دخپریدو نیټه : 2015-12-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
بې امني، د ولس تشويش او د جمهور رئیس ځانګړې پرېکړې.
ع، ابراهيمي
د روان ۱۳۹۴ لمريزکال د ليندۍ په لومړيو کې د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل د خپلې دندې استعفاء وکړې او له هغه وروسته امريکا ته تللی.
ملي وحدت حکومت ته نږدې سرچينو ويلي، چې غلام جيلاني پوپل د جمهور رئيس محمداشرف غني سره په کومه خبر خفه شوی او همداء لامل دی، چې نوموړي له دندې استعفا ورکړي او تللی دی، خو د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې يوې سرچينې منلې ده، چې د سیمه ییزوارګانونو لپاره مالي او اداري مرستيال عبدالمالک صديقي د نوموړي پر ځای سرپرست ټاکل شوی او ولایاتونو ته د يو مکتوب له مخې خبر هم ورکړل شوی دی.
بلخوا غلام جیلاني پوپل ته نږدې سرچينو ويلي، چې د پوپل د خفه کېدو لاملونه مشخص دي، نوموړی وايي چې پوپل د جمهور رئیس سره پدې خفګان راغلی، چې د ولاياتي چارواکو سره مستقيم روابط ساتي، خپل سري مقررۍ کوي چې د سیمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه ترې ناخبره وي، دوهمه موضوع چې سرچينې ياده کړې وايي، چې په هېواد روان بحران د حل لپاره عملي حکمت نه تر سترګو کېږي، د سرچينې په وينا چې اوس مهال ډېری سيمو کې جنګ روان دی، نه خو د جنګ پای ته رسولو لپاره کوم عملي حکمت څخه کار اخيستل شوی او نه هم د دې پوښتنې لپاره کوم ځواب ندی پيدا شوی، چې د جنګ علت څه دی او تر شاه يې څوک ولاړ دي؟
د دې لپاره چې د جنګ مقابله وشي لومړی پکار ده چې ملي امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه په قاطعت سره چلند وکړي، ولې متاسفانه چې نن پدې ارګانونو کې چې ډېر مهم دی داسې حال راغلی چې دوی عاجزي ښکاره کوي، دوی دا منلې چې مسووليتونه يې ډېر ولې صلاحيتونه او امکانات يې په هېڅ حساب دي، دوی وايي د جنګ په دوران کې ډېری وخت د مهماتو او لوژستيک له کموالي سره مخ کېږي او بيا چې کله د مرستې غږ پورته کړي نو مجبور دي چې تر هغه انتظار وباسي تر څوچې د مرکز کابل څخه ورته اطمنان نه يې ورکړل شوی، دوی زیاتوله چې ورځې او حتی اونۍ او مياشتې اخلي تر څو چې د مرکز کابل مشرانو له لوري ورته هدایت ورکول کېږي، چې په هغه صورت کې يې هېڅ هدايت ګټه نه لري.
د يادونې وړ ده، چې جمهور رئیس محمداشرف غني په خپل انتخاباتي مبارزو کې ويلي و، چې ولاياتونو ته به صلاحيتونه انتقال کړي، تر څو ولایتي ادارې په خپل وخت ستونزو ته رسيده ګي وکړي، پروژې نظارت کړي او د هر کار څخه په جريان کې وسي، مګر د يو کال څخه د زياتې مودې په تېرېدو داسې څه تر سترګو نه شول، بلکه اوسنی حالت د پخواني په پرتله څو چنده کمزوری دی، ځکه د يوې خوا د جمهور رئیس مستقيمې رابطې، مقررۍ ، بل طرف ته د پارلمان د غړو لاسوهنې ، په مرکز کابل کې د قراردادونو عقد او ولایاتونو ته د صلاحيتونو نه ورکول هغه څه دي چې په ولاياتونو کې يې چارې ټکنۍ کړي او همدې ستونزو ته د نه رسيده ګۍ له وجهې غلام جيلاني پوپل اړ شو چې استعفا ورکړي.
که غلام جيلاني پوپل د جمهور رئیس محمداشرف غني له ټيم څخه خفه او لاړ شي نو دا به تر لوړپوست کې د انجينررحمت الله نبيل څخه وروسته دوهم چارواکی وي، چې په تګ سره به يې د ولسمشر ټيم کمزوری شي او په همدې ترتیب به يې مخلص اشخاص له ټيم څخه بهر شي.
د يادونې وړ ده چې پوپل په تېر نظام کې هم د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې مشر و، چې په خپل وخت کې يې ډېر خدمت تر سره کړی.