دخپریدو نیټه : 2015-12-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د پښتنو کلتور او مينه !!
سليمان زهير
د کليوال ژوند ښکلا او ښايستونه سړی د ليونتوب يو داسې پړاو ته وړي، چې بيرته ترې رغيدنه او خلاصون د انساني خيال او فکر وتلی داستان ښکاري، زه هم د همدغه کليوالي ژوند په غيږ کې رالوي شوی او د مينې په تور پردي هيواد ته شړل شوی شډل ځوان يم، چې تر ننه د خپلې پاکې مينې په ياد اوښکې تويوم او هر شيبه يې رايادوم؛ کله به چې د لمر وړانګې تتې شوې نو ما به د خپل کلي پټو ته ځان ورساوه، چې د هغه ليونۍ ديدن وکړم د چا ژوند پورې چې زما د ژوند رنګينۍ او ښکلاوې تړل شوي.کرۍ ورځ به مې د پولو او پټو پر غاړه تيره کړه، کله به مې ديدن وشو او کله به هم بينوا، زړه ماتی راستون شوم، دا حالت نږدې درې کاله اوږد شو، چې د کور خلک راباندې پوه شول، بيا خو زموږ په پښتنو سيمو کې د پښتنولۍ رواجونه ، دستورونه او تورونه دومره درانده دي، چې زما په څير غريب او بې وسه خلک يې تاب نه شي راوړلی، هماغه وو، چې کورنۍ مې زما د اجازې او مشورې پرته زما په اړه تصميم ونيو، چې له کور، کلي، پولي او پټي لري يې د درسونو په پلمه پاکستان ته راواستولم او د رښتينې او خوږې مينې داستان يې راته په نيمه لار کې غوڅ کړ.
غواړم چې د خپل عملي ژوند په هنداره کې د خپل پښتون ولس په کلتور او تپل شوي فرهنګ لنډه خبره وکړم:
د ولس کلتور او فرهنګ هغه وخت د منلو او قبليدو وړ وي، چې کله د اسلام له اساسي بنيادونو سره ټکر او تصادم ونلري، دلته چې زموږ په ولس کې د ځوان او پيغلې څخه د انتخاب حق سلب شوی او نه پريښودل کيږي، چې په خپله خوښه او رضاء ودونه وکړي، نو دغه کلتور له شک پرته پر موږ تپل شوی، په داسې حال کې چې د اسلام مبين دين په ډير ټينګار سره په دې تاکيد کوي، چې په مسلمانو ټولنو کې بايد نکاح په خوښه او د (خطبې) له مراسمو وروسته ترسره شي. نو دلته زموږ کلتور د اسلام له هغه اړخ سره ټکر لري، چې د خطبې د جواز رنګ پکې پروت دی.