
نو پوښتنه دا ده چی که امیر حبیب الله خان له یوې خوا د هندوانو پر مشر باندی دومره ټینګ باور کوی ، د هغه سره ښه چلند کوی ، افتخاري دریځونه ور عطا کوی ، او تر ټولو مهمه دا چی حساس دولتی مقامونه ورسپاری خو له بلی خوا کرهأ او جبرأ فرمان صادروي چی د هغوی نرینه باید حتمأ ژړي لنګوټې وتړی او ښځینه یې باید ژړی بغرې واغوندی ، آیا داسی ضد او نقیض عمل امکان لرلای سی ؟ آیا داسی خو به نه وی چی دغسی جبري فرمان به صرف د کاغذ پر مخ و بلکی عملی اړخ به یې نه درلود ؟! په هر صورت ، داسی ضد او نقیض برخورد ( هغه هم د واکمن لخوا ) محال ښکاری . نو ځکه پوښتنه پیدا کیږی چی آیا د امیر دغه فرمان به رښتیانی وی او که به یې په علیګړ کی نوموړې عامه وینا حقیقت وی؟! که بالفرض د امیر پورتنۍ ادعا درواغ وی ( چی هماغه د شیعه او سنی ، هندو او یهودو د آزادیو ضمانت و ) نو بیا هغه څنګه د معتبر میلمه او مهم واکمن په حیث په برتانوي هند کی د انګریزانو ، هندوانو او مسلمانانو په مخکی داسی لوی درواغ ویلای سول او څنګه د لندن ورځپاڼو او هندي منابعو نه رسوا کاوه ؟ پس بهتره دا ده چی فعلأ دغه مُتنازع فیهِ مسأله معتبرو منابعو او راتلونکو څیړنو ته پریږدو . ( نور بیا )
د دې برخی مربوط اخځونه
۱ ـ هندیان په جنوبی آسیا کی [ د افغانستان اړونده برخه ] ؛ عبدالعلی ارغنداوی ، مصحح : آی. جې. بهادر سینګ ، نوی ډیلی ، ۱۹۸۴ .
۲ ـ زندګی امیر دوست محمد خان ؛ موهن لال کشمیری ، ( جلد اول ) ، مترجم : پروفیسور سید خلیل الله هاشمیان ، نشرات آیًنه افغانستان در کلیفورنیا ( امریکا ) ، ۲۰۰۲ .
۳ ـ د پولادي امیر تر سیوری لاندی ؛ فرانک اې. مارټین ، ژباړن : محمد معصوم هوتک ، دانش کتابتون ، پیښور ، ۲۰۰۴ .
۴ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، دولتی مطبعه ، کابل ، ۱۳۴۶ ( ۱۹۶۷ ) .
۵ ـ جنبش مشروطه خواهی در افغانستان ؛ پوهاند سید سعدالدین هاشمی ، ( چاپ دوم ) ، شورای فرهنګی افغانستان ، سویدن ، ۲۰۰۱ .
۶ ـ د افغانستان مشاهیر ؛ لوډویک ډبلیو. اډامیک ، ګرېز ، اطریش ، ۱۹۷۵ .
۷ ـ د کابل سلطنت بیان ؛ مونټ سټیوارټ الفنسټن ، ژباړن : پوهاند محمد حسن کاکړ او نصرالله سوبمن ، ( دوهم چاپ ) دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۸ .
۸ ـ حیاتِ افغانی ؛ محمد حیات خان ، ژباړونکي : محقق فرهاد ظریفی او محقق عبدالطیف یاد طالبی ؛ سریزه ، تحشیه او تعلیقات : اکاډمیسین عبدالشکور رشاد ، ( دوهم چاپ ) ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۷ میلادی .